د شواهدو پر بنسټ زده کړې

د شواهدو پر بنسټ زده کړه هغه اصل دی چې ښوونیزې چارې باید د دودونو، شخصي قضاوت او نورو اغیزو پر ځای د موجودو علمي شواهدو پر بنسټ وي. د شواهدو پر بنسټ زده کړې د شواهدو پر بنسټ تدریس، د شواهد پر بنسټ زده کولو او د ښوونځي د اغېزمنتیا په اړه د څېړنو سره اړیکه لري. د بېلګې په توګه، څېړنې ښيي چې په واټن یا فاصله کې تکرار (همدارنګه په فاصله کې روزنه، د فاصلې اغیزې او په فاصله کې زده کول) "په زیاته کچه د روزنې پر ځای چې لنډ واټن او یا هم هېڅ واټن په منځ کې نلري د قوي حافظې په جوړلو کې ونډه لري".[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د شواهدو پر بنسټ زده کړې
د شخص معلومات
عملي ژوند

د شواهدو پر بنسټ د زده کړو خوځښت د شواهدو پر بنسټ چارو په لوی خوځښت کې ریښه لري چې له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې د پام وړ بحثونو موضوع ده. په داسې حال کې چې، په ۲۰۲۰ ز کال کې یوه خپره شوې څېړنه ښيي چې تر اوسه د تدریس بې اغېزه تکتیکونه لکه د ښوونیزو سبکونو او د ښوونیز مخروط سره د ښوونیزو چارو همغږي کول د روزونکو ترمنځ پراخ ملاتړ لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

تاریخچه سمول

بریتانوي لیکوال او عالم ډېوېډ اېچ. هارګریوېس (David H. Hargreaves) په ۱۹۹۶ ز کال کې یو لکچر ورکړ چې په هغه کې یې څرګنده کړه "اوس مهال تدریس د څېړنو پر بنسټ مسلک نه دی. زه شک نه لرم که چېرې داسې وای دا به ډېر اغېزمن او د رضایت وړ و". هغه طبابت او تدریس پرتله کړل، هغه وویل چې تمه کېږي ډاکټران د طبي څېړنو اړوند تازه معلومات ولري، په داسې حال کې چې امکان لري ډېری ښوونکي آن په خپل مسلک کې د څېړنو په اهمیت و نه پوهېږي. هغه د دې لپاره چې تدریس د څېړنو پر بنسټ شي، وړاندیز یې وکړ چې روزنیزې څېړنې  "اساسي بدلونونو" ته اړتیا لري او ښوونکي باید تر ډېره د څېړنو په جوړلو او کارولو کې ونډه ولري.[۱۴]

له دغې وینا وروسته، د زده کړو په برخو کې انګلیسي پالیسي جوړونکو هڅه وکړه چې تیوري له عمل سره نږدې کړي. ورته مهال د زده کړو په برخه کې موجودې څېړنې د کیفیت، ډاډ او ټولو ته د لاسرسي په برخه کې د نیوکو سره مخ شوې.[۱۵]

په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ ز کلونو کې د شواهدو پر بنسټ، دوه نړیوالې څېړنې ترسره شوې څو په ټوله نړۍ کې د ښوونځي د زده کړو اغېزمنتیا تحلیل او د هغو له مخې راپور وړاندې کړي: په ۲۰۰۰ ز کال کې د نړیوالو زده کوونکو د ارزونې پروګرام (Programme for International Student Assessment) یا (PISA) او په ۲۰۰۱ ز کال کې د نړیوالې لوستنې په سواد زده کړو کې وده (Progress in International Reading Literacy Study) یا (PIRLS).

په علمي بنسټ ولاړې څېړنې (Scientifically based research) یا (SBR) (همدارنګه په زده کړو کې د شواهدو پر بنسټ عملي چارې) د لومړي ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په فدرال قوانینو او د لوستلو په عالي قانون (Reading Excellence Act) کې څرګندې شوې او ورپسې یې د ښوونځیو د اصلاحاتو جامع پروګرام ته هم لار ومونده. په ۲۰۰۲ ز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوهنې وزارت د ښوونیزو چارو او پالیسیو د رهبري په موخه د روزنیزو علومو انستیتیوت (Institute of Education Sciences) یا (IES) جوړ کړ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۲۰۰۹ ز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ایالتي معیارونو د مرکزي مشترکې هستې (Common Core State Standards Initiative) په نوښتونو سره د ښوونیزو اصولو او چارو د معیاري کولو په برخه کې هڅو پراختیا ومونده. داسې ښکاري چې د شواهدو پر بنسټ لارو چارو د رامنځته کولو په موخه هڅې شوي. د بېلګې په توګه، د معیارونو د هستې ویب پاڼه د انګلیسي ژبې د هنر په برخه کې د معیارونو جامع شرحه او د هغو ځانګړي جزیات وړاندې کوي چې په کې الفابیټیک اصول، چاپي مفاهیم، د فونولوژي اړوند معلومات، د غږونو او کلماتو پېژندل او د هغو روان بیانول شامل دي. خو له دې سره دا هر یو ایالت او سیمه ییزو ښوونځیو ته اړوند کېږي څو د دغو معیارونو د کارولو په موخه پلانونه جوړ کړي. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې په ډېری ایالتونو کې دغه معیارونه کارول شوي و، چې په ډېری مواردو کې یې له دریو کالو څخه زیات مهال نیولی چې پلي شي. د بېلګې په توګه ویسکانسین دغه معیارونه په ۲۰۱۰ ز کال کې منلي و خو د ښوونځیو په ۲۰۱۴- ۲۰۱۵ روزنیز کال کې یې پلي کړل، له دې سره په ۲۰۲۰ ز کال کې د عامه روزنې وزارت له دغه معیارونو څخه د ملاتړ په موخه د غږیزې روزنې د موادو په پراختیا کار کوي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. David H. Hargreaves (1996), Teaching as a research-based profession: possibilities and prospects (PDF) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Instructional strategies, Understood". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Dimension: evidence-based, high impact teaching strategies". Government of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Evidence-based teaching". Cornell University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "An evidence-based approach to teaching and learning, Australian Council for Educational Research (ACER), 2005". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "School Effectiveness Research, DOI: 10.1080/09243450500114884, September 2005". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "School Effectiveness Framework, Government of Ontario, Canada, 2013" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Smolen, Paul; Zhang, Yili; Byrne, John H. (25 January 2016). "The right time to learn: mechanisms and optimization of spaced learning". Nature Reviews Neuroscience. 17 (2): 77–88. arXiv:1606.08370. Bibcode:2016arXiv160608370S. doi:10.1038/nrn.2015.18. PMC 5126970. PMID 26806627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Cognitive Science of Learning Enhancement: Optimizing Long-Term Retention" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tabibian, Behzad; Upadhyay, Utkarsh; De, Abir; Zarezade, Ali; Schölkopf, Bernhard; Gomez-Rodriguez, Manuel (5 March 2019). "Enhancing human learning via spaced repetition optimization". Proceedings of the National Academy of Sciences. 116 (10): 3988–3993. doi:10.1073/pnas.1815156116. PMC 6410796. PMID 30670661. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Promoting evidenced based education". leeds.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Newton, Philip M.; Salvi, Atharva (2020). "How Common Is Belief in the Learning Styles Neuromyth, and Does It Matter? A Pragmatic Systematic Review". Frontiers in Education. 5: 270. doi:10.3389/feduc.2020.602451. ISSN 2504-284X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. David H. Hargreaves (1996). "Teaching as a research-based profession". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. James Tooley and Doug Darby. "Educational Research: a critique". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  16. "What Does Scientifically Based Research Mean for Schools?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Reading Excellence Act, USA,2000". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Comprehensive School Reform Program, Title I, Part F, USA, 2002". 4 April 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Every Student Succeeds Act (ESSA), USA 2015". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "NCLB ACT PUBLIC LAW 107–110, Section 1202-1203, JAN. 8, 2002" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Common Core State Standards Initiative". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "English Language Arts Standards, Reading – Foundational Skills, K-5". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "A Governor's Guide to Early Literacy, NGA, 2013" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Standards in your state". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "DPI endorses 'explicit phonics instruction' as critical component of reading instruction". Milwaukee Journal Sentinel. 2020-01-22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Wisconsin Department of Public Instruction". 10 April 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)