د شمالي کوریا بهرنۍ اړیکې

د شمالي کوریا ـــ په رسمي ډول د کوریا د خلکو د ډېموکراتیک جمهوریت (DPRK) بهرنۍ اړیکو ـــ له سوېلي کوریا سره د دې هېواد له سیاسي شخړې او د نړۍ له کمونېزم سره د تاریخي رابطې په تړاو بڼه اخیستې ده. د شمالي کوریا او سوېلي کوریا (په رسمي ډول د کوریا جمهوریت) له دواړو حکومتونو څخه هر یو یې ادعا لري چې د ټولې کوریا یوازیني قانوني حکومت دی. په ۱۹۵۰ز کال کې د کوریا جګړه ونتوانېده چې دا ستونزه حل کړي، بلکې شمالي کوریا ورسره د سوېلي کوریا او په کوریا کې د متحده ایالاتو له قواوو سره د غیر پوځي شوي زون په اوږدو کې په پوځي تقابل کې ښکېله پاتې شوه.

د سړې جګړې په پیل کې، شمالي کوریا یوازې د کمونېستي هېوادونو له خوا دېپلوماتیک رسمیت درلود. د ورپسې لسیزو په بهیر کې، دې هېواد له مخ پر ودې هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې او له ناپېیلي غورځنګ سره یو ځای شوه. کله چې ختیځ بلاک د ۱۹۸۹ز ـــ ۱۹۹۲ز کلونو تر منځ سقوط وکړ، شمالي کوریا له پر مختللو پانګوالو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په پار هلې ځلې تر سره کړې. په عین وخت کې، د کوریا په ټاپووزمه کې د تقابل (چې د کوریايي تقابل په نامه شهرت لري) لپاره د حل لارې د رامنځته کولو نړیوالې هلې ځلې روانې وې. په ورته وخت کې، شمالي کوریا اتومي وسلو ته لاسرسی وموند، چې د نړیوالې ټولنې اندېښنې یې لا زیاتې کړې.  [۱]

په ۲۰۱۸ز کال کې، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ-اون له سوېلي کوریا او متحده ایالاتو سره خبرې اترې پیل کړې. چې دې کار د شمالي کوریا د یو رهبر او د متحده ایالاتو د وخت د یوه ولسمشر ترمنځ مخامخ بحث ته لاره هواره کړه. [۲]

اصول او چلند سمول

د شمالي کوریا اساسي قانون د دې هېواد بهرنۍ پالیسي جوړوي. په داسې حال کې چې د یاد قانون دویمه ماده دا هېواد د یو "انقلابي دولت" په توګه معرفي کوي، نهمه ماده وايي چې دا هېواد به د کوریاګانو د بیا یوځای کېدو، د دولت د واکمنۍ او سیاسي خپلواکۍ د ساتنې، او "ملي یووالي" ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.[۳][۴]

د دې هېواد د اساسي قانون زیاتره مادې په ځانګړې توګه د دې هېواد بهرنۍ پالیسي څرګندوي. ۱۵مه ماده څرګندوي چې دا هېواد به "په بهر کې د کوریایي اتباعو ملي دېموکراتیک حقونه او د هغوی قانوني حقونه او ګټې لکه څرنګه چې په نړیوال قانون کې په رسمیت پېژندل شوې دي، خوندي کوي" او ۱۷مه ماده د یاد هېواد د بهرنۍ پالیسۍ اساسي مفهوم بیانوي:[۴]

  • د کوریایانو "بنسټیز ارمانونه ازادي، سوله او ملګرتیا" دي[۴]
  • له "دوستو هېواونو سره" د " پوره مساواتو، خپلواکۍ، متقابل درناوي، د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې د متقابلو ګټو په اصولو باندې د سیاسي، اقتصادي، کلتوري، او دېپلوماتیکو اړیکو جوړول".[۴]
  • د نړۍ له هغو خلکو سره اتحاد چې له خپلې خپلواکۍ څخه دفاع کوي[۴]
  • د هغو خلکو د مبارزې ملاتړ او تشویقول، چې د هر ډول تجاوز او مداخلې پر وړاندې درېږي او د خپل هېواد د خپلواکۍ او د ملي او طبقاتي کچې د ازادۍ لپاره جګړه کوي.[۴]

د اساسي قانون نورې برخې یې د نورو بهرنیو پالیسیو تشرېح کوي. ۳۶مه ماده وایي چې د کوریا د خلکو د دېموکراتیک جمهوریت (DPRK) له خوا بهرنۍ سوداګري به "د دولتي ارګانونو، شرکتونو، ټولنیزو، کوفراتیفو ادارو" په واسطه تر سره کېږي په داسې حال کې چې هېواد به "بهرنۍ سوداګري د بشپړې برابرۍ اومتقابلو ګټو د اصولو له مخې پر مخ وړي." ۳۷مه ماده علاوه کوي چې دا هېواد به "په هېواد کې د ننه موسسات، شرکتونه او ادارې تشویقوي تر څو له بهرنیو شرکتونو او وګړو سره سهامي مشارکت یا مشترک المنافع قراردادونه تر سره کړي او په ځانګړو اقتصادي زونوو کې بېلابېلې سوداګرۍ رامنځته او وچلوي. " ۳۸مه ماده اضافه کوي چې د کوریا د خلکو دېموکراتیک جمهوریت یا  DPRK د یوې تحفظي تعرفې د پالیسۍ د تطبیق مسئول دی "تر څو له خپلواک ملي اقتصاد څخه ساتنه وکړي" په داسې حال کې چې ۵۹مه ماده څرګندوي چې "د هېواد وسله وال پوځ د پوځي انقلابي لومړۍ لیکې لپاره مسئول دی". ۸۰یمه ماده د نورو بهرنیو پالیسیو په مفهوم سره وایي چې، دا هېواد د هغو بهرنیو اتباعو لپاره چې " د سولې او ډېموکراسۍ، ملي استقلال او سوسیالېزم یا د علمي او کلتوري فعالیتونو د ازادۍ لپاره د مبارزې په دلیل" تر تعقیب لاندې نیول شوي وي، پناه ورکوي. [۴]

په هر ترتیب، په نهایت کې، څرنګه چې په ۱۰۰ـــ ۱۰۳ او ۱۰۹مو مادو کې یادونه شوې ده، د ملي دفاع کمېسیون مشر (NDC) د هېواد ستر رهبر بلل کېږي، چې له۹۰یمې مادې سره سم د خلکو د عالي جرګې یا SPA  له دورې سره یو شان (د پنځو کلونو لپاره) د هېواد د وسله والو ځواکونو قومانده او د ټولو دولتي چارو مشري په غاړه لري، اما په یوازېتوب سره د نوموړي له لوري نه ټاکل کېږي ځکه چې هغه د خلکو عالي جرګې ته مسئول دی. پر ځای یې، د ملي دفاع د کمېسیون مشر د بهرنیو لوبغاړو پر وړاندې د دولت دفاع کوي. اوسمهال، کیم جونګ-اون د کوریا د کارګر ګوند(WPK) عمومي سرمنشي، د دولتي چارو رییس، او د مشرتابه د یو شمېر نورو موقفونو لرونکی دی. اساسي قانون همداراز په ۱۱۷مه ماده کې تصرېح کوي چې، د خلکو د عالي جرګې (SPA) د مشرتابه پلاوي مشر، چې د دغې جرګې د تشکیل صلاحیت لري، د دولت استازی دی او د نړۍ له معتبرو استازو څخه باور لیکونه او بلنپاڼې یا احضار نامې تر لاسه کوي. له دې څخه علاوه، د کوریا د خلکو د ډېموکراتیک جمهوریت کابینه صلاحیت لري تر څو د اساسي قانون له ۱۲۵مې مادې سره سم له بهرنیو هېوادونو سره تړونونه عقد او بهرنۍ چارې پر مخ یوسي.[۴]

شمالي کوریا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دېپلوماتیکو پروتوکولونو کې یې د ډالیو ورکړه یو مهم رول لوبوي، په داسې بڼه چې د کوریا د خبرونو مرکزي اژانس (KCNA) وخت ناوخته ریپوټونه ورکوي چې د هېواد مشر له یو بهرني مشر یا ادارې څخه د ګلونو یو سبد یا کومه بله ډالۍ تر لاسه کړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مادلین البرایټ د ۲۰۰۰ز کال په بهیر کې پیونګ یانګ ته د یوه سفر په بهیر کې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ-ایل ته د میخایل اردن له خوا امضاء شوی د بسکېټبال یو توپ ورکړ ځکه نوموړي د بسکېټبال له ملي ادارې (NBA) سره لېوالتیا درلوده. د ۲۰۰۰ز کال د دوواړو کوریاګانو تر منځ د ناستې په بهیر کې، کیم جونګ اېل د سوېلي کوریا ولسمشر کیم دايي-جونګ ته دوه پونګسان سپي (چې له شمالي کوریا سره یې تړاو درلود) ور ډالۍ کړل. په ځواب کې، کیم دایي-جونګ دوه جیندو سپي (چې له سوېلي کوریا سره یې تړاو درلود)، کیم جونګ اېل ته ډالۍ کړل. د هغوی تر منځ د ۲۰۱۸ز کال له ګډې ناستې وروسته، د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ-اون د سوېلي کوریا ولسمشر مون جای-این ته دوه پونګسان سپي د ډالۍ په توګه ورکړل.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

شمالي کوریا له هغو هېوادونو سره چې دا هېواد یې د خپلې ځمکنۍ پشپړتیا پر وړاندې تهدید بولي په ډغره وهلو سره، او د بهرنیو دېپلوماتانو د فعالیتونو په محدودولو سره خپل امنیت ته جدي پام کوي. [۱۱][۱۲]

تاریخ سمول

له ۱۹۴۵ز کال وروسته، د شوروي اتحاد جمهوریتونو اقتصادي او پوځي مرستو شمالي کوریا وتوانوله تر څو په ۱۹۵۰ز کال کې په سوېلي کوریا باندې یرغل وروړي. د شورویانو مرستو او اغېزو د کوریا د جګړې په بهیر کې په خپله لوړه کچه باندې ادامه لرله. دا یوازې د شمالي کوریا لپاره د یوه داسې ګوند له لوري د اداره کېدو پيل و چې په جاپان-ضد کوریایي ملتپال غورځنګ کې یې رېښې درلودې  کوم چې په منچوریا او چین کې مستقر و، او کیم دویم-سونګ پکې غړیتوب درلود چې وروسته یې د کوریا د ګارګر ګوند (WPK) رامنځته کړ.

له ۱۹۵۰ز کال وروسته، د جګړې په بهیر کې د چینايي پوځونو مرسته او تر ۱۹۵۸ز کال پورې په شمالي کوریا کې د هغوی شتون چین ته په دغه هېواد کې د نفوذ یو شمېر درجې ور په برخه کړې. [۱۳]

سرچينې     سمول

  1. "Understanding North Korea's Nuclear Coercion Strategy". د اصلي آرشيف څخه پر May 6, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . In pictures: President Trump meets Kim Jong Un. CNN.
  3. United Nations, "North Korean Constitution Archived 2017-08-12 at the Wayback Machine.", April 2009.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ ۴٫۷ Naenara, "Socialist Constitution of the Democratic People's Republic of Korea", Pyongyang, Korea, Juche 103 (2014).
  5. Past news Archived January 10, 2006, at the Wayback Machine.
  6. Sometimes, the announcements never mention what sort of gift, but the Kim family has a large collection of cultural and other souvenirs from leaders all over the world, which is partly or entirely on public display.
  7. (په October 25, 2000 باندې). Albright reports progress in talks with north korea. The New York Times.
  8. Kim Hyun (July 5, 2010). "Pair of N. Korean dogs are state guests at Seoul zoo amid frozen relations". Yonhap. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wei Du, "Inter-Korean summit: What gifts will Moon Jae-in, Kim Jong Un bring for each other?" Archived June 25, 2018, at the Wayback Machine., Channel News Asia (April 26, 2018).
  10. (په November 12, 2018 باندې). Pungsan dog gifted by N.K. leader to Moon gives birth to six puppies. Yonhap
  11. (په January 22, 1999 باندې). North Korea threatens "sea of fire" if attacked. BBC
  12. Dagyum Ji (په January 17, 2017 باندې). Document details the heavy restrictions on diplomats in North Korea. NK News.
  13. (په July 13, 2006 باندې). Q&A: China-North Korea Relationship. The New York Times.