د فراه ملي تلویزیون

فراه ملي راډیو تلویزیون د فراه ملی راډيو تلویزیون یواځې د شپې له خوا د ۵ ساعتو لپاره خپرونې لري. ملی تلویزیون د فراه د مرکز سربیره، پشت رود، بالابلوک، خاکسفید، بکوا او شیبکوه ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې لري. ملی راډیو ١٨ ساعته خپرونې لري. د دې راډيو سیمه ییزې خپرونې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې وې. د فراه ملي راډیو د فراه له مرکز څخه تر ۷۰ کیلومتره پورې تر پوښښ لاندې لري. اوس مهال د فراه د ملی راډیو تلویزیون آمر، محمد هاشم عمري دی.