د طبيعي سرچينې مديريت

د طبيعي سرچينې مديريت ،(NRM) د طبيعي سرچينو، لکه: خاورې، اوبو، ځمکې، نباتاتو او حيواناتو مديريت ته وایي. په يوه ځانګړي تمرکز سره، چې مديريت څرنګه د اوس او راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند په کيفيت باندې اغېزه کوي.

د طبيعي سرچينې مديريت، د هغې لارې له تنظيمولو سره سروکار لري، چې خلک او طبيعي منظرې په کې يو د بل په مقابل کې عمل کوي. دا د طبيعي ميراث مديريت، د ځمکې د کارونې پلان جوړونه، د اوبو مديريت، د چاپېريالي تنوع ساتنه او لکه کرنې، کان کېدنې، سياحت، کب نيونې او ځنګلاتو په ګډون د صنعتونو د راتلونکې توجېح وړتيا يو ځای کوي. دا مشخص کوي چې، خلک او د هغوی ژوند، زموږ د منظرو په روغتيا او ګټورتوب باندې باور کوي او د ځمکې د څارنې په توګه د دوی عملونه، د دې روغتيا او ګټورتوب په ثابته ساتنه کې جدي ونډه لوبوي. [۱]

د طبيعي سرچينې مديريت په مشخص ډول د سرچينو او ايکولوژي او د دې سرچينو د ژوند اړوند تقويتي ظرفيت په علمي او تخنيکې ادراک باندې تمرکز کوي. چاپيريالي مديريت د طبيعي سرچينې له مديريت سره ورته دی. په علمي برخه کې د طبيعي سرچينو ټولنپوهنه په ذکر شوې برخې پورې نږدې تړلې ده، مګر د طبيعي سرچينې له مديريت څخه بېله ده. [۲]

تاريخچهسمول

د توجېح په وړتيا باندې ټينګار لومړنيو هڅو او د ورته وخت د سرچينې د ساتنې غورځنګ ته ورګرځېدلی شي ، چې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د شمالي امريکا او انګلېنډ په ايکولوژيکي طبيعت باندې پوه شو. د تحليل دا ډول په ۲۰ پېړۍ کې د هغې پېژندنې سره يو ډله کېږي چې د ساتن پلوو د ساتنې کړنلارې د طبيعي سرچينو په غير مداوم يا وقفه يي لږوالي کې ګټور نه وو. يو نسبتا زيات متحده طريقه عملي شوې ده، چې د سرچينې مديريت سره نغښتل شوي ټولنيز، کلتوري، اقتصادي او سياسي اړخونه مشخص کوي. په پرتليز ډول يو پراخ، ملي او ان نړيواله بڼې له Brundtland کميسيون (Brundtland Commission) او د توجېح وړ پرمختګ (sustainable development) له وکالت نه تکامل وکړ. [۳][۴][۵]

په ۲۰۰۵ ز کې د اسټراليا د (New South Wales) حکومت د کيفي طبيعي سرچينې د مديريت لپاره يو معيار خپور کړ، چې د سمون وړ مديريت د طريقې پر بنسټ د تمرين يا عمل ثابت ته وده ورکړي. [۶]

د امريکا په متحده ايالتونو کې د طبيعي سرچينې د مديريت تر ټولو فعاله برخې زياتره له (ecotourism) او (rangeland management) او د ځنګلاتو مديريت سره يو ځای د کب نيونې مديريت او د وحشي ژوو مديريت دی. په اسټراليا کې د اوبو شريکولو، لکه: (Murray Darling Basin Plan) او (catchment management) هم ګټور دي. [۷][۸][۹]

د مالکيت نظامونهسمول

د طبيعي سرچينې د مديريت روشونه، د سهم لرونکو د طبيعي سرچينو د ډول او حق له مخې ډلبندي کېدلی شي:

  • د حکومت شتمني: د سرچينو مالکيت او اداره د حکومت په لاس کې ده. اشخاص يا ډلې يوازې د دولت په اجازه د دې سرچينو د وړ کارونې وړتيا درلودلی شي. ملي ځنګلونه، ملي پارکونه او نظامې تحفظات يې ځينې بېلګې دي.
  • شخصي شتمني: هر هغه شتمني، چې د يوه حکمي يا حقيقي شخص ملکيت وي. د سرچينو ګټه او دندې ټول په مالکانو پورې اړه لری. شخصي ځمکه يې تر ټولو عامه بېلګه ده.
  • عامه شتمني: دا د يوې ډلې خاصه شتمني ده. ذکر شوې ډله کېدای شي په اندازه، طبيعت او داخلي ساختمان کې توپير ولري. لکه: د کلي اصلي يا طبيعي ګاونډيان. د عامه شتمنۍ ځيني بېلګې ټولنيز ځنګلونه دي.
  • ناشتمني (خلاص لاسرسی): د دې شتمنيو هيڅ معلوم مالک نه شته. هر کاروونکی يې د خپلې غوښتنې له مخې د کارولو مساوي وړتيا لري. دا برخې تر ټولو زياتې استعمالېدونکې يا استثمار شوې دي. ويل کېږي چې: «د هيچا شتمني د هر چا شتمني ده». يوه بېلګه يې په جهيل کې کب نيونه ده. عامه ځمکه کېدای شي، بې مالکه شته وي، چې په انګليستان کې دا ډول ځمکه په سيمه ییز صلاحيت کې مقرره شوې يا ټاکلې شوې ده.
  • دوه رګه: د مالکيت زيات نظامونه چې په طبيعي سرچينو حکومت کوي، د پورتنيو ذکر شوو نظامونو له ډلې له يوه نه زيات به راونغاړي،  نو د طبيعي سرچينې اداره کوونکي اړ دي، چې د دوه رګه نظامونو اغېزې په پام کې ونيسي. په دې ډول دوه رګه يوه بېلګه په استراليا (New South Wales) کې د اصلي زرغونوالي مديريت دی، چې قانون جوړوونکي په کې د اصلي زرغوانوالي په برخه کې يوه عامه ګټه مشخص کوي، مګر که زياتره اصلي زرغونوالی په شخصي ځمکو کې هم شته. [۱۰]

د برخه والو تحليلسمول

د برخه وال تحليل د سوداګريز مديريت له طريقو څخه منځته راغی او ان په مخ پر وده نفوس کې يې د طبيعي سرچينې مديريت سره مرسته کړې ده. د طبيعي سرچينې د مديريت په برخه کې د سهامدار يا برخه وال تحليل د ګټې بېلابېلې دلې مشخص کوي، چې د طبيعي سرچينو په کارونه او ساتنه کې اغېزمن شوي دي. [۱۱]

د برخه وال کوم مشخص تعريف، لکه څرنګه چې په لاندې ډول جدول کې شوی دی، نشته. په ځانګړي ډول د طبيعي سرچينې په مديريت کې، ځکه چې دا مشخص کول ستونزمن دي چې څوک برخه لري او دا به د هر فعال برخه وال له مخې سره توپير ولري. [۱۲]

په دې اړه چې برخه وال يا سهامدار څوک دی؛ بېلابېلې لاندې طريقې شته:[۱۲]

د څېړنې ډول برخه وال يا stakeholder څوک دی؟ سرچينه
د سوداګرۍ مديريت «اغېزناک يا د سازمان د موخې په واسطه اغېزمنېدلی شي» Freeman.[۱۳]
د سوداګرۍ مديريت «د چا له ملاتړ پرته چې به د سازمان شتون ودروي» [۱۴]Bowie
د سوداګرۍ مديريت «هغه اشخاص يا ډلې چې په يوه اتحاديه او د هغې په فعاليتونو کې په اوس، تېر او راتلونکي کې مالکيت، حقونه يا ګټې لري او يا يې د لرلو غوښتنه کوي» [۱۵]Clarkson
د طبيعي سرچينې مديريت «... د خلکو هره هغه تنظيم شوې يا ناتنظيم شوې ډله، چې په يوه ځانګړې مسئله يا سيستم کې عامه ګټه يا برخه شريکوي...» Grimble and Wellard[۱۶]
د طبيعي سرچينې مديريت «... هر هغه شخص، ډله او بنسټ چې په اغېزناک ډول به اغېزمن وي؛ د يوې مشخصې پېښې، پړاو يا بدلون په واسطه په مثبت يا منفي ډول». Gass et al.[۱۷]
د طبيعي سرچينې مديريت «... هر هغه شخص يا ډله چې په مستقيم يا نامستقيم ډول اغېزه کوي يا اغېزمن پلاننګ وي، چې لږ تر لږه بالقوه برخه وال وي». [۱۸]Buanes et al
د روغتيا کړنلاره «... برخه وال (اشخاص، ډلې او سازمانونه چې ګټه (يوه برخه) او هغه ځواک لري، چې چارې يا عملونو او د يوه سازمان په موخو ، پروژې يا د کړنلارې په لوري باندې اغېزه وکړي.» Brugha and [۱۹]Varvasovszky
پرمختګ «... په يوه پروژه يا پروګرام کې په ګټو سره اشخاص، ډلې يا بنسټونه.» [۲۰]ODA


له همدې امله دا په طبيعي سرچينه کې د برخه والو په حالت پورې اړه لري، چې کوم تعريف او بعدي نظريه کارېدلې ده.

بيلګرينا (Billgrena) او هولمي (Holme) د طبيعي سرچينې په مديريت کې د برخه وال تحليل موخې تعريف کړې دي: [۲۱]

  • هغه برخه وال تعريف او ډلبندي شي، چې اغېز لري.
  • يو ادراک دې رامنځته شي، چې بدلونونه ولې رامنځته کېږي.
  • دا دې خپاره شي، چې څوک بدلونونه رامنځته کولی شي.
  • طبيعي سرچينې څه ډول تر ټولو ښې تنظيمولی شو.

دا د هغې کړنلارې جوړونې ته شفافيت او روښانتيا ورکوي، چې برخه والو ته اجازه ورکوي ، تر څو د ګټې ټکرونه مشخص او حل لارې يې برابرې کړي. د برخه والۍ ګڼې نظريې شته. لکه: (Mitchell et al). که څه هم (Grimble) په طبيعي سرچينې مديريت کې د برخه وال تحليل لپاره د پړاوونو يو کاري چوکاټ جوړ کړ. (Grimble) دا کاري چوکاټ د دې يقيني کولو لپاره طرحه کړ، چې تحليل د طبيعي سرچينې د مديريت د اړينو اړخونو په اړه مشخص دی. [۲۲][۲۳]

په برخه وال تحليل کې پړاوونه: [۲۴]

  1. تحليلي موخې روښانه کړئ.
  2. د يوه سيستم په برخه کې مسئلې ځای پر ځای کړئ.
  3. پریکړه کوونکي او برخه وال مشخص کړئ.
  4. د برخه وال ګټې او برنامې وپلټئ.
  5. د داخلي عمل او ناخپلواکيت (لکه: ټکرونه او متناسبوالی، trade-offs او ګډه همکاري) طرحې وپلټئ.

سرچینېسمول

  1. "Resilient landscapes and communities managing natural resources in New South Wales" (PDF). Nrc.nsw.gov.au. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Bachelor of Applied Science (Natural Resource Management)". Massey University. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. Berkeley University of California: Geography: Geog 175: Topics in the History of Natural Resource Management: Spring 2006: Rangelands Archived 11 June 2007 at the Wayback Machine.
  4. San Francisco State University: Department of Geography: GEOG 657/ENVS 657: Natural Resource Management: Biotic Resources: Natural Resource Management and Environmental History Archived 17 December 2008 at the Wayback Machine.
  5. Thakadu, O. T. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Success factors in community based natural resources management in northern Botswana: Lessons from practice"]. Natural Resources Forum 29 (3): 199–212. doi:10.1111/j.1477-8947.2005.00130.x. 
  6. NSW Government 2005, Standard for Quality Natural Resource Management, NSW Natural Resources Commission, Sydney
  7. Hubert, Wayne A.; Quist, Michael C., المحررون (2010). Inland Fisheries Management in North America (الطبعة Third). Bethesda, MD: American Fisheries Society. د کتاب پاڼې 736. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-934874-16-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bolen, Eric G.; Robinson, William L., المحررون (2002). Wildlife Ecology and Management (الطبعة 5th). Upper Saddle River, NJ: Pearson. د کتاب پاڼې 634. د کتاب نړيواله کره شمېره 013066250X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bettinger, Pete; Boston, Kevin; Siry, Jacek; Grebner, Donald, المحررون (2017). Forest Management and Planning (الطبعة Second). Academic Press. د کتاب پاڼې 362. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780128094761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Native Vegetation Act 2003". Environment.nsw.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dandy, N. et al. (2009) ‘Who's in and why? A typology of stakeholder analysis methods for natural resource management,’ Journal of Environmental Management, vol. 90, pp. 1933–1949
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Billgrena, C., Holme, H. (2008) ‘Approaching reality: Comparing stakeholder analysis and cultural theory in the context of natural resource management,’ Land Use Policy, vol. 25, pp. 550–562
  13. Freeman, E.R. (1999) ‘The politics of stakeholder theory: some further research directions,’ Business Ethics Quartley, vol. 4, Issue. 4, pp. 409–421
  14. Bowie, N. (1988) The moral obligations of multinational corporations. In: Luper-Foy (Ed.), Problems of International Justice. Boulder: Westview Press, pp. 97–113.
  15. Clarkson, M.B.E. (1995) ‘A stakeholder framework for analyzing and evaluating corporate social performance,’ Academy of Management Review, vol. 20, Issue. 1, pp. 92–117
  16. Grimble, R., Wellard, K. (1997) ‘Stakeholder methodologies in natural resource management: a review of principles, contexts, experiences and opportunities.’ Agricultural Systems, vol. 55, Issue. 2, pp. 173–193
  17. Gass, G., Biggs, S., Kelly, A. (1997) ‘Stakeholders, science and decision making for poverty-focused rural mechanization research and development,’ World Development, vol. 25, Issue. 1, pp. 115–126
  18. Buanes, A., et al. (2004) ‘In whose interest? An exploratory analysis of stakeholders in Norwegian coastal zone planning,’ Ocean & Coastal Management, vol. 47, pp. 207–223
  19. Brugha, Ruairí; Varvasovszky, Zsuzsa (September 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stakeholder analysis: a review"]. Health Policy and Planning 15 (3): 239–246. doi:10.1093/heapol/15.3.239. PMID 11012397. 
  20. ODA (July 1995). "Guidance note on how to do stakeholder analysis of aid projects and programmes" (PDF). Overseas Development Administration, Social Development Department. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Billgrena, C., Holme, H. (2008) ‘Approaching reality: Comparing stakeholder analysis and cultural theory in the context of natural resource management,’ Land Use Policy, vol. 25, pp. 550–562
  22. Mitchell, R. K.; et al. (1997). TOWARD A THEORY OF STAKEHOLDER IDENTIFICATION AND SALIENCE: DEFINING THE PRINCIPLE OF WHO AND WHAT REALLY COUNTS. 22. Academy of Management Review. د کتاب پاڼي 853–886. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Grimble, R (1998). Stakeholder methodologies in natural resource management, Socioeconomic Methodologies (PDF). Chatham: Natural Resources Institute. د کتاب پاڼي 1–12. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  24. Grimble, R (1998). Stakeholder methodologies in natural resource management, Socioeconomic Methodologies (PDF). Chatham: Natural Resources Institute. د کتاب پاڼي 1–12. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]