د فارياب لرغوني اوسيدونکي

د فارياب ولايت اداري ويش سمول

انگليسي نامتو مورخ او فيلسوف تاينبې افغانستان د لرغونو تمدنونو څلور لارې گڼلې چي د لويديځ او ختيځ مدنيتونه يې ځان ته خپل کړي او بيا يې په افغاني دود خپلو گاونډيو او د نړۍ نورو سيمو ته خپاره کړيدي . د دې وينا ثبوت په هغو سيمو کي له ورايه څرگند دۍ چي لا يې په خپل لمن کي لرغوني نښانې او توکي ساتلي دي . فارياب ولايت هم د افغانستان له هغو لرغونو سيمو څخه شميرل کيږي چي لرغوني اثار يې د ميلادي پيړيو څخه په زرگونه کالو وړاندي زمانو ته رسيږي .

فارياب هم د هيواد ديوشمير نورو سيمو په څير لا د څيړنو او سپړنو لپاره زياتي سيمي او ځايونه لري چي هلته د پټو او ناڅرگندو مالوماتو د را بر سيره کولو لپاره ارزښتمن او د باور وړ توکي شته . تر هغه ځايه چي په را سپړل شويو اثارو پوري اړه لري ، فارياب د هيواد د لرغوني تاريخ د روښانتيا لپاره ډاډمن توکي او لاسوندونه وړاندي کړيدي . د دې لپاره چي د دې ولايت د لرغونو اثارو او سيمو څخه يوازي يوه بيلگه په بشپړه توگه را و پيژنو د رسالو او کتابونوليکلو تر پولې به يې ليکني ورسيږي ، چي په دې لنډه ليکنه کي شونې نه ده ، خو هڅه به وکړو چي د فارياب ولايت اړوندو لرغونو سيمو څخه يوازي د دولت اباد ، فاروق اباد او دشلې لرغونو سيمو لنډه پيژندنه وړاندي شي . دا سيمي د هيواد په لرغوني تاريخ کي د برونزو پير ، زرتشتي مهال او را ورسته پيړو پوري اړه لري .

١ : دولت اباد  : دولت اباد د اندخوۍ او مېمنې ترمنځ د لاري پر سر يوه ښيرازه اولرغونې سيمه ده چي د شرين تگاب رود يې خړوبوي . د اوسني دولت اباد ودانو سيمو لويديځ لوري ته د غونډيو داسي يوه لړۍ پرته ده چي تر اوسه دلرغونپوهانو له لوري د هغو څخه يوازي پنځه غونډۍ څيړل شويدي . دڅيړل شويو او سپړل شويو غونډيو څخه چي د شرين تگاب سيندښۍ اړخ ته پرتې دي ، داسي بريښي چي څه ناڅه دوزره کاله پخوا تر ميلاد دهغو انساني ټولگيو اړوندو کورونو او ودانيو پاتي شوني دي چي د زمانې په تيريدو وراني شوي ، او ورورو يې د غونډۍ څيره خپله کړيده . لرغونپوهانو دخپلو څيړنو پر مهال د دولت اباد لرغونې سيمه پر دريو برخو وېشلې ده ، چي هغو ته يې دولت اباد لومړۍ کودړۍ . دولت اباد دويم کودړۍ او دولت اباد دريم کودړي نومونه ورکړيدي .

د دولت اباد سيمه په نقشه کي سمول

دولت اباد لومړۍ کودړۍ هغه غونډۍ ده چي د اوسني دولت اباد سهيل لويديځ لوري ته د شمال څخه د سهيل پر خوا غزيدلې پرته ده . د دې غونډۍ شا اوخوا ته د کرهڼي مځکي پرتې دي . دا غونډۍ چي د کروندگرو له خوا را لنډه شويده بيا هم د سپړنو پر مهال ٧٥ متره په ٦٥ متره کي پاته وه ، د کرهڼيزي مځکي څخه يې لوړوالۍ درېنيم متره ته رسيږي . د دې غونډۍ په منځ کي يو ازمايښتي کنده ( سنداژ ) وکيندل شوه چي د برونزو پير زيات اثار ځني ترلاسه شول . د دې غونډۍ څخه د ودانيو درې ځلې جوړښت بيلگي تر لاسه شويدي ، د خاورينو لوښو زيات ډولونه او په ځانگړي توگه هغه خاورين لوښي چي د هغه وخت کلالانو جوړ کړي را برسيره شويدي . لاسي ژرندي اود ډبرين هاونونو بيلا بيل ډولونه او د هغوترڅنگ د چقماقي ډبرو پارچي او يوشمير نور د برونزو پير اړوند اثار تر لاسه شويدي . د لرغونپوهانو څيړنو وښودل چي دولت اباد په هيواد کي د برونز پير يوه ستره بيلگه ده چي دوه زره کاله تر ميلاد وړاندي زمانه په بر کي نيسي . او په دې ډول دويم او دريم کودړو په نوم لرغوني غونډۍ هم د برونزو پير زياتي نښانې له ځان سره لري .

د دولت اباد څخه تر لاسه شوي خاورين لوښي سمول

٢ : فاروق اباد : په قلتاق کي د اوسني فاروق اباد سيمي تر څنگ يوه لويه ريگنه دښته په سترگو کيږي چي د امو سند څخه متاثره ده ،په دښته کي لرغوني غونډۍ شته چي شمال ته يې يوشمير گرځنده ريگني غونډۍ او دختيځ او لويديځ لوري ته وچه دښته او سهيل لوري ته يې د اوسني فاروق اباد سيمه ده .

د فارياب د ريگنو غونډيو يو انځور سمول

او د دې ها خوا د فاروق اباد سيمي څخه د څلورو او يا پنځو کيلومترو په واټن يوشمير نوري ريگني غونډۍ هم پرتې دي ، داسي بريښي چي نوموړو لرغونو غونډيو ته د بلخ سيند څخه د اوبو کانالونه جوړ شوي وه چي تر اوسه يې بيلگي او نښانی په سترگو کيږي .

د دې لرغونو تپو له منځه يوه تپه په ځانگړي توگه د فاروق اباد يو ( ١ ) په نوم ياده شويده . دا تپه ( ٨٠٠ ) په ( ١١٠٠ ) متره کي ارتوالۍ لري چي په ناقانونه توگه يې زياتي برخي سپړل شويدي . خو ددې غونډۍ څخه د سپړنو پر وخت داسي نښانې تر لاسه شوې چي لرغوني خاورين لوښي او کودړي د نږدې هديرو څخه را ايستل شوي او چور شوي وه ، پر دې سر بيره لا نور زيات شمير لرغوني خاورين کودړي هم د سپړنو پر مهال د دې غونډۍ څخه تر لاسه شول چي په هغو کي د اوبو څښلو منگي ، د خوړو پخولو خاورين ديگي ، د جام په څير جوړ شوي ظريف گلاسونه ، گلدانونه او د کاروړ زيات شميرنور خاورين لوښي شته . د خاورينو لوښو د جوړښت او څيرې څخه په ډاگه کيږي چي د کلا لانو په وسيله جوړ شويدي ، خو د جوړښت پر مهال يې د رنگ او انځور څرک نه په سترگو کيږي ، په داسي حال کي چي يوشمير داسي ظريف گلاسونه شته چي سورنگ يې د بدن پر بهرنۍ خوا څرگنديږي .

٣ : دشلي : دشلي د اقچې د ښارشمال لوري ته څه ناڅه شل کيلومتره ليري پرته ده . د دشلي شمالې برخي ته دامو سيند د ريگنو غونډيو يوه داسي لړۍ شته چي د امو سيند او بلخ سيند تر منځ يې د بلخ تر وادۍ پوري يوه لويه دلتا جوړه کړيده . په داسي حال کي چي اوس هم د بلخ سيند اوبه د پنځوس څخه تر شپيته کيلومتره پوري د دشلي او فاروق اباد سيمي خړو به وي ، خو داسي بريښي چي د دشلي پخواني اوسيدونکو د بلخ سيند څخه د کرهڼي او مالدارۍ لپاره گټه اخستل ، ولي اوس د بلخ د سيند اوبه د دشلي لرغونو غونډيو ته نه رسيږي او ورستي ودان کلي يې د لسو کيلو مترو په واټن ليري پراته دي .

دشلي د لرغوني افغانستان هغه نامتو سيمه ده چي د برونزو پير يې په پوره او څرگنده ډول په خپلو اثارو کي ساتلۍ دۍ . د هغو څيړنو پر بنسټ چي په دشلي کي د لرغونپوهانو په وسيله په ( ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ) ميلادي کالونو کي تر سره شويدي ، د برونزو پير پر زيات شمير اثار او توکو برسيره يې داسي ودانۍ هم را څرگندي کړي چي د هغه پير د اوسيدونکو له خوا کارول شوي او د هغوۍ د ميشت ځايونه او ټاټوبي گڼل شويدي . لرغونپوهانو د دشلي سيمه د ښه پيژندلو په نيت داسي نښاني کړيده چي د دشلي يو ( ١ ) څخه تر دشلي ( ٢٠ ) پوري يې په شمارو پيژني . په دشلي کي د ودانيو دوه ډولونه شته چي يو يې د بډايانو کورونه او د اوسيدو ځايونه دي او بل يې د مسکينانو او خوارو وگړو کورنه پيژندل شويدي . هغه کورونه چي په بډايانو پوري اړه لري په زياته پيمانه د لومړي دشلي په سيمه کي تر لاسه شويدي . دا کورونه ډبل او لوړ ديوالونه لري او د کورونو په منځ کي د اتاقونو او کوټو شتون داسي بريښي چي د ودانيزو چارو له مخي په تر کمنستان کي د نمازگاه تپې سره ورته والۍ لري ، چي تاريخ يې دوه نيم زره څخه تر درې زره کاله پخوا تر ميلاد زمانه په برکي نيسي .

د دشلي څخه تر لاسه شوې د يوه قصرد بنسټ انځور سمول

د دې يادونو څخه برملا کيږي چي د فارياب لرغوني اوسيدنکي د يوه داسي تهذيب او مدنيت په منځ کي وده کړيده چي شمال ته يې د انو او نمازگاه تپې اوسيدنکو پر مخ تللې کلتور منځ ته راوستۍ وو او سهيل لويديځ ته يې د منديگک مدنيت وده کړي وه چي د نورو نړيوالو تمدونونو سره يې پر له پسې اړيکي درلودي . د داسي يوې لرغوني سيمي لپاره په کار ده چي تاريخي او ارکيالوجيکي موزيم ولري ،چي له نيکه مرغه پنځوس کاله وړاندي د دې موزيم بنسټ ايښودل شويدۍ .

د مېمنې موزيم :په مېمنی کي د موزيم پرانستل د يوي ځانگړي پيښي پر بنسټ وو . په 1335 لمريز کال د مېمني لوي حاکم ( حاکم اعلا ) غلام حيدر خان د خپلو ميلمنو سره د گرځيدو په وخت د سلطان سنجر سلجوقي غونډۍ ته ولاړل ، د غونډۍ په يوه برخه کي د لوی حاکم زوي محمد سهيل په ناببره توگه يو خاورين لوښۍ پيداکړ چي په هغه کي يو شمير پخوانۍ سکې ځای پر ځای شوي وې .وروسته له څيړنو او ارزونو څرگنده شوه چي نوموړي سکې د غوري پاچاهانو اړوند دي . د دې خاوريني کونجۍ ناببره پيداکيدل د دې لاميل شوه چي د نوموړي حاکم په سپارښتنه د مېمني موزيم پرانستل شي . د مېمني موزيم د لومړي ځل لپاره خپلي نندارې د اطلاعاتو او کلتور مديريت په ماڼۍ کي پيل کړې ، د خپلو هڅو دپيل سره يو ځای د زياتو سوغاتونو په تر لاسه کولو د پام وړ موزيم وگڼل شو . د فارياب ولايت بيلا بيلو ادارو د موزيم لپاره ټول هغه اثار او لاسي ليکني ، په زيات مهارت اوبدل شوي قاليني ، يوشمير جنگي الات ، اوحتي يو شمير قامي مشرانو د پخوانيو گاڼو او زيوراتو سوغاتونه هم د موزيم ادارې ته وسپارل ، چي په ډير لنډ وخت کي د مېمني موزيم په سلگونو اثار د ننداری لپاره پيداکړل . د مېمني موزيم اداره په 1336 لمريز کال د ښووني او روزني مديريت ته وليږل شوه . د دي سره سره چي د موزيم اداره نوي مديريت ته وليږل شوه خو د موزيم لپاره ماڼۍ او د نندارو ځاي بدلون ونه موند . د موزيم مينه وال زياتيدل خو د سيمه ايزو واکمنانو او لوړو ادارو د نه پاملرنې په وجه موزيم لکه چي لازمه وه پر مختيا ونه کړل . په 1351 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مېمني موزيم ته يوه ځانگړي بودجه وسپارل چي د هغي مالي مرستي په نتيجه کي د مېمني موزيم انگړ او ماڼۍ بياجوړه او د نندارو لپاره يې د نسبتا مناسبو ويترينونو په پرانستلو سره د زيات شمير سيلانيانو پام ځانته واړاوه .

د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي په ١٩٧٤ – ١٩٧٦ ميلادي کالونو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي يې بنسټيز بدلون راوست او له هغه وروسته د مېمني موزيم يوازي يو فر هنگي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وگڼل شو .

د مېمني موزيم هغه دوه کالونه ( 1364 - 1365 ) د پام وړگڼل شويدي چي د رحيم سوگند په نوم يوه فرهنگي شخصيت د مېمنې موزيم د پرمختگ لپاره خپلي هڅي پر له پسې وساتلې ، نوموړي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي فارغ وو په خپلو ځانکړو هڅو يې وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنگ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانگي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل ، چي له نيکه مرغه د نوموړي استاد د زيار او هڅو له امله د ميمنې موزيم ته مالي مرسته او د اثارو د زياتولو په نيت يو اندازه پېسې داړوندو مقاماتو له لوري منظور شوي ، له بده مرغه ښاغلۍ سوگند لا فارياب ته پر لار وو چي د يوې دسيسې ښکار او زنداني شو. د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه 35 کالونو په جريان کي په پرله پسې توگه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرگونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توگه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د 1372 لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروگرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په دې هيله چي د مېمنې موزيم يوځل بيا وځليږي لاندي وړانديزونو ته د اړوندو چارواکو پام را اړوم :

١ : د مېمنې موزيم لپاره دي د يوې ځانگړي ودانۍ د جوړيدو کار تر لاس لاندي ونيول شي ، داسي ودانۍچي د موزيم لپاره د مسلکي او فني اړخه ټولي اړيني اسانتيا وي ولري ؛

٢ : د مېمنې موزيم لپاره دي د مسلکي کسانو گمارولو ته پوره پام وشي او د هغو مسلکي او تجربه لرونکو کارکونکو د روزني لپاره دي د زدکړي نوي روزنيز کورسونه د هيواد په دننه او له هيواد بهر برابر شي ؛

٣: د مېمنې موزيم ټول هغه اثار چي پخوا يې درلودل او يايې اوس لري ، د هغو د راجستر او ليکلړ چاري دي پيل او بشپړي شي ؛

٤ : د فارياب په ولايت کي دي د غير قانوني سپړنو د مخنوي په غرض جدي او کلک گامونه پورته شي ، ټول هغه کسان چي د توپک په زور يې د لرغونوسيمو چور او تالان کړۍ او کوي يې ، د هغوۍ لاسونه لنډ او د محاکمې ميز ته دي راوکښل شي ؛

٥ : د فارياب د لرغونو سيمو د علمي سپړلو او څيړلو لپاره دي منظم پلان تر تيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو مرسته تر لاسه شي ؛

پای

ماخذونه سمول

١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان ، پوهنتون کابل . ١٣٧١

٢ باوري ، رسول . موزيم شناسي وسير موزيمها در افغانستان . کابل . انجمن فرهنگي سپک . پيښور .١٣٧٥

٣ : سريانيدي . و. ي . افغانستان در عصر برونز . مترجم حبيب اعظمي . باستانشناسي افغانستان .کابل ١٣٦٢ .

٤ : اطلس ملکي افغانستان .