د عربو کلتور

د عربو کلتور، په لوېدیځ کې له اتلانتیک سمندر څخه په ختیځ کې د عربو تر سمندرګي پورې، او په شمال کې له مدیترانې سمندرګي څخه په سویل ختیځ کې د افریقا تر ښکر او هند تر سمندر پورې د عربانو له کلتور څخه عبارت دی. هغه بېلابېل دینونه چې عربو د خپل تاریخ په اوږدو کې منلي دي او هغه بېلابېلې سترواکۍ او ټولواکۍ چې په عربو یې واکمني کړېده او د هغوی د مدنیتونو مشري یې کړې ده، د عربو د توکم په وده او د هغوی د معاصر کلتور په رامنځته کولو کې یې ونډه اخیستې ده. ژبه، ادبیات، د غوره خوړو فن، هنر، معماري، موسیقي، روحانیت، فلسفه او عرفان ټول د عربو د کلتوري میراث برخې دي.[۱]

عربي نړۍ ځینې وختونه له بېلابېلو کلتورونو، لهجو او دودونو سره په تړاو درلودلو سره په جلا سیمو باندې وېشل کېږي چې لاندینۍ پکې شاملې دي:

  • شام: لبنان، سوریه، فلسطین او اردن.
  • مصر او سوډان
  • بین النهرین یا بلاد الرافدَین (عراق).
  • عربي ټاپووزمه: کویت، بحرین، قطر، سعودی عربستان، عمان، یمن او متحده عربي امارات.
  • المغرب: لېبیا، تونس، الجزایر، مراکش او موریتانیا.

ادبیات سمول

عربي ادبیات په عربي ژبه باندې د خبرې کوونکو له خوا د نثر او شعر دواړو په بڼه د تولید شوو لیکنو څخه عبارت دي. عربي لغت چې د ادبیاتو لپاره کارول کېږي ادب دی د کوم معنا چې "د خوړو لپاره د یو چا رابلل" دي او د مؤدب توب، کلتور او بډای توب مفهوم ورکوي. عربي ادبیاتو په ۶مه زېږدیزه پېړۍ کې ظهور وکړ، چې له هغه مخکې یواځې د لیکلې ژبې ځینې برخې راښکاره شوې وې. له اوومې زېږدیزې پېړۍ څخه راهیسې قرآن کریم په عربي کلتور او ادبیاتو تر ټولو لویې او اوږدمهاله اغېزې پرېښودې. تماضر بنت عمرو بن الحارث بن الشريد السُلمية یا په ساده توګه الخنساء  د محمد صلی الله علیه وسلم یوه ښځینه هم عصره، مشهوره عربي شاعره وه.

معلقات سمول

معلقات (په عربي کې: المعلقات، [al-muʕallaqaːt]) هغه نوم دی چې د اووو عربي شعرونو یا قصیدو یوې داسې سلسلې ته ورکړل شوی دی کومه چې له اسلام څخه مخکې منشاء لري. په یاده مجموعه کې هر شعر یو بېل مولف لري او د هغوی له تر ټولو غوره اثارو څخه شمېرل کېږي. د معلقاتو معنا ځړول شوې قصیدې یا ځړېدلي شعرونه دي او په مکه کې د کعبې په دېوال باندې د راځوړندو شعرونو څخه عبارت دي.

نوموړي اووه واړه مولفین چې د ۱۰۰ کلونو په شاوخوا محدوده کې یې سره ژوند کاوه، امر القیس، طرفة، ظهیر، لبید، عنطرة بن شداد، عمر بن کلثوم، او حارث بن هزیله دي. ټول معلقات د خپلو اړوندو مولفینو د ژوند په اړه او د هغوی د قبیلوي سیاست په اړه کیسې شاملوي. دا ځکه چې له اسلام څخه په مخکې دوره کې شاعري د یوې قبیلې د ټولواک د ځواک، شتمنۍ او د هغې قبیلې د وګړو د تبلیغولو لپاره کارول کېده.

د یو زر او یوې شپې کیسې (چې په عربي: أَلْف لَيْلَة وَلَيْلَة او په فارسي کې: هزار و یک شب بلل کېږي) د منځنیو پېړیو د فلکلوري کیسو یوه مجموعه ده کومه چې د شهرزاد، هغې ساسانۍ ملکې کیسه بیانوي چې باید خپل بد غوښتونکي مېړه، ټولواک شهریار ته یوه لړۍ کیسې وکړي تر څو د هغې اعدام وځنډوي. دغه کیسې د یو زر او یوې شپې په یوه محدوده کې روایت شوې دي، او نوموړې ملکه هره شپه خپله کیسه په یو معلق ډول پای ته رسوي تر څو په دې سره ټولواک مجبور کړي چې نوموړې د یوې بلې ورځې لپاره هم ژوندۍ وساتي. جلا جلا کیسې یې د څو پېړیو په اوږدو کې، له بېلابېلو سیمو څخه د زیات شمېر وګړو له لوري جوړې شوې دي.[۲]

په اتمه پېړۍ کې د عباسي خلیفه هارون الرشید د دورې په بهیر کې، بغداد یو مهم نړیوال ښار شو. له فارس، چین، هند، افریقا، او اروپا له ټولو څخه سوداګر په بغداد کې موندل کېدل. د دغې دورې په بهیر کې، زیات شمېر هغه کیسې چې اصلاً ولسي/فلکلوري کیسې وې، د زیاتو کلونو لپاره په شفاهي ډول راټولې شوې دي او وروسته په یو ځانګړي کتاب کې ځای پر ځای شوې دي. په ځانګړي کتاب کې د نوموړو کیسو د تنظیموونکي او په نهمې پېړۍ کې عربي ته د هغو د ژباړونکي په اړه مشهوره خبره دا ده چې نوموړی کیسه ویونکی ابو عبد الله محمد القشقر دی. د شهرزاد د کیسې چوکاټ داسې ښکاري چې په ۱۴مه زېږدیزه پېړۍ کې ور اضافه کړای شوی دی.

موسیقي سمول

عربي موسیقي د عربو وګړو، په ځانګړې توګه د هغو خلکو موسیقي ده چې د عربي ټاپووزمې چاپېره پراته دي. د عربو د موسیقۍ دنیا د اوږدې مودې لپاره د قاهرې تر تسلط لاندې ده، چې نوموړی ښار یو کلتوري مرکز دی، که څه هم د موسیقۍ نوښتونه او سیمه ییز سبکونه له تونس څخه نیولې تر سعودي عربستان پورې غځېږي. په نږدې کلونو کې بېروت هم د عربي موسیقۍ یو لوی مرکز ګرځېدلی دی. کلاسیکه عربي موسیقي، د نفوس تر منځ، په ځانګړې توګه په ټوله عربي نړۍ کې له یو څو ګوتو په شمار سوپر ستورو سره په بې ساري ډول مشهوره ده. د مشهورې موسیقۍ سیمه ییز سبکونه عراقي المقام، الجزایري رأی، کویتي صوت او مصري الګیل شاملوي.

هغه ګډ سبک چې پراختیا ورکړل شوې ده 'اسلامي' یا 'عربي' سبک بلل کېږي، که څه هم نوموړی سبک په حقیقت کې له مذهبي، اخلاقي، جغرافیایي، او ژبنیو پولو څخه اوړي او په اړه یې وړاندیز شوی دی چې د نږدې ختیځ (له مراکش څخه تر هنده پورې) د سبک په نامه ونومول شي (د وان دېر مېرو پېتر د ۱۹۸۹ز کال د اثر په ۹مه پاڼه کې).

د حبیب حسن توما اثر (۱۹۹۶ ز کال، له ۱۹مې-۲۰مې پاڼې) پنځه اجزاوې فهرست کوي کومې چې د عربو موسیقي طبقه بندي کوي:

  1. د عربو د لحن( tone )  سېستم (د موسیقۍ د سُر یو سېستم) له ځانګړو انټروالي جوړښتونو سره چې فارابي په لسمه پېړۍ کې ابداع کړ (۱۷۰یمه پاڼه)
  2. موزون-زماني (rhythmic-temporal) جوړښتونه چې د اهنګونو یوه بډایه تنوع، اوزان (awzan) تولیدوي تر څو د آوازي ژانرونو او مسجع او مقفی شوو سازونو سره د یوځای والي او هغوی د بڼې ورکولو په موخه وکارول شي.
  3. د موسیقی هغه آلې چې د عربي نړۍ په لر او بر کې موندل کېږي او د لحن د یو ستندرد سېستم ښکارندویي کوي، له ستندرد شوو اجرایی تاکتیکونو سره غږول کېږي او په جوړښت او ډیزاین کې د ورته تفصیلاتو څرګندونه کوي.
  4. د موسیقي جوړولو لپاره د کلام ځانګړي سیاقونه چې په سبب یې د موسیقۍ ژانرونه (musical genres) د ښاري (د ښار د اوسېدونکو دموسیقي)، کلیوالي (د کلیو د اوسېدونکو موسیقي)، یا بدوي (د بانډه چیانو یا بېدیا مېشتو موسیقي) په توګه طبقه بندي کېدای شي.
  5. د موسیقي هغه ذهنیت چې په عربي موسیقۍ کې د لحني-فضایي او موزون-زماني ښکلاوو د متجانسوالی مسئولیت لري، که هغه کمپوز شوی یا بداهه وي، که سیکولار یا په دیني دود پورې اړوند سپیڅلی وي. د عربو د موسیقۍ ذهنیت د لاندې فکتورونو په واسطه تعریفېږي:
    1. د مقام (maqām) پدیده یا ښکارنده
    2. د آوازي موسیقۍ پورته والی یا غلبه
    3. کوچینیو آله یي ډلو ته ترجېح ورکول
    4. د ساز د الو د عناصرو د جوړښت موزاییک ډوله سیم، کوم چې د لحني-فضایي موډل په چوکاټ کې د کوچینیو او تر ټولو کوچینیو نغمه یي عناصرو د یوې لړۍ ترتیب او د هغوی تکرار او ترکیب دی.
    5. د څو اوازۍ، څو اهنګۍ او انګېزه یي پراختیا نشتوالی. په هر حال، عربي موسیقي له اوستیناتو او همدارنګه د موسیقۍ جوړولو لپاره د لا ډېر هتروفونیک مېتود سره ډېره اشنایي لري.
    6. له یو لوري د یو ازاد اهنګین-زماني او ثابت لحني-فضايي ترتیب تر منځ، او له بل لوري د یو ثابت اهنګین-زماني او ازا لحني-فضایي جوړښت تناوب. دغه تناوب ... د هیجاني تضادونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د عربو زیاتره موسیقي د هارموني ( سُر) پر ځای په نغمو (rhythm) او اهنګونو (melody) باندې له ټینګار سره طبقه بندي شوې ده. له همدې کبله زیاتره عربي موسیقي په خپل ماهیت کې هوموفونیک (د متجانسو غږونو درلودونکې ده). د عربو د موسیقۍ ځینې ژانرونه بیا څو آوازه (polyphonic) دي ـــ لکه څنګه چې د کانون په نامه آله د د دووه- اندازونو د اکورد د نظریې پر بنسټ ولاړه ده ــــ اما اصلاً، عربي موسیقي مېلودیکه (اهنګ داره) ده.

سرچينې سمول

  1. Doris, Behrens-Abouseif (1999-01-01). Beauty in Arabic culture. Markus Wiener Publishers. OCLC 40043536. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1558761995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marzolph, Ulrich (2007). "Arabian Nights". Encyclopaedia of Islam (3rd). Ed. Kate Fleet. DOI:10.1163/1573-3912_ei3_COM_0021. “Arabian Nights, the work known in Arabic as Alf layla wa-layla