د شوروي اتحاد تاريخچه (۱۹۵۳ – ۱۹۲۷ز کلونه)

د ۱۹۲۷ او ۱۹۵۳ ز کلونو تر منځ د شوريو اتحاد تاريخچه د شوروي تاريخ کې په دويمې نړيوالې جګړې کې د بريا له لارې د سټالين اصالت له رامنځته کېدلو څخه او په ۱۹۵۳ز کې د Joseph Stalin تر مړينې پورې دوره رانغاړي. نوموړي د خپلو دښمنانو له منځه وړل او په مرکزي پلان جوړولو سره د شوروي ټولنې ته په ځانګړي ډول د کرنې په زور اشتراکي کولو او د دروند صنعت په چټکې ودې سره بدلون ورکول غوښتل. سټالين په ګوند او دولت کې خپل ځواک پياوړی کړ او د شخصيت يو پراخ نظام يې خپور کړ. د شوروي پټو پوليسو او ډله یيز خوځښت کمونيست ډلې شوروي ته په بڼې ورکولو کې د سټالين د سترو توکو په توګه خدمت وکړ. د موخو په تر لاسه کولو کې د سټالين طريقې چې د ډلې پاکول [تصفيه]، د عمومي نفوس سياسي فشار او په زور اشتراکي کولو يې رانغاړل، د Gulag په نوم د کارکوونکو کمپونو کې او د وچکالۍ پر مهال د ميليونونو مړينې سبب شول. [۱][۲][۳]

دويمه نړيواله جګړه چې د شوروي تاريخپوهانو له لوري«د هېواد پالنې سترې جګړې» په نوم پېژندل کېږي، د دويمې نړيوالې جګړې په نږدې درېيمه برخه هغو مړو سره د شوروي سوسياليستي جمهوريتونه (USSR) زياته برخه ويجاړه کړه، چې د شوروي اتحاد يو تبعه يې څرګندوه. د دويمې نړيوالې جګړې په دوره کې د شوروي اتحاد لښکرو ختيځه اروپا ونيوله، چې د کمونيزم پلوي ګوډاګي حکومتونه يې په کې رامنځته يا يې ورڅخه ملاتړ وکړ. په ۱۹۴۹ ز کال کې د لويديځ او ختيځ (شوروي) بلاکونو تر منځ سوړ جنګ په اروپا کې ۱۹۴۹ ز کال کې د رامنځته شوې ناټو پر وړاندې په ۱۹۵۵ ز کال کې د وارسا تړون په رامنځته کولو سره پيل شو. له ۱۹۴۵ ز کال څخه وروسته سټالين په سيده ډول جګړو کې ښکېل نه شو او په ۱۹۵۳ ز کال کې تر خپلې مړينې پورې يې خپلې ټولواکې حکومتولۍ ته ادامه ورکړه.

د شوروي دولت پرمختګ سمول

په عمل کې صنعتي کول سمول

د دولت د پلان جوړونې له مخې له سرچينو څخه ګټه اخيستنې د هېواد صنعتي بنسټ پراخه کړ. له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۳۲ ز کال پورې د اوسپنې وېلې شويو ټوټو وتنۍ، چې د صنعتي جوړښت د زيات پرمختګ لپاره اړينه وه، په کال کې له ۳،۳ ميليونه څخه ۶،۲ ميليونه ټنونو ته پورته شوه. د ډبرو سکارو توليد چې د معاصر اقتصاد او د سټالين پلوي صنعتي کوونې يو بنسټيز سون توکی و، له ۳۵،۴ ميليون څخه ۶۴ ميليون ټنونو ته لوړ شو او او د اوسپنې فلز وال مواد له ۵،۷ ميليون څخه ۱۹ ميليون ټنونو ته پورته شول. د Magnitogorsk او Kuznetsk، مسکو او Gorky د موټرانو کارخانې، د اورال غرونو او Kramatorsk د درندو ماشين الاتو کارخانې او Kharkiv او د Stalingrad او Chelyabinsk په نومونو د تراکتور کارخانو په ګډون يو شمېر نور صنعتي کمپليکسونه جوړ شوي يا يې د جوړولو چارو دوام درلود. [۴]

د صنعتي کېدنې پر مهال د کارکوونکو د ژوند معيارونه د پورته کېدلو په پرتله ښکته کېدلو ته متمايل وو. د کاري نظم د پياوړي کولو په موخه د سټالين قوانينو ياد حالت نور هم خراب کړ. لکه: د روسيې فدرالي سوسياليستي جموريت (RSFSR) د کار قوانينو ټولګه، د ۱۹۳۲ ز کال بدلون له دندې څخه د هغو کارکوونکو ګوښه کېدلو ته لاره هواره کړه، چې له يوازې د يوې ورځې لپاره کار ځای کې له سبب پرته ناسوب شوي وو. ګوښه کېدنې په ورته وخت کې د خرڅ [ماکولاتو] د کارونې او توکو کارتونو څخه د ګټې اخيستنې حق د لاسه ورکولو او همدارنګه له استوګنځي څخه د ګټې اخيستنې څخه د بې برخې کېدلو په معنا سره وې او ان ياد کارکوونکي د نويو ګومارنو لپاره په تور لېست کې شامل شول، چې دا ټول له لوږې څخه د هلاکېدلو د ګواښ په معنا سره وو. ياد معيارونه که څه هم په بشپړ ډول نه و پياوړي شوي، ځکه چې مديران د دې کارکوونکو د بدلولو په موخه تر سخت فشار لاندې وو. د دې خلاف د ۱۹۳۸ ز کال  قانون ايښودنې چې د کار کتابونه يې وړاندې کړل او ورپسې د کار قانون په ستر ډول بيا وکتل شو، تعميل شوی و. د بېلګې په ډول: ناسوب اوسېدل يا ان ۲۰ دقيقې ناوخته راتګ د ګوښه کېدنې لپاره د لومړنيو اصولو څخه وو، هغه مديران چې د دې قوانينو په پلي کولو کې پاتې راغلل، له جرمي دعوې سره مخامخ شول. له دې څخه وروسته د Supreme يا لوړ شوروي د رئيسه هئيت فرمان، د ۱۹۴۰ز کال د جون پر ۲۶ مه «د ورځې د اته ساعته کار د لېږد په اړه»، د اونۍ اووه ورځې کار او له کارخونو او دفترونو څخه د کاري او اداري کارکوونکو د بې اجازې پرېښودنې منعې، د ۱۹۳۸ ز کال بيا کتنو پر ځای له دندې څخه د تښتېدنې لپاره په لازمي جرمي سزاګانو (له ۲ څخه تر ۴ مياشتو بند يا حبس)، د ۲۰ دقيقو ناوخته اوسېدلو لپاره د ۶ مياشتو ازمېښتي دورې او ۲۵ سلنه اداينه ګرځولو او داسې نور اصول ځای پر ځای کړل. [۵][۶]

د قوانينو د دې بڼو پر بنسټ د شوروي حکومت څرګنده کړه، چې يوازې په څلورو کلونو کې د صنعتي توليد پينځه کلن پلان تر ٪۹۳،۷ پورې پلی شوی دی، په داسې حال کې چې د درندو صنعتي برخو لپاره ځانګړې شوې برخو کې تر ٪۱۰۸ پورې پلی شوی و. د ۱۹۳۲ ز کال په ډسمبر کې سټالين مرکزي کمېټې ته د پلان بريا څرګنده کړه، له هغه وخته چې د ډبرو سکرو او اوسپنې په وتنۍ کې زياتوالی به راتلونکی پرمختګ پياوړی کړي. [۷]

د پينځه کلن پلان (۱۹۳۷ – ز کلونه) د دويم کال پر مهال د لومړني پلان پر دوام کې د پراخه پانګه اچونې پر بنسټ، صنعت په خورا تېزۍ سره پراختيا وکړه او نږدې د پلان نښو ته ورسېد. په ۱۹۳۷ ز کال کې د ډبرو سکرو وتنۍ ۱۲۷ ميليونه ټن او د اوسپنې وېلې شوې ټوټې ۱۴،۵ ميليونه ټنونه وه او د جنګي توکو د صنعت يو خورا چټک پرمختګ هم په دې وختونو کې و.[۸]

په صنعتي وړتيا يا ظرفيت کې د يو ستر ټوپ په وهلو سره لومړنی پينځه کلن پلان پر صنعتي کارکوونکو باندې خورا سخت و؛ خپله برخه کار کول په کاري ورځو کې د کان کېندونکو لپاره له ۱۶ څخه تر ۱۸ ساعتونو کار کولو غوښتنې له امله ستونزمن و. د خپلې برخې (سهميه) کار کې پاتې راتګ د خيانت تورونو کې اغېزه لرلی شوه. د کار کولو شرطونه خراب او ان ګواښوونکي وو. له اشتراکي کولو راهيسې د ګټورتوب د لږولو تر څنګ د صنعت لپاره د سرچينو ځانګړي کولو له امله؛ يوه وچکالي پېښه شوه. د صنعتي کمپلېکسونو په جوړښت کې د Gulag پنډغالو اوسېدونکو څخه د لګښت وړ سرچينو په توګه ګټه واخيستل شوه. مګر د دويم پلان پر مهال حالاتو په چټکۍ سره وده وکړه. په ۱۹۳۰ز لسيزه کې صنعتي کوونه د تخنيکي او انجنيري زده کړو په چټکې پراختيا او وسایلو باندې په زياتېدونکي ټينګار سره ترکيب شوی و. [۹][۱۰][۱۱]

له ۱۹۲۱ څخه تر ۱۹۵۴ ز کال پورې د پوليس [نظامي؟] دولت په لوړ ټينګار سره د هر هغه چا د پلټنې عمليات وکړل، چې د نظام په ويجاړونه باندې تورن وو. اټکل شوې شمېرې د پام وړ توپير لري. فکر وکړئ چې ۳،۷ ميليونه وګړو ته له اوښتونيز جرمونو سره د يو ځای کېدلو لپاره سزا ورکړل شوه، چې له ډلې يې ۶۰۰۰۰۰ تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوه، ۲،۴ ميليونه يې د سزا په توګه د کار پنډغالو (کمپونو) ته واستول شول او ۷۰۰۰۰۰ تنو ته يې له هېواده د شړلو (تبعيد) سزا ورکړل شوه. د سټالين پلوی فشار د سترې پاکوونې او تصفيې (Great Purge: 1937-1938) پر مهال خپل لوړ ټکي ته ورسېده، چې زيات ماهر مديران او پوه خلک يې له مخې لرې کړل او په ۱۹۳۷ ز کال کې يې صنعتي توليد د پام وړ بطي کړ. [۱۲]

سرچينې سمول

  1. "Holodomor | Facts, Definition, & Death Toll". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Red Famine: Stalin's War on Ukraine
  3. Applebaum, Anne (2003) Gulag: A History. Doubleday. ISBN 0-7679-0056-1 pp 582–583
  4. Martin Mccauley, The Soviet Union 1917–1991 (Routledge, 2014). p. 81.
  5. "On Firing for Unexcused Absenteeism". Cyber USSR. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "On the Prohibition of Unauthorized Departure by Laborers and Office Workers from Factories and Offices". Cyber USSR. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. , Martin Mccauley, Stalin and Stalinism (3rd ed. 2013) p. 39.
  8. E. A. Rees, Decision-making in the Stalinist Command Economy, 1932–37 (Palgrave Macmillan, 1997) 212–213.
  9. , Andrew B. Somers, History of Russia (Monarch Press, 1965) p. 77.
  10. Problems of Communism (1989) – Volume 38 p. 137
  11. Mark Harrison and Robert W. Davies. "The Soviet military‐economic effort during the second five‐year plan (1933–1937)." Europe‐Asia Studies 49.3 (1997): 369–406.
  12. Vadim Birstein Smersh: Stalin's Secret Weapon (Biteback Publishing, 2013) pp. 80–81.