د فرانسې او عثماني سترواکۍ ائتلاف

د فرانسې او عثماني سترواکۍ ترمنځ ائتلاف چې د فرانسې او ترکیې ترمنځ د اتحاد په توګه هم پېژندل کېږي هغه ائتلاف و چې په ۱۵۳۶ زکال کې د فرانسې د پاچا لومړي فرانسېس او د عثماني سترواکۍ د سترواک لومړي سلیمان ترمنځ رامنځته شو. دغه ستراتیژیک او ځینې وختونه تاکتیکي ائتلاف د فرانسې یو له اوږد مهاله او مهمو بهرنیو ائتلافونو څخه و چې په ځانګړې توګه یې د ایټالیا د جګړو پر مهال پام وړ اغېز درلود. د فرانسې او عثماني سترواکۍ ترمنځ پوځي ائتلاف د ۱۵۵۳ زکال په شاوخوا کې د فرانسې د دویم هنري د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېد. [۱][۲]

د یو عیسوي او مسلمان دولت ترمنځ دغه لومړني غیر ایډیالوژیک ائتلاف پر خپل مهال کې ګڼ شمېر شدید بحثونه راوپارول چې په ټوله عیسوي نړۍ کې د رسوايي لامل وګرځېد. کارل یاکوب بورکهارت (۱۹۴۷ زکال) هغه د «زنبق ګل او سپوږمۍ ترمنځ مقدس ائتلاف» باله. دغه ائتلاف په متناوبه بڼه د دوه نیمو پېړیو لپاره تر هغه مهاله دوام وموند کله چې د ۱۷۹۸ زکال او ۱۸۰۱ زکال ترمنځ په عثماني مصر باندې ناپلیون بریدونه وکړل. [۳][۴][۵][۶]

مخینه سمول

په ۱۴۵۳ زکال کې د عثماني سلطان دویم محمد د واکمنۍ پر مهال د ترکانو له خوا د قسطنطنیې له نیولو او همدارنګه د لومړي سلیم او د سلیم د زوی لومړي سلیمان له خوا د منځني ختیځ د یو شمېر سیمو په الحاق کولو سره لار برابره شوه څو عثماني سترواکي په ۱۵۲۲ زکال کې صربستان ته پراختیا وکړي. همدا و چې د روم سپېڅلې سترواکي په مستقیم ډول له عثماني سترواکۍ سره په جګړه کې ښکېل شوه.

داسې ښکاري چې دغه مهال د عثمانیانو او فرانسویانو ترمنځ یو شمېر لومړنیو تماسونو شتون درلود. فرانسوي تاریخ پوه فیلیپ دوکومین څرګنده کړې چې دویم بایزید په ۱۴۸۳زکال کې یوولسم لویي ته خپل سفیر لېږلی و، په داسې حال کې چې د بایزید ورور جم چې د عثماني سترواکۍ د تاج او تخت ادعا یې لرله په بورګنف کې د پیر دوبسون له خوا نیول شوی و. یوولسم لویي د قاصدانو له لیدو ډډه وکړه، خو قاصدانو هغه ته په پریمانه کچه د پیسو او عیسوي عتیقه آثارو وړاندیز وکړ چې جم په فرانسه کې په بند کې وساتي. همدا و چې جم په ۱۴۸۹ زکال کې د پاپ اتم اینوسنټ بند ته ولېږدول شو. [۷]

فرانسې خپله لومړۍ هوکړه یا کاپیټولاسیون په ۱۵۰۰ زکال کې د مصر له مملوک سلطنت سره د یوولسم لویي او دویم بایزید د واکمنۍ پر مهال لاسلیک کړه، چې له مخې یې د مصر سلطان پام وړ امتیازات فرانسویانو او کاتالونیا ته ومنل او بیا وروسته د سلیمان له خوا هم تمدید شوه. [۸][۹]

ورته مهال فرانسه لا له وړاندې په مرکزي اروپا کې د متحدینو د موندلو په لټه کې وه. پاچا لومړي فرانسېس له ۱۵۲۲ زکال څخه تر ۱۵۲۵ زکال پورې خپل سفیر آنتونیو رینکن څو ځله پولنډ او هنګري ته ولېږه. بالاخره په ۱۵۲۴ زکال کې د فرانسې او پولنډ ترمنځ د اتحاد هوکړه د لومړي فرانسېس او د پولنډ د پاچا لومړي سیګیسموند ترمنځ لاسلیک شوه. [۱۰][۱۱]

په مرکزي اروپا کې د متحدینو د موندلو هڅو هغه مهال زور واخیست چې فرانسوي واکمن لومړي فرانسېس د ۱۵۲۵ زکال د فبروري په ۲۴مه په پاویا جګړه کې د روم د سترواکۍ د سترواک پنځم چارلز له سرتېرو څخه ماته وخوړه.  له څو میاشتو بند وروسته لومړی فرانسېس اړ شو د مادرید له سپکاوي ډکه هوکړه لاسلیک کړي چې له مخې یې بورګوندي او شارولا د روم سترواکۍ ته پرېښودل، د ایټالیا په جاه طلبۍ یې سترګې پټې کړې او خپله شتمني او ویاړونه یې خاین دریم چارلز ته چې د بوربن دوک و وسپارل. دغه وضعیت لومړی فرانسېس اړ کړ څو د هابسبورګ د پیاوړي سترواک پر ضد د لوی سلیمان په څېر متحد ومومي. [۱۲]

د لومړي فرانسېس او سلیمان ترمنځ ائتلاف سمول

دغه ائتلاف د دواړو واکمنانو لپاره هغه فرصت و چې له مخې یې کولای شو د هابسبورګ کورنۍ د برلاسۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د فرانسېس لومړنۍ موخه د هابسبورګانو په وړاندې د متحد موندل و په داسې حال کې چې له یو مسلمان ځواک څخه د مرستې غوښتل د فرانسې د پخوانیو سیاستوالو د پالیسیو برعکس وه. د لومړي فرانسېس بهانه هم «د عثماني سترواکۍ د کاپیټولاسیون» په نومونو هوکړو له مخې په عثماني سترواکۍ کې د عیسویانو ملاتړ و. [۱۳][۱۴]

هغه مهال چې د دغه ائتلاف د رامنځته کېدو لومړنۍ هڅه وشوه، پاچا فرانسېس په مادرید کې بندي و. داسې ښکاري چې سلطان سلیمان ته فرانسوي قاصدین له پاویا جګړې وروسته د لومړي فرانسېس د مور، لوئیز دو ساووا له خوا لېږل شوي، خو دغه قاصدین بوسنیا ته د لارې په اوږدو کې ورک شول. د ۱۵۲۵ زکال په ډسمبر میاشت کې بله ډله قاصدین د جان فرانګیپاني په مشرۍ د عثماني سترواکۍ پلازمینې قسطنطنیې ته ولېږل شول. دوی په خپلو محرمو لیکونو کې د پاچا د خوشي کولو او په هابسبورګ باندې د برید کولو غوښتنه کړې وه. فرانګیپاني د ۱۵۲۶ زکال د فبروري میاشتې په ۶مه د سلیمان له دغه ځواب سره بېرته راوګرځېد: [۱۵]

زه د سلطانانو سلطان، د حاکمانو حاکم، د ځمکې پاچاهانو ته تاج پر سر کوونکی، په ځمکې کې د خدای سیوری، د مدیترانې او تور سمندرګي، د روملیا او اناتولیا، د کرمرانیا، د رومیانو د ځمکو، د زوالقادریې، د کردستان، د اذربایجان، د فارس، د دمشق، د حلب، د قاهرې، د مکې، د مدینې، د بیت المقدس، د ټولې عربي نړۍ، د یمن او نورو هغو ځمکو سلطان او واکمن چې زما محترمو والدینو او اجدادو (خدای یې دې قبرونه رڼا کړي!) د خپلو بازوګانو په زور فتح کړي او زما د اعلیحضرتۍ جامې د هغوی د ځلېدونکې تورې او بریالي کوونکي خنجر له امله دي، زه، سلطان سلیمان خان، د سلطان سلیم خان زوی، د سلطان بایزید خان لمسی: تا فرانسېسکو ته چې د فرانسې د ولایت پاچا یې وایم ... تا زما عالي دربار، د حاکمانو پناه ځای ته د خپل وفاداره غلام فرانګي په لاس لیک لېږلی او هغه ته دې ګڼ شمېر کلامي پیغامونه سپارلي. تا ماته خبر راکړی چې دښمن دې پر هېواد غالب شوی او اوس مهال د هغوی په بند کې اسیر یې او د ژغورنې لپاره دې له ما مرسته او لاس نیوی غوښتی. ټولې دغه خبرې زما د سلطنت تخت ته چې نړۍ کنټرول کوي بیان شوې دي. ستاسو د وضعیت اړوند زما سترواکۍ ټول جزیات ترلاسه کړي او ما ټول هغه په پام کې نیولي. د سترواکانو په ماته او د هغوی په نیونه کې هېڅ د حیرانتیا ځای شتون نه لري. نو شجاع اوسه او ناهیلی کېږی مه. زموږ درنو مخکښو او سر لوړو اجدادو (خدای یې دې قبرونه روښانه کړي!) هېڅکله د دښمن د مخه نیولو او د هغوی د قلمرونو په نیولو کې له جګړې لاس نه دی اخیستی. موږ په خپله د هغوی تر ځایونو ورغلي یو او په هر حالت کې مو د هغوی ولایات او د پیاوړو استحکاماتو لرونکي قصرونه فتح کړي دي. شپه او ورځ زموږ آسونه تیار دي او توره مو په ملا تړلې ده. لوی خدای به عدالت ټینګ کړي! هر هغه څه به وشي چې هغه غوښتي وي! د نورو خبرو اړوند له خپل استازي وپوښتئ. په دې پوه شه چې څه چې ویل شوي هماغسې به وشي. -       د فرانسې لومړي فرانسېس ته د لوی سلیمان ځواب، فبروري ۱۵۲۶ زکال[۱۶]

د فرانسې د پاچا دغه غوښتنه په اروپا کې د سلیمان له هیلو سره مطابقت درلود او هغه ته یې انګېزه ورکړه په ۱۵۲۶ زکال کې په هنګري برید وکړي او له امله یې د موهاچ جګړه رامنځته شوه. عثمانیانو په شدیده توګه د فرانسې په څېر هېواد سره د ائتلاف څخه ترلاسه کېدوني اعتبار ته اړتیا لرله چې له امله یې په اروپايي قلمرونو کې هغوی ته لا مشروعیت وربخښه. [۱۷]

سرچينې سمول

  1. Dimmock, Matthew; Dimmock, Professor of Early Modern Studies Matthew (January 4, 2005). New Turkes: Dramatizing Islam and the Ottomans in Early Modern England. Ashgate. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780754650225 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. R.C. Spooner, "The Habsburg-Valois Struggle" in G.R. Elton, ed. The New Cambridge modern history: - v.2 The Reformation, 1520-1559 (2nd ed. 1990) pp 377-400, online
  3. Kann, Robert A. (November 26, 1980). A History of the Habsburg Empire, 1526-1918. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520042063 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Miller, William (January 4, 1923). "The Ottoman Empire and its successors, 1801-1922. Being a rev. and enl. ed. of The Ottoman Empire, 1801-1913". Cambridge [Eng.] : The University Press – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. C. J. Burckhardt, Richelieu vol. 2 (1947; English edition 1970); cited after Avner Ben-Zaken, Cross-Cultural Scientific Exchanges in the Eastern Mediterranean, 1560–1660 (2010), p. 209. A contemporary Swiss song by Benedikt Gletting called it the union of "the dolphin and the crocodile". R. Schwarzenbach, Schweizerisches Archiv für Volksunde 74 (1978), p. 6
  6. Merriman, p.132
  7. Commynes, Philippe de (January 4, 1856). "The Memoirs of Philip de Commines, Lord of Argenton: Containing the Histories of Louis XI. and Charles VIII. Kings of France and of Charles the Bold, Duke of Burgundy: To which is Added, The Scandalous Chronicle, Or Secret History of Louis XI". G. Bell and sons – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. White, Charles (January 4, 1846). "Three Years in Constantinople: Or, Domestic Manners of the Turks in 1844". H. Colburn – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. White, Charles (January 4, 1846). "Three Years in Constantinople: Or, Domestic Manners of the Turks in 1844". H. Colburn – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. The Cambridge History of Poland. CUP Archive. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781001288024 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Setton, Kenneth Meyer (January 4, 1976). The Papacy and the Levant, 1204-1571. American Philosophical Society. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780871691613 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Merriman, Roger Bigelow (March 4, 2007). Suleiman the Magnificent 1520-1566. Read Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781406772722 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Merriman, Roger Bigelow (March 4, 2007). Suleiman the Magnificent 1520-1566. Read Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781406772722 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Miller, William (January 4, 1923). "The Ottoman Empire and its successors, 1801-1922. Being a rev. and enl. ed. of The Ottoman Empire, 1801-1913". Cambridge [Eng.] : The University Press – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Merriman, p.129
  16. Reston, James (January 4, 2009). Defenders of the Faith: Charles V, Suleyman the Magnificent, and the Battle for Europe, 1520-1536. Penguin Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781594202254 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Merriman, p.132