د فيمينيزم لومړۍ څپه


د فيمينيزم لومړۍ څپه د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ پلوي (feminist) فعاليت او فکر يوه دوره وه، چې په ټوله لويديځه نړۍ کې د ۱۹ او ۲۰ پېړيو پر مهال پېښه شوه. دې دورې پر حقوقي مسئلو، په بنسټيز ډول د ښځو د رايې کارونې پر حق باندې تمرکز وکړ.

د لومړۍ څپې فيمينيزم (first wave feminism) اصطلاح په خپله د ۱۹۶۸ ز کال په مارچ کې په نيويارک ټايمز مجله کې د ژورنالېست مارتا ليير (Martha Lear) له لورې د «د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د پلوۍ دويمه څپه: دا ښځې څه غواړي؟» تر سرليک لاندې مقاله کې رامنځته شوې وه. د فيمينيزم لومړۍ څپه په حقيقت کې د نارسمي نابرابريو سره د مخالفت په توګه، د ښځو د سياسي واک لپاره پر مبارزې کولو باندې د تمرکز له مخې مشخص کېږي. په داسې حال کې چې د څپې استعاره (مجازي کارونه) د پوهنيز ادب په ګډون په ښه ډول رامنځته شوې ده، مګر د ښځو د خپلواکۍ لپاره د يو تنګ نظر د رامنځته کولو له امله تر نيوکې لاندې دی، چې د خلاقې ارادې د فلسفې اصل له منځه وړي او پر ځانګړو څرګندو لوبغاړو باندې تمرکز کوي. [۱][۲][۳][۴]

خوځښتونه

سمول

هغه خوځښتونه چې د ښځو حقونه يې پراخ کړل، له ۲۰ پېړۍ څخه خورا پخوا پيل شوي وو. سايمون ډي بيواوير (Simon de Beauvior) د «دويم جنس:The Second Sex» تر سرليک لاندې خپل کتاب کې وليکل، چې «لومړنۍ مېرمن چې د خپل جنسيت د ساتندويۍ په موخه يې خپل قلم پورته کړ»، په ۱۵ مه پېړۍ کې “Christine de Pizan” وه. د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ پلويانو (فيمينيسټانو) هينريچ کورنيلييس اګريپا (Heinrich Cornelius Agrippa) او موډيسټا ډي پوڅو ډي فورزي (Modesta di Pozzo di Forzi) په ۱۶ پېړۍ کې کار وکړ. د ماري لي جارس ډي ګورني (Marie le Jars de Gournay)، اني برېډسټريټ (Anne Bradstreet) او فرانکويس پوليين ډي لا بېر (François Poullain de la Barre) «د جنسيتونو برابري:Equality of sexes» په ۱۶۷۳ ز کال کې رابرسېره شو. [۵]

اولسټونکرافټ (Wollstonecraft)

سمول

هغه دوره چې ماري اولسټونکرافټ (Mary Wollstonecraft) په کې ليکل وکړل، د روسو او د روښانفکرۍ له فلسفې څخه اغېزمنه شوې وه. د روښانفکرۍ پلار يوه خيالي يا نظرياتي ديموکراتيک ټولنه راوپېژندله، چې د نارينه وو د برابرۍ پر بنسټ وه او د ښځو پر وړاندې په کې له توپيري چلند څخه کاکر اخيستل شوی و. له بحث څخه د ښځو ذاتي لرې والی د اولسټونکرافټ او د هغې د معاصرو روښانفکرانو دواړو له لورې په ګوته شوی و. اولسټونکرافټ خپل کار د روسو د نظرياتو پر بنسټ کړ. که څه هم په لومړيو کې مخالفه ښکاري، مګر د اولسټونکرافټ نظريه د جنډر د برابرۍ پر بنسټ د روسو د ديموکراتيک ټولنې د نظريې پراخول وه. ماري اولسټونکرافټ په خپل عام ژوند کې د ښځو د ګډون او په ځانګړي ډول د ښځينه زده کړو د اهميت کمولو په اړه، په زړه ورتيا سره خبرې وکړې. نوموړي د «ليبرال فيمينيزم» اصطلاح غوره کړه او خپل وخت يې د جنډر د دوديزو ونډو ماتولو لپاره ځانګړی کړ. [۶][۷]

نوموړې په ۱۷۹۲ ز کال «د ښځو د حقونو يو سپيناوی يا ملاتړ:A Vindication of the Rights of Woman» تر سرليک لاندې د فيمينيزم پلوې لومړۍ مقاله خپره کړه. اولسټونکرافټ په ياده مقاله کې د جنسيتونو د ټولنيزې او اخلاقي برابرۍ ننګه وکړه او په دې سره يې «د نارينه وو د حقونو يو سپيناوی يا ملاتړ:A Vindication of the Rights of Men» تر سرليک لاندې د ۱۷۹۰ ز کال خپل پمفلېټ پراخه کړ. د «ماريا يا د ښځو غلطۍ:Maria, or the Wrongs of Women» په نوم د نوموړې وروستي نيمګړي ناول باندې ځکه د پام وړ نېوکې وشوې، چې اولسټونکرافټ په کې د ښخو د جنسيتي غوښتنو په اړه بحث وکړ. نوموړي د ځوانۍ په عمر وفات شوه او کونډ (مېړه) يې فيلسوف ويليم ګوډوېن (William Godwin) په چټکۍ سره د نوموړې يو يادداښت وليکه، چې د هغه د ارادې خلاف يې د نسلونو لپاره د هغه د مېرمنې (اولسټونکرافټ) حيثيت يا نوم له منځه وېوړ.

اولسټونکرافټ د برتانوي فيمينيسټ خوځښت «مخکينۍ مور» ګڼل کېږي او د نوموړې نظريو د ښخو د رايې کارونې د حق پلويو ښځو فکر ته بڼه ورکړه. [۸]

زده کړه

سمول

زده کړه د رايې کارونې خوځښتونو پر مهال د ځوانو سويسي مېرمنو په منځ کې خورا مهمه وه. د ځان پېژندنې د ارزښت په اړه ټولنه کې د ځوانو مېرمنو زده کړې کول او ښوونځي ته تګ د عامو خلکو او ښځو لپاره خورا مهم و، چې له مخې به يې خپلې بشپړې وړتياوې وپېژني. د رايې کارونې حق سويسي خوځښتونو باور درلود، چې د ځوانو ښځو لپاره پر دې پوهېدل مهم وو، چې د کوچنيانو له زېږون پرته يې په ژوند کې نور څه هم وو. يوازې زېږون په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسيزو کې د رايې کارونې حق د خوځښتونو پر مهال يو خورا نړېوال فکر او عمل و. د لارډ ډېوډ وېللېټس (Lord David Willettes) له لورې د ۲۰۱۵ ز کال په يوه ارزونه کې نوموړي برسېره کړي وو او څرګنده يې کړه، چې په ۲۰۱۳ ز کال په انګليستان کې د لېسانس زده کوونکو ۵۴ سلنه ښځينه او ۴۶ سلنه نارينه وو. په داسې حال کې چې په ۱۹۶۰ لسيزه کې د ياد هېواد د پوره وخت زده کوونکو ۲۵ سلنه ښځينه وې. ښوونځي ته د تګ او د زده کړو سيستم کې د ونډې زياتوالی د ښځو د رايې کارونې له هغو خوځښتونو سره تړاو لرلی شي، چې د لوړو زده کړو لپاره په ښوونځي کې د ښځو ګډون يې په نښه کړ. دا حق او سياسي چاره په پای کې په سياسي ټاکنو کې ښځو لپاره د رايې کارونې له حق څخه وروسته رامنځته شوه، چې په ۱۹۷۱ ز کال کې ورکړل شو. په ۱۹۶۰ لسيزه کې په انګليستان کې هغه وخت چې ښځې د لوړو زده کړو سيستم ته راغلې، په عادي ډول لږه کۍ او کمې وې. کله چې په ۱۹۶۳ ز کال د بيټي فرايډېن (Betty Friedan) له لورې په متحده ايالتونو کې «ښځينه جاويي اغېز:The Feminine Mystique» چاپ شو، فيمينيسټ خوځښتونو د ښځو لپاره نوی معيار او د جنډر ونډې وټاکلې. [۹]

د هېواد له مخې

سمول

ارجنټاين

سمول

د نولسمې پېړۍ د وروستۍ او د شلمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې پر مهال په ارجنټاين کې مېرمنو د لويديځې نړۍ يو خورا پېچلی فيمينيسټ خوځښت رامنځته او پياوړی کړ. دوی چې له کارګر خوځښت سره يې نږدې تړاو درلود، سوسيالېستانې، انارشيستانې، خپلواکي غوښتونکې، خپلواک کوونکې، د زده کړو پوهانې او کاتوليکانې وې. يادو مېرمنو د ۱۹۱۰ ز کال په می مياشت کې په ګډه د ښځو د ټولنيزې او سياسي برابرۍ يا فيمينيسټ لومړنی نړېوال کانګرس (First International Feminist Congress) جوړ کړ. اروپايي، لاتيني او د شمالي امريکا نامتو کارکوونکو، روڼ اندو، مفکرينو او مسلکي پوهانو لکه ماري کوري (Marie Curie)، ايميلا پارډو بازان (Emilia Pardo Bazan)، ايلين کي (Ellen Key)، ماريا مونټيسوری (Maia Montessori) او نورو زياتو روښانفکرانو په کې د جنډر، سياسي او مدني حق، طلاق، اقتصاد، زده کړو، روغتيا او کلتور د نمونو په اړه د څېړنې اړوند د خپل کار او څېړنو نظريات وړاندې او بيان کړل.

اسټراليا

سمول

په ۱۸۸۲ ز کال د روز سکاټ (Rose Scott) په نوم د ښځو د حقونو فعالې له خپلې وروستۍ مور څخه ورته په پاتې کور کې، چې سيډني کې و؛ اونيزې پراخه ناستې پيل کړې. د همدې ناستو له لارې د سياسيونو، قاضيانو، د انسان دوستانو، ليکوالانو او شاعرانو په منځ کې نامتو شوه. نوموړې په ۱۸۸۹ ز کال کې د ښځو د ادبي ټولنې (Women’s Literary Society) په بنسټ ايښودنه کې مرسته وکړه، چې ياده ټولنه په ۱۸۹۱ ز کال کې د ښځې د رايې حق تړون (Womanhood Suffrage League) ته وده وکړه. هغه مخکښ سياستپوهان چې سکاټ يې کوربه توب وکړ، بيرنهارډ وايس (Bernhard Wise)، ويليم هولمېن (William Holman)، ويليم موريس هګس (William Morris Hughes) او توماس باوېن (Thomas Bavin) وو. يادو سياستپوهانو سره وکتل او د هغې لايحې د مسودې په اړه يې بحث وکړ، چې په پای کې د ۱۸۹۹ ز کال د پخواني بندښت قانون شو. [۱۰]

سرچينې

سمول
  1. Lear, Martha Weinman (March 10, 1968). "The Second Feminist Wave: What do these women want?". The New York Times (in انګليسي). بياځلي په 2018-07-27.
  2. Henry, Astrid (2004). Not My Mother's Sister: Generational Conflict and Third-Wave Feminism. Indiana University Press. p. 58. ISBN 9780253111227.
  3. "First Wave Feminism". BCC Feminist Philosophy. بياځلي په 2021-10-25.
  4. Hewitt, Nancy A. (2010). No Permanent Waves: Recasting Histories of U.S. Feminism. Rutgers University Press. pp. 1–12. ISBN 978-0-8135-4724-4. JSTOR j.ctt1bmzp2r.
  5. Schneir, Miram (1994) [1972]. Feminism: The Essential Historical Writings. Vintage Books. p. xiv. ISBN 978-0-679-75381-0.
  6. Reuter, Martina (2017). "Jean-Jacques Rousseau and Mary Wollstonecraft on the imagination". British Journal for the History of Philosophy. 25 (6): 1138–1160. doi:10.1080/09608788.2017.1334188.
  7. Ferguson, Susan (1999). "The Radical Ideas of Mary Wollstonecraft". Canadian Journal of Political Science / Revue canadienne de science politique. 32 (3): 427–450. doi:10.1017/S0008423900013913. ISSN 0008-4239. JSTOR 3232731.
  8. Tauchert, Ashley (2002). Mary Wollstonecraft and the Accent of the Feminine. New York: Palgrave. p. 5. ISBN 9780230287358.
  9. David, Miriam E. (2016). Reclaiming feminism: Challenging everyday misogyny (1 ed.). Bristol University Press. doi:10.2307/j.ctt1t89279.7. ISBN 978-1-4473-2818-6. JSTOR j.ctt1t89279.
  10. "Early Closing Act 1899 No 38" (PDF). بياځلي په 2012-09-28.