د عثماني خلافت پخوانی رژیم

په کلاسیک ډول ۱۸مه پېړۍ د عثماني سترواکۍ د رکود او اصلاحاتو تاریخ بلل کېږي، چې یاده پېړۍ د لرغونی رژیم یا زوړ رژیم په توګه هم پېژندل شوی په داسې حال کې چې دا په ۱۹مه پېړۍ کې له نوي رژیم سره توپیر دلوده.[۱]

عثماني سترواکۍ په ۱۸مې پېړۍ کې  د پام وړ اقتصادي وده وکړه او په ۱۷۶۸-۱۷۷۴ز کلونو کې له روسیې سره تر کړکېچنې جګړې پورې د نظامي ځواک له پلوه له خپلو سیالانو سره د سیالۍ توان درلود. له همدې امله، دې پړاو کې د په عمومي توګه امپراتورۍ تاریخ ډېر بې پلوه و. همدارنګه زوړ رژیم نه یوازې له ډراماتیک پېښو سره سره، بلکې د درېیم سلطان سلیم له خوا د تدریجي اصلاحاتو (نوی حکم) له پیل سره پای ته ورسېد. که څه هم سلیم پخپله ګوښه شو، خو د هغه د ځایناستو له خوا د هغه اصلاحاتو تر ۱۹مې پېړۍ پورې دوام درلود او د عثماني سترواکۍ بڼه یې په بشپړه توګه بدله کړه.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

حکومت  سمول

مرکزي اداره  سمول

د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې د عثماني امپراتورۍ د حکومت بڼه له یوه  سرپرستۍ نظام نه په یو داسې نظام بدله شوه چې د سلطان د شخصي واکمنۍ پر ځای د بیوروکراسي نظام له خوا پر مخ وړل. دغه راز له نظامي پلوه فعال سلطان وروستۍ هڅه چې په شخصي توګه یې ټول امپراطوري حکومت کنټرول کاوه د ۱۷۰۳ز کال په پاڅون کې چې د ادرین پېښې په نوم یادیږي له منځه لاړه، چې په پایله کې دویم مصطفی له واکه وغورځول شو او لوی دولتي دفترونه نور د سترواکۍ په ماڼۍ کې ځای نه درلود او ډېر خپلواک واک یې درلود. دغه راز په ۱۷۹۶ لسیزه کې مرکزي بیوروکراسي د ۱،۵۰۰ او ۲،۰۰۰ تر منځ لیکوالان رامنځته کړه، چې دا د ۱۸۳ لیکوالانو په پرتله په ۱۵۹۳ز کال کې د پام وړ زیاتوالۍ ښایي. لوړ پوړو بیوروکراتانو خپل ټولنیز خوځښت زیات کړ او ډېری یې د ولایتونو او آن د لویو وزیرانو په توګه دندې تر لاسه کړې، چې یادې دندې په تېرو پېړیو کې معمولا د نظامي شالید لرونکي نارینه وو ته ورکول کېدې.[۸][۹][۱۰][۱۱]

ولایتي اداره   سمول

په ولایتونو کې عثماني واکمني د سیمه اېزو ګټو د ډلو د وفادارۍ په ساتلو ولاړه وه او په دې ډول والي او قاضي د دولت د واک استازیتوب کاوه، چې د ولایت ډېری ورځنۍ چارې یې سمبالولې، خو سیمه ایزې ګټې د ځینو چارواکو (ایان) په نوم په نوم پېژندل شوو شخصیتونو له خوا پر مخ وړل کېدې. همدارنګه ایان د عثماني دولت د چارواکو په پرتله د امپراتورۍ په اوږدو کې له یو ځای نه بل ځای ته مهاجرت نه کاوو، بلکې په یوه کوچنۍ جغرافیه کې یې ژورې اړیکې جوړولې او په خپل محلي ښار یا سیمه کې د پام وړ نفوذ کولو لپاره له ملاتړ کونکو کړیو نه کار اخیسته ځکه د عثماني سترواکۍ ولایتي ادارې د فعالیت لپاره د دوی مرسته اړینه وه.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۷مې پېړۍ په اوږدو کې د دولت والیان د نامعلومې مودې لپاره وټاکل شول، خو په اتلسمه پېړۍ کې ټول والیان د یو کال لپاره ټاکل کېدل، چې د مودې په پای کې یې د بیاکتنې او احتمالي بیا ګومارنې احتمال هم و. په عثماني امپراتورۍ کې ولایتي حکومت د مرکزي ټاکل شوي واليانو او محلي چارواکو(ایان) په مرسته تکیه کوله. دغه راز ایانو د مالیاتو په راټولولو کې اړینه وڼډه درلوده په ځانګړې توګه د جګړې په وخت کې او په منظمه شوراګانو کې یې د ولایتو له والیانو یا د هغوی د استازو (mütesellims) سره لیدل. همدارنګه زیاتره وخت د والیانو استازو د سیمه اېزو پادریانو له ډلې نه غوره کېدل او ځینو کورنیو ته دا مقام په میراث پاتې وو. [۱۵][۱۶][۱۷]

په تېره بیا د ۱۸مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د دولت دندې په سیمه اېزو شوراګانو کې ترسره کېدې. که څه هم دا له یوې سیمې نه بل سیمې پورې توپیردرلودې، چې د یادو شوراګانو اصلي شخصیتونه محلي قاضي، د جانیريانو(Janissaries) قوماندان، د ګاریشن (garrison) پوځي کلا قوماندان او د ایان سیمه ایز مشران شامل دي. همدارنګه غونډې به یا د قاضي په کور او یا هم د ولایت په دفتر کې تر سره کېدلې.[۱۸]

عثماني پوځ سمول

عثماني پوځ د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د خپلو اروپايي سیالانو سره د مقابلې توان درلود او د دوی تر منځ د پام وړ تخنیکي تشه نه وه، خو په هر حال په ۱۷۳۹ز کال کې له بلګراد تړون نه وروسته عثمانیان نږدې ۳۰ کاله په اروپا کې په سوله کې پاتې شول، دغه راز د سولې پراخېدل د عثماني قومندانانو تر منځ د عملي تجربې د نشتوالي لامل هم شوه، خو هاخوا د روسي جنرالانو لکه رومیانسیف او سووروف وړتیاوې یې د اوه کلنې جګړې په ترڅ کې وده وکړه او په ۱۷۶۸ز کال کې د روسیې سره جګړه پیل شوه، عثمانیانو له ویجاړونکي ماتې سره مخ شو چې په پایله کې یې کریمیا له لاسه ورکړه او په ۱۷۷۴ کې د Küçük Kaynarca تړون لاسلیک شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اقتصاد سمول

عثماني اقتصاد د اتلسمې پیړۍ په لومړیو درېیو ربعو کې عمومي پراختیا او وده تجربه کړه.لکه څنګه چې په عثماني بودجه کې په ډراماتیک ډول زیاتوالۍ راغۍ، چې په ۱۶۹۹زکال کې له ۱ میلیارد اکسي (akçe) نه په ۱۷۴۸زکال کې ۱.۶ میلیارده ته وده وکړه. د تیرې پیړۍ په پرتله عثمانیان په دې ډېرو کلونو کې د بودیجې له زیاتوالي نه برخمن وو.[۲۳][۲۴]

د استانبول سوداګریزې زیربناوې د ۱۸مې  پېړۍ په اوږدو کې د پام وړ پراخې او بیا ورغول شوې یاد پرمختګونه مخ پر ودې نړیوالې سوداګرۍ ته هم وده ورکړه او په دې ډول عثماني اقتصاد په ځانګړې توګه د ښو ټوکرانو، لاسي صنایعو او څرمن توکو له صادراتو نه ګټه پورته کړه.[۲۵][۲۶]

ټولنیز او کلتوري ژوند  سمول

۱۸مه پېړۍ د عثماني اشرافو تر منځ د ډېریدونکي مصرف او ټولنیز کېدو وخت و. لکه څنګه چې د باسفورس په څنډو کې په د بډایه عثماني اشرافو لپاره لسګونو ماڼۍ جوړې شوې، چې خپله شتمني یې د استانبول د چټک پرمختګ لپاره په کار اچوله. همدارنګه په ټول ښار کې چینې جوړې شوې تر څو د ښار مخ پر ودې خلکو ته تازه اوبه برابروي. په ۱۷۲۱ز کال کې درېیم سلطان احمد په استانبول Kağıthane نږدې سیمې کې د اوړي د یوې نوې ماڼۍ د جوړولو امر وکړ، چې د سعد اباد (خوشحالۍ ځای) په نوم یادېده.[۲۷][۲۸][۲۹]

قهوه خانو د خلکو په عامه ژوند کې لویه ونډه درلوده، لکه څنګه چې نه یوازې د عامو خلکو لپاره یې مصرفی توکي چمتو کول بلکې د هغو ځایونو په توګه چې خلک کولی شي د عامه چارو په اړه بحث وکړي هم خورا ارزښت درلوده. پداسې حال کې چې ۱۷مه پېړۍ د قهوه خانو د زیاتېدو په وړاندې د حکومت یو څه غبرګون راوپارول، ځکه حکومت د یادو قهوه خانو له ټولنیز ویجاړونکي اغېزو نه اندیښمن و، خو د ۱۸ مې پېړۍ په اوږدو کې د کاډیزاډیلیس خورا محافظه کار مذهبي غورځنګ له خوا د قهوه خانو د منع کولو لپاره نورې هڅې ندي ترسره شوي. د قهوه خانې دود د عثماني ستروکۍ د ښارونو او ښارګوټو یوه ځانګړتیا ګرځېدلې وه، چې وروسته حکومت د څارنې اقدامات ترسره کول تر څو د هغو ناقانونه ډلو کنټرول لپاره هڅه وکړي چې یادو قهوه خانو کې راټولیږي. [۳۰][۳۱][۳۲]

فکري ژوند سمول

د ترکي ژبې لومړۍ چاپي اداره په ۱۷۲۷ زکال کې په استانبول کې د یوه هنګري مسلمان ابراهیم مطفیریکا له خوا جوړه شوه. د امپراطورۍ محکمو او مذهبي چارواکو ته د مطبوعاتو ارزښت په ډاګه شوی و او په دې توګه د هغو کارول یې تصویب کړل. د مطفیریکا مطبوعات زیاتره د تاریخي، جغرافیایي او ژبني اثارو د خپرولو لپاره کارول کېده، خو وروسته په ۱۷۹۶ز کال کې د ډېرو معتبرو مستندو نسخو په پرتله د چاپ شوو کتابونو لپاره د بازار د کمې غوښتنې له امله وتړل شوې.[۳۳]

سرچينې  سمول

  1. Salzmann, Ariel (2011). "The old regime and the Ottoman Middle East". In Christine Woodhead (المحرر). The Ottoman World. Routledge. د کتاب پاڼې 413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516-1800. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 8–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-41899-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Quataert, Donald (2003). "Ottoman History Writing and Changing Attitudes towards the Notion of 'Decline'". History Compass. 1: 5. doi:10.1111/1478-0542.038. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Salzmann, Ariel (1993). "An Ancien Régime Revisited: "Privatization" and Political Economy in the Eighteenth-Century Ottoman Empire". Politics & Society. 21 (4): 402. doi:10.1177/0032329293021004003. S2CID 153936362. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700-1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 130–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Woodhead, Christine (2008). "New Views on Ottoman History, 1453-1839". The English Historical Review. Oxford University Press. 123: 983. the Ottomans were able largely to maintain military parity until taken by surprise both on land and at sea in the Russian war from 1768 to 1774. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Quataert, Donald (2003). "Ottoman History Writing and Changing Attitudes towards the Notion of 'Decline'". History Compass. 1: **. doi:10.1111/1478-0542.038. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Hathaway, Jane (1996). "Problems of Periodization in Ottoman History: The Fifteenth through the Eighteenth Centuries". The Turkish Studies Association Bulletin. 20: 25–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Woodhead, Christine (2011). "Introduction". In Christine Woodhead (المحرر). The Ottoman World. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Salzmann, Ariel (2011). "The old regime and the Ottoman Middle East". In Christine Woodhead (المحرر). The Ottoman World. Routledge. د کتاب پاڼې 409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Findley, Carter Vaughn (2006). "Political culture and the great households". In Suraiya Faroqhi (المحرر). The Cambridge History of Turkey. 3. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 71. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Darling, Linda (1996). Revenue-Raising and Legitimacy: Tax Collection and Finance Administration in the Ottoman Empire, 1560-1660. E.J. Brill. د کتاب پاڼې 304. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-10289-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Findley, Carter Vaughn (2006). "Political culture and the great households". In Suraiya Faroqhi (المحرر). The Cambridge History of Turkey. 3. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 69–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Tezcan, Baki (2010). The Second Ottoman Empire: Political and Social Transformation in the Early Modern World. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 218–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-41144-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Salzmann, Ariel (2011). "The Old Regime and the Ottoman Middle East". In Christine Woodhead (المحرر). The Ottoman World. د کتاب پاڼې 414. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516-1800. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 79–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-41899-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Neumann, Christoph K. (2006). "Political and diplomatic developments". In Suraiya Faroqhi (المحرر). The Cambridge History of Turkey. 3. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 56. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. İnalcık, Halil (1977). "Centralization and Decentralization in Ottoman Administration". In Naff, Thomas; Roger Owen (المحررون). Studies in Eighteenth Century Islamic History. Southern Illinois University Press. د کتاب پاڼې 30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hathaway, Jane (2008). The Arab Lands under Ottoman Rule, 1516-1800. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 87–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-41899-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. İnalcık, Halil (1977). "Centralization and Decentralization in Ottoman Administration". In Naff, Thomas; Roger Owen (المحررون). Studies in Eighteenth Century Islamic History. Southern Illinois University Press. د کتاب پاڼي 31–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. İnalcık, Halil (1977). "Centralization and Decentralization in Ottoman Administration". In Naff, Thomas; Roger Owen (المحررون). Studies in Eighteenth Century Islamic History. Southern Illinois University Press. د کتاب پاڼي 42–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700-1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 130–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Woodhead, Christine (2008). "New Views on Ottoman History, 1453-1839". The English Historical Review. Oxford University Press. 123: 983. the Ottomans were able largely to maintain military parity until taken by surprise both on land and at sea in the Russian war from 1768 to 1774. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700-1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Aksan, Virginia (2006). "War and peace". In Suraiya Faroqhi (المحرر). The Cambridge History of Turkey. 3. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rhoads, Murphey (1999). Ottoman Warfare, 1500-1700. Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85728-389-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Darling, Linda (1996). Revenue-Raising and Legitimacy: Tax Collection and Finance Administration in the Ottoman Empire, 1560-1660. E.J. Brill. د کتاب پاڼي 238–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-10289-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Salzmann, Ariel (1993). "An Ancien Régime Revisited: "Privatization" and Political Economy in the Eighteenth-Century Ottoman Empire". Politics & Society. 21 (4): 405. doi:10.1177/0032329293021004003. S2CID 153936362. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Murphey, Rhoads (2008). "The Growth in Istanbul's Commercial Capacity, 1700-1765: The Role of New Commercial Construction and Renovation in Urban Renewal". Acta Orientalia Academiae Scientiarum Hungaricae. 61 (1–2): 147–55. doi:10.1556/AOrient.61.2008.1-2.14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Quataert, Donald (2000). The Ottoman Empire, 1700-1922. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. New York: Basic Books. د کتاب پاڼې 346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02396-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Artan, Tülay (2012). "Forms and forums of expression: Istanbul and beyond, 1600-1800.". In Woodhead, Christine (المحرر). The Ottoman World. Routledge. د کتاب پاڼي 382–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. New York: Basic Books. د کتاب پاڼي 344–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02396-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. New York: Basic Books. د کتاب پاڼي 344–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02396-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Artan, Tülay (2012). "Forms and forums of expression: Istanbul and beyond, 1600-1800.". In Woodhead, Christine (المحرر). The Ottoman World. Routledge. د کتاب پاڼي 382–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Artan, Tülay (2012). "Forms and forums of expression: Istanbul and beyond, 1600-1800.". In Woodhead, Christine (المحرر). The Ottoman World. Routledge. د کتاب پاڼي 386–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-44492-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Finkel, Caroline (2005). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire, 1300-1923. New York: Basic Books. د کتاب پاڼي 366–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)