د عباسیانو لړۍ

د عباسیانو لړۍ یا عباسیان (په عربي ژبه: بنو العباس) هغه عربي لړۍ وه چې له ۷۵۰ زکال څخه یې تر ۱۲۵۸ زکال پورې د عباسي خلافت مشري وکړه. دوی د بنوعباس قریشي هاشمي قبیلې ته اړوند و چې د عباس بن عبدالمطلب له اولادې څخه دي. عباسي خلافت په دریو دورو ویشل شوی: لومړنۍ عباسي دوره (۷۵۰ – ۸۶۱ زکال)، منځنۍ عباسي دوره (۸۶۱ – ۹۳۶ زکال) او وروستۍ عباسي دوره (۹۳۶ – ۱۲۵۸ زکال). د دغې لړۍ مذهبي مشرانو له ۱۲۶۱ زکال څخه تر ۱۵۱۷ زکال پورې هغه مهال چې دغې لړۍ ته د عثماني سترواکۍ له خوا پای ټکی کېښودل شو د مملوک السطنتانو تر عنوان لاندې د تشریفاتي حاکمانو په توګه حکومت وکړ.

اصل او نسب

سمول

عباسیان د حضرت عباس(رض) له اولادې څخه دي چې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) تره و. هغه جلیل القدر صحابي او د قرآن کریم له لومړنیو پوهانو څخه و. له همدې امله د هغوی د نسب لړۍ هاشم ابن عبدالمناف او همدرانګه عدنان ته په داسې توګه رسېږي: العباس بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مره بن كعب بن كعب بن لؤي بن غالب بن فهر بن مالك بن النضر بن كنانة بن خزيمة بن مدركة بن الياس بن مضر بن نزار بن معاد بن عدنان.

تاریخ

سمول

عباسي لړۍ هغه لړۍ ده چې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) له وفات وروسته یې د هغه د ځای ناستو په توګه د دریم اسلامي خلافت پر مهال حکومت وکړ. دغه لړۍ د حضرت محمد(ص) د تره عباس بن عبدالمطلب (زوکړه: ۵۶۶ زکال – ۶۵۳ زکال) اولادې ته اړوند وه چې نوم یې هم د هغه له نامه څخه اخیستل شوی دی. عباسیان په ۷۵۰ زکال (۱۳۲ هجري قمري کال) کې د اموي خلافت پر وړاندې د پاڅون پر مټ واک ته ورسېدل او تر ډېره پورې یې نني عراق ته له اړوند بغداد ښار څخه حکومت وکړ. عباسیانو په پیل کې د خپل حکومت پلازمېنه د معاصر عراق کوفه ښار وټاکه، خو په ۷۶۲ زکال کې خلیفه المنصور د لرغوني بابل پلازمېنې ته څېرمه د بغداد ښار بنسټ کېښود. بغداد د علم، کلتور او اختراعاتو مرکز وګرځېد چې بیا دغه دوره د علومو په برخه کې د اسلام د طلایي دورې په نامه وبلل شوه. [۱]

عباسي لړۍ د اتمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي (۷۵۰ – ۸۰۰ زکال) کې د خپلو پیاوړو خلیفه ګانو او وزیرانو تر څار لاندې شدید کار وکړ څو له خلکو څخه د لرې کېدو او له هغوی سره د محدودو ارتباطاتو له امله په اسلامي سترواکۍ کې رامنځته شوې ګډوډۍ له منځه یوسي. همدارنګه په همدغه لومړنۍ دوره په ځانګړې توګه د المنصور، هارون الرشید او خلیفه مامون د واکمنۍ پر مهال د عباسیانو شهرت او قدرت خپل اوج ته ورسېد. له دې وروسته دغه خلافت په ۸۶۱ زکال کې د خلیفه المتوکل د وژنې تر مهاله د قدرت په اوج کې و. [۱]

د عباسي خلافت زوال

سمول

د عباسیانو زوال د خلیفه المتوکل په وژنې سره پیل شو. د هغه له وژنې وروسته په سامرا کې ګډوډي رامنځته او له ۸۶۱ زکال څخه تر ۸۷۰ زکال پورې د شدیدې داخلي بې ثباتۍ دوره پیل شوه چې د راتلونکو څلورو خلیفه ګانو د ځای ناستوب له اړوندو کړکېچونو څخه یې سرچینه اخیسته.

المنتصر د ۸۶۱ زکال د ډسمبر په ۱۱مه نېټه وروسته له هغه چې پلار یې ووژل شو د خپلو ترکي ځواکونو له خوا خلیفه وټاکل شو. په داسې حال کې چې پر هغه باندې د متوکل د وژنې په توطئه کې د لاس لرلو تور و، خو وه یې شو کولای په چټکۍ سره د سامرا ښار د پلازمېنې د چارو واګې په لاس کې واخلي او د دولت له نورو مشرانو بیعت ترلاسه کړي. واک ته د المنتصر ناڅاپي رسېدنه د هغه د یو شمېر نږدې ملګرو په ګټه شوه ځکه چې هغوی په دولت کې لوړ پوړې څوکۍ ترلاسه کړې. په دغو کې د هغه منشي، احمد بن الخصیب چې بیا وزیر شو او مخکښ ترک جنرال وصیف شامل و چې د متوکل په وژنه کې یې هم لاس درلود. د هغه سلطنت نږدې نیم کال دوام وکړ او د ۸۶۲ زکال د جون په ۷مه نېټه د ۲۴ کلونو په عمر د نامالومو دلایلو له امله د هغه په مړینې سره پای ته ورسېد. د المنتصر د لنډ مهالي سلطنت پر مهال (۸۶۱ – ۸۶۲ زکال) ترکانو پر هغه فشار راووړ چې المعتز او الموئید د ځای ناستوب له کتاره وباسي. هغه مهال چې المنتصر ومړ، ترکي افسران راغونډ شول څو د هغه د مړ شوي تره محمد زوی چې المستعین نومېده د سلطنت پر ګدۍ کښېنوي. نوی خلیفه له ځڼد پرته په سامرا کې له لوی پاڅون سره مخ شو چې له سلطنت څخه د محروم شوي المعتز په ګټه پاڅون و. پاڅون کوونکي د پوځ له خوا وځپل شول، خو دواړو لورو ته پام وړ تلفات واوښتل. المستعین له دې امله چې اندېښمن و المعتز یا الموئید به د خلافت دعوا وکړي، په پیل کې یې هڅه وکړه څو دواړه وپېري او بیا دوی بند ته واچوي. په ۸۶۶ زکال کې المعتز خپل د تره زوی المستعین د پنځمې فتنې پر مهال وواژه. په دې سره د المعتز د سلطنت دوره د خلافت د مرکزي ځواک د زوال او همدارنګه له مرکز څخه د تېښتې د لیدلوري د اوج ته رسېدو شاهده وه چې د عباسي خلافت دننه د خودمختاره لړیو رامنځته کېدو یې څرګندويي کوله. بالاخره د جولای میاشتې په نیمايي کې نوموړی وروسته له هغه له واکه لرې کړای شو چې وه یې نشو کولای د ترکي سرتېرو مالي غوښتنې پوره کړي. هغه په داسې ډول بندي او شکنجه شو چې له واکه له ګوښه کېدو درې ورځې وروسته د ۸۶۹ زکال د جولای په ۱۶مه ومړ. په ده پسې یې د تره زوی المهتدي واک ته ورسېد. هغه تر ۸۷۰ زکال پورې حکومت وکړ او د ۸۷۰ زکال د جون په ۲۱ مه ووژل شو؛ له ده وروسته یې د تره زوی المعتمد (واکمني: ۸۷۰ – ۸۹۲ زکال) ځای ناستی شو. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د عباسي لړۍ مخکښ غړي

سمول

لومړنۍ عباسي دوره (۷۵۰ – ۸۶۱ زکال)

سمول
  • ابوالعباس السفاح، د عباسي خلافت لومړنی خلیفه
  • ابو جعفر عبدالله بن محمد المنصور، دویم عباسي خلیفه[۹]
  • ابو عبدالله المهدي، دریم عباسي خلیفه (واکمني: اکتوبر ۷۵۵ زکال – ۲۴ جولای ۷۸۵ زکال) چې د عباسي خلافت تر ټولو اغېزمن خلیفه و. هغه په اسلامي خلافت کې د علومو او هنر ودې ته کار وکړ.
  • ابو محمد موسی بن المهدی الهادی، (واکمني: ۷۸۵ – ۷۸۶ زکال) عباسي خلیفه و چې د خپلو خلکو سره یې ډېر غوره چلن درلود او خپلو وګړو ته یې اجازه ورکړې وه د بغداد په ماڼۍ کې له ده سره وګوري او ورته لارښوونې وکړي. له همدې امله نوموړی روڼ آندی واکمن بلل کیږي.
  • هارون الرشید، پنځم عباسي خلیفه (واکمني: ۷۸۶ – ۸۰۹ زکال)؛ د هغه د واکمنۍ دوره د اسلامي طلایې دورې د اوج مهال بلل کېږي. هغه په بغداد کې د بیت الحکمه په نامه افسانوي کتابتون تاسیس کړ او د حکومتولۍ پر مهال یې بغداد د علم، کلتور او سوداګرۍ د نړیوال مرکز په توګه راڅرګند شو.
  • الامین، (واکمني: ۸۰۹ – ۸۱۳ زکال) شپږم عباسي خلیفه و چې د هارون الرشید او د هغه د مېرمنې زبیدې زوی و.
  • المامون، (واکمني: ۸۱۳ – ۸۳۳ زکال) تحصیل یافته عباسي خلیفه و چې له علومو سره یې پام وړ مینه لرله، هغه د ژباړې د خوځښت ملاتړ وکړ او همدارنګه ستورپوه و.
  • المعتصم، (واکمني: ۸۳۳ – ۸۴۲ زکال) د هنر ملاتړی عباسي خلیفه او همدارنګه پیاوړی پوځي قومندان و.
  • الواثق، (واکمني: ۸۴۲ – ۸۴۷ زکال) تحصیل یافته عباسي خلیفه و چې له علومو سره یې پرېمانه مینه لرله.
  • المتوکل، (واکمني: ۸۴۷ – ۸۶۱ زکال) لسم عباسي خلیفه و چې د حکومتولۍ پر مهال یې د عباسي خلافت قلمرو اوج ته ورسېد.

منځنۍ عباسي دوره (۸۶۱ – ۹۳۶ زکال)

سمول
  • المعتمد، له ۸۷۱ زکال څخه تر ۸۹۲ زکال پورې عباسي خلیفه و.
    • طلحه الموفق د عباسیانو پوځي مشر او همدارنګه د خلیفه المعتمد پلار و.
  • المقتدر، اتلسم عباسي خلیفه و چې له ۹۰۸ زکال څخه یې تر ۹۳۲ زکال پورې واکمني وکړه.
  • الراضي، له ۹۳۶ زکال څخه تر ۹۴۰ زکال پورې عباسي خلیفه و.

وروستۍ عباسي دوره (۹۳۶ – ۱۲۵۸ زکال)

سمول
  • القادر د عباسي خلافت د وروستۍ دورې تر ټولو اغېزمن خلیفه و.
    • محمد ابن القایم، په ۱۱مه پېړۍ کې عباسي شهزاده و چې د القایم زوی او د المقتدي پلار و.
  • المقتفي، له ۱۱۳۶ زکال څخه یې تر ۱۱۶۰ زکال پورې واکمني وکړه.[۱۰][۱۱]
  • المعتصم بالله، د بغداد وروستی عباسي خلیفه و.

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Hoiberg 2010، م. 10.
  2. Bosworth, "al-Muntasir," p. 583
  3. Kennedy, 266-68
  4. Gordon, pp. 88-91
  5. Bosworth, "Muntasir," p. 583
  6. Saliba (1985) pp. 6-7
  7. Zetterstéen او Bosworth 1993، مم. 476–477.
  8. Bosworth 1993، م. 794.
  9. Axworthy, Michael (2008). A History of Iran. Basic Books. p. 81. ISBN 978-0-465-00888-9. خوندي شوی له the original on 2016-03-07. بياځلي په 2015-08-08.
  10. Hanne, Eric J. (2007). Putting the Caliph in His Place: Power, Authority, and the Late Abbasid Caliphate. Fairleigh Dickinson University Press. p. 204. ISBN 978-0-8386-4113-2.
  11. El-Hibri, Tayeb (2021-04-22). The Abbasid Caliphate: A History (in انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-1-107-18324-7.