د صربستان او متحده ایالاتو اړیکې

د صربستنا او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۲ کال کې کله چې صربستان شاهي و جوړې شوې. له ۱۹۱۸ تر ۲۰۰۶ کال پورې متحده ایالاتو خپلې اړیکې له یوګوسلاویا پاچاهۍ د یوګوسلاویا فېدرالي سوسیالیستي جمهوریت او د یوګوسلاویا له فېدرال جمهوریت ( وروسته صربستان او  مونتنېګرو) سره خوندي کړې چې صربستان یې قانوني ځای ناستی بلل کېږي.[۱][۲]

د نولسمې پېړۍ په پای کې متحده ایالاتو  هڅه وکړه چې د سیمې له نویو رامنځته شویو ملي دولتونو لکه صربستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو له لارې له بالکان څخه د عثماني امپراتورۍ د شاتګ په ګټه کار واخلي. دا دوه هېوادونه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې سره متحد وو، تر جګړې وروسته صربستان له مونته نېګرو او هغو خاورو سره  چې مخکې د اتریش- هنګري په واک کې وې متحد شو تر څو یو واحد سویلي سلاوي هېواد رامنځته کړي چې د یوګوسلاویا په نوم پېژندل کېږي. دې هېواد د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې له متحده ایالاتو سره دیپلوماتیکې اړیکې لرلې، د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې متحده ایالاتو په یوګوسلاویا کې د خپلو سیالانو کمونیستو پارتیزیانو پر وړاندې له صربي سلطنتي چتنیک‌یانو څخه ملاتړ وکړ. په پای کې چتنیک‌یانو د پارتیزیانو له خوا ماته وخوړه او یوګسلاویا په یو کمونیستي یو ګوندي دولت بدله شوه چې د پارتیزیانو مشر یوسېپ بروز تیتو یې مشري پرغاړه واخیسته. تر جګړې وروسته متحده ایالاتو او یوګوسلاویا لږ دیپلوماتیکې اړیکې لرلې. د جګړې پای همدارنګه له یوګوسلاویا څخه د ګڼ شمېر پناه غوښتونکو د مهاجرت لامل شو چې ډېری یې صربیان وو او په پای کې متحده ایالاتو ته کډه شول. چې په متحده ایالاتو کې یې د صربیانو د لومړنۍ دیاسپورا (خورې ورې ټولنې) په  رامنځته کولو کې مرسته وکړه. ځینې صربیان چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په متحده ایالاتو کې مېشت شول د کمونیست ضد تبعیدیان وو چې د سړې جګړې په بهیر کې یې د تیتو د کمزوري کولو هڅه کوله او غوښتل یې متحده ایالات د خپلو کمونیستي ضد موخو د ځای په توګه وکاروي.[۳]

متحده ایالات د یوګوسلاویا د له‌منځه تللو په بهیر کې په جنګي او اقتصادي نښتو کې ښکېل و په ځانګړي ډول له صربستان سره چې هغه مهال د یوګوسلاویا د یو فېدرال جمهوریت ( د سوسیالیستې یوګوسلاویا ځای ناستی هېواد) په توګه پېژندل کېده. متحده ایالاتو ځینې بندیزونه وضع کړل او په ۱۹۹۹ کال کې يې د یوګوسلاویا خلاف د ناټو د بمبار مشري پرغاړه لرله. په دې دوره کې د صربیانو د مهاجرت بله څپه رامنځته شوه او ډېری صربي پناغوښتونکي متحده ایالاتو ته کډه شول. په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د متحده ایالاتو او یوګوسلاویا دیپلوماتیکې اړیکې ورغېدې، خو کله چې په ۲۰۰۶ کال کې مونته نګرو ورڅخه جلا شوه دې اړیکو بدلون وکړ او تر هغه وروسته صربستان د یوګوسلاویا د فېدرال جمهوریت د ځای ناستي دولت په توګه خپلو پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړ. کوزوو د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې په یو اړخیز ډول له صربستان څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ متحده ایالاتو دا ګام په رسمیت وپېژانده.

تاریخچه سمول

د متحده ایالاتو او صربستان پاچاهۍ تر منځ اړیکې سمول

د صربستان د وخت پاچاهۍ او متحده ایالاتو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې په ۱۹مه پېړۍ کې رامنځته شوې. په ۱۸۷۹ کال کې په نیویارک کې د صربستان عمومي کنسولګري پرانیستل شوه. د ۱۸۸۲ کال د فبرورۍ په درېیمه د صربستان پارلمان د صربستان پاچاهۍ او متحده ایالاتو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې چې د پاچا میلان اوبرنوویچ له خوا وړاندې شوې تصویب کړې. د متحده ایالاتو سنا د ۱۸۸۲ کال د جنوري په ۵مه دواړه سندونه له هېڅ بحث او اصلاحیې پرته تصویب کړل. د ۱۸۸۲ کال د نوامبر په ۱۰مه یوجین شوېلر په صربستان کې د متحده ایالاتو لومړنی سفیر شو.[۴]

د یوګوسلاویا پاچاهۍ او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې سمول

د صربیانو، کرواتیانو او اسلووني‌یانو د پاچاهۍ د پولو په ټاکنو کې د متحده ایالاتو رول سمول

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحده ایالاتو تر ګډون وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر وودرو وېلسون د جګړې د ختمولو لپاره خپلې څوارلس مادې د لومړیتوب لرونکو مذاکراتو د نوملړ په توګه صادرې کړې. د وېلسون لسمې مادې ویل چې په اتریش - هنګري کې مېشت خلک باید تر جګړې وروسته په خپلواک ډول خپل برخه‌لیک وټاکي چې تر جګړې وروسته د ژغورل شوي اتریش - هنګري په اړه د بریتانیا د دولت له پرېکړې سره په مستقیم تضاد کې وه. د وېلسون یوولسمه کرښه په ځانګړي ډول د صربستان اړوند وه چې په ښکاره ډول یې دا تشرېح کوله چې ادریاتیک سیند ته د صربستان ازاد لاس رسی تضمینېږي. د وارسای تړون اړوند مذاکراتو په بهیر کې متحده ایالاتو د هغه پلاوي استازولي کوله چې په شدید ډول یې د صربیانو، کروات‌یانو او اسلوونیایی‌یانو د نوي پاچاهۍ لپاره د پولو په ټاکنه کې ګډون درلود. د نویو پولو د ټاکنې په پروسه کې د صربستان پاچاهۍ جوان سیوېجک وټاکه تر څو امریکایي پلاوي ته ځینې نقشې وروښيي او هغوی ته قناعت ورکړي چې د بارانیا، ختیځ بنات او نورو هغو سیمو لاسته راوړل تایید کړي چې مخکې د اتریش – هنګري، بلغاریا او رومانیا له خوا اداره کېدې. په همدې ترتیب سره امریکایي پلاوی هم د صربستان  د ګاونډيو هېوادونو له لابي سره مخ شو او د سیوېجک د وړاندیز خلاف يې هنګري ته د بارانیا ډېره برخه او رومانیا ته د بانات د ډېرې برخې ورکول تایئد کړل.[۵][۶][۷]

فرهنګي تبادل سمول

تر لومړۍ نړیوالې جګړې ورورسته صربستاني زده کړیالانو په متحده ایالاتو کې زده کړې وکړې. په ۱۹۱۹ کال کې د صربستان د زده‌کړو نړیواله کمېټه د پروفیسورې روزالي سلټر مورټون له خوا رامنځته او ډېر زر د پوهنې وزارت له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. مورټون په نیویارک کې لومړنۍ ښځینه پروفیسروره وه او د صربستان د جګړې په بهیر کې د خپل "درناوي، ستاینې او قدر دانۍ" په لټه کې وه. په ټوله کې په لومړي پړاو کې ۶۱ زده کوونکو (چې تر ډېره د ننني صربستان لرغونې اوسېدونکي و) نوم لیکنه وکړه. د حسن نیت او د صربیانو په وړیا زده کړو کې د مشارکت د نښې په توګه بېلابېل امریکایي کالجونه د صربیانو په واک کې ورکړل شول. دا ډول کړنې هغه مهال په ټولو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمومي ښو اړیکو یوازینۍ جنبه وه.[۸][۹]

په ۱۹۳۰مه لسیزه کې امریکایي فلمونو د یوګوسلاویا په سینما کې د بهرنیو نندارو له ۵۰ سلنه څخه زیاته برخه جوړوله او چارلي چاپلېن د بلګراد د خلکو د خوښې وړ و، په هم هغه دوره کې جاز موسیقي دودو شوه او د ارتور روبېن ستېن په څېر امریکایي موسیقارانو په بلګراد کې موسیقي وغږوله.[۱۰][۱۱]

د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې له صربي سلطنت غوښتونکو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ سمول

په  یوګوسلاویا کې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې متحده ایالاتو په لومړیو کې د یوګوسلاویا له سلطنتي دولت څخه ملاتړ وکړ. کله چې د ۱۹۴۱ کال په  پسرلي کې نازیانو پر یوګوسلویا برید وکړ متحده ایالاتو د جګړې په لومړیو کلونو کې له چتنیک‌یانو څخه ډېر ملاتړ وکړ. دا ملاتړ د وېلیم ډونوان له ادارې سره د چتنیک‌یانو او ستراتیژیکو خدمتونو د دفتر تر منځ د پراخو پټو اړیکو په چوکاټ کې ترسره شو. دا ډول همکارۍ د هالیارډ عملیاتو په څېر  چې په ترڅ کې يې څو سوه امریکایي پیلوټان د چتنیک‌یانو له خوا وژغورل شول په پېچلیو عملیاتو کې را برسېره شوې.[۱۲][۱۳]

په هر حال له چتنیک‌یانو څخه د ستراتیژکو اړیکو د دفتر (OSS) ملاتړ د بریتانیا دولت د M16 پالیسۍ پر بنسټ د چتنیک‌یانو پرځای د یوګوسلاویا له پارتیزانو څخه د ملاتړ په واسطه له ګواښ سره مخ شو. په ۱۹۴۳ کال کې د یوګوسلاوي پارتیزیانو په پرتله له چتنیک‌یانو څخه د متحده ایالاتو ملاتړ تر هغې کچې و چې ولسمشر فرانکلین ډي روزوېلت له وینسون چرچېل سره په یوه خصوصي مرکه کې وویل چې خیال کوي د یوګوسلاویا پولې به په بشپړ ډول په درېيو بېلو ایالتونو بدلې شي او د جګړې په پای کې به دویم پیتر د صربستان د خپلواکې پاچاهۍ پاچا شي. USAF او RAF د ۱۹۹۴ کال په اپرېل کې کله چې په دې وپوهېدل چې د نازي یرغل یوازې د صربیانو له مقاومت سره نه شي ماتېدلی په بلګراد کې بمبار پیل کړ.[۱۴][۱۵]

د متحده ایالاتو استخباراتي کړۍ د یوګوسلاویا په چریکي عملیاتو کې خپل نفوذ په ورو ورو بریتانویانو ته وسپاره. د جګړې په پای کې ولسمشر هري. اېس ترومن چتنیک مشر درازه مېهالووېک ته د مېريټ د زړه ورتیا مډال ورکړ خو دا جایزه تر ۲۰۰۵ کال پورې په عامه توګه ښکاره نه شوه.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول



[2] سلطنتي هوايي ځواک چې بشپړه لیکنه يې Royal Air Force ، ژباړن

  1. "US Ambassador to Serbia. US Government Office". د لاسرسي‌نېټه February 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Country programme framework". UNDP Serbia. UNDP. د اصلي آرشيف څخه پر May 5, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jozo Tomashevich (1975). The Chetniks. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 376. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780804708579. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "US Ambassador to Serbia. US Government Office". د لاسرسي‌نېټه February 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Stars and Stripes in Dalmatia. Some 60,000 Serbs, who had emigrated to America, returned during the war to fight for their motherland. This shows a Serb outpost in Dalmatia manned by volunteers from Gebo, Wyoming. Many of these American Serbs have been demobilized and are being helped to return to their adopted country by the American Red Cross". Library of Congress. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Elri Liebenberg, Imre Josef Demhardt, Soetkin Vervust; et al. (2016). History of Military Cartography. Springer. د کتاب پاڼي 191–192. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319252445. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  8. Đikanović, Vesna (2019). "A Stake in the Future – the Education of Serbian Students in America 1919-1924". Institut za noviju istoriju Srbije: 70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  9. Đikanović, Vesna (2019). "A Stake in the Future – the Education of Serbian Students in America 1919-1924". Institut za noviju istoriju Srbije. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  10. Gašić, Ranka (2005). Beograd u hodu ka Evropi: Kulturni uticaji Britanije i Nemačke na beogradsku elitu 1918–1941. Belgrade: Institut za savremenu istoriju. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 86-7403-085-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gašić, Ranka (2005). Beograd u hodu ka Evropi: Kulturni uticaji Britanije i Nemačke na beogradsku elitu 1918–1941. Belgrade: Institut za savremenu istoriju. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 86-7403-085-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jozo Tomashevich (1975). The Chetniks. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 376. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780804708579. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Los Angeles Times - Archives - February 28, 1987 - George Musulin; Led Airlift That Rescued Fliers in World War II dies". Los Angeles Times. 1987-02-28. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Srpska Mreza - To Bomb Belgrade on Easter - By Charles Simic". Srpska. د اصلي آرشيف څخه پر September 24, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. David K. Adams, Cornellis A. van Minnen (1994). Reflections on American Exceptionalism. Keele University Press. د کتاب پاڼې 160. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781853310744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "General Mihailovic - Mihailovic Legion of Merit - July 2006". General Mihailovich. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "ISN ETH Zurich - May 10, 2005 - US veterans award Legion of Merit to Chetnik". ISN. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Legion of Merit". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)