د طالبانو بغاوت

د طالبانو بغاوت

د طالبانو بغاوت، هغه بغاوت چې په ۲۰۰۱ ز کال کې وروسته له هغې چې په افغانستان کې د جګړې په پایله کې د دوی ډله له واکه ګوښه شوه پیل شو. طالب جنګیالیو د ولسمشر حامد کرزي او بیا د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له افغان دولت او د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو پر وړاندې چې د ناټو ټولو غړو هېوادونو سرتېري په کې وو جګړه وکړه؛ چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د دوی د جګړې له امله، د ولسمشر اشرف غني دولت وپاشل شو.

بغاوت د ګاونډي پاکستان په پوله ییزو سیمو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې په پراخه کچه شته و. طالبانو له افغان ملي امنیتي ځواکونو او د دوی له ناټو همکارانو سره جګړه کوله، همدارنګه یې ملکي هدفونه هم په نښه کول. د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، چین او روسیه د دغې یاغي ډلې په ملاتړ تورن شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

حقاني ډله، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب (تر ۲۰۱۶ ز کال پورې) او د القاعدې یو شمېر کوچنۍ ډلې د طالب بغاوت برخې وې.[۱۱][۱۲]

مخینه(لرلید) سمول

په ۲۰۰۱ ز کال کې په افغانستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو له برید وروسته، طالبانو ماتې وخوړه او د دغې ډلې ګڼ شمېر جنګیالیو د طالبانو تحریک پرېښود او یا هم په پاکستان کې خپلو امن ځایونو ته وتښتېدل. د ۲۰۰۳ز کال په مۍ او جون میاشتو کې طالب لوپوړو چارواکو څرګنده کړه چې:  د طالبانو ډله بېرته راغونډه شوې او چمتو ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په موخه ګوریلایي جګړه پرمخ بوځي. ملا محمد عمر د داد الله په څېر طالب قوماندانانو ته پنځه عملیاتي زونونه وټاکل. دادالله ته د زابل ولایت مسئولیت وسپارل شو.[۱۳][۱۴]

د ۲۰۰۴ ز کال په وروستیو کې پټ شوي طالب مشر محمد عمر اعلان وکړ چې: طالبان د "امریکایانو او د هغو د لاس پوڅو" (یعنی د افغانستان د انتقالي دولت د ځواکونو) پر وړاندې "د خپل هېواد د حاکمیت د بېرته ترلاسه کولو" په موخه جګړه پیلوي.[۱۵][۱۶]

د طالبانو تحریک سمول

په ۲۰۱۸ ز کال کې د طالبانو تحریک له څلورو بېلابېلو شورا ګانو یا ډلو جوړ شو. لومړۍ هغه یې د کویټې شورا وه. چې دوه کوچنۍ د حقاني شبکه (د میرانشاه د شورا په نوم هم پېژندل کېږي) او د پېښور شورا ورته اړوندېدلې. د پېښور شورا د ۲۰۰۵ ز.کال په مارچ کې جوړه شوه، چې بنسټ یا عملیاتي سیمه یې د افغانستان ختیځ و. د دغې شورا ډېری جنګیالي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پخواني غړي وو. حقاني شبکې، په ۲۰۰۷ ز.کال کې له کویټې شورا خپله بېلواکي اعلان کړه، خو د ۲۰۱۵ ز کال په اګست کې بېرته ورسره یوځای شوه. د پېښور شورا له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې خپلواکه وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

دویمه خپلواکه شورا هم د شمال شورا وه چې مرکز یې په بدخشان ولایت کې و. درېمه هغه هم د مشهد شورا وه، د کومې چې ایران ملاتړ کاوه او څلورمه هغه د رسول شورا وه چې د ملا محمد رسول له خوا یې مشري کېده او همدارنګه د اسلامي امارت د لوړ پوړې شورا په توګه پېژندل کېدله.[۲۱]

مالي مدیریت سمول

د لندن د اقتصادي کالج (London School of Economics) په یوه راپور کې یو لړ محرم اسناد څرګند شوي، چې ښيي: د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) د هغې کچې څخه په زیاته اندازه چې مخکې یې اټکل کېده، د طالب جنګیالیو مالي ملاتړ کړی، هغوی یې روزلي او خوندي پټن ځایونه یې ورته برابر کړي دي. د راپور لیکوال مت والدمن (Matt Waldman) د جګړې په ډګر کې له ۹ طالب قوماندانانو سره له مرکې وروسته دې پایلې ته رسېدلې دی چې:  له طالب یاغیانو سره د پاکستان اړیکې له هغې چې پخوا انګېرل کېدلې ، ډېرې پراخې دي. یو شمېر دغو مرکه کوونکو څرګنده کړې، چې پاکستاني استخباراتي ادارې، ان د طالبانو د عالي شورا یا کویټې شورا په ناستو کې ګډون درلود. د پاکستان د پوځ ویاند دغه راپور رد کړ، او هغه یې "بدناموونکی" وباله.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

له ۲۰۰۱ ز کال – ۲۰۰۶ ز کال پورې د طالب جنګیالیو د بیا منظم کېدلو مهال په توره بوړه کې د اناکوندا له عملیاتو(Operation Anaconda) او جګړې وروسته، طالبانو ماتې وخوړه. ګڼ شمېر طالب جنګیالیو د طالبانو تحریک پرېښود او یا هم په پاکستان کې خپلو خوندي ځایونو ته کډه شول، چېرې چې دوی د خپل تحریک د بېرته جوړولو لومړني ګامونه واخیستل.[۳۴][۳۵][۳۶]

د ۲۰۰۳ ز کال په پیل کې د طالبانو او نورو ډلو تبلیغ کوونکي، ښارونو او کلیو ته لاړل او له خلکو یې وغوښتل، چې د اسلامي باور پر بنسټ د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې ودرېږي او د دوی پر باور سپېڅلې جګړې کې برخه واخلي. د ۲۰۰۳ ز کال په جنوري میاشت کې د منګنوس عملیاتو (Operation Mongoose) یا په افغانستان کې د جګړې پر مهال امریکايي ځواکونو د سپین بولدک شمال ته په ۲۵ کیلومترۍ (۱۵ میله) کې پروت ادي غار (Adi Ghar) کې پر یو شمېر جنګیالیو برید وکړ. د ۱۸ جنګیالیو د وژنې او امریکایي سرتېرو ته د تلفاتو د نه اوښتو راپور ورکړل شو. دغه مرکز له پاکستان څخه د راتلونکو جنګیالیو د سمبالولو د مرکز په توګه وښودل شو. دا هغه مهال و چې په افغان هدفونو باندې د طالبانو لویو ډلو ته اړوند جلا جلا بریدونه څرګند شول.[۳۷][۳۸]

د ۲۰۰۳ ز کال په مۍ میاشت کې، د طالبانو د سترې محکمې قاضي القضات عبدالسلام اعلان وکړ چې:  طالبان بېرته راغلي، منظم شوي او چمتو دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په موخه ګوریلایي جګړه وکړي. عمر د پنځو عملیاتي زونونو لپاره قوماندانان وټاکل، چې یو یې دادالله و، چې د زابل ولایت مسئولیت یې ور وسپاره.[۳۹]

د ۲۰۰۳ ز کال په جون میاشت کې د طالب لوړ پوړي قوماندان ملا لنګ په وینا: پولې ته څېرمه کوچني ګرځنده روزنیز ګروپونه، د طالبانو لپاره جوړ شول، څو د ګوریلايي جګړې لپاره نوي ګمارل شوي جنګیالي وروزي. ډېری دغه جنګیالي، د پاکستان د قبایلي سیمو له مدرسو را ټول شوي وو. د ۲۰۰۳ ز کال په اوړي کې په قبایلي سیمو کې د ۲۰۰ یا له هغو څخه د زیات شمېر جنګیالیو په لرلو پوځي مرکزونه څرګند شول. د دوی له نفوذ څخه د مخنیوي په موخه، د پاکستان اراده معومه نه وه، ځکه د پاکستاني ځواکونو عملیاتو چندان ګټه نه لرله.[۴۰][۴۱]

د ۲۰۰۳ ز کال په اوړي کې په تدریجي ډول د طالبانو بریدونه زیات شول، په لسګونو افغان ملی امنیتي ځواکونه، د غیر دولتي مؤسسو کارکوونکي او یو شمېر امریکايي سرتېري ددغې ډلې په بریدونو، کمینونو او راکټي بریدونو کې ووژل شول. د ګوریلايي جګړې په خوا کې طالب جنګیالیو د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې د ځواک په جوړولو پیل وکړ. طالبانو پریکړه وکړه چې، همالته پاتې شي. د اوړي پر مهال ، له ۱۰۰۰ زیات ګوریلایي جنګیالي هلته ورسېدل. د ۲۰۰۳ ز کال په اګست کې، د ګڼ شمېر افغان پولیسو په ګډون له ۲۲۰ زیات وګړي ووژل شول.[۴۲]

په ۲۰۰۶ ز کې د جګړې زیاتوالی سمول

په ۲۰۰۶ ز کال کې، افغانستان په لاس جوړشوو ماینونو او ځانمرګو برید کوونکو د بریدونو له پراخې څپې سره مخامخ شو، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د ۲۰۰۶ ز کال په پسرلي کې، ناټو د یاغیانو ضد جګړې مشري پر غاړه واخیسته.[۴۳]

افغان ولسمشر حامد کرزي په عام ډول د لویدیځو ځواکونو له خوا په جګړه کې کارول کېدونکي تاکتیکونه وغندل. د ۲۰۰۶ ز کال په جون کې هغه وویل:

له دوو کالونو راهیسې، زه په سیستماتیکه بڼه پرله پسې او هره ورځ نړیوالې ټولنې ته د هغه څه اړوند، چې په افغانستان کې وده کوي ،خبرداری ورکوم، کوم چې اړتیا ده، دوی په خپل چلن کې بدلون راولي... نړیواله ټولنه، باید له ترهګرۍ سره په جګړه کې په خپلو تاکتیکونو بیا کتنه وکړي.

طالب حنګیالي هم،  د خپلو کړنو له امله له کلکو نیوکو سره مخامخ وو. د بشري حقونو څار ډلې له خوا په افغان ملکي وګړو د طالبانو (تر یوې اندازې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب) ماین چاودنو او نورو بریدونو راپورونه ورکړل شوي، هغه چې "په ۲۰۰۶ ز کال کې ډېر زیات شول" چې لږ تر لږه ۶۶۹ افغان ملکي وګړي د دوی په ۳۵۰ هغو وسله والو بریدونو کې، چې په ډېری هغو کې په قصدي ډول ملکي وګړي او ملکي اهداف په نښه شوي وو، ووژل شول. له دغې شمېرې ۱۳۱ یې ځانمرګي بریدونه وو، چې ۲۱۲ ملکي وګړي په کې ووژل شول(۷۳۲ ټپیان شول)، د ملي اردو او ملي پولیسو ۴۶ سرتېري،  (۱۰۱ ټپیان ) او ۱۲ بهرني سرتېري ووژل شول (۶۳ ټپیان شول).[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. (په 23 November 2010 باندې). Iran still supporting Afghan insurgency-U.S.. Reuters.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. (په 22 September 2011 باندې). U.S. blames Pakistan agency in Kabul attack. Reuters
  6. (په 17 September 2011 باندې). U.S. links Pakistan to group it blames for Kabul attack. Reuters
  7. (په 18 September 2011 باندې). Clinton Presses Pakistan to Help Fight Haqqani Insurgent Group. Fox News
  8. (په 23 September 2011 باندې). Pakistan condemns US comments about spy agency.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Our Man in Kabul? Archived 12 April 2010 at the Wayback Machine. by Michael Crowley, tnr.com, 9 March 2010
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. (په 8 May 2003 باندې). Taliban appears to be regrouped and well-funded. Christian Science Monitor.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. (په 13 November 2004 باندې). Asia: Afghanistan: Taliban Leader Vows Return. The New York Times.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Giustozzi 2019, p. 88.
  20. Giustozzi 2017, p. 9.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.[مړه لينکونه]
  24. Gretchen Peters "Seeds of Terror: How Heroin is Bankrolling the Taliban and Al Qaeda", publ. Thomas Dunne Books (2009)
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. (په 20 August 2021 باندې). Taliban finances swelled by proceeds of Afghanistan's shadow economy. Financial Times
  27. Ian Traynor in Brussels (په 28 July 2009 باندې). US sets up task force to stem flow of foreign funds to Taliban. Guardian.
  28. (په 3 September 2009 باندې). Are U.S. taxpayers funding the Taliban?. Reuters.
  29. (په 13 June 2010 باندې). Pakistan's ISI intelligence agency 'supports' Taliban. BBC News.
  30. "Pakistan puppet masters guide the Taliban killers" Archived 12 May 2011 at the Wayback Machine.
  31. (په 13 June 2010 باندې). Report slams Pakistan for meddling in Afghanistan. Reuters.
  32. CNN Wire Staff (په 14 June 2010 باندې). New report on Pakistan connections with Taliban dismissed by military. CNN
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. (په 8 May 2003 باندې). Taliban appears to be regrouped and well-funded. Christian Science Monitor.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Stephen Tanner, Afghanistan: A Military History, Page 317
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. (په 14 February 2003 باندې). Leaflet War Rages in Afghan Countryside.
  39. (په 8 May 2003 باندې). Taliban appears to be regrouped and well-funded. Christian Science Monitor.
  40. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  41. (په 8 May 2003 باندې). Taliban appears to be regrouped and well-funded. Christian Science Monitor.
  42. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  43. [۱] Archived 29 September 2007 at the Wayback Machine.
  44. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  45. The Consequences of Insurgent Attacks in Afghanistan Archived 5 March 2016 at the Wayback Machine. April 2007 Volume 19, No. 6(C)
  46. Afghanistan`s record of suicide attacks in 2006 Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. Paktribune.com quoting "A well-calculated survey by Pajhwok Afghan News". Retrieved 1 February 2008
  47. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.