د عرب-خزر حګړې

د عربو او خزر جګړې د هغو شخړو ټولګه ده چې د خزر د خاقانات او عرب پر له پسې خلافتونو له خوا د قفقاز په سمه کې له میلاد څخه ۶۴۲ کاله وړاندې تر ۷۹۹ میلادي کال پورې تر منځ شوي دي. واړه بومي حکومتونه هم د دواړو لورو د پلوونکو په توګه هم په دې جګړو کې ښکېل و. معمولاً مورخین د شخړو دوه اصلي دورې په ګوته کوي، د عربو او خزر لومړۍ جګړه (له میلاد څخه ۶۴۲ – ۶۵۲ کاله وړاندې) او د عربو او خزر دویمه جګړه (له ۷۲۲-۷۳۷ میلادي کلونه). په دغو جګړو کې د اومې پېړۍ له نیمايي بیا د اتمې پېړۍ تر پایه پورې ځینې نورې ګډې وډې جګړې هم شاملي دي.[۱][۲]

دا جګړې د سویلي قفقاز (ماوراؤ قفقاز) او شمالي قفقاز د سیمو د کنټرول د تضمین په خاطر د راشدین خلافت د هلوځلو پایله وه، چېرته چې خزریان د شپږمې پېړۍ له پای وروسته هلته حاکمان و. د عربو لومړی برید په ۶۴۲ کال کې د دربند د مهم ستراتیژیکي ښار په نیولو سره پیل شو چې د قفقاز له ختیځې ګذرګاه څخه یې د خزر سمندر پر غاړه ساتنه کوله او د یو لړ کوچنیو بریدونو په تر سره کولو یې دوام وموند، چې په ۶۵۲ کال کې د خزر د بالانجار ښار په څنډو کې د عبدالرحمن ابن رابعه په مشرۍ د یو ستر عرب لښکر په ماتې خوړلو سره پای ته ورسېد. د ۶۶۰ او ۶۸۰ کلونو په اوږدو کې د سویلي قفقاز په خودمختاره سلطنتونو باندې د خزرانو او شمالي قفقاز هون له خوا د بریدونو سربېره د لویې پیمانې دښمنۍ د څو لسیزو لپاره ودرول شوې.

د خزرانو او عربانو (چې مشري یي اموي خلافت کوله) تر منځ شخړه له ۷۰۷ کاله وروسته د وخت ناوخته جګړو سره د قفقاز په ټوله غرنۍ سیمه کې له سره ونښته، چې له ۷۲۱ کاله وروسته په یوه بشپړه جګړه بدله شوه. عربانو د تکړه جنرالانو لکه الجراح بن عبدالله او مسلمه بن عبدالمالک په مشرۍ د دربند او د سویلي خزر پلازمېنه بالانجر ونیول. خو بیا هم دې ټولو بریاوو پر کوچياني خزریانو باندې کمه اغېزه درلوده او هغوی به په سویلي قفقاز کې ورانوونکي بریدونه کول. د ۷۳۰ میلادي کال په ستر برید کې، خزریانو په بشپړه توګه اموي ځواکونو ته په اردبیل کې ماتې ورکړه او الجراح یې وواژه. کاله وروسته هغوی ماتې وخوړه او د شمال خوا ته په شا وتمبول شول. مسلمه وکولای شول چې دربند ونیسي او دا ښار د عربانو په یوه پوځي اډې او اصلي مستعمرې باندې بدل کړي چې له دې وروسته د نوموړي پر ځای باندې په ۷۳۲ کال کې مروان ابن محمد (راتلونکی خلیفه دویم مروان) وټاکل شو. تر ۷۳۷ کال پورې نسبتاً سیمه ییزو جګړو دوام وموند، تر هغه چې مروان یو ستر لښکر د شمال خوا والګا سیمه کې د خزر پلازمېنې اتیل پر لور مارش کړ. خزر د حاکم، خاګان له تسلیمیدو وروسته، عربانو بېرته په شاتګ وکړ.

د ۷۳۷ کال لشکرکشي د دې دواړو ځواکونو تر منځ پراخه جګړه پای ته ورسوله او دربند د اسلامي نړۍ د تر ټولو لرې پروت شمال مرکز شو چې پر سویلي قفقاز یې د مسلمانانو واکمني تثبیت کړه، خو شمالي قفقاز یې خزریانو ته پرېښود. په هغه وخت کې، د جګړې دوام د اموي پوځ د کمزوره کېدو او په ۷۵۰ کال کې د عباسي انقلاب له امله چې عباسي خلافت یې رامنځته کړ اموي سلسله پای ته ورسېده. د قفقاز د مسلمانانو او خزریانو تر منځ اړیکې له هغه را وروسته تر زیاتې کچې پورې سوله ییزې وي او قفقاز د منځني ختیځ او ختیځې اروپا تر منځ د سوداګریز اتصال یوه جاده وګرځېده؛ دا سوله په ۷۶۰مه لسیزه او ۷۹۹ کال کې د واده له لارې د قفقاز د عرب حاکمانو (یا سیمه ییزو شهزادګانو) او د خزر د خاقانانو تر منځ د ایتلاف در امنځته کېدو د هلو ځلو په ماتیدو سره د خزریانو د دوو بریدونو له امله ټکنی شوه. تر هغه چې د لسمې پېړۍ په وروستیو کې د خزر دولت له نسکوریدو سره مخ کېده، کله نا کله به د خزریانو او د قفقاز د مسلمانانو تر منځ جګړې کېدلې، خو دا جګړې هېڅکله د اتمې پېړۍ د جګړو په اندازه نه وي.

شالید او انګیزې

سمول

قفقازیان د تمدنونو د پولې په توګه

سمول

د عرب-خزر جګړې د هغو پوځي شخړو یوه اوږده لړۍ وه چې د خزر-پونتیک د سټیپي کوچیاني خلکو او د سویلي قفقاز د جايي خلکو تر منځ وشوې. د غرونو پر سره د تګ راتګ دوه اصلي لارې، د داریال دره (د الان دروازه) په مرکز او دربند (د خزر دروازه) په ختیځ کې د خزر د سمندرګي پر غاړه، له لرغونو زمانو څخه د بریدګرو د لارو په توګه کاریدلي دي. په پایله کې، د سټيپي خلکو لکه سکایانو او هونانو د ویجاړوونکو بریدونو پر وړاندې د قفقاز د پولو دفاع د نږدې ختیځ د سترواکیو یوه اصلي دنده وه. د لرغوني منځني ختیځ او منځنۍ پېړیو د کلتورونو عمومي باور دا وه چې مقدوني سکندر په الهي نصرت سره قفقاز د جوج ماجوج پر وړاندې تړلی دی. د تاریخ لیکونکي جرالډ ماکو په وینا، چې دا خلک «د شمال وحشیان» هغه کلیشه اي اصطلاح وه چې د اروپااسیا د تمدنونو له خوا دوی ته کاریده او تصور یې کاوه چې هغوی «داسې بې تمدنه وحشیان دي چې ویني څښي، ماشومان خوري او حرص او حیوانیت یې هېڅ حد او مرز نه لري». که چېرې د سکندر دا بند ناکامه شوی وای او یاجوج او ماجوج مات کړی وای، نو اخرالزمان به راغلی و.[۳][۴][۵]

د ساساني سترواکۍ پاچاهانو د لومړي پیروز (۴۵۷-۴۸۴) په پیلیدو سره، د خزر سمندر پر غاړه د ځورمنو پولو د ساتلو په موخه کلک ډبرین استحکامات جوړ کړل. کله چې دا کار د لومړي خسرو (۵۳۱-۵۷۹ کال) کې بشپړ شو، نو د قفقاز له ختځو لمنو څخه د خزر تر سمندر پورې د ۴۵ کیلومتره (۲۸مایله) په اوږدوالي جوړ شو. د دربند کلا په ستراتیژيکي تګه د همدې استحکاماتو په مرکز کې پروت و لکه څرنګه چې په فارسي کې د دې ښار نوم دربند (یعنې دروازه بنده) ده. ترک خزریان په دغه سیمه کې چې نن ورځ داغستان یادیږي د شپږمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې را پیدا شول. کله چې لومړني ترکي خاقانیت نسکور شو، نو دوی په اوومه پېړۍ کې په شمالي قفقاز کې په یوه خپلواک حاکم ځواک باندې بدل شول. په سیمه کې د سټوپي د نوي ځواک په توګه، د منځنیو پېړیو لومړنیو لیکونکو خزریان د جوج او ماجوج او په دربند کې یې د ساساني سترواکۍ استحکامات د مقدوني سکندر د دیوال په توګه معرفي کړل.[۶][۷][۸]

د منځنیو پېړیو په تاریخونو کې له خزریانو څخه داسې یادونه شوې چې دوی په قفقاز کې له میلاد څخه را وروسته په لومړیو پېړیو کې اوسېدل، خو د نويو څېړونکو له خوا بیا دا خبره رد شوې ده. ځینو څېړونکو استدلال کړی چې خزریان هغه ترکان دي چې د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې یې پر ساساني ایران برید وکړ، خو دا خبره بیا هم د اعتماد وړ نه ده، ځکه چې دا خبره له ډېرو وروستیو عربي سرچینو څخه تر لاسه شوې ده. عصري څېړنې زیاتره پر دې اند دي چې خزریان د لومړي ځل لپاره د بیزانس-ساسانیانو د جګړو په کلونو کې (۶۰۲-۶۲۸) کې د لویدیځ ترکانو د خاقاناتو د رعیت په توګه چې له بیزانس سترواکۍ سره د ایران او ترک په درېیمه جګړه کې متحد شول او پر سویلي قفقاز یې برید وکړ. ترکانو په ۶۲۷ کال کې دربند چور کړ او د ساسانیانو سیمه ییزه دفاع یې دړې وړې کړه او د تفلیس په محاصره کې له بیزانس سره یو ځای شول. کله چې د بیزانس سترواک، هیراکلیوس (۶۰۲-۶۴۱) په دا بل کال پر ایران برید وکړ، نو ۴۰۰۰۰ ترکان له هغه سره یو ځای شول. په دې سره د بیزانس په بریا کې د هغوی ګډون ډېر ټاکونکی و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. Dunlop 1954، مم. 41, 58.
  2. Brook 2006، مم. 126–127.
  3. Blankinship 1994، م. 106.
  4. Mako 2010، مم. 50–51.
  5. Mako 2010، مم. 50–53.
  6. Brook 2006، م. 126.
  7. Brook 2006، مم. 7–8.
  8. Kemper 2013.
  9. Noonan 1984، مم. 173–174.
  10. Brook 2006، مم. 133–134.
  11. Zuckerman 2007، مم. 403–417.
  12. Zuckerman 2007، مم. 401–403.
  13. Zuckerman 2007، م. 401.