د عینکو مېس کان

د عینکو مېس کان د افغانستان په لوگر ولایت کې موقعیت لري چې د نړۍ د مېسو ستره زېرمه په کې خوندي ده. دا کان د لوگر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنگو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی. ددې کان د کیندنې تړونلیک له یوه چینایي شرکت سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې ترسره شوی دی.

له چینايي MCC شرکت سره د افغانستان د کانونو وزارت د مخکیني لاسلیک شوي قرارداد پربنسټ، دغه شرکت پر دغې پروژې دوه میلیارده ډالر پانگونه کوي.

د افغانستان د دولت اټکل دا دی، کله چې د عینکو مس کان تر ټولو لویه کچه تولید – یعنې په کال کې یادو شووی ۲۵۰ زره ټنو ته ورسېږي، په نړیوالو بازارانو کې د مسو بیې ته په پام سره به د دولت کلنی عاید له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو پورې ورسېږي.

د افغانستان د کانونو او پیټرویلیم اوسنی وزیر داوود شاه سبا وايي، د عینکو مس کان قرارداد د دغه هېواد په گټه نه دی او مخکینی قرارداد به لاسلیک نه کړي. په لوگر ولایت کې د مس عینک د استخراج قرارداد د چین له اېم سي سي شرکت سره شوی و. دغه شرکت کابو پنځه کاله مخکې په عینکو مس کان کې خپل لومړني کارونه پیل کړي، خو د کانونو او پیټرولیم وزیر داود شاه صبا وايي، تر اوسه په دې کار کې هېڅ پرمختگ نه دی شوی: "د عینکو مس قرارداد اوه کاله مخکې لاسلیک شو، او د شرکت ځینې دندې مشخصې شوې نه وې، له شاوخوا شپږو کلونو وروسته یې موږ ته د ارزونې یوه مسوده راواستوله، چې افغان حکومت ته هېڅ د منلو وړ نه ده، زه د یوه افغان په توگه تر مرگه چمتو نه یم چې لاسلیک یې کړم، ځکه چې گټه نه لري او د افغان ولس په گټه نه ده". ښاغلي صبا دا څرگندونې د افغانستان د ولسي جرگې په استجوابیه غونډه کې وکړې، خو ټینگار یې دا و چې په دغه وزارت کې په دې لویه کچه د کانونو دا ډول قرارداد ظرفیت نه شته. "اوس موږ پوهېږو چې په کوم ځای کې ستونزه لرو او چېرې یې نه لرو. موږ د عینکو مس د پېچلي قراداد عملي کولو وړتیا نه لرو. باید بهرني شرکتونه راوغواړو او دا کار راته وکړي. موږ به د مس عینک پر قرارداد بیا له سره غور وکړو. موږ په کال کې د مس عینک کان د استخراج لپاره دېرش میلیون ډالر امنیتي لگښتونه لرو".

همداشان، په مستقیم او نامستقیم ډول به له ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې کاري بوختیاوې رامنځ ته شي. افغان چارواکي تمه لري چې ددې کان را ایستل به د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهمه اغېزه ولري. له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورگاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برېښنا فابریکې د جوړولو تر څنگ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې کولای شي زرگونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. د عینکو مسو کان د لوگر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنگو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی. دغو دنگو غرونو په خپل زړه کې ستره خزانه ساتلې ده. مس چې د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختگ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي. د ځینو احصاییو له مخې د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل شوی دی.


دا هم وگورئ سمول

سرچینې سمول