د فاشيزم ضد


د فاشيزم ضد د فاشيستي نظریاتو، ډلو او اشخاصو خلاف يو سياسي خوځښت دی. ياد خوځښت چې په ۱۹۲۰ لسيزه کې په اروپايي هېوادونو کې پيل شو، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال او ورڅخه لږه موده مخکې خورا د پام وړ و، چې د دويمې نړيوالې جګړې متفقين او د مقاومت په لسګونو نړيوال خوځښتونه په کې د متحدينو مخالف وو. د فاشيزم ضد خوځښت د سياسي لړۍ په اوږدو کې د خوځښتونو يو عنصر دی او زيات بېلابېل دريځونه لري. لکه: انارشيزم، کمونيزم، پاسيفيزم يا سوله غوښتنه، ريپبليکنيزم يا جمهوريت غوښتنه، ټولنيزه ديموکراسي، سوسياليزم او سنډيکليزم يا د صنفي اتحاديو د اصولو پيروي او همدرانګه منځلاری، محافظه کار، ليبرال يا ازادي غوښتونکي او ملتپال نظريات.

فاشيزم چې يوه زياته ښي اړخې خوار ملتپاله نظريه ده او د ايټالوي فاشيستانو او نازيانو له لورې د کارونې له امله خورا پېژندل کېږي، خپل نامتووالی په ۱۹۱۰ لسيزه کې پيل کړ، په داسې حال کې چې د فاشيزم خلاف سازمان نږدې ۱۹۲۰ ز کال کې پيل شو. فاشيزم د نازي اصالت پر وړاندې د المان مقاومت او د ايټالوي مقاومت خوځښت په ګډون په فاشيست ضد عمل کې د پراخه زياتوالي په هڅولو سره په ۱۹۲۲ز کال د ايټاليا او په ۱۹۳۳ ز کال کې د المان د دولت (نظام) نظريه شوه. د فاشيزم ضد د هسپانيا د کورنۍ جګړې يو ستر اړخ و، چې د دويمې نړيوالې جګړې وړاندوينه يې وکړه.

له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې لويديځ د فاشيزم ګواښ په جدي يا ګواښوونکي ډول په پام کې نه و نيولی او د فاشيزم ضد نظريه ځيني وختونه له کمونيزم سره مل وه. که څه هم د دويمې نړيوالې جګړې خپرېدل د لويديځ ادراک يا پوهې ډېرې بدلې کړې او فاشيزم يوازې د کمونيست شوروي اتحاد له لورې نه، مګر د ليبرال ديموکراتيک متحده ايالتونو او انګليستان له لورې هم يو ګواښ وګڼل شو. د دويمې نړيوالې جګړې متفقين هېوادونه په عمومي ډول فاشيزم پلوي وو او پر وړاندې جګړه يې د فاشيزم پلوۍ ضد اصطلاحاتو کې مشخص کېده. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د فاشيزم پر وړاندې مقاومت په هر نيول شوي (اشغال شوي) هېواد کې پېښ شو او له نظرياتي ډګر څخه منځته راغی. د متفقينو ماتې فاشيزم په عمومي ډول د يوې دولتي نظريې په توګه پای ته ورساوه.

له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د فاشيست ضد خوځښت په هغو ځايونو کې فعال اوسېدلو ته دوام ورکړ، چې تنظيم شوي فاشيزم په کې دوام وکړ يا دا چې بېا راڅرګند شو. په المان کې د نيو نازس (new-Nazis) له لورې د لګووني پېښې (punk scene) [کلتوري ډول دی، چې د نظرياتو او د بیان نور ډولونه، بصری هنر، نڅا، ادب او فلم یو راز راز او په پراخه کچه پیژندل شوی لړۍ په کې شامل ده] بريد پر وړاندې د ځواب په توګه په ۱۹۸۰ لسيزه کې د “antifa” خوځښت بيا راپورته کېدنه وه. دې حالت د ۱۹۸۰ لسيزې په وروستيو او ۱۹۹۰ لسيزه کې په متحده ايالتونو کې د انټيفا خوځښت اغېزمن کړ، چې په ورته ډول د punks له لورې تر سره کېده. دا په ۲۱ پېړۍ کې د راډيکال يا بنسټيز سمون غوښتونکي ښي اړخي خوځښت بيا راپورته کېدنې (په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ له ټاکنې څخه وروسته) ته د ځواب په توګه په خورا نومياليتوب يا لوړوالي کې زياته شوه. [۱][۲]

ريښي سمول

د ايټالوي فاشيزم د بېلګې په ډول اصلي فاشيزم په پرمختګ او خپرېدلو سره د ملي فاشيست ګوند نظريه د ايټالوي کمونيستانو او سوسياليستانو له لورې له زياتېدونکي فوځي مخالفت سره مخامخ شوه. ځينې سازمانونه يا ادارې لکه “Arditi del Popolo” او ايټالوي انارشيست اتحاد د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۱ زيږديز کالونو تر منځ راپورته شول، چې موخه يې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه د وروسته دورې د ملتپال او فاشيستي څپې پر وړاندې مبارزه وه. [۳]

د تاريخپوه ايرک هوبسباوم (Eric Hobsbawm) په وينا کله چې فاشيزم وده وکړه او خپور شو، کيڼ اړخې ملتپالنې هم په هغو ملتونو کې وده وکړه، چې د ايټالوي “Irredentism” [د هېواد له لاسه وتلو سيمو بېرته له خپلې خاورې سره د يو ځای کولو ګروهنه يا تمايل] (لکه په بالکانونو کې او په ځانګړي ډول البانيا) له لورې ګواښل شوي وو. د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه وورسته الباني او يوګوسلاوي ټينګارونه يا مقاومتونه د فاشيست ضد عمل او پټ ټينګار کې د وسيلو په توګه کارېدونکي مقاومتونه وو. د نه پخلاکېدونکو ملتپالنو او کيڼ اړخي ګوندونو د پلويانو دې يو ځای کېدنې د اروپايي فاشيزم ضد لرغونې ريښې رامنځته کړې. د فاشيزم ضد لږې فوځي بڼې وروسته راپورته شوې. په برتانيه کې د ۱۹۳۰ لسيزې پر مهال عيسويانو او په تېره د انګلېنډ کليسا د فاشيزم پر وړاندې د مخالفت ژبه هم رامنځته کړه او د فاشيست ضد عمل يې هم وهڅاوه. [۴][۵]

مايکل سيډمېن (Michael Seidman) استدلال کوي چې فاشيزم ضد په دوديز ډول د سياسي کيڼ اړخ ليد يا بنسټيزه ماده ګڼل کېده، مګر دا دليل په وروستيو کالونو کې تر پوښتنې لاندې دی. سيډمېن د فاشيزم ضد دوه ډولونه راپېژني، چې اوښتونيز (انقلابي) او د اوښتونيز ضد دي: [۶]

  • اوښتونيز د فاشيزم ضد د کمونيستانو او انارشيستانو په منځ کې څرګند شو، چې فاشيزم او کپيتليزم يې د خپلو دښمنانو په توګه مشخص کړل او د فاشيزم او د زورواکۍ د نورو بڼو تر منځ يې لږ توپير وکړ. که څه هم د دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته ورک نه شو، مګر د نوي دښمن په توګه د فاشيست لويديځ په شتون سره؛ د شوروي بلاک يا ډلې د رسمي نظريې په توګه کارېدونکی و.
  • د اوښتونيز ضد انټي فاشيزم د طبيعت له مخې خورا زيات محافظه کار و. سيډمېن په دې اړه استدلال کوي چې چارلس ډي ګاوللي (Charles de Gaulle) او وينسټن چرچل د فاشيزم ضد د دې ډول بېلګې وړاندې کړې او بل دا چې دوی د خپل سبب پر وړاندې د خلکو د ګټلو (پلويانو موندلو) هڅه وکړه. د اوښتون ضد د فاشيزم پلويانو له جګړې څخه د مخکې نظام د بيا رغونې يا دوام د ډاډمنولو هيله وکړه او د فاشيزم ضد محافظه کارانو د دولتي او خصوصي کړیو تر منځ د توپير د فاشيزم له منځه وړل خوښ نه کړل. لکه د خپل اوښتونيز سيال غوندې به د دويمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسېدلو پورې فاشيزم ته دوام ورکړي.

سيډمېن (Seidman) استدلال کوي چې د فاشيزم ضد د يادو دوه برخو تر منځ د توپيرونو تر څنګ، يو څه ورته والي وو. دوی دواړه به د فاشيست پروژې پر وړاندې د ذاتي يا اصلي په توګه توند يا د تاوتريخوالي پراختيا وګڼل شي. دوی دواړو هره هغه ادعا ونه منله، چې د “Versailles” تړون د نازيزم د ودې ځواب ويونکی و او پر ځای يې فاشيست يون د شخړې لامل وګڼه. د فاشيزم خلاف د فاشيزم ضد نوموړي دوه ډولونو د چټکې بريا ژمنه ونه کړه، مګر د يو پياوړي دښمن پر وړاندې يې د پراخه هڅې ژمنه وکړه. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د فاشيزم ضد دواړو ډولونو د اتلتوب يا غښتلوالي د مذهبي باورونو د يو نظام د رامنځته کولو له لارې فاشيستي تېري ته ځواب ورکړ، چې قربانيانو ته يې دويمي دريځ ورکړ. که څه هم له جګړې څخه وروسته د اوښتونيز او د اوښتونيز ضد فاشيزم ضد تر منځ شخړه رامنځته شوه. د لويديځو متحدينو بريا دوی ته په لويديځه اروپا کې د ليبرالي ديموکراسۍ د پخواني نظام د بيا رغولو لاره هواره کړه، چې په ختيځه اروپا کې د شوروي بريا هلته د اوښتونيز فاشيست ضد نويو نظامونو د رامنځته کېدلو لامل شوه. [۷]

سرچينې سمول

  1. Beinart, Peter (2017-08-06). "The Rise of the Violent Left". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Beauchamp, Zack (2020-06-08). "Antifa, explained". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gli Arditi del Popolo (Birth) Archived 7 August 2008 at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang
  4. Hobsbawm, Eric (1992). The Age of Extremes. Vintage. د کتاب پاڼي 136–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0394585758. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lawson, Tom (2010). Varieties of Anti-Fascism: Britain in the Inter-War Period (په انګلیسي ژبه کي). Palgrave Macmillan UK. د کتاب پاڼي 119–139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-28231-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Seidman, Michael. Transatlantic Antifascisms: From the Spanish Civil War to the End of World War II. Cambridge University Press, 2017, pp.1-8
  7. Seidman, Michael. Transatlantic Antifascisms: From the Spanish Civil War to the End of World War II. Cambridge University Press, 2017, p. 252 کينډۍ:ISBN?