د علمي مېتود تاریخچه

د علمي مېتود تاریخچه د علمي (ساینسي) تحقیقاتو په مېتودولوژۍ کې د بدلونونو راتګ، د خپله ساینس له  تاریخ څخه جلا په جلا بڼې سره تر مطالعې لاندې نیسي. د علمي استدلال په اړه د اصولو پراختیا یو اړخیزه نه وه؛ علمي مېتود د ساينسي تاريخ په اوږدو کې د ژورو او مکررو بحثونو یوه موضوع وه، او نامتو طبيعي فيلسوفانو او ساينس پوهانو د ساينسي پوهې د ایجادولو لپاره د يوې يا بلې لارې څخه په لومړیتوب ورکولو سره استدلال کړی دی.

سره له دې چې په تګلارو کې اختلافونو شتون درلود، علمي مېتود په محدودو پړاوونو کې پرمختګ کړی دی. د اتومېزم (atomism) په ګډون د طبیعت په اړه منطقي تشرېحات، په دواړو -لرغوني یونان او هند کې د لیوسیپس (Leucippus) او ډیموکریټوس (Democritus) په افکارو کې، او په لرغوني هند کې، په نییا (Nyaya)، ویسیسیکا (Vaisesika) او په بودايي فکري مکتبونو کې راښکاره شول، په داسې حال کې چې چارواکا ماټریالېزم استنتاج(قیاس) د پوهې د یوې سرچینې په توګه د تجربه پالنې په ګټه چې ورته تل د شک په سترګه کتل کېدل، رد کړ. ارسطو په لرغوني یونان کې په خپلې تجربوي بیولوژۍ او د منطق باندې د هغه د کار تر څنګ د طبیعت د مشاهداتو څخه د رامنځته شوو عمومیاتو په ګټه د یو صرف قیاسي چوکاټ په ردولو سره علمي مېتود رامنځته کړ.

د ساینسي مېتود په تاریخ کې ځینې خورا مهم بحثونه په لاندې موضوعاتو باندې تمرکز لري:

عقلانیت یا منطق پالنه (rationalism)، لکه څرنګه یې چې د رین ډیکارتس لخوا ملاتړ شوی؛

استقراء پالنه (inductivism)، چې د اسحاق نیوټن او د هغه د پیروانو له لوري یې ځانګړی شهرت وموند؛ او فرضیه-قیاسي یا هایپوتیکو-ډیډکټیوېزم (hypothetico-deductivism)، چې د ۱۹مې زېږدیزې پیړۍ په لومړیو کې راښکاره شوه. د نولسمې زېږدیزې پیړۍ په وروستیو او د شلمې زېږدیزې پیړۍ په لومړیو کې، د واقعیت پالنې یا ریالېزم او انټی ریالېزم تر منځ مناظره د علمي مېتود په اړه د بحثونو مرکزي ټکی وګرځېد ځکه چې پیاوړو علمي نظریو د مشاهدې له محدودې څخه بهر پراختیا وموندله، په داسې حال کې چې د شلمې پیړۍ په نیمایي کې ځینو مشهورو فیلسوفانو په ټوله کې د علم د ټولو نړیوالو اصولو پر وړاندې د مخالفت او استدلال لاره غوره کړه.[۱]

لومړنۍ مېتودولوژۍ

سمول

لرغونی مصر او بابل

سمول

له لرغونو کلتورونو څخه په ژوندیو پاتې شوو آثارو کې د علمي مېتودولوژیو په اړه د ګوتو په شمار ښکاره مباحثې موجودې دي. په دغه دور کې تر ټولو اړوند هغه څه چې د ساینس په کار اچولو قیاس ترې کېدای شي په دغو ژوندیو پاتې شوو آثارو کې د طبیعت په اړه د لومړنیو څېړنو په اړه له توضېحاتو څخه سرچينه اخلي.[۲]

یو مصري طبي درسي کتاب، د اډون سمیټ پاپیروس (Edwin Smith papyrus)، ( ۱۶۰۰مخ زېږد کال)، په لاندې برخو کې د پلي کېدو ښکارندویی کوي: د ناروغۍ د درملنې لپاره، معاینه، تشخیص، درملنه او انذار، کوم چې د ساینس له لومړني تجربوي مېتود سره د غښتلي موازيتوب ښودنه  کوي او د G. E. R. Lloyd  له نظره یې د دې مېتودولوژۍ په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی. په اېبرس پاپېروس(Ebers papyrus)  (۱۵۵۰ مخ زېږد کال) کې هم د دودیزې تجربه پالنې (empiricism) شواهد شتون لري.[۳]

د لومړۍ مخ زېږدې زریزې په نیمایي کې، په میسوپوتامیا کې د بابل ستورپوهنه د علمي ستورپوهنې په لومړنۍ بېلګه باندې بدله شوې وه، ځکه چې دا "د ستورپوهنې د پدیدو په اړه د سوچه ریاضیکي توضېحاتو په ورکولو کې لومړنۍ او په لویه کچه بریالۍ هڅه وه." د تاریخ پوه اسګر ابو په روایت، "د ساینسي ستورپوهنې ټول اړوند بېلابېل ډولونه، په هېلنیسټیک نړۍ ،هند ، اسلامي نړۍ او په لوېدیځ کې - که څه هم په رښتیا سره په دقیقو علومو کې ټولې وروستۍ هلې ځلې ونه ګڼو- له پریکړه ییز او بنسټیز پلوه د بابل له ستورپوهنې سره تړاو لري. [۴]

لومړنیو بابلیانو او مصریانو ډېرو تخنیکي علومو، هنرونو، او ریاضیاتو ته پراختیا ورکړه چې د وړاند وینې او همداراز د درملنې په عملي برخو کې یې ورڅخه کار اخیسته، او د مختلفو ډولونو څخه یې فهرستونه چمتو کړي وو. که څه هم بابلیان په ځانګړې توګه د طبیعي پدیدو په ریاضیکي بڼه د بیانولو په هلو ځلو سره د تجربوي ریاضیکي علومو په تر ټولو پخوانیو ډولونو کې ښکېل وو، خو په عموم کې یې د طبیعت ښکاره منطقي تیورۍ له ځانه سره نه لرلې.[۵][۶][۷][۸]

لرغونی کلاسیک دور

سمول

یوناني-ژبي پخواني فیلسوفان د هغه څه په تر ټولو پخوانیو پېژندل شوو بڼو کې ښکېل وو چې په اوسني عصر کې د منطقي تیوریکي علم په نامه پېژندل کېږي، دا ښکېلتیا د طبیعت په اړه د لا ډېرې منطقي پوهې په لور له خوځښت سره وه چې لږ تر لږه له لرغونې دورې (له ۴۸۰-۶۵۰م.ز کال پورې) څخه له سقراط نه د مخکې فلسفي ښوونځي سره پیل شوه. تالس لومړی هغه فیلسوف ګڼل کېږي چې د هرې پېښې لپاره یې د یو طبیعي لامل د شتون په ادعا سره یې طبیعي توضېحات وکارول، که څه هم هغه د خپلې هغې وینا لپاره چې وایی، " ټول شیان له خدایانو څخه ډک دي"، پېژندل شوی، او نوموړي د خپلې نظریې په کشفولو سره یو غوایی قرباني کړ. لیوسېپوس د اتومېزم نظریې ته وده ورکړه – هغه نظریه چې له مخې یې هر څه په بشپړ ډول د بېلابېلو نه له منځه تلونکو، نه وېشل کېدونکو اجزاوو یعنې اتومونو څخه ترکیب شوي دي. نوموړې موضوع د ډېموکرېتوس له لوري په ژور تفصیل سره تشرېح شوې وه.[۷][۹][۱۰]

د پخوانیو هندي فیلسوفانو له منځه په نیایا، وایسېسیکا او بودايي مکتبونو کې په جلا ډول ورته اتومي نظریات راښکاره شول. په ځانګړې توګه، چارواکا طبیعت پېژندنه لکه د نیایا، وایسېسیکا او بودایی ښوونځیو په څېر، مادیاتي وه، او په دې اړه پوره شکمنه وه چې ادراک د غیر مشروطې رښتنۍ پوهې د بنسټ په توګه ومني، په داسې حال کې چې خبرداری یې ورکاوه چې که څوک یوازې یو حقیقت رابرسېره کولی شي، نو باید یو څوک د هغه حقیقت په اړه شک ته هم ځای ورکړي؛ یو استنباط شوی حقیقت نشې کولای چې له قید او شرط پرته وي.[۱۱][۱۲]

د پنځمې زېږدیزې پېړۍ د نیمايي په په رانږدې کېدو سره، د يو علمي دود ځينې اجزا لا له مخکې نه، ان له افلاطون څخه پخوا، څوک چې په دې رابرسېره شوي دود کې مهم برخه اخیستونکی و، په پراخه کچه پېژندل شوي وو، ، علم د هغه منطقي استدلال د پرمختګ څخه منندوی دی، کوم چې د هغه د شاګرد ارسطو له لوري وړاندې شوی دی. په پروتاګوراس (d-f۳۱۸)کې، افلاطون په ښوونځیو کې د حساب، ستورپوهنې او هندسې د تدریس یادونه کړې ده. د دغې دورې فلسفي نظریې تر ډېره د ورځنیو رابرسېره کېدونکو پدیدو او سلیم عقل له محدودو څخه بهر وې. د واقعیت دغه انکار لکه څنګه چې موږ یې تجربه کوو د پارمینیډېس (Parmenides) په هغه استدلال کې چې ویل یې،  "نړۍ یوه ده او بدلون او بیا وېش نشته"، خپلې انتهایی کچې ته رسیدلی و.

په دریمې او څلورمې مخزېږدو پېړیو کې، یوناني طبیبانو هیروفیلوس (له ۳۳۵-۲۸۰ مخزېږد کال) او د چایوس ایراسیستراتوس (Erasistratus of Chios) د خپلو طبي څیړنو د پرمختګ لپاره تجربې په کار واچولې؛ اېراسېستراتوس یو ځل په مکرر ډول په قفس کې بنده مرغۍ وزن کوله او د تغذیې د وختونو تر منځ یې د هغې د وزن کمېدل ثبتول.[۱۳]

ارسطو

سمول

د ارسطو د استقرائي-استنتاجي (inductive-deductive) مېتود د عمومي اصولو د استنباط لپاره له مشاهدو څخه استقراء وکاروله، له نوموړو اصولو څخه یې د نورو مشاهدو لپاره استنتاج، او د پوهې پرمختګ ته دوام ورکولو لپاره یې د استقراء او استنتاج ډېرې لړۍ په کار واچولې.[۱۴]

اورګانون (په یوناني ژبه کې: Ὄργανον، چې معنی یې "وسیله، آله، ارګان دی") په منطق کې د ارسطو د شپږو آثارو یوه کره ټولګه ده. د اورګانون نوم د ارسطو د پیروانو له لوري چې لارویان (Peripatetics ) نومېدل، ورکړل شوی و. د یادو آثارو لړۍ له مهالني پلوه مرتبه بڼه نه لري (د تاریخی ترتیب ټاکل اوس ستونزمن دي) خو په مصلحتي بڼې سره د تیوفراستوس له لوري غوره شوی ترڅو یو ښه جوړښت لرونکی سېستم رامنځته کړي [مرجع ته اړتیا لري] په حقیقت کې، د نوموړو آثارو ځینې برخې داسې ښکاري چې د منطق په اړه د لکچر په توګه طرح شوې وي. د آثارو دغه ترتیب ته د روډس د اندرونیکوس لخوا د ۴۰ م.ز کال په شاوخوا کې بڼه ورکړل شوې وه.[۱۵]

سرچينې

سمول
  1. Peter Achinstein, "General Introduction" (pp. 1–5) to Science Rules: A Historical Introduction to Scientific Methods. Johns Hopkins University Press, 2004. ISBN 0-8018-7943-4
  2. "آرشیف کاپي". بياځلي په 2022-06-21.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. Lloyd, G. E. R. "The development of empirical research", in his Magic, Reason and Experience: Studies in the Origin and Development of Greek Science.
  4. A. Aaboe (2 May 1974). "Scientific Astronomy in Antiquity". Philosophical Transactions of the Royal Society. 276 (1257): 21–42. Bibcode:1974RSPTA.276...21A. doi:10.1098/rsta.1974.0007. JSTOR 74272. S2CID 122508567.
  5. "The cradle of mathematics is in Egypt." – Aristotle, Metaphysics, as cited on page 1 of Olaf Pedersen (1993) Early physics and astronomy: a historical introduction Cambridge: Cambridge University Press, revised edition
  6. "There each man is a leech skilled beyond all human kind; yea, for they are of the race of Paeeon." – Homer, Odyssey book IV, acknowledges the skill of the ancient Egyptians in medicine.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Pingree, David (December 1992). "Hellenophilia versus the History of Science". Isis. 83 (4). University of Chicago Press: 554–563. Bibcode:1992Isis...83..554P. doi:10.1086/356288. JSTOR 234257. S2CID 68570164.
  8. Rochberg, Francesca (October–December 1999). "Empiricism in Babylonian Omen Texts and the Classification of Mesopotamian Divination as Science". Journal of the American Oriental Society. 119 (4). American Oriental Society: 559–569. doi:10.2307/604834. JSTOR 604834.
  9. Yves Gingras, Peter Keating, and Camille Limoges, Du scribe au savant: Les porteurs du savoir de l'antiquité à la révolution industrielle, Presses universitaires de France, 1998.
  10. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. University of Chicago Press. p. 24. ISBN 9780226184487.
  11. Oliver Leaman, Key Concepts in Eastern Philosophy. Routledge, 1999, page 269.
  12. Kamal, M.M. (1998), "The Epistemology of the Carvaka Philosophy", Journal of Indian and Buddhist Studies, 46(2): pp.13–16
  13. Barnes, Hellenistic Philosophy and Science, pp. 383–384
  14. Gauch, Hugh G. (2003). Scientific Method in Practice. Cambridge University Press. p. 45. ISBN 978-0-521-01708-4. بياځلي په 10 February 2015.
  15. Hammond, p. 64, "Andronicus Rhodus"