د شعور استدلال

د شعور استدلال د خدای د شتون په هکله یو استدلال دی او ادعا کېږي چې د انسان شعور د انساني جسم او ماغزو په څېر فزیکي میکانیزمونو له لارې بیانېدلای نه‌شي، نو ځکه ویل کېږي چې ګنې انساني شعور باید غیرفزیکي اړخونه ولري. له هغه ځایه چې دغه ادعا، په مسیحیت او اسلام کې د اروا او وروسته تر مړینې ژوند په هکله له تعبیرونو سره په مطابقت کې ښکاري، نو هغه د خدای [د شتون په هکله] غیرمستقیمو شواهدو په توګه انګېرل کېږي.

د روح انځوریز جاج، د عصبي شبکو او د ماغزو فزیولوجي ته اړوند نومهال پوهاوي څخه دمخه رامنځ‌ته شوی ؤ. د لسیزو، لسیزو تجربو په پایله کې ادراکي ساینس داسې یو پړاو ته ولېږدول شو چې تفکر او احساس ته د فزیکي بهیرونو په سترګه وګوري، که څه هم د شعور د پېژندلو په هکله تجربه لا هم ډېر خواره پاتې ده. له همدې امله، د دغه استدلال وروستي نومهال ملاتړ کوونکي ادعا کوي چې د شعور تجربه د فزیکي میکانیزمونو له لارې بیانېدلای نه‌شي.

د شعور استدلال فلسفي لنډیز

سمول

دا استدلال کېدای په استقرایي یا استنتاجي (قیاسي) بڼه بیان شي. دې ته نږدې د استدلال یوه بلونجه بڼه، په استنتاجي استدلال کې د خپلې سریزې په توګه، له افلاطوني فلسفې څخه کار اخلي.[۱][۲]

استقرایي بڼه (Inductive Form)

سمول

ریچارد سوینبورن په خپل کتاب – د خدای شتون (The Existence of God) – کې د شعور استدلال استقرایي بڼه وړاندې کوي. هغه ذهن–جسم دوه‌ګون‌پالنې لپاره له «شخصي پېژندنې» څخه استدلال کاروي ترڅو وښیي چې موږ په خپلو ذهنونو کې یو غیرفزیکي ذهني عنصر لرو. هغه وړاندیز کوي چې تر ټولو احتمالي چار چې د هغه په ترڅ کې غیرفزیکي او فزیکي ښکارندې په یوه توسني تعامل کې سره اړیکه ټینګوي، یو داسې انځور دی چې د انځور پر شتون دلالت کوي. سوینبورن وایي چې دغه انځورګر، «خدای» دی. هغه بیانوي، په داسې حال کې دغه استدلال، د استقرایي بڼې درلودلو له امله، غیرقطعي دی، خو بیا هم د خدای د شتون په هکله پياوړي شواهد وړاندې کوي. [۳]

استنتاجي یا قیاسي بڼه (Deductive Form)

سمول
  1. ذهني حالتونه، واقعي غیرفزیکي ذهني موجودات دي، چې شتون لري.
  2. د ذهني او فزیکي کانو/پېښو یو شمېر ځانګړې بڼې په منظم ډول سره پیوستون دي.
  3. د دغو پیوستونونو لپاره یو بیان شتون لري.
  4. شخصي بیان له طبیعي ساینسي بیان سره توپير لري.
  5. د دغو پیوستونونو لپاره بیان هم شخصي او هم طبیعي ساینسي بیان دی.
  6. هغه بیان یو طبیعي علمي بیان نه‌دی.
  7. نو له‌دې کبله، بیان یو شخصي بیان دی.
  8. که چېرې بیان شخصي بیان وي، نو خدای‌پېژندنې ته اړوند دی.
  9. نو په پایله کې، نوموړی بیان خدای‌پاله بیان دی.[۴]

د رابرټ آدامز په څېر خدای‌پالونکو د سوینبورن د استدلال لږ څه توپيري نسخې وړاندې کړې، چې نه یوازې د ذهني حالتونو پر شتون، بلکې پر ذهني/فزیکي پيوستونونو باندې متمرکزې دي. دغه نسخې د سوینبورن استدلال ته ورته دي، خو توپير یې دا دی چې استنتاجي بڼه لري، نه استقرایي. [۵]

«وېلیام لېن کرایګ» د شعور استدلال په لاندې ډول وړاندې کوي:[۶]

  1. که چېرې خدای نه‌ؤ، د شعور ارادي حالتونه به هم نه‌وو.
  2. خو د شعور ارادي حالتونه شتون لري.
  3. نو په پایله کې، د خدای شتون هم رښتینی دی.

افلاطوني بڼه

سمول

مسیحي فیلسوف – هیپو-میشتی اَوګوستین – د شعور د استدلال یوه فورمولیزه شوی جوړښت رامنځ‌ته کړ او ځیني وخت د هغه حقیقت استدلال په نامه یادېږي چې له شعور سره په نږدې لیکې کې پروت وي. دغه استدلال کې نه استقرایي او نه هم استنتاجي بڼه لري؛ له افلاطوني فلسفې څخه اغېزمن استدلال دی.[۷]

  1. زموږ محدود ذهن کولای شي د خلقت په هکله ابدي حقیقتونه راوسپړي.
  2. حقیقت، په رښتینې توګه، په ذهن کې پروت دی.
  3. خو د انسان ذهن ابدي نه‌دی.
  4. نو په پایله کې، یو ابدي ذهن باید شتون ولري، چې دغه حقیقتونه په کې پراته وي.

سرچینې

سمول
  1. Both these are following J. P Moreland "The Argument from Consciousness" in The Rationality of Theism ed Paul Copan and Paul Moser, London:Routeledge (2003) ISBN 0-415-26332-8 and J. P Moreland "Consciousness and The Existence of God"
  2. "Twenty Arguments God's Existence by Peter Kreeft (& Ronald K. Tacelli)".
  3. see Richard Swinburne The Existence of God Oxford:Clarendon (1979) Ch 9; The Evolution of the Soul 183-9 etc.
  4. Quoted from The Blackwell Companion to Natural Theology, The Argument from Consciousness, by J.P. Moreland, p. 296
  5. See Robert Adams "Flavors, Colors and God" reprinted in Contemporary Perspectives on Religious Epistemology OUP (1992) pp225-40
  6. "Does God Exist? | Reasonable Faith".
  7. "Twenty Arguments God's Existence by Peter Kreeft (& Ronald K. Tacelli)".