د عثماني سترواکۍ ادعا د روم د ځایناستي په توګه


په ۱۴۵۳زکال کې د قسطنطنیې له نیواک نه وروسته، د عثماني سترواکۍ سلطانانو د بیزانسي سترواکانو په ځای چې مخکې یې پر قسطنطنیه واکمني درلودله د روم سترواکۍ ادعا وکړه. د فتحې د حق د مفکورې پر بنسټ سلطانانو ځینې وختونه د kayser-i rum (د «روم قیصر» یو له هغه لقبونو نه و چې په پخوانیو عثماني لیکنو کې د بیزانسي سترواکانو لپاره کارول کېده) او باسیلیوس (د بیزانسی سترواکې د واکمن لقب) لقبونه کارول. د عثمانیان له خوا د روم سترواکۍ فتح د دې لامل شوه چې عثماني سلطانان ځانونه د نړۍ پاچاهان او د ټولې نړۍ حقدار واکمنان وګڼي.

د قسطنطنیې له فتحې وروسته لومړني سلطانان لکه دویم محمد، دویم بایزید، اول سلیم او اول سلیمان داسې ادعا وکړي، چې دوی د روم سترواکان دي او د خپل واک د مشروعیت لپاره یې خورا زیاتې هڅې کولې. دغه راز یوناني اشرافد بېلګې په ډول د بیزانس پخواني امیران زیاتره لوړې اداري دندې تر لاسه کړلې. همدرانګه قسطنطنیه بیا د پلازمینې په توګه وټاکل شوه، بیاورغول شوه او د عثماني واکمنۍ لاندې د پام وړ وده وکړه. دغه راز د ۱۴۵۳ز کال نه وروسته د عثماني سترواکۍ په لومړیو کې اداره، معمارۍ او د محکمې مراسم د پخواني بیزانسي سترواکۍ له خوا خورا ډېر اغېزمن شوي و. عثماني سلطانان د رومي امپراتورۍ ادعا د لوېدیځې اروپا په لور د نورو فتحو لپاره کاروله. لکه څنګه چې دویم محمد او اول سلیمان د ایټالیا د فتح کولو خوب لیدلی و او باور یې درلود چې دا د دوی حق دی ځکه چې دا یو وخت د روم مرکز و.

د عثمانیانو له خوا د روم سترواکۍ د ځایناستي په توګه او د قیصر روم او باسیلیوس په څیر لقبونه ادعا په تدریجي ډول له منځه تلله او د سلطانانو له خوا نور ټینګار پرې نه کېده. همدارنګه له یوناني او رومي ادعا  نه د لاس په سر کېدلو اصلي لامل دا و، چې عثماني سترواکۍ له  ۱۶ پېړۍ نه وروسته له اسلامي سیاسي ادعا سره لیوالتیا پیدا کړه او دا په لیونټ، عربستان او شمالي افریقا کې د عثماني فتوحاتو پایله وه چې سترواکۍ یې له ګڼ مذهبي دولت نه په مسلمان اکثریت دولت  بدل کړ. همدارنګه د عثماني هویت بدلون په ایران کې له صفوي سترواکۍ سره د شخړو له امله رامنځته شو چې د شیعه اسلام پیروان وو چې دا دې لامل شو چې سلطانانو په خپلې سني عقیدې باندې ډېر ټینګار وکړي. دغه راز د روم  قیصر لقب وروستی ځل په ۱۸مه پېړۍ کې په رسمي توګه کارول شوی و، چې وروسته عثماني واکمنانو ته په یوناني کې د سلطانانو او پاچا لقب ورکړل شو.

د رومي سترواکۍ په توګه د عثماني سترواکۍ پېژندل د یادې سترواکۍ دننه او بهر کې توپیر درلود. عثمانیان په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه د روم او سلطانان د رومي سترواکانو په توګه پېژندل شوي. همدارنګه د عثماني سترواکۍ دننه زیاتره عیسوي مذهبو هم سلطانان د خپلو نوو سترواکانو په توګه پېژندل، خو د کلتوري اشرافو ترمنځ نظرونو توپیر درلوده. ځینو عثمانیانو ته د کافرانو، وحشیانو او ناروا ظالمانو په سترګه کتل اوځینو نورو یې بیا د نوو سترواکانو په توګه پېژندل. د دې په اړه چې ایا عثماني سلطانان د بیزانسي سترواکانو ځایناستي وو یا په بشپړه توګه  نوي واکمنانو وو د لوېدیځوالو په منځ کې نظرونه توپیرلري. د عثماني سلطانانو دا حق چې ځان د رومي امپراتورۍ په توګه وګني او د نړۍ د واکمنۍ ادعا وکړي له پېړیو راهیسې د  روم امپراتورۍ او د روسیې امپراتورۍ واکمنانو له خوا ننګول شوي، ځکه چې دواړه یې د ځان لپاره دا یادو لقبونو ادعا کوله.

تاریخ سمول

له دویم محمد نه تر لومړي سلیمان پورې  سمول

په ۱۴۵۳ز کال کې د دویم محمد له خوا د قسطنطنیه له فتحې وروسته، د عثماني سترواکۍ سلطانانو د بیزانسي سترواکانو میراث ځانو ته واخیستل او ځانونه یې د وارثانو په توګه اعلان کړل. همدارنګه د روم سترواکانو په توګه سلطانانو هم ځانونه د نړۍ د قدرت لپاره د بازانټیم او روم د ادعا وارثان ګڼل. دغه راز له فتحې سمدستي وروسته محمد ځان د قیصر روم په نوم معرفي کړ ، خو له دې سره سره محمد په خپلو رسمي اسنادو کې په ندرت سره د ځان لپاره د قیصر یا باسیلیوس لقبونه کارولی او پرځای یې د محمد د خپل پلار «دویم مراد» له رسمي لقبونو نه کار اخیسته، چې په یوناني ژبه کې (ستر حکمران، لوی امیر او سلطان محمد) د هغه تر ټولو عام لقبونه و. همدارنګه یو له هغو لقبونو نه چې په عام ډول د محمد له خوا د روښانه رومي مفهوم سره کارول کېده  د « د دوو سمندرونو او دوه براعظمونو حاکم» و، چې د تور سمندر او مدیترانې او همدارنګه په اروپا او اسیا باندې د هغه د واکمنۍ ادعا ته اشاره کوله. په ترکي، عربي او فارسي کې تر ډېره د پادشاه او سلطان لقبونه کارول کېدل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

خو د محمد ځایناستۍ دویم بایزید د باسیلیوس لقب په رسمي ډول کاروه. دغه راز د بایزید ځایناستی اول سلیم او د سلیم ځایناستی سلیمان ټولو په یوناني ژبو اسنادو کې د خپل لومړني سرلیک په توګه د باسیلیوس لقب کارولی. همدارنګه د محمد د روم قیصر لقب هم د عثماني سترواکۍ یوه لازمي برخه وه. دغه راز په سربیا کې د اسنادو د صادرول پر وخت، دویم محمد، دویم بایزید او اول سلیم معمولا د « لوی او ځواکمن زار» په نوم یادېدل. سلیم او سلیمان دواړه کله ناکله د «قسطنطین سترواک» په نوم هم یادیدل، چې دا هغه لقب و چې پخوا د لوېدیځ اروپایانو له خوا د بیزایسي سترواکانو لپاره په ډیپلوماسۍ کې کارول کیده.[۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سیاست او ټولنه  سمول

محمد او د هغه ځایناسنو د روم سترواکانو په توګه خپلې واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو لپاره ډېری ګامونه پورته کړل. د نورو هڅو تر څنګ، دوی قسطنطنیه د پلازمینې په توګه وټاکله او ډېری یوناني اشرافیان یې د حکومت په لوړو دندو باندې وګومارل. دغه راز د ۱۴۵۳ز کال نه وروسته عثمانیانو قسطنطنیه د استانبول په نوم یاده کړه، چې دا نوم د یوناني اییس ټین پولین (ښار ته) نه اخیستل شوی وه. خو په رسمي ډول د ښار نوم د عثماني سترواکۍ له ړنګېدو وروسته تر ۱۹۳۰ز کال پورې قسطنطنیه پاتې شو. همدارنګه د قسطنطنیه ټاکل د پلازمینې په توګه د سترواکۍ تاریخ او سټراټیژیک موقعیت له امله و. دغه راز محمد په ​​خپله وصیت کې د عثماني سلطانانو د زوړ دفن ځای، بورسا په ځای قسطنطنیه د خپل دفن ځای په توګه غوره کړه، چې په ۱۴۸۱ز کال کې د محمد د ښخولو مراسم د لوی قسطنطین د مراسمو په بڼه ترسره شول. همدارنګه د بیزانسي واکمنۍ په وروستیو لسیزو کې د قسطنطنیې نفوس په ډراماتیک ډول کم شوی و، خو د عثمانیانو په واکمنۍ کې د سلطانانو د هڅو په پایله کې یو ځل بیا زیات شو، چې دې نفوس زیاتوالۍ نه یوازې د ترکانو بلکې د بېلابېلو خلکو د بیا میشتیدو له امله وو. په ټوله سترواکۍ کې د ۱۶ پېړۍ په وروستیو کې د ښار نفوس ۲۵۰۰۰۰ ته  ورسېد، چې د اروپا  ترټولو لوی ښار وګڼل شو. قسطنطنیه د عثماني تاریخ په ډېرو برخو کې څو توکمیز او څو مذهبی پاتې شو، په داسې حال کې چې په اروپا کې ډېری نورو دولتونو ملي هویت او مذهبي باورونه پلي کول.[۹][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د عثماني سلطانانو ادعا چې د روم امپراتورۍ وه، د پخوانۍ روم په ځمکو کې د پراختیا توجیه کولو لپاره کارول کېده. په ۱۴۸۰ز کال کې محمد په ایټالیا باندې یو ناکامه یرغل پیل کړ، چې د روم د نیولو لپاره لومړی ګام بلل کېده. دغه راز معاصر ایټالوی تاریخپوه پاولو جیویو په ۱۵۲۹ کې د سلیمان د ویانا د محاصرې په اړه داسې ادعا کوي چې سلیمان په دې باور و چې ټوله لوېدیځه اروپا د هغه وه او ځان یې د لوی قسطنطین حقیقي ځایناستۍ باله، چې د لوېدیځو اروپایی قدرتونو په وړاندې د سلیمان په جګړو کې د «روم ته! روم ته!» شعار کارول کېده. همدارنګه سلیمان په قسطنطنیه کې سلیمانیه جومات د ایا صوفیا د عظمت سره د سمون لپاره جوړ کړ. معاصر عثماني فقیه ابوسود افندی سلیمان د جولیوس قیصر او د لرغوني هخامنشي واکمن لوی کوروش سره پرتله کوي. همدارنګه د مولداویا په یوه لیکنه کې د سلیمان لپاره (د بغداد او عراق پاچا، د روم قیصر او د مصر سلطان) لقبونه هم کارولی.[۱۲][۲۱][۱۶][۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. Kumar 2017، ص. 91.
  2. Çolak 2014، ص. 8.
  3. Moustakas 2011، ص. 229.
  4. Kołodziejczyk 2012، ص. 176.
  5. Çolak 2014، ص. 21.
  6. Nicol 1967، ص. 334.
  7. Ágoston 2021، ص. 80.
  8. Çolak 2014، ص. 20.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Lowry 2003، ص. 119.
  10. Üre 2020، ص. 46.
  11. De Lucca 2012، ص. 256.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Kołodziejczyk 2012، ص. 182.
  13. Van Tricht 2011، ص. 61.
  14. Kołodziejczyk 2012، ص. 184.
  15. Kołodziejczyk 2012، ص. 183.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Çolak 2014، ص. 22.
  17. Kołodziejczyk 2012، ص. 185.
  18. Kumar 2017، ص. 92.
  19. Kumar 2017، ص. 90.
  20. Ágoston 2021، ص. 81.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Kumar 2017، ص. 89.
  22. Hernández de la Fuente 2019، ص. 250.
  23. Mansel 1998، ص. 6.
  24. Harper 2021، ص. 349.