د ظالمو پاچایانو په وړاندې د پاڅون شرعی حکم :

دظالموپاچایانوپه وړاندې پاڅون شرعی حکم  : سمول

 

ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی

پدې فصل کې به ان شاء الله هغه حالات ذکرکړوچې دغه امیردعدالت دحد څخه وځي اګرکه دغه وتل د فسق له سببه وي چې عدالت ته زیان رسوي اویاهم دکفرله سببه وي چې اصل عدالت ته زیان رسوي .

علماء کرام د هغه امیر دحکم په هکله چې فسق ترې وتلئ وي او عدالت ته یي زیان رسوي اختلاف لري خو پدې سره داسلام دحدودوڅخه نه وځي .

1- یوې ډلې دهغه امیرپه ضد چې په مطلق ډول فاسق یاظالم وي ، د پاڅون کولوجوازورکړي ترڅوپه هغه دلائلوعمل وشي چې دامربالمعروف اونهی عن المنکرواجبیدل بیانوي اودظلم په مقابل کې چُپوالۍ حرام بولي، او هغه مبارک احادیث چې د الله جل جلاله داطاعت څخه پرته دبل چا دخبرې اوریدل او دهغه اطاعت په کې نشته چې په څرګند ډول بیان شوی دی او ځینې احادیث مخکې هم یادشول او دلته به ان شاء الله هغه واضح دلائل دعلماؤ دمفصلودلائلوسره یوځای ذکر کړوچې دغه ډلې دامام د پاڅون په جوازترې اخستئ .

2- بله ډله بیا دظالم او فاسق امیر په ضد پاڅون په مطلق ډول حرام بولي ځکه چې بی ګناه وینې په کې توئیږي او فتنه راوړالیږي، اوله دې سببه چې دظالمواو فاسقوامیرانودظلم په مقابل کې د صبر او زغم په اړه راغلي دي ، اوزیاتره دلائل مخکې تیر شوي ځکه زیاتره هغه خلک چې ددې ډول ظالمواو فاسقو امیرانو په ضد یې پاڅون کړی پدې ندي توانیدلي چې موجوده بدی او منکرتغیرکړي اوحالات ښه لوري ته پرمخ بوځي ، دهمدې پاڅون په سبب ظالموامیرانودخلکوکورونه،مالونه او عزت یې پامال کړی ، چوراوچپاول یې ځانونوته روابللی دی .

3- دریمې ډلې یو وسط او میانه نظر وړاندې کړی چې دابه ان شاء الله د شرعي دلائلوراټولوونکی او صحیح نظرڅښتن وي او هغه داچې : دظالمو امیرانوپه ضد پاڅون دعلماء کرامو،دخلکود مشرانو،دحکمت،پوهې او تجربې دڅښتنانوترڅیړنې لاندې نیول کیږې،که چیرې دهغو امیرانوپه ضدچې ظلم یې انتهاء ته رسیدلۍ وي اودپاڅون په صورت کې کومه فتنه اولوی فسادنه رامنځته کیږي تردې چې دظلم اوتجاوزپه مقابل کې صبروشي نو په مسلمانانوددغه ظلم دفع کول لازم دي او په ضدیې پاڅون واجبیږې،اوکه چیرې دپاڅون په درشل کې ددوی په آنداوپه زیات ګومان سره دهغه په ظلم سره د صبر کولو په عوض لوی فساد او عظیمه فتنه منځته راځي نوپدې صورت کې پاڅون جوازنلري داځکه چې دپاڅون په نتیجه کې داسې یوه فتنه رامنځته کیږي چې زیان يې عاموخلکوته رسیږي او داسې وضع منځته راځي چې دغه ظالم امیردټولوهغوپاڅون کوونکواوڅوک چې ورسره ذهناموافق وي،اویاپدې سره راضي وي اګرکه عملا په پاڅون کې ورسره شریک نه وي غج او انتقام اخلي اوداددوولویوبدیواو شرپه صبرسرهدفع کول دي ځکه چې ددې ظالم په مقابل کې دصبرتکلیف نسبتاًلږوي .

دنصوصودجَمعې اوراټولولوسره په هردلیل باندې پخپل مناسب ځای کې عمل کیدئ شي،نوپه هغو دلائلوسره عمل کیدئ شي دامیردظلم په مقابل کې صبراوزغم لازموي نو په هغه نصوصوکې چې دزغم په کولوسره امرکوي ، اوددې په مقابل کې که پاڅون کوونکي په غالب ګومان سره د منکرپه تغیراودوضعې په ښه والي توانیږي نوبیاپه همدې نصوصواو دلائلوعمل کړل کیږي.

پدې تفصیل او بیان سره چې پدې مسأله کې خنډله منځه ځي او دلائل سره غونډیږي پدې سره هیچاته روا ندي چې ووایي په مطلق ډول صبر کول اویاهم انقلاب جوړول دحل لارده .

ځکه چې دهغه چاچې دظالموامیرانودظلم اوتیري په مقابل کې په مطلق ډول د صبرکولوپه نظردي پدې سره هغه ډیردلائل چې د ظالموولسواکانوپه مقابل کې دجهادامرکوي له منځه ځي،اوهمدارنګه څوک چې په مطلق ډول دهغوئ په مقابل کې پاڅون کول واجب بولي نو هغه دلائل له منځه ځي چې دظالموامیرانودظلم او تیري په مقابل کې د صبراو زغم امرکوي اګر که دغه ظالموامیرانو په شاووهل او مال یې ترې واخست بیابه هم انقلاب ته نه وردانګي کوي،ځینې دغه دلائل مو وړاندي ذکرکړیدي ، تفصیل ددواړونظرونوترمنځ وسط او برابر نظردی ... الله جل جلاله پرې ډیرښه پوهیږي .ځینوعلماء کرامودظالموپاچایانوپه مقابل کې پاڅون په مطلق ډول د منع کولوپه اړه اجماع نقل کړیده خودامنع پدې سره اخستل کیږي چې پدې پاڅون سره به مسلمانان په لویه فتنه او شرکې ولویږي اودجګړواو بې ځایه وینې تویدوڅخه به بل څه سوغات او تحفه رانه وړي سره ددې چې ځینوعلماء کرامودغه اجماع ماته کړی هم ده .

دظالموپاچانوپه مقابل کې دپاڅون په اړه تفصیل : سمول

لومړی نظر: ځینې علماء کرامو ویلي چې د توان په وخت کې د ظالمو پاچایانو په مقابل کې په مطلق ډول پاڅون کول روادي ، ځکه چې په ډیروشرعي دلائلو کې داثابت شوی چې د منکرتغیراو له منځه وړل واجب او دظالمواو فاسقوپه مقابل کې چپوالۍ اوسکوت حرام دی او الله جل جلاله هرهغه چاته سزاورکړې منکرته حاضرشي او هغه بد ونه بولي اګر که دا شخص د منکرکوونکی وي ، یاپدې عمل سره راضي او خوښ وي له دغه دلائلوڅخه دادي:

الله جل جلاله فرمایلې دي : وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿25﴾ [1]

ژباړه : - او ځان وساتئ دهغې فتنې نه ، چې نه رسیږي ، هغه کسانو ته ، چې ظلم یې کړئ وي ، ستاسو نه ، خاص ، او پوه شئ ، چې بیشکه الله ، سخت عذاب ورکوونکئ دی .

دغه آیت شریف پدې سره دلیل دی چې دګناه او ظلم په سبب سزاورکول یواځې په فاعل پورې نه خلاصه کیږي بلکې هغه شخص ته هم سزا ورکیږي چې چُپ او غلی وي او ددې سره سره بیاهم منکراو بدي له منځه نه وړي .

امام قرطبي رحمت الله علیه ددې مبارک آیت په تفسیر کې ویلي دي چې زموږ علماء کراموویلي : کله چې فتنه عامه شي نو ټول هلاک کیږي اوداکار دګناهونودڅرګندیدودمنکرخپریدواودهغه دنه تغیریدوله امله رامنځته کیږي ...تردې چې ویې ویل : کله چې خلک منکر او بدي په څرګندډول ترسره کوي نوپه هرهغه چاچې دغه منکرویني فرض اولازم دي چې تغیر ورکړی نودغه شخص ترې غلۍشي ټول ګناه کار دي ځکه چې دغه کار پخپله کړنه او خپله خوښه کوي یقیناً الله جل جلاله پخپل حکم او حکمت سره د منکرکړونکۍ اوپه هغه سره راضي شخص یوشانته ګرځولۍ او په عذاب ورکولوکې يې سره سم کړي دي .[2]

امام ابن حجررحمت الله علیه د ابن عمر رضی الله عنهمادحدیث په شرحه کې چې په مرفوع ډول یې روایت کړی دی وایي : کله چې الله جل جلاله په کوم قوم عذاب راولي نوټولوته رسیږي بیادقیامت په ورځ هرڅوک دخپل عمل او کړنې سره سم ژوندکیږي، داحدیث شریف امام بخاری رحمت الله علیه امام مسلم رحمت الله علیه امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام ابویعلی رحمت الله علیه ، اوامام خطیب رحمت الله علیه په تاریخ بغدادکې روایت کړی دی .

حافظ رحمت الله علیه وایي : له دې څخه دکافرانو اوظالمانو څخه تښتیدل رواکیږي ځکه چې له دوی سره اوسیدل خپل ځان په هلاکت او تباهی کې اچول دي ، ‌پداسې حال کې چې له کفاروسره مرسته ونکړي اوددوی په کړنوسره راضي هم نه وي که له کفاروسره مرسته وکړي او پرې راضي شي نو دغه خلک هم له دې ډلې څخه شمیرل کیږي

،[3]

دابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې ویلې دي : الله جل جلاله مؤمنانوته امرکړی چې پخپلومنځونوکې په منکراوبدی خوښ نشي اوهغه ونه مني که داکاریی وکړنوالله جل جلاله به په دوی عام عذاب راولي اوهمدرنګه په یقینې ډول پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : کله چې خلکوظالم ولیداودهغه لاس یې دظلم څخه بند نکړنږدې وه چې الله جل جلاله دخپل لوري څخه په ټولوعذاب راولي ،

داحدیث شریف امام ابوداود ، امام ترمذی رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه د ابوبکره رضی الله عنه څخه روایت کړی او سندیی صحیح دی .

دهغوبنی اسرائیلوپه کیسه کې چې دشنبې دورځې د کبانودښکارڅخه منع کړل شوي وه راغلي دي: چې الله جل جلاله هغه ډله چې ګناهکاران یې د خپلې سرکشی څخه منع کول وژغورله او نوروباندې یې خپل عذاب راوست الله جل جلاله فرمایلې دي : واَسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لاَ يَسْبِتُونَ لاَ تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿163﴾ وَإِذَ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُواْ مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿164﴾ فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ ﴿165﴾  فَلَمَّا عَتَوْاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿166﴾ [4]

ژباړه : - او تپوس وکړه دهغوئ نه ، د حال دکلي ، هغه کلي ، چې وو ، په غاړه ، د سمندر ، کله چې دحد نه واوړیدل هغوئ ، په ورځ دشنبې ، کله چې ، راتلل به هغوئ ته ، کبان دهغوئ ، په ورځ د شنبې دهغوئ ، د اوبو سرته ، او په هغه ورځ کې ، چې داخل به نه وو هغوئ په شنبې کې ، نو نه به راتلل هغوئ ته ، آزمایو موږ هغوئ ، په سبب دهغې ، چې وو هغوئ ، چې نافرماني به یې کوله / او هرکله چې ، وویل یوې ډلې ، دهغوئ نه ، ولې ، نصیحت کوئ تاسو ، هغه قوم ته ، چې الله ، هلاک کوونکئ دهغوئ دی یا عذابوونکئ دهغوی دی ، په عذاب ،سخت سره ، او ویل هغوی ، دپاره دعذر رب ستاسو ته وښائی چې هغوئ ، ویریږي / پس کله چې ، هیرکړو هغوئ ، هغه ، چې نصیحت شوی هغوئ ته ، په هغې سره ، نو خلاص کړل موږه ، هغه کسان ، چې منع کول خلک ، دبدئ نه ، او ونیول موږ هغه کسان ، چې ظلم یې کړی وه ، په  عذاب ،  سخت سره ، په سبب دهغې ، چې وو هغوئ ، چې نافرمانې به یې کوله .

پدې مبارک آیت کې ذکرشوچې الله جل جلاله هغه خلک هلاک کړل چې دده دحدودواونواهیوڅخه یې تجاوزوکړبیزوګان او خنزیران یې کړل ، اوهغه ډله چې دغه ظالمان یې دبدی او ګناه څخه منع کول نجات ورکړاوویې ژغورل اوقرآن کریم ددریمې ډلې دانجام څخه چُپ پاتې شوی یاددوی دحقارت اوذلت له سببه لکه څنګه چې علماءکرامویوې ډلې هم داذکرکړی چې دغه خلک دګناهکارانوسره یوځای هلاک شول .

[5]

کوم چې دغه معنی تائیدوي دنعمان بن بشیر رضی الله عنه حدیث شریف دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي : مثال دهغه چاچې د الله جل جلاله دحدودوپلې کوونکي وي او دهغه چاچې د الله جل جلاله د حدودو څخه مخ ګرځوونکي وي دهغوخلکوپه څیردي چې یوه کیښتۍترلاسه کړي ځینوته یې دپچې (قرعې) په واسطه پورتنۍبرخه او ځینې نوروته یې بیاښکتنۍ برخه ورسیږي نوهغه خلک چې د کیښتۍ په ښکته برخه کې وي کله چې اوبه راوړي نوپه پاسنیوخلکوتیریږي اوبیااوبه را اخلي نوداخلک وایي : که چیرې موپه خپله ښکتنۍ برخه کې سوری کړی وای اوبه به مواخستې اوپاسنیوخلکوته به موکوم تکلیف نه رساوه که چیرې داخلک پریږدي ترڅوخپل عزم ترسره کړي نوټول به هلاک شي اوکه هغوی منع کړی اولاسونه یې ونیسي پخپله به هم نجات ومومي او ټول به دهلاکت څخه وژغورل شي .

داحدیث شریف امام بخاري رحمت الله علیه،امام ترمذي رحمت الله علیه، امام احمد رحمت الله علیه ،امام بیهقي رحمت الله علیه اوامام بزاررحمت الله علیه روایت کړی دی .

دحذیفه بن الیمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : زما دپه هغه ذات سوګندوي چې زمانفس (روح) یې دهغه په بلاکیف لاس کې ده حتماًبه په معروف اونیکۍسره امرکوي،اوخامخابه له بدۍڅخه منع کوي که داسې ونکړي نونږدې ده چې الله جل جلاله به دخپل لوري څخه پرتاسې عذاب راولیږي بیابه خامخادعاکوۍاوهغه به درڅخه نه قبلیږي .[6]

داحدیث شریف امام ترمذي رحمت الله علیه،امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ،امام بیهقی رحمت الله علیه ، امام ابن ابی شیبه رحمت الله علیه،امام ابویعلی رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه اوامام بزاررحمت الله علیه روایت کړی دی ، اوامام ترمذي رحمت الله علیه ویلي دي : داحدیث حسن دی .

په یقیني ډول الله جل جلاله امربالمعروف او نهی عن المنکر دمسلمانانو دخاصو او ځانګړو صفاتو او دا یې هغه لوی او عظیم صفت دی چې پدې سره دمنافقانو څخه جلاکیږي، ځکه چې الله جل جلاله دمؤمنانو په وصف او څرنګوالې کې فرمایلي دي : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ  ....﴿71﴾ [7]

ژباړه : - او مومنان سړي ، او مومنانې ښځې ، ځینې ددوئ ، دوستان دي دځینو ، حکم کوي دوئ ، په نیکۍ سره ، او منع کوي ، د بدۍ نه .

اودالله جل جلاله دمنافقانوپه څرنګوالي اووصف کې فرمایلي دي : الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ .. ﴿67﴾ [8]

ژباړه : - منافقان سړي ، او منافقانې ښځې ، ځینې د دوئ ، د ځینو نه دي ، حکم کوي دوئ ، په بدۍ باندې ، او منع کوي ، د نیکۍ نه ، اومنع ساتي دوئ ، لاسونه خپل .

اوبیشکه الله جل جلاله بیان کړی چې د بني اسرائیلو دځینو زړونه یې په ځینو نورو باندې پدې سبب ووهل چې دوی امربالمعروف او نهی عن المنکریې پریښودل په یقیني ډول الله جل جلاله فرمایلې دي : لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ ﴿78﴾ كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ ﴿79﴾ [9]

ژباړه :- لعنت وویلئ شو ، په هغه کسانو ، چې د کفر لار یې خپله کړه ، د بنی اسرائیلو نه ، په ژ به د داؤد ، او دعیسي زوی د مریم ، دا ، پدې سبب وشو ، چې نافرمانې یې کړې وه او وه هغوئ چې زیاتۍ یې شروع کړی وو / وه هغوئ چې نه به یې منع کول یو بل ، د هغه بد کار نه ، چې کاوه به هغوئ هغه ډیر بد وه ، هغه کار ، چې کاوه به هغوئ .

پیغمبر صلی الله علیه وسلم دامربالمعروف او نهی عن المنکر پریښودل دتوان په وخت کې دآخرت څخه وداندې په دنیاکې دعذاب راتللو سبب ګرځولی دی ، که چیرې کوم انسان بل څوک د بدۍ اومنکر کولو په حالت کې ولیدل اوپرته له کوم عذرڅخه یې دهغه منکرمخنیوۍ ونګړدمنکر دکوونکي سره به سم سیده عذاب ورته رسیږي .

دعدي بن عمیررضی الله عنه څخه روایت دی وایي ماد پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې : الله جل جلاله عام وګړي دخاصو خلکوپه سبب نه په غذابوي تردې چې پخپلو منځونو کې منکرپه څرګنده وګورۍ اودوی ددې منکر دتغیر او له منځه وړلو توان هم لري ،ولې انکاریې نه کوي او له منځه یې نه وړي کله چې دا کار وکړي نو الله جل جلاله عام او خاص ټول په عذابوي .

داحدیث شریف امام احمد پخپل مسند کې روایت کړی دی ، حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : سند یې حسن دی .

داحدیث دامام ابوداؤدرحمت الله علیه سره دعدي رضی الله عنه دورورعرس بن عمیره رضی الله عنه له احادیثوڅخه دی ، اوددې لپاره دامام احمد اونوروسره دحذیفه ،جریراونوروصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین څخه شواهد موجوددي، امام هیثمي رحمت الله علیه په مجمع الزوائد کې ویلي دي : داحدیث امام احمد رحمت الله علیه له دوه لارو( سندونو) څخه او امام طبراني رحمت الله علیه هم روایت کړی دی پدې کې یوراوي نوم په ډاګه شوی نه دی ( مجهول دی ) او نورروات یې ثقه دي .

دابوسعیدخدري رضی الله عنه څخه روایت دۍ چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:چاچې له ستاسې څخه کوم منکراوبدڅیزولیدنوحتماًدهغه په لاس منع کړي اوکه په لاس سره یې منع کولاۍنشي بیادپه ژبه سره منع کړي اوکه په ژبه سره هم نشي کولاۍ بیایې دپه زړه سره بد وګڼي او دادزړه مرتبه دایمان ډیره ښکته مرتبه ده .

داحدیث شریف امام مسلم رحمت الله علیه دابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت کړۍ دی او همدارنګه امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام ترمذی رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام نسائی رحمت الله علیه او امام ابن ماجه رحمت الله علیه روایت کړی دی.

دحضرت أم سلمة رضی الله عنها( دپیغمبرصلی الله علیه وسلم میرمن) څخه او هغې دپیغبمرصلی الله علیه څخه روایت کړی چې فرمایلي یې دي : پرتاسې به امیران او مشران مقرریږي چې ځینې اعمال او کړه یې ښه وي او ځینې نوربه بدوي چاچې ددوۍ دغه بد اعمال بد وګڼل دهغوۍد ګناه اوبدۍ څخه په امان شو،اوچاچې وکولای شو ددوۍدغه بداعمال په ژبه بد وبولي په یقیني ډول ددوئ سره د ګډون دګناه څخه سالم او په امن پاتې شو،مګرهغه څوک چې په زړه سره ددوئ په بدواعمالوراضي شول اوپدې کې یې ددوۍ پیروي وکړه نوهمدغه په ګناه کې ورسره شریک شو، صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل : اې دالله رسوله !آیاله دوئ سره جګړه ونه کړو؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه ترهغې جګړه ورسره مه کوئ ترڅویې چې لمونځ قایم کاوه یعني : چاچې ددوئ دغه بد اعمال په زړه بد وګڼل اودهغوئ انکاریې په زړه سره وکړ.

داحدیث شریف امام مسلم رحمت الله علیه ،امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام ترمذی رحمت الله علیه اونورو روایت کړی دی.

اوهمدارنګه دابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دۍ چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : زردۍ چې داسې ولس مشران راشي چې ځینې کړه وړه به یې خوښوئ او ځینې نوربه یې بد ګڼئ چاچې دهغوۍ دمتابعت پریښودوژغورل شو، اوچاچې ځان ترې پرډډه کړدګناه څخه یې په امان پاتې شو،او څوک چې ورسره ګډ شوتباه شو . داحدیث شریف امام طبراني رحمت الله علیه ، او امام ابن ابی شیبه ر حمت الله علیه په صحیح سند سره روایت کړئ دۍ.

دغه دلیلونه اوکوم چې ددې په معنی سره راغلي دي هغوخلکودلیل پرې نیولئ دۍ چې په مطلق ډول دظالم امیر په ضدپاڅون واجب بولي .

له همدې امله ابومحمدابن حزم رحمت الله علیه ویلي دي : ټول اسلامي امت په اتفاق سره پرته له هیڅ یومخالف نه دامربالمعروف او نهی عن المنکرعمل واجب بولي ځکه چې الله جل جلاله فرمایلي دي : وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿104﴾ [10]

ژباړه :-او ضرور د وي ، په تاسو کې ، یوه ډله ، چې رابولي ( خلک ) ، نیکئ ته ، او حکم کوي ، د نیکئ ، او منع کول کوي ، د بدئ نه ، اود غصې خلک ، خاص هغوئ ، خلاصئ موندونکي دي .

بیاددې عظیم مسؤلیت او دندې دکیفیت په اړه سره مختلف شول چې :

ځینې أهل سنت دپخوانیوصحابه کرامورضی الله عنهم اوله هغوئ څخه راوروسته لکه : امام احمد ابن حنبل رحمت الله علیه اوداسې نورهم پدې نظر شول ، اوداد حضرت سعد بن أبی وقاص رضی الله عنه ، أسامة بن زید رضی الله عنهما ، ابن عمر رضی الله عنهما، محمد بن مسلمه رضی الله عنه او نورپدې نظر دي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه هدف ا وغرض یواځې په زړه سره دئ او که وتوانیږي په ژبه سره یې هم کولای شي اوپه لاس سره د تورې دایستلواودوسلې درااخستلوڅخه پرته اصلاًکیدئ نشي ، همدادأبوبکرابن کیسان الاصم نظردئ اوپدې سره ټول روافض هم دي دوئ وایي : اګرکه ټول هم ووژل شي ، مګر دوئ داکارپه هغه وخت کې کوي چې «ناطق» راښکاره شي نوکله چې ناطق څرګندشي بیا دتورو ویستل واجبیږي اوکه نه نوبیا دکار نشي کیدی .

مګر اهل سنت پدې کې عثمان رضی الله عنه خپل پیشوا نیسي اوهغه صحابه کرام چې ذکر موکړل اوله دوئ څخه هغه څوک چې پدې حالت ناسته ښه بولي مګر داهل سنتو څخه ددې نظرټول څښتنان دهغه امیرپه وړاندې دانظر لري عادل نه وي که چیرې امیر عادل وي اوکوم فاسق یې په مقابل کې پاڅون وکړي نوبیاامام په ملتیاپرته له کوم اختلاف څخه دتوروایستل واجبیږي.

دعبد الله بن عمررضی الله عنهما څخه یې داروایت کړئ چې دچادپوښتنې په ځواب کې یې وویل :زه نه پوهیږم چې باغي ډله کومه ده که پوهیدئ نودهغې دوژلولپاره به نه ته او نه بل څوک راڅخه وړاندې شوي وای له همدې څخه پرته بل څه په دې صحابه کرامودبل څه ګومان نشي کیدی.

دأهل سنتو ځینې ډلې ، ټول معتزله ، ټول خوارج اوزیدیه پدې نظر دي چې دامربالمعروف او نهی عن المنکردپلي کیدولپاره دتورو ویستل واجب دي، په هغه صورت کې چې پرته له دې څخه په بل څه نه ترسره کیږي ، دوی ویلي دي : که چیرې دحق څښتنان یوه داسې ډله وي چې خپله دفاع کولای شي اودبریالیتوب څخه ناهیلي نه وي نوپدوی سره دغه کارفرضیږي، اوکه شمیریې لږوي چې ددوی دکموالي اوناتوانۍ له سببه یې دبریالیتوب هیله نه کیده نوبیادصحابه کرامو : ام المؤمنین عائشی رضی الله عنها ، طلحه رضی الله عنه ، زبیر رضی الله عنه او ټول هغه صحابه کرام چې له دوی سره وه اوهمدارنګه د معاویه رضی الله عنه، عمرو رضی الله عنه ، نعمان بن بشیر رضی الله عنه اونورهغه صحابه کرام چې له دوی سره وه هم پدی نظردي چې بایدپدې حالت کې دمنکر تغیراوله منځه وړل یې په لاس سره ترسره نشي ، همدا دعلی رضی الله عنه او هغو صحابه کراموچې ورسره وه همدانظردی ، اوهمدارنګه دعبد الله بن زبیر رضی الله عنه ، محمد ، حسن بن علی رضی الله عنه اونوروټولومهاجرینواو انصاروصحابه کراموچې په یوم الحرة کې موجودوه همدغه نظر لري .

اوداقول دهغوخلکوهم دئ چې د فاسق حجاج بن یوسف په ضد راپاڅیدلي وه او چاچې دپاڅون کوونکومرسته کړې وه ، له صحابه کراموڅخه : أنس بن مالک رضی الله عنه اوټول هغه قدرمن اشخاص چې یادموکړل اوهغه عزتمن تابعین لکه : عبدالرحمن بن أبی لیلی رحمت الله علیه، سعیدبن جبیررحمت الله علیه ، ابن البحتری الطائی رحمت الله علیه ،عطاء السلمی الازدي ، حسن بصري رحمت الله علیه ، مالک بن دیناررحمت الله علیه ، مسلم بن بشاررحمت الله علیه ، ابوالحوراءرحمت الله علیه ، شعبی رحمت الله علیه ، عبدالله بن غالب رحمت الله علیه ، عقبه بن عبد الغافررحمت الله علیه ، عقبه بن صهبان رحمت الله علیه ، ماهان ، مطرف بن مغیره بن شعبه رحمت الله علیه ، ابوالمعد رحمت الله علیه ، حنظله بن عبد الله رحمت الله علیه ، ابوالسح الهنائی رحمت الله علیه ، طلق بن حبیب رحمت الله علیه ، مطرف بن عبد الله بن سخیررحمت الله علیه ، نصربن انس رحمت الله علیه ، عطاء بن سائب رحمت الله علیه ، ابراهیم بن یزید التیمی رحمت الله علیه ، ابوالحوساء رحمت الله علیه ، اوجبله بن زحر رحمت الله علیه اوداسې نور.

له دوئ څخه وروسته داتباع التابعینواونوروقدرمنوڅخه لکه : عبدالله بن عبد العزیزبن عبدالله بن عمررحمت الله علیه ، عبدالله بن عمر رحمت الله علیه ، محمدبن عجلان رحمت الله علیه اوهغه کسان چې دمحمد بن عبدالله بن حسن رحمت الله علیه ، هاشم بن بشر رحمت الله ، اومطررحمت الله علیه په ملتیاسره یې پاڅون کړی وه اوهغه خلک چې دابراهیم بن عبدالله سره ویستل شوي وه ، اوداهغه نظر دی چې دفقهاؤ اقوال هم پرې دلالت کوي لکه : امام ابوحنیفه رحمت الله علیه ، حسن بن حیی رحمت الله علیه ، شریک رحمت الله علیه ، امام مالک رحمت الله علیه ، امام شافعی رحمت الله علیه ، داؤد رحمت الله علیه او ملګري یې ، دغه ټول اشخاص چې یادموکړل که پخوانې دي اوکه اوسني یایې پخپله فتوی کې ددې نظرویونکي دي اویاهم په عملي ډول دتورې په ویستلوسره یې دمنکردلیدلوپه صورت کې دهغه دتغیرپه منظوروردانګلي دي

امام ابومحمد رحمت الله علیه ویلې دي : یادې شوې ډلې لومړۍ په احادیثو دلیل نیولئ دۍ چې له هغه څخه : صحابه کرامو وویل : اې دالله جل جلاله رسوله ! آیا جګړه ورسره وکړو ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه ، ترهغه چې لمونځونه یې قائمول .

په ځینو احادیثوکې راغلي دي چې : ترهغه جګړه ورسره مه کوئ چې ترڅومو پخپل منځ کې ډاګیز کفر ترې لیدۍ نه وي چې په هغه کې د الله جل جلاله له پلوه دلیل او حجت موجود نه وي .

او په ځینو نورو الفاظو کې بیا راغلي دي : چې په صبر کولو سره یی توصیه کوئ او واجب ئې بولئ ، او وایي اګر که یې یو له موږ څخه په شا وواهه او مال ئې ترې واخست .

او په ځینو روایاتو کې دي : که ویریدی چې د تورې برښنا د بیدار او ویښ نکړي ، نو په مخ د درخت ټوټه واچوه او ووایه زه غواړم چې زما او خپله ګناه د دواړه ترغاړه شي ( پرتابارشي ) او ددوزخیانو څخه شي .

په ځینو روایاتو کې دي : د الله جل جلاله وژل شوۍ بنده شه او دالله جل جلاله قاتل بنده مه کیږه .

دغه حدیث شریف امام طبراني رحمت الله علیه دشهر بن حوشب او هغه له جندب بن سفیان څخه روایت کړئ دئ او دحدیث شریف په آځر کې راغلي دي : د الله جل جلاله مقتول بنده شه .

او دخباب رضی الله عنه په حدیث کې همداسې ذکر شوي او په کې زیاته شوې چې : د الله جل جلاله قاتل بنده مه کیږه .

او همدارنګه امام احمد رحمت الله علیه ، امام حاکم رحمت الله علیه ، او امام طبراني رحمت الله علیه دحماد بن سلمه رحمت الله علیه او هغه له علی بن زید او هغه له ابو عثمان څخه او هغه له خالد بن عرفطه څخه پدې لفظ روایت کړئ چې : زردۍ چې ما څخه وروسته به فتنې پیښې او اختلاف به منځته راشي که دوکولای شوای چې د الله جل جلاله مقتول بنده شي نه قاتل ، نو داکار ترسره کړه . په سند کې علی بن زید بن جدعان ضعیف دی، مګر ضعف یې جبیره شوی او د اعتماد وړ ګرځیدلئ دی ، دحذیفه رضی الله عنه د روایت په هکله حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلې دي : دحذیفه رضی الله عنه حدیث شریف داسې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فتنو په هکله فرمایلي دي : د الله جل جلاله مقتول بنده شه او دالله جل جلاله قاتل بنده مه کیږه .

ددغه حدیث اصل دحذیفه رضی الله عنه څخه نشته ، اګر که امام الحرمین رحمت الله علیه په نهایة کتاب کې صحیح بللئ دئ ، مګر حافظ ابن صلاح رحمت الله علیه تعقیب کړئ او ویلي یې دي : په معتمدو کتابونو کې مې و نه موند ، بدې فن کې دامام الحرمین قول د اعتبار وړ ندئ .

په ځینې آثارو کې راغلي دي : دآدم علیه السلام د غوره زامنو څخه شه یعني قابیل او هابیل .

دغه حدیث شریف امام احمد ر حمت الله علیه او امام ترمذی رحمت الله علیه د سعد بن وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې دعثمان رضی الله عنه د فتنې په مهال یې ویلي وه : پدې ګواهي ورکوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : په یقیني ډول چې وروسته به داسې حالت راشي چې ناست شخص به په هغه کې د ولاړ شخص څخه غوره او بهتر وي .

پدې حدیث کې دي چې : که ماته کورته را ننوځي او خپل لاس راته زما د وژنې لپاره را اوږد کړي ، ویې ویل : دآدم علیه السلام د ځوی په څیر شه ، امام احمد رحمت الله علیه د ابن عمر رضی الله عنهما د حدیث شریف څخه پدې لفظ روایت کړی چې : ستاسو څخه د کوم یو له دې کړنې څخه نه منع کوي چې څوک یې د مرګ لپاره ورته راشي او د آدم علیه السلام د ځوی په څیر عمل وکړي قاتل به په اورکې وي ، او مقتول به په جنت کې وي .

امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه او امام ابن حبان رحمت الله علیه د ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د فتنې په اړه فرمایلي دي : د فتنې په مهال خپلې لیندې او غشي مات کړئ او خپلې تورې په ډبرو ووهئ که چیرې ستاسې د کوم یو کورته څوک ورننوتل نو دآدم علیه السلام د غوره ځوئ عمل او کړنه ترسره کړئ ، داحدیث شریف امام قشیري رحمت الله علیه صحیح بللئ دئ .[11]

اود الله جل جلاله پدې فرمان سره یې دلیل نیولۍ دی چې : وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ ﴿27﴾ [12]  

ژباړه : - او ولوله ، په دوئ باندې قصه ، د دواړو زامنو، د آدم علیه السلام ، په حقه سره کله چې وکړه دواړو ، قرباني ، نو قبوله کړی شوه د یو د دې دواړو نه ، او قبوله نکړی شوه د، دبل نه ،  او ویل هغه ( قابیل) ، چې خامخا به زه قتل کړم تا او ویل ( هابیل ) ، چې بیشکه ، قبلوي الله ، د پرهیز ګارانونه .

امام ابو محمد رحمت الله علیه ویلي دي : پدې ټولو دلائلو او څیړ نه کې چې په آځره اندازه مو څیړلي دي کوم حجت او دلیل نلري ، کوم مو چې یو یو حدیث دهغه د سند او معنی سره یو ځای ذکر کړي او دلته هم ان شاء الله یوه بشپړه فقره ذکر کوو او د الله جل جلاله څخه مرسته او کومک غواړو . [13]

دامیر لخوا د مال اخستلو او دشا وهلو په وخت کې صبر کولو امر په یقیني ډول په هغه صورت کې منځته راځي چې امام دغه واګې په حقه سره ترلاسه کړي وي ، پدې حالت کې په یقیني ډول په موږ باندې د امیر په مقابل کې صبر کول فرض دي او که یې له دې څخه ممانعت وکړ ، بیایې د غاړې وهل هم لازم دي نو دغه شخص فاسق او د الله جل جلاله ګناه کاردی ، مګر که دغه په باطل سره وي نو د الله جل جلاله څخه پناه غواړو چې د الله جل جلاله رسول په باطل سره امرکوي ددې دلیل د الله جل جلاله دا فرمان دی چې : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿2﴾ [14]

ژباړه :- اومدد کوئ د یو بل سره په نیکئ سره او په تقوی کې او مه کوئ مدد د یو بل سره په ګناه ا وپه زیاتې کې او و ویریږئ د الله نه بیشکه الله ډیر سخت دی په عذاب کې .

په یقیني ډول پدې سره پوه یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول د الله جل جلاله د قول مخالف ندی ، الله جل جلاله فرمایي : وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى ﴿3﴾  إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ﴿4﴾ [15]

ژباړه : .او نه خبرې کوي د خواهش نه / ندی دا قرآن مګر وحې ده .

اوالله جل جلاله فرمایلي دي : ....... وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ﴿82﴾ [16]

ژباړه : او که چیرته وې دا قرآن کې د طرفه د غیر الله نه ، نو موندلي به وو دوی پدې کې اختلاف ډیر .

داصحیح خبرده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټول اقوال د الله جل جلاله له پلوه را لیږل شوي دي وحی ده پدې کې هیڅ تعارض ، اختلاف او تناقض نشته ، که چیرې دا همداسې وي نو پرته له کوم شک څخه ټول مسلمانان پدې پوهیږي چې دمسلمان یاذمي مال په ناحقه سره اخستل یائې په ناحقه وهل ګناه ده ، تیرۍ دی اوحرام دي . پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : بیشکه ستاسو وینې ، ستاسو مالونه او ستاسې پت حرام دی .

داحدیث امام بخاري رحمت الله علیه ، امام مسلم رحمت الله علیه ، امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام بیهقی رحمت الله علیه ، امام ابوعوانه رحمت الله علیه ، امام دارمي رحمت الله علیه ، امام بزار رحمت الله علیه اوامام طبراني رحمت الله علیه روایت کړۍ دی .

نوپدې شک نشته او هیڅ یو مسلمان هم پدې کې اختلاف نلري چې په ظلم د مسلمان مال اخستل او هغه وهل پداسې حال کې چې ددفع کیدو توان ئې هم ولري نو په څه سبب سره په ګناه او تیري باندې د ظالم مرستندوۍ شو ؟ دغه کار د قرآن کریم په نص سره حرام دی .

او کوم احادیث اود آدم علیه السلام د زامنو کیسه مو چې یاده کړه هیڅ کوم دلیل او حجت په کې نشته ، دآدم علیه السلام د زامنو کیسه زموږ د شریعت څخه پرته په بل شریعت کې ده ، الله جل جلاله فرمایلي دي : لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ........... ﴿48﴾ [17]

ژباړه :. مقرر کړې دي موږ دهر یو دپاره ستاسو نه یو شریعت او یوه لاره د عمل .

هغه شریعت چې زموږ څخه وړاندې دی دامطلب دی چې : هغه مخکیني احکام چې الله جل جلاله د تیرشوو امتونو لپاره رالیږلي وه او دعلماء کرامو ترمنځ پدې کې اختلاف نشته چې وړاندینۍ شریعت زموږشریعت دی خوچې دهغه د وجوب، صحت او منلود اعتراف لپاره څه راغلي دي او پدې کې هم اختلاف نشته چې مخکینۍ شریعت زموږ شریعت په هغه صورت کې ندی چې په مخالفت کې يې څه راغلي وي ، مګر دعلماء کرامو ترمنځ په هغه صورت کې اختلاف موجود دی چې د مخکینیوامتونولپاره شریعت راغلی وي ، خو زموږ په شریعت کې دهغه د صحت ، اعتبار اویا ابطال لپاره څه موجود نه وي یعني دهغه خبر له جملې څخه دی چې په اړه یې سکوت شوی وي ، مګر راجح قول دادی – والله اعلم ـ چې مخکینی شریعت زموږشریعت دی چې زموږ په شریعت کې هغه څه رانشي چې داعتبار نشتوالۍ یې بیانوي ځکه چې دسکوت سره یی په هغه سره حکایت کول چې داقرار او اعتبار لرلو له جملې څخه ګڼل کیږي . [18]

- احادیث دادي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحیح روایت نقل شوۍ چې : چاچې ستاسو څخه کوم منکر او بدکارولید نو حتماً هغه باید په لاس سره ئې تغیر کړي او مخه یی ونیسي او که دلاس توان یې نه در لود بیاد دامنکر په ژبه سره بند کړي او که داوس یی هم نه درلود بیا د دغه منکر سره په زړه نفرت پیدا کړي او همدا ضعیفه مرتبه دایمان ده چې له دې څخه وروسته دایمان څه نه پاتې کیږي .

بل حدیث د پیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه په صحیح ډول ثابت دی چې : د الله جل جلاله په نافرماني کولوکې اطاعت نشته بلکې اطاعت په طاعت کې ده .

په بل حدیث کې دي چې : یو ستاسې څخه د خبرې اوریدل او اطاعت ترهغه مهاله دی چې په ګناه یې امر ورته نه وي کړۍ که په ګناه یې امر ورته وکړ بیا نه د خبرې اوریدل شته او نه اطاعت .

پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : څوک چې دخپل څخه د دفاع په صورت کې مړ شي شهید دئ او څوک چې دغصب شوي شي د حصول په سبب مړ شي شهید دی . داحدیث شریف امام احمد رحمت الله علیه او امام طبراني رحمت الله علیه روایت کړی دی.

پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: خامخا به په نیکئ سره امرکوي او خامخا به له بدۍ څخه منع کوي او که دا کار ونه کړي نو یقیناً چې الله جل جلاله به مو له خپل پلو څخه ټول په عذاب کړي .

نوددې مبارکو احادیثو ظاهري بڼه داسې ده چې ځینې د نورو معارض واقع شوي نو صحیح او سمه خبره داده چې یوه جمله د بلې ناسخه ده اوبل څه امکان نلري نو دا واجب دي چې وکتل شي کوم یې ناسخ دی نو وموندل چې هغه احادیث چې د جګړې څخه ممانعت کوي هغه د اصل ( معهود) سره موافق او برابر دی کله چې دغه حالت پرته له کوم شک څخه د اسلام په لومړیو وختونو کې وه ، او دغه نور احادیث د اضافه حکم او شریعت په بڼه راغلي دي چې هغه جګړه ده او پدې کې هم کوم شک نشته ، نو د هغو احادیثو د معنی منسوخول اودحکم رفع کول یې صحیح وه کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم پردې نورو احادیثو تلفظ وکړ اوداکار هم یقیني دی نوداکار ناشونۍ او حرام کاردی چې منسوخ احادیث واخستلئ شي او عمل پرې وشي او ناسخ پریښودئ شي ، یعني شک واخستل شي او یقین پریښودل شي او چاچې دعوی وکړه چې دغه یادشوي احادیث لومړی ناسخ وه او بیا منسوخ شول نودا باطله دعوی ده او پرهغه څه ودرید چې نه پرې پوهیږي او په الله جل جلاله پورې یې هغه څه وتړل چې ورته معلوم ندي او داکار ناروا اوحرام دی او که دا صحیح وي نو الله جل جلاله به دغه حکم ددلیل او حجت څخه خالي کړی نه وای چې په هغه کې به یی د منسوخ راګرځیدل دناسخ په بڼه ښودلی وای ځکه چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایلي دي : تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ ... ﴿89﴾ [19]

ژباړه : چې وضاحت کوونکی دی د پاره د هر څیز .

بل دلیل دادی چې الله جل جلاله فرمایلي دي : وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ ...﴿9﴾ [20]

ژباړه : او که چیرې دوې ډلې د مومنانو نه و جنګیږي پس صلحه وکړئ په منځ دهغوئ دواړو کې پس که چیرې زیاتئ وکړ یو د  دواړ و نه ، په بله ډله باندې پس جنګ کوئ تاسې دهغې ډلې سره چې هغه ز یاتئ کوي تر دې پورې چې واپس راشي حکم د الله ته .

پدې کې هیڅ یومسلمان اختلاف نلري چې دغه مبارک آیت چې د یاغي ډلې وژل په کې راغلئ محکم دی او منسوخ ندی نوداصحیح خبره ده چې همدغه آیت د هغه مبارکو احادیثو لپاره محکم دی نوکوم چې ددغه مبارک آیت سره موافق اوبرابر وي هغه ثابت ناسخ دی او کوم چې ددې آیت شریف مخالف وي هغه منسوخ دی او حکم یې پورته شوی او عمل نه پرې کیږي ، یوې ډلې دادعوی هم کړې چې دغه مبارک آیت او احادیث د غلو ( ډاکوانو) په برخه کې راغلي نه دامیر او پاچا په هکله ، ددوی دغه دعوی یقیناً باطله ده ځکه چې دغه قول کوم دلیل او حجت نلري ، اوبل داچې په دغه احادیثوکې دعوی کوونکی عاجزوي له دې څخه چې ووایي : دغه احادیث د ځینې خلکوپه هکله راغلي او یاهم په خاص وخت کې ویلی شوي نو دعوی ددلیل څخه پرته نه صحیح کیږي او په دعوی سره د نصوصو خاص والی رواندی ځکه چې دا په الله جل جلاله باندې په ناپوهی سره څه تړل دی .

دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې یو پوښتونکي دهغه چاپه هکله چې په ناحقه یې مال اخلي پوښتنه وکړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : مال د مه ورکوه ، هغه وویل : که ووژلم ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : جګړه ورسره وکړه ، پوښتونکي وویل : که مې ووژلو؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه به دوزخ ته ځي ، بیاهغه سړي وویل: که زه یې ووژلم ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ته به جنت ته ځي .

لیکوال وایي : پدې لفظ سره مې داحدیث ونه موند ، مګر نور روایات په نورو الفاظو سره شته چې امام بخاري رحمت الله علیه په صحیح الجامع ، تاریخ کبیر او همداسې امام مسلم رحمت الله علیه ، امام ترمذی رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه او امام دارقطني رحمت الله علیه روایت کړی دی .

یایې پدې معنی سره حدیث فرمایلئ دی، په صحیح حدیث کې راغلي دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : مسلمان دبل مسلمان وروردی نه یې مال غلاکوي او نه ظلم پرې کوي ، اوهمدارنګه داثابت دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم په زکات کې فرمایلي دي : چاچې خپل حق بللو او غوښتنه یې وکړه هغه ته دورکړل شي او چاچې په ناحقه دهغه غوښتنه وکړه نو نه د ورکول کیږي .

داحدیث امام بخاري رحمت الله علیه دأنس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کړی چې کله یې بحرین ته لیږه نو ابوبکرالصدیق رضی الله عنه دغه لیک ورته ولیکه چې :

بسم الله الرحمن الرحیم ، دادزکات هغه حکم دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلمانانو باندې دهغه د ملکیت په صورت کې فرض کړی دی الله جل جلاله خپل پیغمبر ته ددې امر کړی دی ، چاچې د مسلمانانو څخه ددې غوښتنه وکړه او هغه یې مستحق وه نو ورد کړل شي او چاچې دهغه څخه د زیات څه غوښتنه وکړه نه د ورکول کیږي. الحدیث .

همدازنګه دا حدیث امام ابوداؤد رحمت الله علیه ، امام احمد رحمت الله ، امام ابن خزیمه رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، امام حاکم رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه ، اوامام بزار رحمت الله علیه روایت کړی دی .

داصحیح حدیث دی چې د ثقاتو دلیارې څخه مو دأنس رضی الله عنه څخه هغه د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه اوهغه بیا درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی ، داد هغه چا دا تأویل باطلوي چې د مال څخه ددفاع په سبب جګړه کول یواځې په غلو او داړه مارانو پورې ځانګړی کوي ځکه چې غله زکات نه غواړي بلکې امیر او پاچا یې غواړي نو یواځې په همده پورې تړاو نیسي که چیرې یې دخپل حق څخه زیات وغوښت نو تیرئ یې وکړ ، که چیرې د حق څښتنان یو موټئ وي نو باطل به هیڅکله قوت نه وه موندلۍ د الله جل جلاله څخه مرسته او کومک غواړو.

اوکوم یې چې دعثمان رضی الله عنه د کړنې په ارتباط اعتراض کړی نو هغه هیڅکله نه پوهیده چې وژل کیږي به ، بلکې هغه د لیده چې یواځې به دکلابندی کردار ترسره کوي او دوی هم دهغه مبارک شهادت نه غوښت او د عادل امیر لپاره دا تقاضانه وه بلکې دده ملتیا او دده ترقوماندې لاندې جګره کول یې فرض بلل نو دوی دعثمان رضی الله عنه په پیښه کی هیڅ دلیل نشته .

ځینوویلی: په پاڅون او انقلاب کې دحدودو څخه تیری ، دوینې توئیدل ، دمالونو لوټ کیدل ، بې پرده توب ، هرې سیمې ته ددوی لمن خپریدل ، نورو ددوی په ځواب کې وویل : هیڅکله داسې نده ځکه دهغه چالپاره چې په نیکئ امر کوي او له بدی څخه منع کوي دا جواز نلري چې څوک بې پردې کړي یاپه ناحقه دچا مال ته لاس واچوي یاهغه چاته ضررورسوي چې جګړه ورسره نه کوي ، نو کوم کار یې له دې څخه ترسره کړ ، نو ده هغه څه وکړل چې باید مخه یې نیولې وای ، مګر د بدو او ناوړه خلکو له پلوه د عامه وګړو وژل یا دهغوی مالونه لوټول یایې بې عزتي کول دا ټول هغه هغه څه دي چې په خلکو دهغه تغیر کول او له منځه یې وړل لازم دي .

اوهمدارنګه که سنګر له منځه وړل دهغه بدو پایلو له ویرې څخه وي اویاهم په نیکی سره امر کول ویره رامنځته کوي نوهمدغه بعینه د اشغالګرواو استعمارګرو په مقابل کې د جهاد په مخ کې خنډ دی اودا هیڅکله  مسلمان نه وایي .

اوکه دا دعوی یی وکړه چې : پدې سره به عیسویان د ملسمانانو ښځې وینزې کړي اولادونه به یې غلامان کړي مالونه به یې چور او تالان کړي وینې به یې توئې کړي ، بی عفته او بې عزته به یې کړي ، خوددې ټولو سره سره مسلمانانو ترمنځ څه توپیر نشته او داټول دالله جل جلاله په لارکې جهاد او قرآن کریم او نبوي احادیثوته دعوت او بلنه ده .

امام ابن حزم رحمت الله علیه ویلي دي : دوی ته ویل کیږي چې دهغه پاچا په اړه څه وایي چې یهودان یې واکداران کړي او دنصاراوو څخه یې خپل لښکر جوړکړی او په مسلمانانو یې جزیه ایښې ده ، د مسلمانانو ماشومان د تورې لاندې حلالوي ، مسلمانې عفیفې میرمنې یې بد لمنۍ او زناته راکش کړې ، او چیرې یې چې مسلمانان موندلي په غاړه یې ورته توره ایښې ده ترڅو یې میرمنې خپلې وینزې او ماشومان یې غلامان کړي او دهر څه چور او تالان یې ځان ته روا کړي ، خو ددې ټولو جرمونو او فجائعو سره سره بیاهم په ډاګه د مسلمانئ اعلان کوي ، لمونځ قائموي ؟ که چیرې ووایې چې په مقابل کې یې پاڅون ناروا دی ، ورته ویل کیږي چې : دغه پاچا چې چیرته مسلمان موندلی وژلی یې دی آن تردې چې په ټولیز ډول یې په شهادت رسولي دي ، نودغه شخص پریښودی شي او په ضد یې پاڅون ونکړی شي نو حتماً په لازمي ډول به یواځې همدی او کفار ملګري به یې ورسره پاتې شي ، که چیرې دده دظلم او تیري په مقابل کې صبر روا بولي نو په بشپړه توګه یې د اسلام مخالفت وکړ او ترې ووتل ، په ضد یې باید پاڅون وشي او جګړه د ورسره وشي همدایې نظر دی .

موږ ورته وایو : که چیرې د مسلمانانو څخه نهه برخې ووژل یاداچې ټول یې ووژل یواځې یو یې ژوندی پریښود او مسلمانې میرمنې یې وینزې کړې او مالونه یې چور او تالان کړل نوکه چیرې یې په ضد باندې د پاڅون څخه ممانعت کوي اقوال یې پخپله یو دبل په ضد واقع کیږي او که یې په ضد پاڅون کولو ته جواز ورکوي ، نو یوه کوچنئ پوښتنه ترې کوو او ترهغه ور پسې یو چې د یو مسلمان په وژنه او یا د مسلمانې میرمنې په وژنه یا د هغوی د مال په ناحقه اخستلو او یا دکوم انسان په ناحقه سره بې عزتي او بې عفتی په کولو سره یې ود روو نو که چیرې یې ددې څیزونو ترمنځ توپیر وښود اقوال یې پخپله یو دبل سره په ټکر کې راغلل او پرته له کوم دلیل او حجت څخه یې حکم وکړ او داکار ناروا دی او که چیرې پرته له توپیر څخه د پورتنیو ټولو جرائمو د له منځه وړل واجب و بلل حق ته راو ګرځیدل .

او دهغه چا څخه پوښتنه کوو چې ظالم او فاجر پاچا یې میرمن لور او ځوی غصب کړی وي چې دوی خپل شهواني غوښتنې پرې اشباع کړي یایې پخپله د فحشا لپاره وکاروي آیا دغه شخص د خپل ځان میرمنې ځوی او لور فحشا او فساد ته وړاندې کول امکان لري یا په دغه شخص د هغه چاپه مقابل کې چې ددغه ځیز اراده لري دفاع او مقابله کول فرض دي ؟ که چیرې یې وویل : په باندې د خپل ځان اوکورنی فحشاته و ړاندې کول لازم دي نو ډیر لوی جرم او ګناه یې وکړه چې هیڅ یو مسلمان دانظر نلري .اوکه یې وویل : بلکې په ده باندې فرض دي چې ددغه ناروا مخه ونیسي او جګړه ورسره وکړي نو حق او سمې لارې ته راو ګرځیدل او همدا کار په ټولو مسلمانانو د ټولو مسلمانانو لپاره دهغوی دځان او مال په هکله لازم او ضروری دي .

امام ابو محمد رحمت الله علیه ویلي دي : که چیرې کوم ظلم او تیری پیښ شو اګر که ډیر لږ هم وي باید په اړه یې د امام سره خبرې وشي او دهغه څخه منع کړی شي ، که چیرې منع شو او حق ته راو ګرځیده د قصاص ورکولو ته یې په ځان او غړو کیښوده او دزنا، قذف ( تور) او شرابو حد یې قائم کړ نو د هغه امیر منفکي او له منځه وړلو ته څه اړتیا نشته هغه د تیر په څیر امام او امیر دې لیرې کول یې روا ندي ، او که چیرې یې د خپلو دندو او مسؤلیتونو د پلي کیدو څخه مخ و ګرځاوه او حق ته یې رجوع ونکړه نو لیرې کول یې واجب دي او دداسې چا ټاکل چې د الله جل جلاله قوانین نافذوي لازم دي ، ځکه چې الله جل جلاله فرمایلي دی : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ... ﴿2﴾ [21]

ژباړه : :- اومدد کوئ د یو بل سره په نیکئ سره او په تقوی کې او مه کوئ مدد د یو بل سره په ګناه ا وپه زیاتې کې.

دشرعي دندو او مسؤلیتونو د هیڅ څیز ضائع کول او هغه ته دعمل جامه نه اغوستل روا ندي ، اود الله جل جلاله څخه مرسته او کومک غواړم . [22]

امام قرطبي رحمت الله علیه ویلي دي : کله چې امام وټاکل شي بیا دبیعت کولو څخه وروسته فاسق شي نو جمهورو علماؤ ویلي دي : امامت یې له منځه ځي او د ظاهر او څرګند فسق په سبب د قدرت څخه ګوښه کیږي ځکه دا ثابته خبرده چې امام د حدودو د پلې کولو او حقوقو د اخستلو ، د یتیمانو او لیونیانو د مالونو د ساتلو او د دوی د نورو حالاتو په نظر کې نیولو او هغوی ته د اهتمام کولو اوداسې نورو کارونو لپاره ټاکل کیږي نوکله چې دغه امیر فاسق وي دداسې کارونو د پرمخ بیولو او دهغو دپلې کولو څخه یې وګرځوي او مخه یې ونیسي .

که چیرې دا روا وبولو چې امیر فاسق دی او دغه فسق یې د هغو دندو او مسؤلیتونو چې دهغه پلي کیدو لپاره ټاکل کیږي مخنیوی کول ، آیا دا په لومړي سر کې مناسب نه بولي چې دا دامیر ددندو د پلي کیدو لپاره خنډ کیږي او دغه کارهم همداسې دی .

اونور ویلي دي : چې امیر تر هغه پورې د قدرت څخه نه ګوښه کیږي ترڅو کافر شوی نه وي اویا یې لمونځ نه وي ترک کړی او یاهم لمانځه ته يې دعوت نه وي پریښی اویاهم د شریعت څخه یې کوم څه ترک کړي نه وي ، ځکه چې دحضرت عباده رضی الله عنه په حدیث کې راغلي دي : ترهغه امیرد قدرت څخه لیرې کیدی نشي چې دهغه څخه څرګند کفر وویني چې ستاسې په وړاندې دهغه په اړه د الله جل جلاله له لوري بشپړ دلیل او حجت موجود وي .

دعوف بن مالک رضی الله عنه په حدیث کې راغلي دي : نه ، ترهغه به دامیر اطاعت کوی ترڅو ستاسې ترمنځ لمونځ قائموي ، اود حضرت ام سلمه رضی الله عنها په حدیث کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی چې : یقیناُ به پرتاسې امیران ټاکل کیږي چې ځینې افعال او کړه وړه به یې خوښوی او ځینې نور به بد بولی چاچې د هغوی بد افعال په زړه سره بد و بلل یقیناً غاړه یې خلاصه شوه او چاچې په زړه باندې د دوی بد افعال بد وبلل یقیناً دهغوی د ګناه څخه یې په امن شول مګر چاچې د دوی په بدو افعالو راضی شول او دهغوی متابعت یې وکړ ( هغوی ګناه ګار شول ) صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل : اې د الله رسوله ! آیا له دوی سره جګړه نه کوو او نه یې وژنو ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه ،ترهغه چې لمونځونه یې کول ، یعني چاچې په زړه بد ګڼل او په زړه یې دهغو انکار وکړ . [23]

امام قرطبي رحمت الله علیه وسلم د الله جل جلاله ددې فرمان په اړه چې : لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿124﴾ [24]

ژباړه : نه شاملیږي وعده زما ظالمانو ته .

امام قرطبي رحمت الله علیه وایي امام ابن خویزمنداد رحمت الله علیه ویلي دي : هرهغه څوک چې ظالم وي ، پیغمبر ، خلیفه ، امیر ، مفتي او د لمانځه امام نشي ټاکل کیدی اوهر هغه روایات چې د شارع څخه یې روایت کوي نه منل کیږي اوپه احکامو کې یې ګواهي نه قبلیږي تردې هغه د فسق په سبب د قدرت څخه نه ګوښه کیږي تردې چې أهل الحل والعقد شوری یې له قدرته لیرې کړي . [25]

امام نووي رحمت الله علیه ویلي دي : چې قاضي عیاض رحمت الله علیه ویلي : که چیرې په امیر باندې کفر یا دشرعي احکامو تغیراویاهم بدعت واقع شي نو پدې صورت کې یې مشري ختمه او اطاعت یې نشته په مسلمانانوواجب دي چې په ضد یې پاڅون وکړي او قدرت واګې ترې واخلي او که امکان ولري په ځای یې بل امام وټاکي که چیرې دغه توان یواځې د یوې ډلې سره وي نود کافر امیر په ضد پاڅون کول واجب دي اود بدعتي امیر په مقابل کې دغه کارنشته خوکه چیري دده په مقابل کې د بریالیتوب ګومان ولري نوبیا دا پاڅون هم واجبیږي ، اوکه چیرې یې ناتواني او ناکامي یقیني وي بیا پاڅون نه واجبیږي نو مسلمان باید له خپل هیواد او سیمې څخه بل ځای ته هجرت وکړي اودخپل دین دساتنې په خاطر لاړشي .

ویلې یې دي : دفاسق لپاره په لومړي سرکې امامت نه صحیح کیږي اوکه بیا وروسته فاسق شو نو ځینې علماء کرامو ویلي دي : د قدرت څخه ګوښه کیدل یې واجب دي مګر که چیرې پدې کارسره فتنه او جګړه منځته راتلله بیاداکار نشته .

جمهورو اهل سنتو له فقهاء ، محدثینو، او متکلمینوڅخه ویلي دي : امیر دفسق ، ظلم ، اود حقوقوپه پامال کیدوسره د قدرت څخه نه لیرې کیږي او نه هم منفک کیږي او پدې کارسره یې په ضد پاڅون کول روا نه دي بلکې پدې اړه دراغلو احادیثو په رڼاکې یې ویرول او نصیحت کول واجب دي .

قاضی رحمت الله علیه ویلي دي : پدې اړه ابوبکر بن مجاهد رحمت الله علیه د اجماع دعوی هم کړیده ، خو ځینو دا اجماع د حسن رضی الله عنه او ابن زبیر رضی الله عنه او دمدینې دخلکو پاڅونونه د بنو امیه ؤ په ضد ذکر کړی دي او همدارنګه د تابعینودیوې ډلې او داسلام دمبارک دین د لومړئ پیړئ نیکو او صالحو خلکو د ابن الاشعث په ملګرتیا د حجاج بن یوسف په ضد پاڅون کول یاد کړي دي .

دغه وینکي داحدیث شریف چې وایي : موږبه دامامت د مستحقینوسره لانجه نه کوو .

پدې سره تأویل کوي چې داپه عادلوامامانو کې ویل شوي دی .

د جمهورو علماؤ داحجت او دلیل دی چې د حجاج بن یوسف په ضد پاڅون کول صرف دهغه دفسق په سبب نه وه بلکې کله یې چې شرعي امور بدل او کفریې ښکاره کړ.

قاضی رحمت الله علیه ویلي دي :ویل کیږي چې دغه اختلاف په لومړي سرکې موجود وه بیا دامیرانوپه ضد پاڅون کول په اجماع سره منع کړی شول ، والله اعلم [26]

امام اشعري رحمت الله علیه ویلي دي : چې دظالمانو امیرانو په ضد پاڅون کول دأهل سنتو دځینو علماؤ نظر دی .

داهل سنتو څخه یوې ډلې ، خوارو ، معتزله ؤ ، زیدیه ؤ او زیاترو مرجئه ؤ دانظر دی چې دفاسق امام په مقابل کې پاڅون کول او دوسلې او زور کارول واجب دي .[27]

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : امام ابن التین رحمت الله علیه د امام داؤدي رحمت الله علیه څخه نقل کړی چې ویلي یې دي : د ظالمانو امیرانو په اړه د علماء کرامو نظر دادی چې که د فتنې ، جنجال او ظلم څخه پرته یې لیرې کول ممکن وي نو ترسره کول یې واجب دي او که داکار امکان نلري بیا صبر کول واجب دي ، ځینې علماء څخه راغلي دي چې د لومړي سر څخه د فاسق لپاره د چارو واګې ورکول روا ندي خو که چیرې په اول کې عادل وه بیا ظالم شو نو په ضدیې د پاڅون کولو د جواز په اړه اختلاف لري ، خو صحیح خبره داده چې پاڅون رواندی ترڅو چې کافر شوی نه وي که کافر شو نوبیا یې په ضد پاڅیدل واجب دي .[28]

۱- څرګند خبر داده چې د ظالمو امیرانو په ضد پاڅون کول د امام ابو حنیفه رحمت الله علیه مذهب دی . سمول

دا له دې څخه په ډاګه کیږې چې ابو اسحاق فزاري رحمت الله علیه دامام ابوحنیفه رحمت الله علیه په هکله ویلي دي : آیا د الله جل جلاله څخه نه ویریدې چې دابراهیم بن عبد الله بن حسن سره د زما ورور پاڅون کولوته وهڅاوه هغه وویل : دا داسې وه لکه د بدر په ورځ چې وژل شوی وي ، زما د په الله جل جلاله سوګند وي چې زما په اند دغه پاڅون وړوکی بدر دی ( یعني د ثواب له اړخه لکه چې د وړوکي بدر په غزا کې شرکت کړی وي .[29]

ابوبکر جصاص رحمت الله علیه ویلي دي : دامام ابوحنیفه رحمت الله علیه مذهب د ظالمو امیرانو په وژلو کې مشهور او واضح دی .[30]

هغه څه چې خورا څرګند او واضح دي چې د ظالمو امیرانو په ضد د پاڅون جواز د تابعینو څخه وروسته هم پخپل ځای پاتې مذهب دی لکه څنګه چې حافظ ابن کثیر رحمت الله علیه د شهید احمد بن نصر الخزاعي رحمت الله علیه په سوانحو کې لیکلي او وایي : دعلماؤ ، دیندارو ، د نیک عمل لرونکو او په نیکی کې د هڅو کوونکو او د اهل سنتو امامانو څخه وه چې په نیکئ به یې امر کاوه او له بدئ څخه به یې خلک منع کول او دخلیفه واثق بالله په ضد یې قیام وکړ کوم چې قرآن کریم یې مخلوق باله ډیر زیات سخي سړئ وه دخپل سرڅخه تیرشو ........... تردې چې ویې ویل : امام غزالي رحمت الله علیه ویلي دي : په ظالم پاچا لازم دي چې د قدرت څخه لاس واخلي ځکه دا پاچا یا ګوښه شوی او یا یې ګوښه کول واجب ګرځیدلي او هغه په یقیني ډول پاچا ندی .[31]

امام ابن الوزیر رحمت الله علیه د حسین رضی الله عنه د قیام په هکله د فقهاؤ د خبرو په اړه ویلي دي : پدې مسأله کې د دوی د اتفاق ذکر دی چې دحسین رضی الله عنه کړنه یې دیزید سره د ابن الاشعث او ملګرو کړنه یې دحجاج په ضد ښه او غوره کار بللئ دی ، خو زیاترو یې د پاڅون جواز دهغه چا په ضد ورکړی چې د یزید او حجاج په څیروي ، او ځینو یې بیا دهرظالم پاچا په ضد پاڅون روا بللئ دی .

او همدارنګه امام ابن الوزیر رحمت الله علیه ویلي دي : د ظالمو پاچایانو په ضد د پاڅون څخه د ممانعت نه هغه څوک مستثنی ( ځانګړی) شوی دی چې ظلم یې آخری حد ته ورسیږي اوپه پاچاهئ کې لویه فتنه رابره شي لکه یزید او حجاج بن یوسف او هیڅوک د نظر او امامت له څښتنانو څخه د داسې ظالمو امیرانو په څیر د امامت او واکدارئ په  ورکولو نه وایې .

د تیر شوو علماء کرامو د اقوالو څخه داسې څرګندیږي چې هلته یو دریم قول هم شته او هغه د قاضی عیاض رحمت الله علیه د خبرو په درشل کې چې ذکر شو ، او هم د ابن التین رحمت الله علیه قول چې د داؤدی رحمت الله علیه څخه یې نقل کړی وه او په همدې نظر سره امام ابن حزم رحمت الله علیه او امام قرطبي رحمت الله علیه او نور هم دي .

په همدې سره دلائل را ټولیږي او هغه پدې تفصیل سره چې که ګومان یې وه چې د منکر تغیر او برابروالۍ یې په توان کې وه ځکه چې پدې کې وینې توئیږي که داسې ګومان یې درلود چې د پاڅون په صورت کې هیڅکله د ظالم او فاسق پاچا په وړاندې د صبر کولو څخه زیات ضرر او زیان منځته نه راځي نو پاڅون کول واجبیږي او که داسې نه وه نو بیا پاڅون کول روا ندي ددې نظر تفصیل به ان شاء الله وروسته راشي .

دوهم قول : سمول

زیاتره علماء کرام پدې نظر دي چې باید د ظالمو پاچایانو په مقابل کې پاڅون ونکړی شي ځکه چې ددې په پایله کې بیا د مسلمانانو وینې توئیږي په لویه آزموینه کې لویږي پاچایان خپل انتقام او بدل ترې اخلي کورونه او مالونه یې چور او تالان سره مخ کیږي .امام نووي رحمت الله علیه ویلي دي : د ظالمو پاچایانو په ضد پاڅون کول او دهغوۍ وژل د مسلمانانو په اجماع سره حرام بلل شوی دي اګر که دغه امیران فاسق او ظالم هم وي . له دې معنی سره سم په څرګند ډول احادیث مو جود دي .

اهل سنت ټول پدې سره متفق دي چې پاچا په فسق سره د قدرت څخه نه ګوښه کیږي خو دفقهی په کتابونو کې زموږ د ځینې اصحابو په نزد پاچا په فسق سره د قدرت څخه ګوښه کیدی شي او همدارنګه دا نظر د معتزله ؤ څخه هم ذکر شوی نو ویونکی یې غلط شوی او دا د اجماع مخالف دي .

علماء کرامو ویلي دي : د قدرت څخه یې نه ګوښه کیدل او په ضد یې د پاڅون حرمت او نه روا کیدل پدې سره دي چې په درشل کې یې د فتنو ، بې ځایه وینې توئیدو او خپل منځي جګړو منځته راتلل دي نو د منځه تللو زیان یې ترپاته کیدو خورا زیات دی .[32]

شیخ ابو عمرو عبد الحکیم حسان وایي : کومه اجماع چې امام نووي رحمت الله علیه ذکر کړې ده د زیاتو علماء کرامو په اند د ظالم پاچا په ضد د قیام په جواز ورکولو سره ماته شوې ده .

همدا امام ابن الوزیر رحمت الله علیه بیان کړې وایي : له همدې څخه امام ابن حزم رحمت الله علیه په امام ابوبکر بن مجاهد رحمت الله علیه باندې رد کړی چې دظالمو امیرانو په ضد د قیام په حراموالي یې اجماع نقل کړی وه ، نو امام ابن حزم رحمت الله علیه دا اجماع صحیح ونه بلله او دلیل یې د حسین بن علی رضی الله عنهما او ملګرو پاڅون یې د یزید په مقابل کې او دابن الاشعث رحمت الله علیه او ملګرو پاڅون یې چې کبار تابعین او غوره مسلمانان په کې وه د حجاج بن یوسف په مقابل کې ....... تردې چې ویې ویل : دغه مسأله قاضی عیاض رحمت الله علیه ذکر کړی او دابن مجاهد رحمت الله علیه د اجماع دعوی یې هم په کې راوړې ده .

قاضی عیاض رحمت الله علیه ویلي دي : ځینو په ده باندې د اجماع ماتوالۍ پدې دلیل سره وښود چې حسین بن علی رضی الله عنه ، عبد الله بن زبیر رضی الله عنه د مدینې منورې عامو مسلمانانو د بنو امیه په ضد قیامونه وکړل او همدارنګه د تابعینو څخه یوې ډلې او لومړئ پیړئ غوره ملسمانانو د ابن الاشعث په مشرئ د حجاج بن یوسف په مقابل کې ترسره کړ . [33]

دامام شافعی رحمت الله علیه د پیروانو په نزد د قیام او پاڅون کوونکو په هکله دوه مشهورې نظریې شته دي :

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ددې حدیث شریف په شرحه کې چې : یقیناً تاسې به زما څخه وروسته به ځان خوښونه او هرڅه ځان ته غوره کول اوداسې نور کارونه ووینۍ چې بد به یې بولئ ........ أثرة : معنی داده چې : یو څوک د خپل ځان لپاره یو څه دنیوی مال او متاع ځانګړې کوي ، داقول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې : د الله جل جلاله څخه خپل حق وغواړئ . دامام سفیان ثوري رحمت الله علیه په روایت کې راغلي چې : د الله جل جلاله څخه هغه څه غواړي چې ستاسې دي . یعني چې تاسې ته خپل حق در وښئي او یايې غوره عوض او بدل درکړي ، یعني نورښه او غوره امیران درته راولي ، دحضرت یزید بن سلمه جعفي رضی الله عنه په حدیث کې چې امام طبراني رحمت الله علیه روایت کړی راغلي دي : چې ده پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل : اې د الله جل جلاله رسوله ! که زموږ داسې امیران او مشران وي چې زموږ څخه خپل حقوق اخلي او زموږ حق نه راکوي او راڅخه ګرځوی یي آیا موږ جګړه ورسره وکړو؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : نه ، جګړه مه ورسره کوئ په دوی باندې دهغه څه ملامتیا ده چې کړی یې دي او پرتاسو هم دخپلې کړنې مسولیت دی .

دامام اسماعیلي رحمت الله علیه د ابومسلم خولاني رحمت الله علیه په سند سره د ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه او هغه دعمر رضی الله عنه په مرفوع ډول روایت کړی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ماته جبریل علیه السلام راغۍ ویې ویل : ستا امت ستا څخه وروسته په فتنه او ازمایښت کې لویدونکۍ دۍ ، ماورته وویل : دکوم لوري څخه ؟ هغه وویل : دهغوئ د مشرانو او قاریانو له پلوه ځکه چې مشران د خلکو حقوق ترې اخلي بیا خلک خپل حقوق غواړي نو پدې سره په فتنه او ازمیښت کې لویږي ، او قاریان ددغه مشرانو پیروي کوي ، ماورته وویل : نو څنګه به هغه څوک سالم او بې زیانه پاتې شي چې له دوۍ څخه ژغورل شوي دي ؟ پیغبمر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دوی به دلاس په بندولو او صبر کولو سره وژغورل شي که چیرې دوی ته خپل حق ورکړل شي هغه اخلي او که یې له خپل حق څخه منع کړي هغه پریږدي .[34]

اوددې حدیث شریف په شرحه کې : ( چې چا دامیر څخه څه بدعمل ولید نو صبر د وکړي ) .

داقول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې څوک د پاچا داطاعت او پیروئ څخه ووتل ، او په دوهم روایت کې دي چې څوک د جماعت او ډلې څخه خارج شول ، ابن ابی جمره رحمت الله علیه ویلي دي : د مفارقت څخه مطلب د بیعت د غوټې د خلاصیدلو په هکله هڅه کول دي کومه چې دهغه امیر لپاره را منځته شوی وي اګر که دا ډیر لږ څیز هم وي نودهغه څخه یې د لوشتې په اندازه په کنایې ډول یادونه وکړه ځکه چې په دومره لږشي سره حساب کول په ناحقه د وینو توئیدلوته رسیږي .

اوداقول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې ( دجاهلیت په مرګ ومړ) ، حافظ

ابن حجررحمت الله علیه وسلم ویلي دي : دامرګ داسې دی لکه د جاهلیت د خلکو چې په لارورکي او ضلالت سره وه داسې امام یې نه درلود چې پیروي او اطاعت یې کیده ځکه چې دوی دانه پیژانده ، مطلب یې داندی چې کافر مړکیږي بلکې ګناهګارمري ، ښایي چې تشبیه یې په ظاهره سره وي ، معنی یې داده چې د جاهلیت د اهل څخه نه وي اویا داچې داد رټنې او کرکې په ځای کې راغلي او ظاهریې ترې مطلب ندی . د بیغمبرصلی الله علیه وسلم مبارک قول په بل حدیث کې دا تائیدوي چې دجاهلیت څخه هدف شباهت دی اوهغه داچې ( څوک چې د مسلمانانو د ټولې څخه د یوې لوشتې په اندازه لرې شو لکه چې ده د خپلې غاړې څخه داسلام غاړئ وویسته .

داحدیث شریف امام ترمذی رحمت الله علیه ، امام ابن خزیمه رحمت الله علیه ، امام ابن حبان رحمت الله علیه ، د حارث اشعري رضی الله عنه له حدیث څخه روایت کړی او صحیح یې بللۍ دۍ .

امام ابن بطال رحمت الله علیه : په حدیث کې د امیر او مشر په مقابل کې د پاڅون نه کولو دلیل دی اګر که دا پاچا ظالم وي .

فقهاء پدې سره متفق دي چې د بریالي پاچا اطاعت او دهغه سره جهاد ته تلل واجب دي ځکه چې اطاعت یې له نافرمانئ څخه غوره دی ځکه چې په اطاعت اوپیروی کې یې د ناحقه وینې توئیدل او دفتنې غلي کیدل موجود دی ، دلیل یې همدا حدیث شریف او نور دلائل د تأئید لپاره شته له دې څخه یې هیڅ څیز مستثنی او ځانګړي کړي دي مګرکله چې د پاچاڅخه واضح کفرولیدل شي نو بیایې اطاعت او پیروي جواز نلري او چې څوک وس لري په ضد یې جهاد کول واجب دی .[35]

دحضرت عبادة رضی الله عنه د دغه حدیث « چې عندکم من الله برهان » په شرحه کې حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : چې پدې اړه دقرآن کریم آیت یا نبوي صحیح حدیث کوم چې تأویل نه مني موجود وي ، یعني مطلب دا چې ترهغه مهاله یې په ضد پاڅون روا نه دی ترڅو یې چې کړنو څه تأویل لرلو .

امام نووي رحمت الله علیه ویلي دي : دلته د کفر څخه مطلب ګناه ده اودحدیث شریف معنی داده چې تاسې د خپلو مشرانو سره دهغوی په مشری کې جنجال مه کوی ، او په هغوی باندې اعتراض هم مه کوی ترهغه چې له دوی څخه یویقیني بد کاروویني کوم چې اسلامي شریعت داساساتوڅخه وي خو کله موچې دا څیز ترې ولید بیایې بد وبولي او انتقاد پرې وکړي او چیرته چې یاست حق اورښتیا خبره وکړی . [36]

او نورو علماء کراموویلي دی : دلته له «اثم » څخه مطلب ګناه او کفردی په مشر او پاچاباندې ترهرهغه اعتراض او انتقاد نشي کیدی ترڅو چې په څرګند کفر کې واقع شي کوم چې دلته ښکاریږي د کفردروایت حمل کول په هغه صورت کې کیږي چې په قدرت او مشری کې وي ، په مشری کې ترهغه بد نه ګڼل ترڅو یې چې کفرنه وي کړی ، اود ګناه روایت د مشری څخه پرته په نور جنجال او منازعه سره اخستل کیږي که په مشری کې یې بده اغیزه ونلري نو دګناه په کولو سره باید جنجال ورسره وشي پدې ډول چې دا بد عمل ته یې باید د انتقاد ګوته ونیول شي او دسختی او تشدد څخه پرته حق ته یې رسیدل ترسره شي پدې سره چې ددغه کار توان ولري . والله أعلم .

امام ابن التین رحمت الله علیه د امام داؤدی رحمت الله علیه څخه نقل کړی چې ویلي یي دي : د ظالمو پاچایانو په اړه د علماء کرامو د انظر دی که چیرې د ظلم او فتنې څخه پرته یې د ګوښه کیدو توان درلود نو داکار پرې واجب دی او که داسې نه وه نوبیا صبر کول پرې واجب دي ، ځینې علماء کرامو ویلي دي : دلومړي سر څخه د فاسق لپاره بیعت اخستل نشته ، مګر که چیرې لومړی عادل وه بیا یې ظلم پیل کړ نودده په مقابل کې د پاڅون په اړه سره اختلاف لري خو صحیح قول دادی چې پاڅون نشته ترهغه چې کافر شوی نه وي بیا یې په ضد پاڅون کول واجبیږي .[37]

او ددې حدیث شریف په شرحه کې چې : زما دامت هلاکت او تباهي به د قریشو د ماشومانو په لاسونو سره وي .

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه وایي : امام ابن بطال رحمت الله علیه ویلي : همدارنګه په حدیث شریف کې لکه وړاندې چې ذکر شول دلیل دی چې د پاچا په مقابل کې اګر که ظالم هم وي پاڅون کول نشته ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم أبوهریرة رضی الله عنه ته د هغو پاچایانو نومونه اودهغوی د پلرونو نومونه وروښودل خو په مقابل کې یې د پاڅون کولو امرورته ونکړ سره ددې چې ددوی په لاسونو یې د اسلامی امت د هلاکت خبرهم ورکړ ځکه چې پاڅون کول په هلاکت او تباهی کې ډیرسخت دی او ددوی د اطاعت څخه ددوی دبیخ کندنې ته ډیر نږدئ دی ، نودوړوکې فتنې او دآسانه کار کړنې ته یې ترجیح او غوره والۍ ورکړ . [38]

دریم قول :

د توان اوقدرت په شتون کې د پاڅون کولو جواز او روا والۍ دی او هغو چې د پاڅون کوونکو بریالیتوب او دمنکر له منځه وړلو ګومان غالب وي ، د وینې توئیدو او داسې نورو کارونوسره سره چې ددغه ظالم او تیري کوونکي پاچا د له منځه وړلو او پرځای یې د عادل پاچا د تعین کولو او ټاکلو په مقابل کې منځ ته راځي . علماء کرام او دخلکو مشران دغه توانمندي او بریالیتوب ټاکي . ددغه نظر دلائل وړاندې د لومړني نظر په شرحه او بیان کې تیر شول پدې سره دلائل را ټولیږي . والله أعلم ، داد یو شمیر علماء کرامو نظر دی ددې د بیانولو لپاره د علماء کرامو اقوال په لاندې ډول سره ذکر کیږي .

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : امام ابن التین رحمت الله علیه د امام داؤدي رحمت الله علیه څخه نقل کړی دی چې ویلي یي دي : کوم چې پدې اړه دعلماء کرامو نظر دی وایي : د ظالمو پاچایانو په هکله د پاڅون مسأله داسې ده که چیرې د ظلم او فتنې څخه پرته یې د ګوښه کیدو توان لري نو ګوښه کول یې واجب دي ، اوکه یې توان نه درلود نوبیا صبر کول پرې واجبیږي . [39]

امام نووي رحمت الله علیه د امام قاضي عیاض رحمت الله علیه څخه نقل کړی چې ویلي یې دي : د لومړي سرڅخه د فاسق لپاره بیعت نه اخستل کیږي ، که چیرې وروسته خلیفه فاسق شو نو ځینې علماء کرامو ویلي دي : ګوښه کول یې واجب دي ، مګرکه له دې امله جګړه او فتننه رامنځته کیده بیایې لرې کول نشته . [40]

امام ایجي رحمت الله علیه ویلي دي : د یو معقول لامل په سبب امت ته دامام ګوښه کیدل شته ، اګرکه دغه کار فتنې او جنجال ته هم ورسیږي نو پدې صورت کې به وړوکې فتنه اولږ زیان غوره کړای شي . [41]

له همدې سببه امام ابن عابدین رحمت الله علیه ویلي دي : که چیرې دعادل امام پیروي وشوه بیا دغه امام ظلم وکړ او فاسق شو نو پدې سره د قدرت څخه ګوښه کیدۍ نشي مګر پدې صورت کې د ګوښه کیدومستحق ګرځي چې د فتنې رامنځته کیدل حتمي نه وي .[42]

امام حرمین جویني رحمت الله علیه ویلي دي : که چیرې یوداسې شخص امام شي چې خلک یې پخپله خوښه پیروي کوي زیاتره یې مني امرپه معروف او نهی له منکر څخه ترسره کوي او دمسلمانانو له اړخه د ورسپارل شوې دندې لپاره کفایت کوي او ددې لپاره یې کوټلي ګامونه اخستې وي نوپدې مشری کې د پرمخ لاړشي ، الله جل جلاله به یې نصرت وکړي .[43]

ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی


- سورت انفال آیت 25 .[1]

- احکام القران ابن العربی ج 2 ص 847 ، تفسیر قرظبي ج 7 ص 374 . [2]

- فتح الباری ج 13 ص 61.[3]

- سورت الاعراف د 163- 166 آیاتونه . [4]

- تفسیر قرطبي ج 7 ص 290-292، تفسیر ابن کثیر ج 2 ص 408- 410 . [5]

- تفسیرابن کثیر ج 1 ص 593 . [6]

سورت توبه آیت 71 .[7]

- سورت توبه آیت 67 . [8]

- سورت مائده آیت 78،79.[9]

- سورت آل عمران آیت 104 . [10]

- التلخیص الحبیر ج 4 ص 84 . [11]

    سورت المائدة آیت 27 . - [12]

- الاتصال الی فهم معرفة الخصال وګوری ،لابی محمد ابن حزم رحمت الله علیه . [13]

- سورت المائده آیت 2 . [14]

- سورت النجم آیت 3، 4 . [15]

- سورت النساء آیت 82 . [16]

- سورت المائده آیت 48 . [17]

- پدې اړه : المستصفی دامام غزالی ص 132 اووروسته مخونه ، احکام دامام آمدي ج 2 ص 186 اووروسته مخونه ، شرح مسلم الثبوت ج 2 ص 184- 185 ، احکام دابن حزم ج 5 ص 724 ، تفسیر قرطبی ج 7 ص 28 ، تفسیر ابن کثیر ج 2 ص 63 ، فتح القدیر للشوکانی ج 2 ص 46 .  [18]

- سورت النحل آیت 89 . [19]

- سورت الحجرات آیت 9 . [20]

- سورت المائده آیت 2 . [21]

- الفصل فی الملل والاهواء والنحل لابن حزم ج 4 ص 132- 135 . [22]

- تفسیر قرطبی ح 1 ص 186- 187 . [23]

- سورت البقرة آیت 124 . [24]

- تفسیر قرطبي ج 2 ص 115- 116 . [25]

- شرح صحیح مسلم ج 1 ص 468 .[26]

- مقالات الاسلامیین ص 145 . [27]

- فتح الباری ج 13ص 8 . [28]

- شذرات الذهب د ابن عماد الحنبلی ج 1 ص 44 ، تاریخ بغداد ج 13ص 384 . [29]

- احکام القرآن للجصاص ج 1 ص 86 . [30]

- احیاء علوم الدین ج 2 ص 34 . [31]

- شرح صحیح مسلم ج 12ص 469 . [32]

- الورض الباسم فی الذب عن سنة أبی القاسم د ابن الوزیر لیکنه ج 2 ص 34 . [33]

- فتح الباری کتاب الفتن ج 13 ص 6 . [34]

- فتح الباری ج 13 ص 7 . [35]

- شرح صحیح مسلم ج 12 ص 469.[36]

- فتح الباری ج 13 ص 8 . [37]

- فتح الباری ج 13 ص 11 ، شرح العقیده الطحاویه ج 1 ص 428- 430 . [38]

- فتح الباری ج 13 ص 8 ، نیل الاوطار ج 7ص 108 . [39]

- شرح صحیح مسلم ج 12 ص 468 . [40]

- المواقف دامام ایجي ص 400. [41]

- حاشیة ابن عابدین ج 1 ص 573 . [42]

- غیاث الامم ص 277 . [43]