د شوروي اتحاد بهرنۍ اړیکې
د روسیې له انقلاب وروسته، چې بلشویکانو په ۱۹۱۸ کال کې د مخ پر نړیدونکې روسیې سترواکۍ ځینې برخې ونیولي، د جرمني سترواکۍ پر وړاندې له بې شمېرو ستونزو سره مخ شول او بالاخره یې له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د وتلو په اړه مذاکره وکړه. وروسته یې له سپین خوځښت، د خپلواکۍ پلوه خوځښتونو، بلواګرو بزګرانو، پخوانیو ملاتړکوونکو، انارشیستانو او بهرنیو لاسوهونکو په ترخه کورنۍ جګړه کې مبارزه وکړه. دوی په ۱۹۲۲ کال کې د ولادیمیر لینین په مشرۍ د شوروي د جمهوریتونو اتحاد رامنځته کړ. په لومړي سر کې دا دولت د تزاري روسیې د پورونو له ورکړې د انکار او په هېواد کې دننه او ټوله نړۍ کې د پانګوالۍ د له منځه وړلو لپاره د یوه ګواښ په توګه د یوه منفور دولت په توګه په رسمیت و نه پېژندل شو. په ۱۹۲۲ کال کې، مسکو د نړیوال انقلاب موخه رد کړې وه او د پانګوالۍ له نړۍ سره یې د دوستانه سوداګریزو اړیکو او ډپلوماتیکي رسمیت پېژندنې په لټه کې شو، چې پیل یې له بریتانیا او جرمني څخه وکړ. بالاخره په ۱۹۳۳ کال کې د امریکا له خوا په رسمیت وپېژندل شو. د ۱۹۲۰مې لسیزې په وروستیو کې د جرمني او امریکا له خوا سوداګریزې او تخنیکي مرستې راورسېدلې. کله چې په ۱۹۲۴ کال کې لینین ومړ، نو جوزیف سټالین د شوروي اتحاد مشر شو. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې هغه خپل هېواد په یوه صنعتي او پوځي ځواک بدل کړ. نوموړي د ۱۹۳۹ کال تر اګسټ میاشتې پورې له نازي جرمني سره په کلکه مخالف درلود، خو د مولوټوف- ریبینټروپ په تړون کې له برلین سره یو دم نږدې ملګری شو. مسکو او برلین د یوې هوکړې له مخې پر پولنډ برید وکړ او پولنډ او د بالتیک هېوادونه یې خپلو منځو کې سره ووېشل. سټالین په کراتو سره هغه خبرداری رد کړ چې ګواکې هټلر پر روسیې د برید پلان لري. خو د ۱۹۴۱ کال د جون په میاشت کې هغه وخت غافلګیر شو چې نازي جرمني پر شوروي اتحاد برید وکړ. دا چې جرمني ځواکونه د لینینګراډ او مسکو ښارونو څنډو ته رسېدلې و نو نږدې و چې شوروي هېواد له ماتې سره مخ شي. خو بیا هم، شورویانو د نړیوالې دویمې جګړې د متحدینو لکه بریتانیا او امریکا په مرسته وکولای شول چې نازي جرمني ته ماتې ورکړي. شوروي اتحاد زیاتره ختیځه اروپا (پرته له یوګوسلاویا) ونیول او د هغوی پر حکومتونو یې پوره کنټرول درلود.
په ۱۹۴۵ کال کې، د شوروي جمهوریتونو اتحاد (USSR) د امریکا، بریتانیا، فرانسې او چین تر څنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو له پنځو دایمي غړو څخه وګرځید، چې د امنیت شورا د هرې پریکړې د ویټو حق ورکړل شو. په ۱۹۴۷ کال کې، امریکايي او اروپايي دولتونو په ختیځه اروپا کې روسیې له خوا د نورو دولتونو د پوځي اشغال پر وړاندې مخالفت وښود، چې دا مخالفت د سړې جګړې لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې لویدیځه اروپا د واشنګټن د مارشال پلان له مخې په اقتصادي لحاظ بېرته ورغول شوه. د شوروي د پراختیا د مخنیوي لپاره په ۱۹۴۹ کال کې د ناټو پوځي اتحاد رامنځته شو. په دې دوره کې هېڅ ګرمه جګړه نه وه، خو سړه جګړه په ټوله نړۍ کې د روسیې او ناټو بلاک له خوا په دپلوماتیکه او سیاسي توګه سره روانه وه.
کریملین د ختیځې اروپا زیاتره هغه دولتونه چې پوځ یې په ۱۹۴۵ کال کې نیولي و او د شوروي د سپوږمکۍ دولتونو په نوم یادیدل، کنټرولول. وروسته له هغه چې ټول مخالفین یې هلته وځپل، نو یې د شوروي جمهوریتونو له اتحاد (USSR) سره له اقتصادي اړخه د Comecon او پوځي اړخه د وارسا تړون له مخې ونښلول. په ۱۹۴۸ کال کې، د سټالین او مارشال ټیټو تر منځ د بې اعتمادۍ له امله د یوګوسلاویا او شوروي اړیکې خړپړې شوې. دې ته ورته بېلوالی په ۱۹۵۵ کال کې له البانیا سره هم رامنځته شوې. د یوګوسلاویا او البانیا په څېر چین هم هېڅکله د شوروي پوځ له خوا نه و کنټرول شوی. کریملین د چین د دوو اړخونو تر منځ په کورنۍ جګړه کې متزلزل شو، خو بالاخره یې له ګټونکي مایو تسه تونګ څخه ملاتړ وکړ. سټالین او مایو دواړو په ۱۹۵۰ کال کې د شمالي کوریا له خوا پر سویلي کوریا له برید څخه ملاتړ وکړ. خو امریکا او ملګرو ملتونو بیا متقابل ځواکونه (۱۹۵۰-۱۹۵۳) سمبال کړل. مسکو هوايي ملاتړ ورکاوه خو هېڅ ځمکني سرتېرې یې نه درلودل، خو چین خپل ستر پوځ د جګړې ډګر ته ور ولېږداوه او په پایله کې یې جګړه یوه بن بست ته ورسوله. په ۱۹۶۰ کال کې، د پیکین او کریمیلین تر منځ اختلافونه له کنټرول ووتل او دا دواړه هېوادونه په ټوله نړۍ کې د کمونیستي فعالیتونو د کنټرول پر سر سیالي کې د یوه بل سرسخت دښمنان وګرځېدل.
د شوروي اتحاد او امریکا تر منځ تاوتریخوالی په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د میزایلو د کړکېچ پر مهال خپل اوج ورسېد، چې په پایله کې د کیوبا پر ټاپو کې بالاخره روسي میزایل نصب شول او د امریکا خاوره یې تر خپل پوښښ لاندې راوسته. دا کار د نړۍ د هستوي وسلو د جګړې د پیلیدو په توګه په پام کې ونیول شو. د دې کړکېچ له هواري وروسته، له امریکا سره د دې هېواد اړیکې ورو ورو په ۱۹۷۰مه لسیزه کې نرمې شوې او د دواړو تر منځ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کچې ته را ورسېدې، ځکه چې مسکو او پیکین دواړه د امریکا د شفقت په لټه کې و.
په ۱۹۷۹ کال کې، د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان کې یو کمونیستي حکومت واک ته ورسېد، خو ډېر ژر تر فشار لاندې راغی او له مسکو څخه یې د پوځي مرستې غوښتنه وکړه. شوروي پوځ د رژیم د ملاتړ لپاره لاسوهنه وکړه، خو ځان یې په یوه لویه بلا کې ګېر ولید. د رونالډ ریګان د ولسمشرۍ دوره له شوروي اتحاد سره د مخالف دوره وه، چېرې چې هغوی خپل متحدین سره را ټول کړل او په افغانستان کې یې د شورویانو پر خلاف د چریکي جګړو ملاتړ وکړ. دلته موخه د ویټنام جګړې غچ اخیستل و تر څو د شوروي پوځونو روحیه ماته کړي. کله چې په ۱۹۸۵ کال کې میخایل ګورباچوف د شوروي اتحاد مشري په لاس کې واخیسته، نوموړي هڅه وکړه چې د شوروي د جمهوریتونو اتحاد د سکاندیناوي د لویدیځ د سوسیال دیموکراسیو د ماډل په څېر له سره جوړ کړي او خصوصي اقتصاد رامنځته کړي. نوموړي په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه شوروي ځواکونه واېستل او په ختیځه اروپا کې یې له خپلو سپوږمکۍ دولتونو سره داسې چلند ونیو چې په چارو کې یې لاسوهنه نه کوله. دا چارې د امریکا خوښې شوې، خو پایله یې په ۱۹۸۹ کال کې د ختیځو اروپايي هېوادونو د خپلواک کېدو او بالاخره په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي جمهوریتونو د اتحاد د نړیدو لامل شوه. د بوریس یالسین په مشرۍ روسیه د شوروي اتحاد ځایناستی شو.
د بهرنیو چارو وزارت د سټالین له خوا ټاکل شوي بهرنۍ تګلارې پلي کولې او د هغه له مړینې وروسته بیا دا کار د پولیټبورو پر غاړه وي. انډرې ګرومیکو نږدې دیرش کاله (۱۹۵۷-۱۹۸۵) د بهرنیو چارو وزیر و، چې په نړۍ کې لومړنی د بهرنیو چارو وزیر و چې اوږده موده یې دا دنده پر غاړه وه.
د شوروي د بهرنۍ پالیسي ایډیالوژي او مقاصد
سمولد شوروي د مارکسیست-لینینیست نظریه ورکوونکو له مخې، د شوروي د بهرنۍ پالیسي اصلي ځانګړنه د ولادیمیر لینین د سولې په فرمان کې راغلې ده، چې د ۱۹۱۷ کال په نومبر کې د شورویانو په دویم کانګریس کې تصویب شوه. دا د شوروي د بهرنۍ پالیسي دوه ګونی ماهیت بیانوي چې هم پرولټاري انټرناشیونالیزم او هم سوله ییزه همزیستي ده. له یوې خوا، انټرناشیونالیزم پرولټاریا د بورژوازي د نسکورولو او د کمونیستي انقلاب د پیلولو لپاره د ټولو هیوادونو د کارګر طبقې (یا پرولتاریا) ګډ لامل ته اشاره کوي. له بل پلوه سوله ییز همزیستي هغو اقداماتو ته اشاره کوي چې له کپیټالیسټي دولتونو سره د حکومت تر حکومت پورې نسبتاً سوله ییزې اړیکې تضمینوي. دواړه تګلارې په یو وخت کې تعقیب کېدای شي: "دا سوله ییزه همغږي نه ردوي، مګر د امپریالیستي تیرې په وړاندې کلک مخالفت او د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د خپلو انقلابي ګټو څخه دفاع کوي یا له بهرني ظلم سره مبارزه کوي."[۱]
سرچينې
سمول- ↑ Text used in this cited section originally came from: Chapter 10 of the Soviet Union Country Study from the Library of Congress Country Studies project.