د غوریانو کورنۍ

د غوريانو کورنۍ (یا هم غوریان؛ پښتون : سلسله غوریان؛ ځانته لقب: شنسباني) د پښتو ژبو مسلمانه لړۍ وه چې د لسمې پېړۍ څخه تر ۱۲۱۵ کال پورې یې واکمني وکړه. د غوریانو اصل او نسب ښايي د ختیځ آریايي پښتنو څخه وي او مرکز يې د اوسني مرکزي افغانستان غور ولایت و چې په پیل کې یې د سیمه ییزو مشرانو په توګه هلته کار پیل کړ. دوی د غزنویانو سلطان محمود غزنوي له لوري د غور له فتحې وروسته په ۱۰۱۱ کال کې له بودا څخه سني مذهب اسلام ته واوښتل. دې لړۍ بلاخره د غزنویانو سترواکي په ۱۱۸۶ کال کې کله چې سلطان معزالدین محمد غوري د غزنویانو وروستۍ پلازمېنه لاهور فتح کړ، نسکوره کړه.   [۱][۲][۳]

د غوریانو سترواکۍ په خپل اوج کې لوېدیځ خراسان چاپېر کړ او په ختیځ کې تر بنګال پورې شمالي هند ته ورسېده. د دوی لومړۍ پلازمېنه د غور په مندیش کې فیروزکوه وه چې وروسته بیا هرات او په پای کې غزني ته ولېږدول شوه. غوريان د پښتو کلتور او ميراث ملاتړي وو. ابو علي ابن محمد (۱۰۱۱-۱۰۳۵ واکمن و) د غوريانو لړۍ لومړنی مسلمان پاچا و چې په غور کې یې جوماتونه او اسلامي ښوونځی جوړې کړې.   [۳][۴][۵][۶]

په خراسان او پارس کې د خوارزميانو لړۍ او په شمالي هند کې د ډهلي سلطنت څخه د مملوکیانو لړۍ د غوریانو ځای ناستي شول.  

اصل او نسب سمول

په نولسمه پېړۍ کې یو شمېر اروپایی پوهان لکه مانسټوارت الفینسټون د دې نظر پلوي وکړه چې د غوریانو لړۍ په ننیو پښتنو پورې تړاو لري خو دا نظر عموماً د عصري پوهنو له لوري ردېږي او لکه څنګه چې د اسلام په وړیا پوهنغونډ کې مورګنستیرن روښانه کړې دا د " ډېرو مشکوکو مختلفو لاملونه له امله " ده. یو شمېر پوهان څرګندوي چی دا لړۍ په خټه تاجک وو. ایرانیکا څرګندوي: "موږ په عمومي ډول د غوریانو یا Ḡūrīs او په ځانګړې توګه د شنسبانيانو یا Šansabānīs د قومیت په اړه په څه نه پوهېږو؛ موږ یوازې انګېرلای شو چې دوی د ختیځ ایران تاجکان وو". بوسورث نور هم اشاره کوي چې د غوريانو د کورنۍ اصلي نوم، الشنسب (په فارسي کې: شنساباني) اصلا د منځنۍ فارسي نوم Wišnasp عربي تلفظ دی.     [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۳]

له کله چې غوریانو د خپلو فتوحاتو پر مهال خپله برلاسي وښودله، درباریانو او نسب پوهانو (لکه فخر مدبر او الجوزجاني) یوه خیالي نسب نامه جوړه کړه چې غوریان یې د ایرانیانو له تېر وخت سره ونښلول. دوی د غوريانو کورنۍ تر عرب افسانوي ظالم ضحاک پورې تعقیب کړه چې د منځنیو پېړیو پارس په حماسي شاهنامه ("د پاچاهانو کتاب") کې یې یادونه شوې او ویل کېږي چې د هغه کورنۍ د ایراني اتل فریدون د زر کلن ظلم پای ته رسېدو وروسته په غور کې مېشته شوې وه.[۱۵][۳]

اساساً په غور کې تر ۱۱ پېړۍ پورې بودايان مېشت وو. وروسته بیا اسلامي شو او غوریان یې منځته راوړل. [۱۶]

ژبه سمول

د غوریانو مورنۍ ژبې ظاهراً د دوی د دربار له ژبې، فارسي سره توپیر درلود. د غزنویانو دورې نامتو تاریخ پوه ابوالفضل بیهقي د خپل کتاب "تاریخ بیهقی" په ١١٧ مخ کې لیکلي: سلطان لومړی مسعود غزنوي غورستان ته لاړ او خپل ملګری يې له دوه غوري کسانو سره ولېږه ترڅو د دې کس او د هغه سیمې د خلکو ترمنځ ژباړه وکړي ." خو غوريان هم د سامانيانو او غزنويانو په څېر د فارسي ادب، شعر او کلتور ستر ملاتړي وو او په خپلو دربارونو کې يې دوی ته لکه د خپلو په شان وده ورکړه. معاصر کتاب لیکونکي دوی د "فارسي شوو غوريانو" په نوم یادوي.    [۱۷]

د دې وروستي اټکل د تایید لپاره دلیل نشته چې د غور اوسېدونکي اصلا پښتو ژبي وو او د غوريانو له دورې څخه د پښتو شعر شتون (لکه په پټه خزانه کې) ثابت شوی نه دی.    [۱۸][۱۹]

تاریخچه سمول

پخوانی تاریخ سمول

د امير بانجي په نوم يو غوري شاهزاده د غور واکمن او د منځنۍ دورې د غوري واکمنانو نيکه و. د عباسيانو خلیفه هارون الرشید د هغه واکمنۍ ته مشروعیت ورکړ. غوريان د دولسمې پېړۍ له نيمايي څخه وړاندې نږدې ١٥٠ کلونه په غزنويانو او سلجوقيانو پورې تړلي وو. غور د دولسمې پېړۍ په نيمايي کې د غزنويانو له سترواکۍ څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. د غزنویانو واکمن بهرام شاه غزنوي په ۱۱۴۹ کال کې د غوريانو یو سیمه اییز مشر قطب الدین محمد چې له خپل ورور سیف الدین سوري سره له شخړې وروسته د غزني ښار ته پناه وړې وه، مسموم کړ. سیف د غچ لپاره د غزنې پر لور لښکر و خوځولو او بهرام شاه ته یې ماتې ورکړه. خو بهرام یو کال وروسته بېرته راستون شو او د سیف په وړاندې یې قاطع بریا ترلاسه کړه چې په پل یک طاق سیمه کې ژر ونیول شو او په دار وځړول شو. د سیف بل ورور بهاولدین لومړي سام د خپلو دوو وروڼو د مرګ د غچ نقشه جوړه کړه، خو غزنې ته له رسېدو وړاندې د طبیعي لامل له امله مړ شو. علاءالدین حسین، چې د سیف تر ټولو کوچنی ورور او د غوریانو پاچا چې نوی یې تاج په سر ایښی و، هم د خپلو دوو وروڼو د مرګ د غچ نقشه جوړه کړه. هغه وتوانېد چې بهرام شاه ته ماتې ورکړي او بیا یې غزنی لوټ کړ. ښار اوه ورځې او اوه شپې وسوځوېد. دې کار د جهانسوز یعنې "نړۍ سوځونکي" لقب ور په نصیب کړ. غزنويانو د سلجوق په مرسته دغه ښار بېرته ونيو، خو د اوغوز ترکانو ته یې له لاسه ورکړ.    [۲۰][۲۰]

علاء الدین حسین په ۱۱۵۲ کال کې سلجوقیانو ته له درناوي کولو ډډه وکړه او پر ځای یې له فیروزکوه څخه یو لښکر روان کړ خو د سلطان احمد سنجر له خوا یې په ناب کې ماتې وخوړه او ونیول شو. علاء الدین حسین دوه کاله په بند کې پاتې شو، تر دې چې سلجوقیانو ته د درانه تاوان په بدل کې خوشې شو. په عین حال کې د علاء الدین په نوم د حسین بن نصیر الدین محمد المدیني یو سیال فیروزکوه ونیوله خو هغه مهال کله چې علاء الدین د خپلې پلرنی سیمې د بېرته نیولو لپاره راستون شو، ووژل شو. علاء الدین د خپلې واکمنۍ پاتې برخه د خپلې پاچاهۍ په پراخولو کې تېره کړه. هغه وکولی شو چې ګرجستان، تخارستان او بامیان فتح کړي او بامیان او تخارستان یې وروسته فخرالدین مسعود ته ورکړل چې د غوریانو د بامیانو څانګه یې پیل کړه. علاء الدین په ۱۱۶۱ کال کې مړ شو او زوی یې سیف الدین محمد د هغه ځای ناستی شو چې دوه کاله وروسته په یوه جګړه کې مړ شو.   [۲۱]

غوريان په خپل اوج کې سمول

د سیف الدین محمد د تره زوی غیاث الدین محمد چې د بهاالدین لمړي سام زوی و د هغه ځای ناستی شو او ځان یې یو وړ پاچا ثابت کړ. غياث د خپلې پاچاهۍ د اوج سره سمدستي وروسته د خپل وفادار ورور معزالدين محمد په مرسته د ابوالعباس په نوم یو غوري مشر سيال وواژه. بيا غياث خپل تره فخرالدين مسعود ته چې د غوريانو تخت دعوه يې کوله او د هرات او بلخ له سلجوقي والي سره يې یووالی کړی و، ماتې ورکړه.    [۲۲]

معزالدین محمد په ۱۱۷۳ کال کې د غزني ښار بېرته ونیو او د خراسان د واکمنۍ لپاره یې د خپل ورور غیاث سره یې د خوارزمیانو د سترواکۍ پر وړاندې مرسته وکړه. معزالدین محمد په ۱۱۷۵ کال کې د غزنویانو د پنجاب حکومت ونیو او له خپلې واکمنۍ سره یې یوځای کړ. معاصر تاریخ پوهانو په ۱۱۸۶ کال کې په هغه باندې د خپل پلار د نیکه محمد ابن سوري د غچ اخیستلو تور ولګاوه. په ۱۲۰۲ کال کې د هغه د ورور غیاث له مړینې وروسته، هغه د خپلې سترواکۍ ځای ناستی شو او حکومت یې وکړ تر دې چې په ۱۲۰۶ کال کې د جلوم سره نږدې د کهکر قبیلې د غړو (په اوسني پاکستان کې) له لوري  ووژل شو.  [۲۳] 

زوال او سقوط سمول

د غوریانو د پاتې مشرانو تر منځ بیا یوه ناڅرګنده جګړه پیل شوه او خوارزمیانو وتوانېدل چې په ۱۲۱۵ کال کې د غوریانو سترواکي ترلاسه کړي. د غوریانو سترواکي که څه هم لنډمهاله وه، خو د معزالدین محمد فتوحاتو په هند کې د مسلمانانو د واکمنۍ بنسټونه ټينګ کړل. د هغه د مړینې او د خوارزمیانو د سترواکۍ له لوري د لویو ماتیو او د غور او غزني د لاسه ورکولو له امله پلازمېنه ډهلي ته ولېږدول شوه او په دې سره د افغانستان په شمال او مرکزي برخو کې د خوارزمیانو واکمني په رسمیت وپېژندل شوه. غوریانو د هند نیمه وچه، د ایران د سیستان سیمې او د افغانستان د سویل په ډېره برخه خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ.  [۲۴]

سرچینې سمول

  1. Auer 2021، ص. 12.
  2. Satish Chandra, Medieval India:From Sultanat to the Mughals-Delhi Sultanat (1206-1526), Part 1, (Har-Anand Publications, 2006), 22.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Bosworth 2001b، صص. 586–590.
  4. Firuzkuh: the summer capital of the Ghurids, by David Thomas, pg. 18.
  5. The Grove Encyclopedia of Islamic Art & Architecture: Three-volume set, by Jonathan Bloom, Sheila Blair, pg. 108.
  6. Finbarr Barry Flood, Objects of Translation: Material Culture and Medieval "Hindu-Muslim" Encounter, (Princeton University Press, 2009), 13.
  7. Elphinstone, Mountstuart. The History of India. Vol. 1. J. Murray, 1841. Web. 29 Apr. 2010. Link: "...the prevalent and apparently the correct opinion is, that both they and their subjects were Afghans. " & "In the time of Sultan Mahmud it was held, as has been observed, by a prince whom Ferishta calls Mohammed Soory (or Sur) Afghan." p.598-599
  8. A short history of India: and of the frontier states of Afghanistan, Nipal, and Burma, Wheeler, James Talboys, ( LINK): "The next conqueror after Mahmud who made a name in India, was Muhammad Ghori, the Afghan."
  9. Balfour, Edward. The Cyclopædia of India and of Eastern and Southern Asia, Commercial Industrial, and Scientific: Products of the Mineral, Vegetable, and Animal Kingdoms, Useful Arts and Manufactures. 3rd ed. Vol. 2. London: Bernard Quaritch, 1885. Web. 29 Apr. 2010. Link: "IZ-ud-DIN Husain, the founder of the Ghori dynaasty, was a native of Afghansitan. The origin of the house of Ghor has, however, been much discussed, – the prevailing opinion being that both they and their subjects were an Afghan race. " p.392
  10. "AFGHĀNISTĀN". Encyclopaedia of Islam (CD-ROM Edition v. 1.0). (1999). Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. “"... there is no evidence for assuming that the inhabitants of Ghūr were originally Pashto-speaking (cf. Dames, in E I1). If we are to believe the Paṭa Khazāna (see below, iii), the legendary Amīr Karōṝ, grandson of Shansab, (8th century) was a Pashto poet, but this for various reasons is very improbable ..." 
  11. Encyclopaedia of Islam, "Ghurids", C.E. Bosworth, Online Edition, 2006: "... The Shansabānīs were, like the rest of the Ghūrīs, of eastern Iranian Tājik stock ..."
  12. Andre Wink, The Making of the Indo-Islamic World, C.700-1800 CE, (Cambridge University Press, 2020), 78.
  13. Cynthia Talbot, The Last Hindu Emperor: Prithviraj Chauhan and the Indian Past, 1200-2000, (Cambridge University Press, 2016), 36.
  14. Encyclopaedia Iranica, "Ghurids", C.E. Bosworth, (LINK): ". . . The Ghurids came from the Šansabānī family. The name of the eponym Šansab/Šanasb probably derives from the Middle Persian name Wišnasp (Justi, Namenbuch, p. 282). . . . The chiefs of Ḡūr only achieve firm historical mention in the early 5th/11th century with the Ghaznavid raids into their land, when Ḡūr was still a pagan enclave. Nor do we know anything about the ethnic stock of the Ḡūrīs in general and the Šansabānīs in particular; we can only assume that they were eastern Iranian Tajiks. . . . The sultans were generous patrons of the Persian literary traditions of Khorasan, and latterly fulfilled a valuable role as transmitters of this heritage to the newly conquered lands of northern India, laying the foundations for the essentially Persian culture which was to prevail in Muslim India until the 19th century. . . ."
  15. O'Neal 2015.
  16. Satish Chandra, Medieval India:From Sultanat to the Mughals-Delhi Sultanat (1206-1526), Part 1, (Har-Anand Publications, 2006), 22.
  17. Finbarr Barry Flood, Objects of Translation: Material Culture and Medieval "Hindu-Muslim" Encounter, (Princeton University Press, 2009), 13.[۱]
  18. Encyclopaedia of Islam, "Ghurids", C.E. Bosworth, Online Edition, 2006: "... There is nothing to confirm the recent surmise that the Ghūids were Pashto-speaking [...] the Paṭa Khazāna "Treasury of secrets", claims to include Pashto poetry from the Ghūid period, but the significance of this work has not yet been evaluated ..."
  19. "AFGHĀNISTĀN". Encyclopaedia of Islam (CD-ROM Edition v. 1.0). (1999). Leiden, The Netherlands: Koninklijke Brill NV. “"... there is no evidence for assuming that the inhabitants of Ghūr were originally Pashto-speaking (cf. Dames, in E I1). If we are to believe the Paṭa Khazāna (see below, iii), the legendary Amīr Karōṝ, grandson of Shansab, (8th century) was a Pashto poet, but this for various reasons is very improbable ..." 
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Bosworth 2001a، صص. 578–583.
  21. Ghurids, C.E. Bosworth, Encyclopedia of Islam, Vol.2, Ed. Bernard Lewis, C. Pellat and J. Schacht, (E.J.Brill, 1991), 1100.
  22. The Iranian World, C.E. Bosworth, The Cambridge History of Iran, Vol. 5, ed. J. A. Boyle, John Andrew Boyle, (Cambridge University Press, 1968), 163.
  23. Balaji Sadasivan, The Dancing Girl: A History of Early India, (ISEAS Publishing, 2011), 147.
  24. Ira M. Lapidus, A History of Islamic Societies 2nd ed. Cambridge University Press 2002