د شوروي اتحاد اومتحده ایالاتو اړیکې

د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د روسیې د سترواکۍ او متحده ایالاتو ترمنځ له دوه اړخیزو اړیکو وروسته چې له ۱۷۷۶ زکال څخه یې تر ۱۹۱۷ زکال پورې دوام درلود، په ۱۹۳۳ زکال کې په بشپړه توګه ټینګې شوې. دغه اړیکې د اوسنیو دوه ګونو اړیکو مخکښې ځای نیونکې وې چې په ۱۹۹۲ زکال کې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې د فدراسیون او متحده ایالاتو ترمنځ پیل شوې. د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې تر ډېره په یو بل باندې د بې باوریو او په منځ کې د ستونزو له مخې تعریف کېږي. په شوروي اتحاد باندې د جرمني برید او همدارنګه په پرل هاربر کې د متحده ایالاتو په بېړیو باندې د جاپان د سترواکۍ برید په دویمه نړیواله جګړه کې د متفقینو په خوا کې د دواړو هېوادونو ورګډېدو ته لار برابره کړه چې بیا په نوبت سره د ۱۹۴۱ زکال په جون او ډسمبر میاشت کې په دغه جګړه کې ښکېل شول. په ۱۹۴۵ زکال کې د محور ځواکونو پر وړاندې د متفقینو له بریا وروسته د شوروي - امریکا د اتحاد په پای ته رسېدو سره ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ او ستونزو لومړنۍ نښې څرګندې شوې، ځکه چې شوروي اتحاد په پوځي بڼه د ختیځې اروپا یو شمېر هېوادونه اشغال او د تابعو هېوادونو په توګه یې د هغوی په اړولو سره ختیځ بلاک جوړ کړ. دغه دوه اړخیزې اندېښنې د سړې جګړې لامل وګرځېدې چې د څو لسیزو لپاره یې دوام وکړ؛ د دواړو لورو ترمنځ دښمنانه او کړکېچنې اړیکې په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد په پاشل کېدو او د روسیې د معاصر فدراسیون په رامنځته کېدو له منځه ولاړې. اوس مهال (۲۰۲۳ زکال) په اوکراین باندې د برید له امله د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې یوځل بیا کړکېچن حالت ته رسېدلې دي.

تاریخچه سمول

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې اړیکې (۱۹۱۷ – ۱۹۳۹ زکال) سمول

انتقالي حکومت سمول

د فبروري له انقلاب او همدارنګه د تزار دویم نیکولاس له ګوښه کېدو وروسته واشنګټن لا هم تر ډېرې کچې د روسیې په موقت دولت کې د بنسټیزو ستونزو څخه بې خبره و؛ همدارنګه باوري و چې روسیه به ډېر ژر یوې تل پاتې دیموکراسۍ ته لاسرسی ومومي چې د جرمني پر وړاندې به د جګړې په موخه له لویدیځ ائتلاف سره د یوځای کېدو لېوالتیا ولري. په روسیه کې د لنډ مهالي دولت په جوړېدو سره په پتروګراد کې د متحده ایالاتو سفیر ډېوېډ آر فرانسېس په چټکۍ سره د واشنګټن څخه وغوښتل نوی دولت په رسمیت وپېژني؛ هغه استدلال وکړ چې انقلاب «د هغه حکومتي اصل عملي تحقق دی چې موږ له هغو څخه دفاع او ملاتړ کړی. زما موخه د خلکو په رضایت حکومت دی. زموږ له خوا په رسمیت پېژندنه به فوق العاده اخلاقي اغېز ولري، په ځانګړې توګه که چېرې موږ یې له ټولو مخکې په رسمیت وپېژنو». دغه غوښتنه د ۱۹۱۷ زکال د مارچ په ۲۲مه نېټه ومنل شوه او په دې سره متحده ایالات لومړنی بهرنی هېواد و چې د روسیې نوی دولت یې په رسمیت وپېژنده. یوه نیمه اونۍ وروسته هغه مهال چې ولمسشر ووډرو وېلسون له کانګرس څخه د جرمني پر وړاندې د جګړې د اعلان غوښتنه وکړه وه یې ویل: «آیا هر امریکایي دا احساس نه کوي چې په وروستیو څو اونیو کې دننه په روسیه کې د رامنځته شوو حیرانونکو او خوشحاله کوونکو مواردو له امله د نړیوالې سولې اړوند زموږ ډاډ لا زیات شوی دی؟ روسیه هغه چا پېژندله چې ښه پوهېدل دا په زړه کې تل یو دیموکراتیک هېواد و... هغه زموږ په ویاړمنه ډله کې مناسب شریک دی». [۱][۲][۳][۴]

ولسمشر وېلسون په روسیه کې دغې نوې رامنځته شوې دیموکراسۍ ته په هیلو سره چې ګویا په جګړه کې به مرسته وکړي، د نوي لنډ مهالي دولت سره یې د اړیکو د جوړلو په موخه پام وړ ګامونه اوچت کړل. هغه له جرمني سره د جګړې د اعلان په موخه له غوښتنې یوه ورځ وروسته د ۳۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د روسیې نوي دولت ته د دولتي اعتباراتو په ورکړه لاس پورې کړ چې د هغو له نږدې نیمايي برخې څخه په واقعي بڼه ګټنه وشوه. ویلسون همدارنګه د الیهو روټ په مشرۍ یو پلاوی د روټ ماموریت په اډانه کې پتروګراد ته ولېږه؛ په دغه پلاوي کې د امریکا د کارګري فدارسیون، د مسیحي ځوانانو د ټولنې او هاروسټر نړیوالې کمپنۍ مشران شامل وو څو روسیه جګړې ته وهڅوي او د هغو د لا ژمنتیا په موخه مذاکره وکړي. دغه ماموریت د کمزورو استازو د ټاکنې، د استازو ترمنځ د لېوالتیا د نشتون او د پتروګراد د شورا (یو شمېر غړي یې د روسیې له جنګي اقداماتو سره مخالف وو) رول ته د نه پاملرنې له امله هېڅ اړخ ته چندان ګټه له ځانه سره نه لرله. له پتروګراد څخه د رضایت بخښونکو راپورونو سربېره چې په مستقیم ډول یې د هېواد او لنډ مهالي دولت له شرایطو څخه سرچینه اخیسته، د امریکا قونسلي او پوځي چارواکو چې له خلکو او پوځ سره په مستقیمه اړیکه کې و ځینې مهالونه به یې واشنګټن ته خبرداری ورکاوه چې د نوي دولت اړوند په خپلو مفروضاتو کې ډېر پام ولري. له دې سره د امریکا دولت او وګړي د اکتوبر په انقلاب کې د روسیې د لنډ مهالي دولت له سقوط څخه حیران پاتې شول. [۵][۶]

شوروي روسیه سمول

د اکتوبر په انقلاب کې په روسیه باندې د بلشویکانو له واکمنۍ وروسته، ولادمیر لینېن له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه روسیه وویسته او جرمني ته یې اجازه ورکړه چې خپل ځواکونه په لویدیځه جبهه کې له متفقینو سره جګړې ته تخصیص کړي. دغه چاره لامل وګرځېده چې متفقین د روسیې نوی دولت د جلا سولې اړوند د درې ګوني اتحاد له شرایطو څخه د سرغړونې له امله خاین وبولي. ورته مهال ولسمشر وېلسون هم په مخ پر زیاتوالي ډول د شوروي روسیې په فدراتیف سوسیالېستي جمهوریت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونه ترلاسه او د نوي رژیم له سخت دریځي الحاد او رهبري شوي اقتصاد سره یې خپل مخالفت څرګند کړ. نوموړی همدارنګه اندېښمن و چې کمونېزم به ټولې لویدیځې نړۍ ته لار پیدا کړي او په دې سره یې د لیبرال دیموکراسۍ د ټینګښت اړوند خپلې ۱۴ لارښوونې د کمونېزم د نړیوالې ایډیالوژۍ د ځای نیونکو په توګه وړاندې کړې. [۷][۸][۹]

ورته مهال، ولسمشر ویلسون باوري و چې دغه نوی هېواد به بالاخره د روسیې د کورنۍ جګړې له کړکېچ څخه په خلاصېدو د آزاد بازار اقتصاد ولري او د شوروي روسیې پر وړاندې به د دوی مداخله دغه هېواد د متحده ایالاتو په یوازني دښمن هېواد واړوي. نوموړي همدارنګه په خپلو ۱۴ مواردو کې د جګړې پر مهال د نه مداخلې له سیاست څخه دفاع کوله، په داسې حال کې چې استدلال یې کاوه د روسیې د پخوانۍ سترواکۍ پولنډي قلمرو باید د پولنډ تازه خپلواک شوي دویم جمهوریت ته وسپارل شي. سربېره پر دې د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر هنري کابوت لاج په ګډون په متحده ایالاتو کې د وېلسون ډیری سیاسي مخالفین باوري و چې باید خپلواک اوکراین رامنځته شي. د دغو ټولو په خوا کې د روسیې تر کنټرول لاندې قلمرو ته د جاپان د لاسرسي او همدارنګه د محور ځواکونو سره د متحد چکي پوځ څخه د ملاتړ له امله متحده ایالاتو ډیر لږ شمېر سرتېري د روسیې شمال او سایبریا ته ولېږل. ورته مهال متحده ایالاتو په غیر مستقیم ډول له سپین پوځ سره د خوړو او تجهیزاتو مرستې هم پیل کړې. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۱۹ زکال پر مهال د پاریس د سولې په کنفرانس کې ولسمشر وېلسون او د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ لویډ جورج د فرانسې د ولسمشر ژرژ کلمانسو او د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر سیډني سونینو له مخالفت سربېره په پرینکیپو کې د سپین خوځښت او بلشویکانو ترمنځ د غونډې جوړولو نظریه مطرح کړه څو د دغې غونډې لپاره یو ګډ روسي پلاوی جوړ کړي. د لئون تروتسکي او ګئورګي چیچرین تر مشرۍ لاندې د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو کمیسارۍ د بریتانیا او امریکا استازي په ډیر درناوي خپل حضور ته ومنل، خو د دغه باور له امله یې له یادې معاملې سره د هوکړې هوډ نه درلود چې ګویا دغه کنفرانس د پخواني کپیټلېستي نظم پر مټ جوړ شوی او په یو نړیوال انقلاب کې له منځه تلونکی دی. په ۱۹۲۱ زکال کې وروسته له هغه چې بلشویکان د روسیې په کورنۍ جګړه کې برلاسي شول، د رومانوف سترواکه کورنۍ یې له منځه یووړه، د «خلکو د دښمنانو» پر وړاندې یې د سره ترور عملیات تنظیم، تزاري پورونه یې رد او د نړیوال انقلاب غوښتنه یې وکړه؛ همدا و چې دغه هېواد ته د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د یو سرکښ هېواد په سترګه وکتل شول. [۱۳]

سرچينې سمول

  1. "U.S. Recognition of Russia's Provisional Government". U.S.–Russia Relations. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kennen, George F. (1956). Russia Leaves the War: Soviet–American Relations, 1917–1920 (په انګلیسي ژبه کي). Princeton, New Jersey: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 12–16. LCCN 56-8382. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-00841-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "United States Relations with Russia: Establishment of Relations to World War Two". U.S. Department of State – عبر Office of the Historian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wilson, Woodrow (2 April 1917). "Joint Address to Congress Leading to a Declaration of War Against Germany". National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite thesis
  6. (په 16 March 1917 باندې). Russian Embassy Shocked By Revolt. The New York Times.
  7. Fic, Victor M (1995), The Collapse of American Policy in Russia and Siberia, 1918, Columbia University Press, New York الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. MacMillan, Margaret, 1943- (2003). Paris 1919 : six months that changed the world. Holbrooke, Richard (الطبعة First U.S.). New York: Random House. د کتاب پاڼي 63–82. OCLC 49260285. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50826-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Fourteen Points | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". encyclopedia.1914-1918-online.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fic, Victor M (1995), The Collapse of American Policy in Russia and Siberia, 1918, Columbia University Press, New York الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Fourteen Points | Text & Significance". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. MacMillan, Margaret, 1943- (2003). Paris 1919 : six months that changed the world. Holbrooke, Richard (الطبعة First U.S.). New York: Random House. د کتاب پاڼي 63–82. OCLC 49260285. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50826-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Donald E. Davis and Eugene P. Trani (2009). Distorted Mirrors: Americans and Their Relations with Russia and China in the Twentieth Century. University of Missouri Press. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826271891. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)