د شوروي اتحاد د کمونست ګوند نظریه

د شوروي اتحاد د کمونست ګوند (CPSU) نظریه د مارکسیزم او لینینیزم د نظریه زیږنده وه چې دا نظریه د حاکم  مرکزي اقتصادي سیسټم چې په سر کې یې یو ګوند چې د کارګرې طبقې دیکتاتوري یې د یوه واقعیت په توګه پېژنده لرونکي وه. دغه راز د کمونیزم د لاسته راوړلو لپاره د شوروي اتحاد ایډیالوژیکي ژمنې په یوه هېواد کې د سوسیالیزم پراختیا، د پانګوالو هېوادونو سره سوله ایز ګډ ژوند په داسې حال کې چې د نړیوال پرولتاریا د دفاع لپاره د امپریالیزم ضد مبارزه کې ښکیل وي او له پانګوالۍ نظام سره مبارزه او د کمونیزم موخو ته وده ورکول دي. همدارنګه د شوروي اتحاد نظریه د لینن او سټالین له تیوریو، تګلارو او سیاسي تمریناتو نه سرچینه اخیستې او وده کړې ده.

مارکسیزم-لینینیزم سمول

مارکسیزم-لینینیزم د شوروي اتحاد ایډیالوژیکي اساس و. دې د CPSU د واکمنۍ حق تشریح او مشروعیت ورکړ، پداسې حال کې چې د یو مخکښ ګوند په توګه د هغې رول تشریح کوي. دغه راز دې نظریې څرګنده کړه چې د CPSU تګلاره که څه هم ناخوښه وه، خو سمه وه ځکه چې ګوند ړوند اند و.[۱][۲]

مارکسیزم-لینینیزم د کلونو په اوږدو کې د پرمختګ سره سره، څو بنسټیز اصول درلودل. دغه راز د ۱۹۷۷ز کال اساسي قانون ګوند ته د «د شوروي ټولنې مخکښ او لارښود ځواک په توګه اشاره کړې او په ټولو دولتي او عامه سازمانونو کې د هغه د سیاسي نظام د شوروي اتحاد کمونست ګوند دی». دغه راز ګورباچوف تر یوې اندازې پورې له خصوصي کولو ملاتړ وکړ، خو د هغه تګلارې په ۱۹۲۰ لسیزې کې د ولادیمیر لینین او نیکولای بخارین له نظره د نوي اقتصادي تګلارو پر بنسټ ولاړې وې او د اقتصاد په لوړو پوړونو کې د بشپړ دولتي مالکیت پلوي وکړه. د لیبرالیزم پر خلاف، مارکسیزم-لینینیزم د فرد پر اهمیت ټینګار نه دی کړی، بلکې د یوه ټولیزغړي په توګه یې د فرد پر رول ټینګار کړی دی، چې د دې تعریف له مخې خلک یوازې د بیان د ازادۍ حق لري که چیرې دا د ډله اېزو ګټو ساتنه وکړي. د بېلګې په توګه د ۱۹۷۷ز کال په اساسي قانون کې د مارکسیزم - لینینیزم په اړه ویل شوي چې هر فرد د خپل نظر د څرګندولو حق لری، خو دا نظر یوازې هغه مهال څرګندېدای شی چې د «شوروی ټولنې له عمومی ګټو» سره سمون ولري. په لنډه توګه، یو فرد ته د ورکړل شوو حقونو شمېر د دولت له خوا ټاکل کېده او د بېرته د دولت له خوا اخیستل کېدای شی لکه څنګه چې یې مناسب ولیدل. شوروي مارکسیزم-لینینیزم ملتپالنه توجیه کړه او رسنیو د شوروي هره بریا په ټولیزه توګه د کمونیستي غورځنګ د بریا په توګه انځور کړه. په ډیرو برخو کې د شوروي ملتپالنه د روسیې د توکم پالنې پر بنسټ ولاړه وه.[۳][۴][۵][۶]

سټالینیزم سمول

سټالینیزم که څه هم په خپل ذات کې یوه نظریه نه وه، خو د سټالین افکارو او تګلارو ته اشاره کوي، چې په ۱۹۲۴ز کال کې د سټالین له خوا د «یو هېواد کې د سوسیالیزم» نظریه معرفي کول د شوروي ایډیالوژیکي خبرو اترو کې یو لوی بدلون و.دغه راز سټالین ادعا وکړه چې شوروي اتحاد د سوسیالیستي ټولنې د جوړولو لپاره نړیوال سوسیالیستي انقلاب ته اړتیا نه درلوده او څلور کاله وروسته، سټالین خپل «دویم انقلاب» د دولتي سوسیالیزم او مرکزي پلان په معرفي کولو سره پیل کړ. همدارنګه د ۱۹۳۰ لسیزې په لومړیو کې هغه د کرنې د خصوصي کولو له لارې د شوروي کرنې ټولیز کول د دولتي مسؤلیت لاندې نه بلکې د کروندګرو کوپراتیفونو په جوړولو سره پیل کړل. سټالین د خپل  «دویم انقلاب » په پیل کولو سره د «لینن کلتور» او د شخصیتونو کلتور په خپل ځان متمرکز کړ. د بېلګې په توګه، د پیټروګراد ښار په لیننګراد بدل شو او د لینن د زېږون سیمې نوم په الیانوف بدل شو. دغه راز د لینن امر د دولت تر ټولو لوړه جایزه وګڼل شوه او په عامه چوکونو، فابریکو، دفترونو او داسې نورو ځایونو کې د لینن انځورونه وځړول شول. د سوسیالیستي دولت د اقتصاد له رامنځته کېدو وروسته د بیروکراسۍ وده د مارکسیستي مفکورې «دولت له منځه تلل» سره په بشپړ ډول مخالفه وه، خو سټالین په ۱۶م کانګرس کې (په ۱۹۳۰ز کال کې جوړه شوې وه) هڅه وکړه چې د دې لامل تشریح کړي.[۷][۸][۹]

د هغه د واکمنۍ په دویمه نیمایي کې دوه کلیدي نظریې رامنځته شوې، چې د «دوه کمپونو» او «د سرمایه دارۍ محاصره» نظریې وې.دغه راز د سرمایه دارۍ له ګواښ نه د سټالین د شخصي واکونو د ټینګولو لپاره کار واخیستل شو او د شوروي پروپاګند د سټالین او په ټولنه کې له ثبات سره مستقیمه اړیکه پیل کړه او ادعا یې وکړه چې هېواد به له مشر پرته ټوټه ټوټه شي. همدارنګه سټالین د «ذهني عواملو» په اړه د کلاسیک مارکسیزم نه په کلکه انحراف وکړ او ادعا یې وکړه چې د ګوند غړي په هره رتبه کې چې وي باید د ګوند کرښې او ایډیالوژۍ تعقیب کړي، که نه دا تګلاره به ناکامه شي. [۷][۱۰]

سوله اېزه ګډ ژوند سمول

سوله اېزه ګډ ژوند یو ایډیالوژیکي نظریه وه چې د خروشچیف د واکمنۍ پرمهال معرفي شوه. پداسې حال کې چې دا نظریه د کمونیسټانو له خوا د پانګوالو او سوسیالیستي نظامونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په توګه وړاندې شوه، خروشچیف دا د پوځي برخې پرته په هر ډګر کې د جګړې د دوام په توګه وګڼله. دې نظریه ادعا کوله چې دواړه نظامونه «د متضادو اصولو له لارې» رامنځته شوي، چې «په بهرنۍ تګلارو کې د مخالفه اصولو» لامل شوي.[۱۱][۱۲][۱۳]

دا نظریه په لیننیسټ او سټالینیسټ فکر کې یو څه شتون درلوده. لینن په دې باور وو چې نړیوال سیاست د طبقاتي مبارزې تر واک لاندې دی او سټالین په ۱۹۴۰ لسیزه کې په سرمایه دارۍ او سوسیالیستي نظامونو کې د قطبي کېدو په زیاتېدو ټینګار وکړ، چې د خروشچیف سوله ایز ژوند مفکوره د عملي بدلونونو پر بنسټ ولاړ وه. دغه راز هغه په ​​دوام ټینګار وکړ چې په نړیوالو اړیکو کې اصلي شخړه د پانګوالۍ او سوسیالیزم تر منځ شخړه ده. همدارنګه د خروشچیف په مشرۍ د شوروي حکومت د سوله ایز ګډ ژوند نظریه پر اهمیت ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې دا باید د شوروي د بهرنۍ تګلارې اساس جوړ کړي. دوی باور درلود چې د دې کار په نه کولو سره به اټومي شخړې رامنځته شي، خو سره له دې د شوروي تیوریستانو بیا هم سوله ایز ګډ ژوند د پانګوالۍ او سوسیالیستي نړۍ تر منځ د طبقاتي مبارزې د دوام په توګه لیدلې، نه د وسله والې جګړې پر بنسټ. دغه راز خروشچف په دې باور وو چې په دې پړاو کې به شخړه په زیاته توګه اقتصادي وه.[۱۱]

په سوله ایزه ګډ ژوند نظریه ټینګار په دې مانا نه و چې شوروي اتحاد ته یوه ثابته نړۍ له مشخصو کرښو سره ومنې، بلکې دوی د دې نظریه ملاتړ ته دوام ورکړ چې سوسیالیزم ناچاره و او په صادقانه توګه یې باور درلود چې نړۍ د سوسیالیزم نظام په لور حرکت کوي. همدارنګه په ختیځه اروپا او اسیا کې د سوسیالیستي رژیمونو په رامنځ ته کېدو سره د شوروي د بهرنۍ تګلارې جوړونکي په دې باور وو چې سرمایه دارۍ نظام د اقتصادي نظام په توګه خپله واکمني له لاسه ورکړې ده.[۱۱]

سرچينې سمول

  1. Sakwa 1990، م. 212.
  2. Sakwa 1990، م. 206.
  3. Sakwa 1990، مم. 206–212.
  4. Smith 1991، م. 83.
  5. Smith 1991، م. 82.
  6. Smith 1991، م. 81.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Smith 1991، م. 79.
  8. Smith 1991، مم. 78–79.
  9. Smith 1991، م. 78.
  10. van Ree 2003، م. 133.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Evans 1993، م. 72.
  12. Evans 1993، مم. 71–72.
  13. Evans 1993، م. 71.