د عمومي جریان ماډل

د عمومي جریان ماډل د اقلیمي ماډل یو ډول دی. دا د سیاره‌يي اتوموسفیر یا سمندر د عمومي جریان یو ریاضیاتي ماډل کاروي. دا ماډل د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو (وړانګو او پټې تودوخې) لپاره له ترموډینامیک اصطلاحاتو سره په یوه څرخېدونکې کره کې ناویر-سټوکس معادلات کاروي. دا معادلات د کمپیوټر د پروګرامونو بنسټ دی چې د ځمکې د اتوموسفیر یا سمندرونو د ښودلو لپاره کارول کېږي. دغه اتوموسفیري او سمندري ماډلونه د سمندري یخ او د ځمکې د سطحې د عناصرو مهمې برخې دي.

دغه ماډلونه او د نړیوال اقلیم ماډلونه د هوا د وړاندوېینې، پر اقلیم د پوهېدو او د اقلیمي بدلون د وړاندوېینې لپاره کارول کېږي.

د لسیزو او پېړیو په زماني اندازه د اقلیمي استفادې لپاره د ماډلونو لومړنۍ ډیزاین شوې بڼې د «سیوکر مانابه» او «کیرک برایان» له‌خوا د نیوجرسي ایالت په پرېنسټون ښار کې په جیوفزیکل فلوډ ډاینامیک لابراتوار کې جوړې شوې. دا ماډلونه د بېلابېلو ډينامیکي، کیمیاوي او کله ناکله بیولوژیکي معادلاتو د ادغام پر بنسټ ولاړ دي.

ترمینالوژي سمول

د (GCM) مخفف په اصل کې د عمومي جریان د ماډل په معنا دی. خو په دې وروستیو کې په دویمه معنا هم کارول شوی چې د نړیوال اقلیم ماډل ده. په داسې حال کې چې دا دواړه کومې واحدې موضوع ته نه ویل کېږي، د عمومي جریان ماډلونه عموماً هغه وسیلې دي چې د اقلیم د ماډل کولو لپاره کارول کېږي او له همدې امله دا دواړه اصطلاحات کله ناکله د یو بل پر ځای کارول کېږي. د «نړیوال اقلیم ماډل» اصطلاح ګونګه ده او ښايي یوه بشپړ چوکاټ ته وویل شي، د عمومي جریان د ماډل په ګډون ډېری برخې په کې شاملې دي، یا ښايي د اقلیمي ماډلونو عمومي ټولګې ته وویل شي چې د اقلیم د ریاضیکي تشرېح لپاره بېلابېلې وسیلې کاروي.

تاریخچه سمول

په ۱۹۵۶ کال کې «نارمن فیليپس» یو ریاضیکي ماډل جوړ کړ چې په ټراپوسفیر کې یې میاشتې او موسمي بېلګې په واقعیت سره انځورولی شوای. دا لومړنی بریالی اقلیمي ماډل شو. د فیليپس د کار په تعقیب ډېرو نورو ډلو د عمومي جریان د ماډلونو پر جوړولو کار پیل کړ. لومړی مورد چې د سمندري او اتوموسفیري دواړو پروسې یې سره یوځای کړې، د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې په «نووا جیوفزیکل فلویډ ډاینامیک لابراتوار» کې جوړ شو. د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د متحدو ایالتونو د اتوموسفیري څېړنو ملي مرکز د ټولنې د اتوموسفیر ماډل جوړ کړ؛ دا ماډل په داومداره توګه اصلاح شوی دی. په ۱۹۹۶ کال کې د خاورې او نباتاتو د ډولونو د ماډل کولو لپاره هڅې وشوې. وروسته د اقلیمي وړاندوېینې او څېړنې لپاره د هیډلي مرکز (HadCM3) ماډل د سمندر – اتوموسفیر عناصر یوځای کړل. د جاذبې د څپو رول د ۱۹۸۰یمې لسیزې په منځ کې اضافه شو. د جاذبې څپې د سیمه‌ييزو او نړیوالو اندازو د جریانونو د څرګندولو لپاره اړینې دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د هوا له وړاندوېینې سره اړیکه سمول

د نړیوال اقلیم هغه ماډلونه چې د اقلیم د وړاندوېینې لپاره کارول کېږي، د جوړښت له نظره د هوا د وړاندوېینې عددي ماډلونو ته ورته دي (او تر ډېره له هغوی سره کمپیوتري کودونه شریکوي)، خو له دې سره سره هم په منطقي لحاظ له یو بل سره توپیر لري.

د هوا ډېری وړاندوېینې د عددي ماډل د پایلو پر بنسټ کېږي. دا چې وړاندوېینې یوازې څو ورځې یا څو اونۍ دي او د سمندر د سطحې تودوخه نسبتاً ورو ورو بدلېږي، نو په دغسې ماډلونو کې سمندري ماډلونه شامل نه وي. دا ماډلونه د وړاندوېینې د پیلولو لپاره دقیقو لومړنیو شرایطو ته اړتیا لري – معمولاً دا شرایط د مخکېنۍ وړاندوېینې له پایلو څخه اخیستل کېږي او له مشاهداتو سره یوځای کېږي. د هوا وړاندوېینې د اقلمي وړاندوېینو په نسبت لوړ زماني ریزولوشن ته اړتیا لري چې د اقلیم د میاشتنیو یا کلنیو اوسطونو په پرتله تر ساعتونو کم دی. له دې سره سره، لکه څرنګه چې د هوا وړاندوېینه یوازې ۱۰ ورځې رانغاړي، ماډلونه کېدای شي د اقلیم د حالت په نسبت په لوړ عمودي او افقي ریزولوشن سره اجرا شي.[۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Phillips, Norman A. (April 1956). "The general circulation of the atmosphere: a numerical experiment". Quarterly Journal of the Royal Meteorological Society. 82 (352): 123–154. Bibcode:1956QJRMS..82..123P. doi:10.1002/qj.49708235202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cox, John D. (2002). Storm Watchers. John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼې 210. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-38108-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lynch, Peter (2006). "The ENIAC Integrations". The Emergence of Numerical Weather Prediction. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 206–208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-85729-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The First Climate Model". NOAA 200th Celebration. 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Collins, William D.; et al. (June 2004). "Description of the NCAR Community Atmosphere Model (CAM 3.0)" (PDF). University Corporation for Atmospheric Research. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Xue, Yongkang; Michael J. Fennessey (20 March 1996). "Impact of vegetation properties on U.S. summer weather prediction". Journal of Geophysical Research. American Geophysical Union. 101 (D3): 7419. Bibcode:1996JGR...101.7419X. CiteSeerX = 10.1.1.453.551 10.1.1.453.551. doi:10.1029/95JD02169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McGuffie, K.; A. Henderson-Sellers (2005). A climate modelling primer. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-85751-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Pubs.GISS: Sun and Hansen 2003: Climate simulations for 1951-2050 with a coupled atmosphere-ocean model". pubs.giss.nasa.gov. 2003. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) ECMWF-Newsletter spring 2016
  10. http://webarchive.nationalarchives.gov.uk/20010210225524/http://www.metoffice.gov.uk/research/nwp/numerical/operational/index.html
  11. "What are general circulation models (GCM)?". Das.uwyo.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)