د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون

د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (نفتا په انګلیسي: NAFTA /ˈnæftə/؛ په هسپانوي: Tratado de Libre Comercio de América del Norte ، TLCAN؛ په فرانسوي: : Accord de libre-échange nord-américain ، ALÉNA) د کاناډا، مکسیکو، او متحده ایالاتو تر منځ یو تړون و چې په شمالي امریکا کې یې یو درۍ اړخیز سوداګریز بلاک رامنځته کړ. یاد تړون د ۱۹۹۴ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه لازم الاجراء شو، او د کاناډا او متحده ایالاتو د ازادې سوداګرۍ د ۱۹۸۸ز کال د تړون ځایناستی شو. د نفتا سوداګریز بلاک د نا خالص داخلي تولید له مخې د نړۍ یو تر ټولو لویو سوداګریزو بلاکونو څخه رامنځته کړ.[۱]

د شمالي امریکا د ازاد سوداګریز زون دغه انګېزه د متحده ایالاتو له ولسمشر رونالډ ریګن له خوا پیل شوه، چا چې نوموړې نظریه د خپل ۱۹۸۰ز کال د ولسمشریزو سیالیو یوه برخه وګرځوله. په ۱۹۸۸ز کال کې د کاناډا-متحده ایالاتو د ازادې سودارګرۍ د تړون له لاسلیکېدو وروسته، د جورج اچ. ډبلیو. بوش، د مکسیکو د ولسمشر کارلوز سالیناس دې ګورتاري، او د کاناډایي لومړي وزیر بریان ملروني ادارو د هغه څه په اړه پر مذاکراتو توافق وکړ کوم چې وروسته نفتا وبلل شو. له پورتنیو څخه هر یوه یې دغه تړون د ۱۹۹۲ز کال په ډسمبر کې په خپلو اړوندو پلازمېنو کې د تصویب لپاره وړاندې کړ، اما نفتا متحده ایالاتو او کاناډا دواړو کې له کلکو مخالفتونو سره مخ شو. دریو واړو هېوادونو په ۱۹۹۳ز کال کې د شمالي امریکا د کارګرو د همکارۍ (NAALC) او د شمالي امریکا د چاپېریالي همکاریو (NAAEC) په نامه د دوو جانبي تړونونو له ور اضافه کولو وروسته نفتا تصویب کړ.

د نفتا د تصویب پایله د متحده ایالاتو، کاناډا، او مکسیکو تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو محو کېدل یا راټیټېدل شول. د کار موندنې، چاپېریال، او اقتصادي ودې په څېر موضوعاتو باندې د دغه تړون اغېزې د سیاسي مباحثاتو سر ټکي پاتې شوې دي. زیاتره اقتصادي تحلیلونو وښوده چې نفتا د شمالي امریکا د اړوندو هېوادونو اقتصادونو او متوسطو اتباعو ته ګټوره وه، اما په صنعتي فابریکو کې یې د هغو کارګرو یو کوچیني اقلیت ته ضرر ورساوه چې د سوداګریزو سیالیو تر اغېزې لاندې راغلل. اقتصاد پوهان په دې باور وو چې له نفتا تړون څخه وتل یا د هغه په اړه په داسې توګه له سره خبرې اترې پیلول چې سوداګریز خنډونه یې رامنځته کول د متحده ایالاتو اقتصاد او د دندو په بیو باندې منفي اغېز درلود. په هر ترتیب، مکسیکو ورسره د دندو په له لاسه ورکولو او په لنډ مهالې او اوږد مهالې بڼې سره په ژوره توګه اغېزمنېده.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۱۷ز کال په جنوري کې له واک ته رسېدو وروسته، له سره د کاناډا او مکسیکو سره د خبرو اترو په پیلولو سره له یوه نوي تړون سره د نفتا د ځای ناستي کولو په لټه کې شو. د ۲۰۱۸ز کال په سپتمبر کې، متحده ایالاتو، مکسیکو، او کاناډا داسې یوه توافق ته ورسېدل چې نفتا یې د متحده ایالاتوـمکسیکوـ کاناډا له تړون (USMCA) سره تعویض کړ او یاد تړون دریو واړو هېوادونو د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې تصویب کړ. نفتا د USMCA تړون لازم الاجرا کېدو پورې د تعمیل وړ پاتې شو. د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې، کاناډا او مکسیکو متحده ایالاتو ته خبر ورکړ چې هغو د دغه تړون د پلي کولو لپاره تیار دي. د USMCA تړون د ۲۰۲۰ د جولای په لومړۍ نېټه د پلي کېدو وړ او د نفتا ځایناستی شو. په دغه نوي تړون کې یواځې یو څو کوچیني تغییرات شامل وو.[۱۱][۱۲][۱۳]

مذاکره، لاسلیک، تصویب، او بیا کتنه (۱۹۸۸ز کال ـــ ۱۹۹۴ز کال) سمول

مذاکره سمول

د شمالي امریکا لپاره د یوه ازاد سوداګریز زون د رامنځته کېدو انګېزه د متحده ایالاتو له ولسمشر رونالډ ريګن څخه کله چې هغه خپل ځان د ۱۹۷۹ز کال په نومبر کې د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړ او دا نظریه یې د خپلو ټاکنیزو سیالیو یوه برخه ورګرځوله، پیل شوه. کاناډا او متحده ایالاتو په ۱۹۸۸ز کال کې د کاناډا-متحده ایالاتو د ازادې سوداګرۍ تړون (FTA) لاسلیک کړ، او لږ وروسته د مکسیکو ولسمشر کارلوز سالیناس دېګورتاري پرېکړه وکړه چې د لاتینې امریکا د پور د کړکېچ په تعقیب د بهرنۍ پانګې اچونې د راجلبولو د هلو ځلو په توګه د متحده ایالاتو ولسمشر جورج اچ. ډبلیو. بوش ته د یو مشابه تړون وړاندیز وکړي. د دغو دوو مشرانو تر منځ د خبرو اترو له پیل کېدو سره سم، د کاناډا د وخت د لومړي وزیر بریان مولروني تر مشرۍ لاندې د کاناډا حکومت ته دا وېره پیدا شوه چې هغه ګټې چې د کاناډا-متحده ایالاتو له دوه اړخیز تړون FTA څخه یې تر لاسه کړې دي، د متحده ایالاتوـ مکسیکو دوه اړخیز تړون به یې زیانمنې کړي، نو ځکه یې غوښتنه وکړه چې د متحده ایالاتوـ مکسیکو مذاکراتو ته د یو لوري په توګه ور ننوځي.[۱۴][۱۵]

لاسلیک سمول

د هغو دېپلوماتیکو خبرو اترو په تعقیب چې مخکې په ۱۹۹۰ز کال کې تر سره شوې، یاد تړون د ۱۹۹۲ز کال د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د دریو اړوندو هېوادونو مشرانو په خپلو پلازمېنو کې لاسلیک کړ. دغه لاسلیک شوي تړون له لاسلیک وروسته د اړوند هر هېواد د مقننه قوې یا پارلماني څانګې تصویب ته اړتیا درلوده.[۱۶]

تصویب سمول

کاناډا سمول

د کاناډا ــ متحده ایالاتو د ازادې سوداګرۍ مخکینی تړون په کاناډا کې جنجالي او تفرقه اچوونکی ګرځېدلی و، او د کاناډا د ۱۹۸۸ز کال په ټاکنو کې یې د یوې مسئلې بڼه غوره کړه. په هغو ټاکنو کې، زیاترو کاناډایانو د ازادې سوداګرۍ ضد ګوندونو (لېبرالانو او نویو ډېموکراتانو) ته رایې ورکړې، اما د دغو دوو ګوندونو تر منځ د رایو د وېش معنا د ازادې سوداګرۍ د ملاتړو پرمختلليو محافظه کارانو (PCs) په ټاکنو کې په تر ټولو ډېرو چوکیو ګټلو سره بریاليتوب او واک ته ورسېدل وو. مولروني او پرمختللو محافظه کارانو په پارلمان کې اکثریت درلود او په اسانۍ سره یې د ۱۹۸۷ز کال د کاناډاـــ متحده ایالاتو FTA او نفتا (NAFTA) لایحې تصویب کړې. په هر حال، د مولروني پر ځای کیم کامپبېل د محافظه کار مشر او لومړي وزیر په توګه ځایناستی شو.

کامپبېل د ۱۹۳۳ز کال په ټاکنو کې د پرمختللو محافظه کارانو د ګوند مشري کوله، چېرته چې هغوی د ژان کرېتین په مشرۍ چا چې د نفتا په اړه له سره غور کولو یا د هغې د لغوه کولو پر بنسټ خپله ټاکنیزه مبارزه پیل کړه د لېبرال ګوند له خوا ماتې وخوړه. کرېتین متعاقباً له بوش سره، چا چې د لاک (LAC) مشورتي پړاو تر پښو لاندې کړی و او هڅه یې کوله تر څو د خپلې دورې له پای ته رسېدو نه مخکې د لاسلیک پروسه چټکه کړي، د دوو تکمیلي قراردادونو په اړه یې مذاکرات تر سره کړل، خو د وخت له کمښت سره مخ شو او د اړوند تطبیقي قانون تصویب او لاسلیک په نوموړي پسې ولسمشر بېل کلېنټن ته پاتې شول.[۱۷][۱۸][۱۹]

متحده ایالات سمول

د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته د نوموړي تړون له لېږل کېدو مخکې، کلینټن د شمالي امریکا د کارګرو د همکارۍ  تړون (NAALC) او د شمالي امریکا د چاپېریال د همکاریو تړون (NAAEC) په نومونو سره دوه جانبي تړونونه د کارګرانو او چاپېریال د محافظت او همداراز د مجلس د زیات شمېر غړو د اندېښنو راکمولو په پار ور اضافه کړل. متحده ایالاتو په تړون کې د ښکېلو خواوو وغوښتل تر څو له چاپېریالي کړنلارو او مقرراتو سره ځانونه برابر کړي او لکه څرنګه چې متحده ایالات ژمن دي دوی هم هماغه ډول ژمن واوسي.  [مرجع ته اړتیا ده]  له زیات غور او احساساتي پرېکړو وروسته د دغه تړون پلي کېدل د ۱۹۹۳ز کال د نومبر په ۱۷مه له ۲۳۴ مثبتو او ۲۰۰ رایو په تر لاسه کولو سره لازم الاجرا شو. د تړون په ملاتړو کې ۱۳۲ جمهوري غوښتونکي او ۱۰۲ ډېموکراتان شامل وو.[۲۰]

نوموړې لایحه د ۱۹۹۳ز کال د نومبر په ۲۰مه د سنا له لوري په ۶۱ مثبتو ـــ ۳۸ منفي رایو سره تصویب شوه. د سنا ملاتړي یې ۳۴ جمهوري غوښتونکي او ۲۷ ډېموکراتان وو. د جمهوریت غوښتونکو د کالیفورنیا استازي ډېويډ ډریېر، چې د کلېنټن د ادارې له وخته د نفتا یو کلک پلوی و، له ګانګرس څخه او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه یې د جمهوي غوښتونکو د ملاتړ په راجلبولو کې اصلي رول ولوباوه.

د ګانګرس د شیکاګو اړوند غړی لیوس ګوتیرېز په ځانګړي ډول د نفتا یو سرسخت  مخالف و، چې بالاخره یې د دغه اقدام پر وړاندې منفي رایه ورکړه ځکه هغه داسې انګېرله چې یاد تړون د بې ځایه شویو کارګرانو لپاره په کافي اندازه د بیا روزلو، د امریکايي دندې له لاسه ورکولو پر وړاندې په محافظت، او د مکسیکويي کارګرانو د ټوليزې چانه وهنې د حقونو په محافظت کې ناکام دی. هغه د رام اېمانویل رول ته په ځانګړې توګه د کمښتونو له امله ګوتنیونه وکړه .[۲۱][۲۲]

سرچينې               سمول

  1. NAFTA Secretariat Archived April 12, 2013, at the Wayback Machine.. Nafta-sec-alena.org (June 9, 2010). Retrieved on July 12, 2013.
  2. . NAFTA's Economic Impact. Council on Foreign Relations
  3. "Poll Results | IGM Forum". www.igmchicago.org. 13 March 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Burfisher, Mary E; Robinson, Sherman; Thierfelder, Karen (2001-02-01). "The Impact of NAFTA on the United States". Journal of Economic Perspectives. 15 (1): 125–44. CiteSeerX = 10.1.1.516.6543 10.1.1.516.6543. doi:10.1257/jep.15.1.125. ISSN 0895-3309. S2CID 154817996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په January 30, 2017 باندې). NAFTA doesn't count for much economically, but it's still a huge political football. Here's why. Los Angeles Times.
  6. Rodrik, Dani (June 2017). "Populism and the Economics of Globalization". NBER Working Paper No. 23559. doi:10.3386/w23559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Driving Home the Importance of NAFTA | Econofact". Econofact (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eric Martin, Trump Killing Nafta Could Mean Big Unintended Consequences for the U.S., Bloomberg Business (October 1, 2015).
  9. . Which American producers would suffer from ending NAFTA?.
  10. . Nafta withdrawal would hit US GDP without helping trade deficit – report.
  11. "United States-Mexico-Canada Agreement". USTR. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. CBC News, "Mexico joins Canada, notifies U.S. it's ready to implement new NAFTA" 2020/04/04 Archived 2020-11-26 at the Wayback Machine. accessed 06 April 2020
  13. Eugene Beaulieu and Dylan Klemen. "You Say USMCA or T-MEC and I Say CUSMA: The New NAFTA-Let's Call the Whole Thing On." The School of Public Policy Publications (2020) online.
  14. "North American Free Trade Agreement (NAFTA)". The Canadian Encyclopedia. Historica Canada. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Foreign Affairs and International trade Canada: Canada and the World: A History – 1984–1993: "Leap of Faith Archived October 27, 2007, at the Wayback Machine.
  16. NAFTA: Final Text, Summary, Legislative History & Implementation Directory. New York: Oceana Publications. 1994. د کتاب پاڼي 1–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-379-00835-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Preliminary Report of the Labor Advisory Committee for Trade Negotiations and Trade Policy on the North American Free Trade Agreement, dated Sept. 16, 1992 (Washington, D.C.: Executive Office of the President, Office of the U.S. Trade Representative, 1992), i, 1.
  18. Labor Advisory Committee for Trade Negotiations and Trade Policy; established under the Trade Act of 1974.
  19. For an overview of the process, see Noam Chomsky, کينډۍ:"'Mandate for Change', or Business as Usual", Z Magazine 6, no. 2 (February 1993), 41.
  20. "H.R.3450 – North American Free Trade Agreement Implementation Act". December 8, 1993. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Trump says many trade agreements are bad for Americans. The architects of NAFTA say he's wrong". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 2016-10-28. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په December 27, 2011 باندې). Remembering Those Who Left Us In 2011.