د طبیعي انتخاب لپاره د رنګ آمیزۍ شواهد

د حیواناتو رنګ آمیزۍ د طبیعي انتخاب له لارې په داسې وخت کې د تکامل لپاره لومړني مهم شواهد چمتو کړل چې خورا لږ مستقیم شواهد په لاس کې وو. د رنګ آمیزۍ درې سترې دندې د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې کشف شوې او وروسته د انتخاب د شواهدو په توګه وکارول شوې، چې نومونه یې: د بڼي اړول (محافظتي رنګ آمیزي)؛ د تقلید دواړه ډولونه: بېټسي او مولري؛ او اپوزماتیزم دي.

د چارلس  داروین "د نوعو د منشا په اړه" کتاب په ۱۸۵۹ز کال کې خپور شو، د غیرمستقیمو شواهدو په بنسټ یې په کې استدلال کړی و، چې د انساني پالونکو په واسطه انتخاب ښایي بدلون ایجاد کړي او څرنګه چې د ځمکې پر مخ په څرګنده توګه د پايښت لپاره لاس او پښې وهل شوې یا د بقا تنازع پېښه شوې ده، طبیعي انتخاب باید پېښ شوی وي. خو هغه د جنیتیکي بدلون لپاره یا وراثت لپاره وضاحت نه درلود، چې دواړه د یادې تیورۍ لپاره اړین وو. په دې بنسټ، د بیولوژي پوهانو لخوا ډېرې بدیلې نظریې وړاندیز شوې چې د دارویني تکامل د کمزورۍ لپاره ګواښوونکې وې.   

د داروین معاصرو طبیعت پوهانو یا نېچرلیستانو هِنري والټر بېټیس او فریټز مولر ځینې لومړني شواهد چمتو کړل. دوی د استوایي سیمو (چې تودوخه یې زیاته ده) د پتنګانو د مشاهداتو په بنسټ د تقلیدونو ډولونه تعریف کړل، چې اوس د دوی په په خپل نامه یادېږي. د رنګ آمیزۍ یادې خورا ځانګړې نمونې په اسانه توګه د طبیعي انتخاب په واسطه تشرېح کېدلای شي، ځکه هغه ښکاریان یا الوتونکي چې د لیدلو له لارې ښکار کوي زیاتره هغه حشرات نیسې او وژني چې، د غوره تقلید کوونکو په پرتله د بې خونده یا مضر موډل ښه تقلید نشي کولای؛ خو په بل ډول د یادو نمونو تشریح کول ستونزمن دي. داروینیستان لکه الفریډ رسل والېس او ایډوارډ بېنګنال پولټون او په شلمه پېړۍ کې هېو کاټ او برنارډ کېټلویل د طبیعي انتخاب د پېښېدو د ثبوت لپاره د شواهدو په لټه کې وو. والېس متوجه شو چې واورینه بڼه بدلونه (snow camouflage)، په ځانګړې توګه بڼکې او ورګ یا د حیواناتو د بدن وېښتان چې د موسم سره یې رنګ بدلېږي، د پټېدنې لپاره د تطابق په توګه ښکاره توضېح وړاندې کوي. په ۱۸۹۰ز کال کې پولټون "د حیواناتو رنګونه" په نامه کتاب کې، چې د ډاروینېزم د زوال په بهیر کې ولیکل شو، د رنګ آمیزۍ له ټولو ډولونو څخه د طبیعي انتخاب په اړه د استدلال لپاره ګټه واخیسته. کاټ د بڼې بدلونې ډېر ډولونه تشخیص کړل او په ځانګړي توګه د هغه، په چونګښو کې د هممهاله ګیچ کوونکې رنګ آمیزۍ (disruptive coloration) نقاشۍ نور بیولوژي پوهان قانع کړل چې، دا غولوونکې نښې د طبیعي انتخاب محصول دی. کېټلویل د مرچکیز پتنګ په تکامل (peppered moth evolution) باندې ازمېیښتونه ترسره کړل او دا یې ثابته کړه چې، نوعو د هوا له ککړتیا سره سازښت یا تطابق کړی دی؛ یادو ازمویښتونو د دارویني تکامل لپاره قانع کوونکي شواهد وړاندې کړل.    

مخینه

سمول

چارلس داروین په ۱۸۵۹ز کال کې "د نوعو د منشا په اړه" کتاب خپور کړ، دا استدلال یې په کې کړی و چې تکامل باید د طبیعی انتخاب له لارې ترسره شوی وي، لکه څرنګه چې د کورنیو حیواناتو پالنه او د زراعتي بوټو کرنه د مصنوعي انتخاب له لارې ترسره شوې ده. د داروین نظریې له بېخه د ژوند د پراختیا په اړه عمومي او علمي نظریو ته بدلون ورکړ. په هر صورت، هغه د تکامل د بهیر د ځینو مهمو برخو په اړه شواهد او وضاحتونه نه درلودل. هغه نشوای کولای چې په یوه نوعه کې د ځانګړتیاوو د تنوع د سرچینې په اړه وضاحت ورکړي او د وراثت یو میکانېزم یې نه درلود چې په یقیني توګه له یو نسل څخه راتلونکی نسل ته ځانګړتیاوې ولېږدوي. یادو نیمګړتیاوو د هغه نظریه کمزوري کړه؛ د داروینېزم د کسوف په اوږدو کې د بدیلو نظریو لټون  شو؛ او په دې توګه د داروین د مکتب طبیعت پوهان لکه والېس، بېټیس او مولر د روښانه دلایلو په لټه کې شول، ترڅو ثابته کړي چې طبیعي انتخاب واقعاً پېښ شوی دی. د حیواناتو رنګ امیزي چې په اسانۍ د لېدو وړ وه، ډېر ژر یې له بڼې بدلونې، تقلید او اپوزماتیزم څخه قوي او خپلواک شواهد چمتو کړل چې طبیعي انتخاب واقعاً پېښ شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

یاده نظریه همدارنګه د محافظتي ورته والي او تقلید تر پراخو موضوعاتو وغځېده او د سازښتونو یا تطابق په تشرېح کولو کې دا د یادې نظریې ستره بریا وه.  [۹]

بڼه بدلول

سمول

واورینه بڼه بدلونه

سمول

طبیعت پوه الفریډ رسل والېس د داروینیزم تر عنوان لاندې په ۱۸۸۹ز کال کې د ده په چاپ شوي کتاب کې، د شمالي قطب د حیواناتو سپین رنګ ته پام ورواړاوه. هغه ولیکل چې قطبي سوی، ارمین (ermine) او سیسۍ په موسمي توګه خپل رنګونه بدلوي او "ښکاره وضاحت" یې ورکړ هغه دا چې د پټېدنې په پار دا عمل ترسره کوي. د الوتونکو معاصر عالم ډبلیو. ایل. این. ټیکل (W. L. N. Tickell) په الوتونکو کې د سپین وزر د وړاندیز شوي وضاحت د بیا کتنې په وخت کې لیکي، چې په سیسیو کې "ّپه دې پایله سترګې پټونه ستونزمنه ده چې، د اوړي پټ خړ وزرونه په واوره کې په عیب بدلېږي او د دې لپاره یې سپین وزرونه د تطابق یوه بله پټه ځانګړنه ده." سربېره پر دې دی یادونه کوي چې، "د ژمنیو وزرونو سره-سره په شمال ختیځ ایسلېنډ کې، په ژمي کې اکثره سیسۍ د تور سترګي باز یا شنقار په واسطه وژل کېږي."   [۱۰][۱۱]

په دې وروستیو کې، د نړیوالې تودوخې له امله په پولينډ کې د واوري د پوښښ کمېدنه، د سپین ورګو نولیو چې په ژمي کې یې رنګ سپین ته اوړي، د کمښت سبب شوې. د ۱۹۹۱ز او ۲۰۰۷ز کالونو ترمنځ د واورې پوښښ نیمایي ته را ټیټ شو او یوازې ۲۰٪ نولیو سپین ورګی ژمنی رنګ دردلو. دا ثابته شوې چې یاده ښکارنده د ښکاریانو په اړه د طبیعي انتخاب پایله ده، چې د بڼې بدلونې له نه تطابق څخه کټه اخلي.    [۱۲][۱۳]

هممهاله ګیچونکې رنګ آمیزي

سمول

د بڼې بدلونې د څېړونکو لاینس کاتیل او اې. سیکلي په وینا د انګلیسي زولوجېست او د بڼې بدلونې متخصص هیو کاټ د  ۱۹۴۰ز کال چاپ کتاب په حیواناتو کې تطابقي رنګونه " په داسې وخت کې د رنګ آمیزۍ بقايي ارزښت لپاره او په عموم کې د تطابق لپاره قانع کوونکي دلیلونه وړاندې کړل چې، په تکاملي بیولوژي کې طبیعي انتخاب په نړیواله کچه له منل کېدنې سره ډېر واټن درلود." په ځانګړې توګه دوی استدلال کاوه چې "هممهاله ګیچونکې رنګ آمیزي" (د کاټ له ګټګوریو څخه یوه) "د کاټ نقاشي د طبیعي انتخاب لپاره خورا قانع کوونکي دلیل وګرځاوه، چې د ګیچونکې بڼې بدلونې له لارې د بقا سره مرسته کوي." کاټ په داسې حال کې چې د "یوې کوچنۍ چونګښې چې میګالیګزالوس فورناسیني بلل کېږي" په اړه یې د هممهاله ګیجونکې رنګ آمیزۍ په فصل کې بحث کاوه، وضاحت ورکړ چې "یوازې هغه وخت چې یاده نمونه د چونګښې د عادي چلند سره پرتله شي د پام وړ ماهیت یې رابرسېره کېږي... په دې توګه، چلند او د رنګ خورا په زړه پورې ترتیب، سره ترکیب کېږي ترڅو غیر معمولي اغیز تولید کړي، چې د غولونې ښکارنده یې د ټول شکل په دوه قوي متضادو خړو او سپینو برخو ویشلو پورې اړه لري. که په جلا ډول په نظر کې ونیول شي، یوه برخه یې هم د چونګښې سره ورته والی نه لري. په طبیعت کې یې یوازې سپین ترکیب څرګند دی. یاد رنګ ځان ښکاره کوي او د لیدونکي پام د بدن له حقیقي شکل او خطونو او اضافي ضمایمو چې د دوی دپاسه واقع دي، منحرفوي. کاټ دې پایلې ته ورسېد چې یاد اغېز پټ دی." تر هغه چې غلط ترتیب د واقعي هغه سره تر پرتلنې ورسته وپېژندل شي. کاټ ټینګار کوي چې، دا ډول نمونې د دې لپاره چې ښکار کوونکی وغولولای شي، د پام وړ دقت او په منظمه توګه په یوه لیکه د نښو لرونکې دي. د کاټ وضاحت او په ځانګړې توګه نقاشۍ یې بیولوژي پوهان قانع کړل چې، نښې او په پایله کې د بڼې بدلول باید بقایي ارزښت ولري (نه تصادفي)؛ او د دې برعلاوه، د کاتیل او سیکلي د وینا مطابق، د هغو حیواناتو بدن چې دارنګه نمونې لري، باید د طبیعي انتخاب له لارې یې دا بڼه خپله کړې وي. [۱۴][۱۵]

سرچينې

سمول
  1. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species by Means of Natural Selection, or the Preservation of Favoured Races in the Struggle for Life (1st ed.). John Murray. LCCN 06017473. OCLC 741260650. The book is available from The Complete Work of Charles Darwin Online.
  2. Lewontin, Richard C. (November 1970). "The Units of Selection" (PDF). Annual Review of Ecology and Systematics. 1: 1–18. doi:10.1146/annurev.es.01.110170.000245. JSTOR 2096764.
  3. Hall, Brian K.; Hallgrímsson, Benedikt (2008). Strickberger's Evolution (4th ed.). Jones and Bartlett. pp. 4–6. ISBN 978-0-7637-0066-9. OCLC 796450355.
  4. Bowler, Peter J. (2003). Evolution: The History of an Idea (3rd ed.). University of California Press. pp. 177–223. ISBN 978-0-520-23693-6.
  5. Larson, Edward J. (2004). Evolution: The Remarkable History of a Scientific Theory. New York: Modern Library. pp. 121–123, 152–157. ISBN 978-0-679-64288-6.
  6. Mallet, James (July 2001). "Mimicry: An interface between psychology and evolution". PNAS. 98 (16): 8928–8930. Bibcode:2001PNAS...98.8928M. doi:10.1073/pnas.171326298. PMC 55348. PMID 11481461.
  7. Cuthill, I. C.; Székely, A. (2011). Stevens, Martin; Merilaita, Sami (eds.). Animal Camouflage: Mechanisms and Function. Cambridge University Press. p. 50. ISBN 978-1-139-49623-0.
  8. Wallace, Alfred Russel (2015) [1889]. Darwinism - An Exposition Of The Theory Of Natural Selection - With Some Of Its Applications. Read Books. p. 180. ISBN 978-1-4733-7510-9.
  9. Bowler, Peter J. (1983). The Eclipse of Darwinism: anti-Darwinian evolutionary theories in the decades around 1900. Johns Hopkins University Press. p. 29. ISBN 978-0-8018-4391-4.
  10. Wallace, Alfred Russel (2015) [1889]. Darwinism - An Exposition Of The Theory Of Natural Selection - With Some Of Its Applications. Read Books. p. 180. ISBN 978-1-4733-7510-9.
  11. Tickell, W. L. N. (March 2003). "White Plumage". Waterbirds: The International Journal of Waterbird Biology. 26 (1): 1–12. JSTOR 1522461.
  12. Knapton, Sarah (24 May 2018). "White-furred animals could die out because of climate change, study suggests". The Daily Telegraph. نه اخيستل شوی 24 May 2018.
  13. Atmeh, Kamal; Andruszkiewicz, Anna; Zub, Karol (24 May 2018). "Climate change is affecting mortality of weasels due to camouflage mismatch". Scientific Reports. 8 (1): 7648. Bibcode:2018NatSR...8.7648A. doi:10.1038/s41598-018-26057-5. PMC 5967304. PMID 29795400.
  14. Cuthill, I. C.; Székely, A. (2011). Stevens, Martin; Merilaita, Sami (eds.). Animal Camouflage: Mechanisms and Function. Cambridge University Press. p. 50. ISBN 978-1-139-49623-0.
  15. Cott, Hugh B. (1940). Adaptive Coloration in Animals. Methuen. pp. 68–72.