د فيمينيزم تاريخ
د عصري لويديځ فيمينيسټ تاريخ په دوديز ډول په درېيو دورو يا "څپو" وېشل شوی دی، چې هر يو د مخکيني پرمختګ پر بنسټ يو څه بېلابېلې موخې لري.[۱][۲]
که څه هم د "څپې" جوړښت په عمومي ډول د فيمينيزم د تاريخ تشرېح کولو لپاره کارول کېږي خو دغه مفهوم يوازې يو څو مشهور شخصيتونه د تمرکز کولو له پاره د غوره کولو، د سپين پوستو ښځو بورژوا په نظر کې نيولو، د مشهورو پېښو په اړه او د "توکمپال" او "استعمار" له امله د غير سپين پوستو فيمينسټانو له خوا هم د "څپو" تر منځ د تاريخ له پامه غورځولو او له منځه وړلو لپاره انتقاد شوي دي.[۴][۵][۶][۷][۸] مخکينی فيمينيزمسمولهغه خلک او فعالان چې د ښځو د مساواتو په اړه بحث يا يې د پرمختګ لپاره کار کوي او يا هم د ښځو د مساواتو په اړه د ښځينه غورځنګ له شتون مخکې ځينې وختونه د پروټوفيمينيسټ (د فيمينيزم له منځ ته راتګ مخکې د دې مفهوم پلويانو) په توګه په نښه يا لېبل کېږي. ځينې عالمان په دې اصطلاح نيوکه کوي، ځکه چې دوی په دې باور دي چې دا د پخوانيو مرستو اهميت کموي. يا لکه څرنګه چې د فيمينيزم له رامنځ ته کېدو مخکې فيمينيسټ او د فيمينيزم له رامنځ ته کېدو وروسته د فيمينيسټ په څېر اصطلاحاتو نه څرګنديږي، فيمينيزم يو واحد اوږد تاريخ نه لري.[۹][۱۰] د ايلين هوفمن باروچ (Elaine Hoffman Baruch) په وينا: "شاوخوا ۲۴ پيړۍ مخکې اپلاطون د ښځو د بشپړ سياسي او جنسي مساواتو لپاره بحث وکړ او د دې دفاع يې وکړه چې دوی د نوموړي د لوړې طبقې غړې وې، ... هغه څوک چې حکومت او جګړه کوي". [۱۱][۱۲] اندال (Andal) يوه ښځينه تاميل (يوه ژبه ده) بزرګې يا دينداره مېرمنې د اوومې يا اتمې پيړۍ په شاوخوا کې ژوند کاوه. د تروپاوی (Tiruppavai) په ليکلو مشهوره ده. اندال (Andal) د ښځو ډلې لکه ګوډا منډالي (Goda Mandali) هڅولې ده. له وشنو (Vishnu) سره د هغې واده د ځينو له خوا د فيمينيسټ عمل په توګه ځکه ليدل کېږي چې هغې ته يې اجازه ورکړه چې د مېرمنې په ډول له منظمو دندو ډډه وکړي او خپلواکي ترلاسه کړي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] د رنسانس فيمينيزمسمولايټالوي الاصله فرانسوۍ ليکواله کريسټين ډي پيزان (Christine de Pizan) (۱۳۶۴ – ۱۴۳۰) کلونو کې د ښځو د ښار کتاب ليکواله او د ايپيټر او ديو ډي امور (Epître au Dieu d'Amour) يانې ((د مينې خداي ته ليک)) د سيمون دي بووير (Simone de Beauvoir) له خوا د لومړنۍ ميرمنې په توګه ياده شوې ده. د ۱۶ پېړۍ نورې ښځينه ليکوالانې چې د بد مرغۍ غندنه او د جنسونو د اړيکو په اړه يې ليکل کول عبارت وې له: هينريچ کورنيليس اګريپا(Heinrich Cornelius Agrippa)، موډيستا دي پوزو دي فورزي (Modesta di Pozzo di Forzi) او جېن اينګر (Jane Anger) څخه. د ۱۷ پيړۍ په ليکوالانو کې هانا وولي (Hannah Woolley) په انګلستان کې، جوانا انيس دي لا کروز (Juana Inés de la Cruz) په مکسيکو کې، ماري لي جارس دي ګورني (Marie Le Jars de Gournay)، اين براډسټريټ (Anne Bradstreet)، انا ماريا وان شورمن (Anna Maria van Schurman) او فرانسوا پولين دي لا بيري (François Poullain de la Barre) شاملې دي. د ريښتينو روښانفکرانو په توګه د مېرمنو راپورته کېدو په ايټالوي انساني علومو کې هم بدلون راوړ. کاسندرا فيډل (Cassandra Fedele) لومړنۍ ښځه وه چې د بشرپالنې ډلې سره يو ځای شوه او د ښځو پروړاندې د ډېرو خنډونو سره سره يې ډېر څه تر لاسه کړل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳] د ښځو د رنسانس دفاع ګانې په مختلفو ادبي ژانرونو او په ټوله اروپا کې د برابرۍ يا مساواتو مرکزي ادعا سره شته. فيمينسټانو د اصولو غوښتنه وکړه چې په تدريجي ډول د اقتصادي ملکيت د بې عدالتۍ موضوعاتو ته لارښوونه کوي. د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ د پلوي کولو ټولنه په دې وخت کې د ښځو لپاره يوه لاره وه چې د متقابلو او غير منظمو سيستمونو رامنځته کولو لپاره چې د ښځو او نارينه وو لپاره فرصتونه برابر کړي، له ادب څخه کار واخلي.[۲۴] د انتونيو کارنازانو(Antonio Cornazzano)، ويسپاسيانو دي بيستيکي (Vespasiano de Bisticci) او جيواني سبادينو ديګلي آرينټي (Giovanni Sabadino degli Arienti) په ګډون، نارينه وو هم د دفاع په تاريخ کې مهم رول لوبولي دي چې ښځې د نارينه وو سره په مساوي توګه د سيالۍ توان او وړتيا لري. کاسټيګليون (Castiglione) د ښځې د اخلاقي شخصيت د دفاع دغې ميلان ته دوام ورکوي او دا چې دودونه د ښځو د ذلالت يا کمترۍ ښکارندويي کوي. په هرصورت نيوکه دا ده چې د ټولنيز بدلون لپاره هيڅ مدافعين نشته. هغه (ښځه) يې له سياسي ډګرنه بهر او دوديزو کورنيو رولونو ته پرېښوده. که څه هم د دوی ډيری به دې ته وهڅوي چې که ښځې په سياسي ډګر کې داخلې شي؛ دا به د دوی د زده کړې طبيعي پاېله وي. سربېره پر دې د دغو نارينه وو نه ځينې وايي چې نارينه له تاريخي ريکارډونو (سوانحو) د وتلو له امله د روڼ اندو مېرمنو د پوهاوي نشتوالي کې ګناه لري.[۲۵] په انګليسي ژبه کې د ۱۷ پيړۍ د خورا مهمو فيمينيسټ ليکوالانو له ډلې څخه د نيوکاسل-اوون-ټاين اوسېدونکې مارګريټ کاوينډيش (Margaret Cavendish, Duchess of Newcastle-upon-Tyne) وه. د هغې پوهه د ځينو له خوا پېژندل شوې وه. لکه پروټو - فيمينيسټ باتسوا ماکين (Bathsua Makin) چې ليکلي دي: "د نوي کاسټل اوسنۍ هالنډۍ د خپلې وړتيا په واسطه د هر وخت لارښوونې په پرتله، د ډېری لويو لويو نارينه وو څخه پورته" او په پام کې نيول شوې. هغه د دې يوه غوره بېلګه ده، چې ښځې د زده کړې له لارې څه څه کېدي شي.[۲۶][۲۷][۲۸] اوولسمه پېړۍسمولد مارګريټ فيل (Margaret Fell) ترټولو مشهور کار "د ښځو خبرې حق ثابتې شوی" دي. ذکر شوي کار د ښځو وزارت لپاره د صحيفې پر بنسټ دليل او په ۱۷ پيړۍ کې د ښځو د مذهبي مشرتابه په اړه يو له مهمو متنونو څخه دی. په دې لنډه کتابچه/پمفلېټ کې فيل (Fell) د جنسونو د برابرۍ لپاره خپل بحث او استدلال د دوستانو پلوې ټولنې(Quakerism) يعنې معنوي مساواتو پر بنسټ وکړ. د هغې عقيده دا وه چې خدای ټول انسانان پيدا کړي دي، نو ځکه دواړه نارينه او ښځې نه يوازې د باطني رڼا د درلودلو وړتيا لري؛ بلکې د پيغمبر کېدو وړتيا هم لري. فيل (Fell) د "فمينيسټ مخکې" په توګه ياده شوې ده.[۲۹][۳۰] اتلسمه پېړۍ: د روښانفکرۍ دورهسمولد روښانفکرۍ عمر د سيکولر فکري دليل او د فلسفي ليکنې په غوړېدو سره مشخص شوي و. د جيريمي بينټم (Jeremy Bentham) ۱۷۸۱، مارکيس ډي کنډورسيټ (Marquis de Condorcet) ۱۷۹۰ او مريم وولسټونکرافټ (Mary Wollstonecraft) ۱۷۹۲ په ګډون ډيري روښانفکره فيلسوفانو د ښځو د حقونو دفاع وکړه. د هغه وخت نور هغه مهم ليکوالان چې د فيمينيسټ نظرونه يې څرګند کړل دا دي: ابيګيل اډمز (Abigail Adams)، کتارين مکاولي (Catharine Macaulay) او هيډويګ چارلوټا نورډن فليچټ (Hedvig Charlotta Nordenflycht) څخه.[۳۱][۳۲] جيرمي بينتم (Jeremy Bentham)سمولانګریزي ګټور او کلاسيک ليبرال فيلسوف جيريمي بينټم (Jeremy Bentham) وويل چې دا په قانوني ډول د مېرمنو ځاي پر ځاي کول وو چې هغه يې په يوولس کلنۍ کې د اصلاح غوښتونکو دنده غوره کړه؛ که څه هم امريکايي انتقاد کوونکي جان نيل (John Neal) ادعا وکړه چې هغه يې قانع کړی دی چې د ۱۸۲۵ او ۱۸۲۷ کلونو تر منځ د دوی د ټولنې په ترڅ کې د ښځو د حقونو مسئلې راپورته کړې. بينتم (Bentham)د رای ورکولو حق او په حکومت کې د برخې اخيستلو په ګډون، د جنسونو تر منځ د بشپړو مساواتو لپاره خبرې وکړې. نوموړي د نارينه او ښځينه تر منځ د غير متناسب جنسي اخلاقي معيارونو سره مخالفت وکړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶] بنتام (Bentham) د اخلاقو او قانون جوړونې اصولو ته په خپله پېژندنه (۱۷۸۱) کې د ډېرو هېوادونو هغه عامه کړنه په کلکه وغندله چې د ادعا په ډول د کمزورو ذهنونو له امله د ښځو له حقونو څخه انکار کوي. بينتم (Bentham) د وړ ښځينه استازو يا ځای ناستو ډيرې بېلګې وړاندې کړې.[۳۷] سرچينې او ياداښتونهسمول |
- ↑ Humm, Maggie (1990), "wave (definition)", in Humm, Maggie (ed.), The dictionary of feminist theory, Columbus: Ohio State University Press, p. 251, ISBN 9780814205075.
- ↑ Rebecca, Walker (January 1992). "Becoming the Third Wave". Ms. New York: Liberty Media for Women. pp. 39–41. ISSN 0047-8318. OCLC 194419734.
- ↑ Krolokke, Charlotte and Anne Scott Sorensen, "From Suffragettes to Grrls" in Gender Communication Theories and Analyses: From Silence to Performance (Sage, 2005).
- ↑ Nicholson, Linda (2010). McCann, Carole; Seung-Kyung, Kim (eds.). Feminism in "Waves": Useful Metaphor or Not? (3rd ed.). New York: Routledge. pp. 49–55.
- ↑ "De las huelgas de mujeres a un nuevo movimiento de clase: la tercera ola feminista" (in هسپانوي). بياځلي په 2019-05-07.
- ↑ García, Esther M. (2018-01-31). "Arde Feministlán: Una entrevista a Dahlia de la Cerda". Liberoamérica (in اروپايي هسپانوي). خوندي شوی له the original on May 7, 2019. بياځلي په 2019-05-07.
- ↑ Mc, H. (2019-02-04). "Das Greves de Mulheres para um Novo Movimento de Classe: A Terceira Onda Feminista". Desacato (in برازیلي پرتګالي). بياځلي په 2019-05-07.
- ↑ "Sobre el feminismo y sus corrientes". Grazia (in اروپايي هسپانوي). 2017-01-11. بياځلي په 2019-05-07.
- ↑ Cott, Nancy F. "What's In a Name? The Limits of 'Social Feminism'; or, Expanding the Vocabulary of Women's History". Journal of American History 76 (December 1989): 809–829
- ↑ Ferguson, Margaret (March 2004). "Feminism in Time". Modern Language Quarterly. 65 (1): 7–8. doi:10.1215/00267929-65-1-7.
- ↑ The Columbia Encyclopedia (Columbia Univ. Press, 5th ed. 1993(ISBN 0-395-62438-X)), entry Plato.
- ↑ Baruch, Elaine Hoffman, Women in Men's Utopias, in Rohrlich, Ruby, & Elaine Hoffman Baruch, eds., Women in Search of Utopia, op. cit., p. [209] and see p. 211 (Plato supporting "child care" so women could be soldiers), citing, at p. [209] n. 1, Plato, trans. Francis MacDonald Cornford, The Republic (N.Y.: Oxford Univ. Press, 1973), Book V.
- ↑ Bryant, Edwin F., ed. (2007). Krishna: a sourcebook. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-972431-4. OCLC 181731713.
- ↑ Bose, Mandakranta (2010). Women in the Hindu Tradition: Rules, roles and exceptions. London & New York: Routledge. pp. 112–119.
- ↑ Women's Lives, Women's Rituals in the Hindu Tradition;page 186
- ↑ Sharma, Arvind; Young, Katherine K. (1999). Feminism and world religions. SUNY Press. pp. 41–43.
- ↑ de Beauvoir, Simone, English translation 1953 (1989). The Second Sex. Vintage Books. p. 105. ISBN 978-0-679-72451-3.
{{cite book}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Schneir, Miram (1994). Feminism: The Essential Historical Writings. Vintage Books. p. xiv. ISBN 978-0-679-75381-0.
- ↑ Boles, Janet K.; Hoeveler, Diane Long (2004). Historical Dictionary of Feminism (in انګليسي). Scarecrow Press. p. 1. ISBN 978-0-8108-4946-4.
- ↑ "Hannah Woolley b. 1623, England; d. c. 1675, England". Dinner Party Database of notable women. Brooklyn Museum. March 20, 2007. بياځلي په 2009-09-22.
- ↑ Majfud, Jorge (February 25, 2007). "The Imperfect Sex: Why Is Sor Juana Not a Saint?". Mr Zine. Monthly Review. بياځلي په 2009-10-14.
- ↑ Ross, Sarah Gwyneth (2009). The birth of feminism : woman as intellect in renaissance Italy and England. Harvard University Press. ISBN 978-0-674-03454-9. OCLC 517501929.
- ↑ Hutson, Lorna (1999). Feminism and Renaissance studies. Oxford University Press. ISBN 0-19-878244-6. OCLC 476667011.
- ↑ Jordan, Constance. (1990). Renaissance feminism : literary texts and political models. Cornell University Press. ISBN 0-8014-2163-2. OCLC 803523255.
- ↑ Benson, Pamela Joseph. (1992). The invention of the Renaissance woman : the challenge of female independence in the literature and thought of Italy and England. Pennsylvania State Univ. Press. ISBN 0-271-00812-1. OCLC 185669321.
- ↑ [Kegl, Rosemary. "'The World I Have Made': Margaret Cavendish, feminism and the Blazing World", in Valerie Traub, M. Lindsay Kaplan, and Dympna Callaghan (eds), Feminist Readings of Early Modern Culture: Emerging Subjects, Cambridge: Cambridge University Press, 1996, pp. 119-141.]
- ↑ Lisa T. Sarasohn, "A Science Turned Upside down: Feminism and the Natural Philosophy of Margaret Cavendish". Huntington Library Quarterly. Vol. 47, No. 4 (Autumn, 1984), pp. 289-307.
- ↑ Makin, Bathsua (1673). An Essay to Revive the Ancient Education of Gentlewomen. London: Printed by J.D., to be sold by Tho. Parkhurst. بياځلي په 3 August 2017.
- ↑ Margaret Fell, ""Women's Speaking Justified, Proved, and Allowed of by the Scriptures, All such as speak by the Spirit and Power of the Lord Jesus", Quaker Heritage Press Online Texts.
- ↑ Schofield, Mary Anne (1987). "'Women's Speaking Justified': The Feminine Quaker Voice, 1662–1797". Tulsa Studies in Women's Literature. 6 (1): 61–77. doi:10.2307/464160. JSTOR 464160.
- ↑ Tomalin, Claire. The Life and Death of Mary Wollstonecraft. 144–155. Rev. ed. 1974. New York: Penguin, 1992. ISBN 0-14-016761-7
- ↑ Walters 2005، م. 30.
- ↑ Williford, Miriam (1975). "Bentham on the Rights of Women". Journal of the History of Ideas. 36 (1): 167–176. doi:10.2307/2709019. ISSN 0022-5037. JSTOR 2709019.
- ↑ Lease, Benjamin (1972). That Wild Fellow John Neal and the American Literary Revolution. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. p. 192. ISBN 0-226-46969-7.
- ↑ Daggett, Windsor (1920). A Down-East Yankee From the District of Maine. Portland, Maine: A.J. Huston. p. 32.
- ↑ Miriam Williford, Bentham on the rights of Women
- ↑ Miriam Williford, Bentham on the rights of Women, Journal of the History of Ideas, 1975.