د شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲

دا لیکنه د هغه وېروس په اړ ده، چې د COVID-19  لامل کېږي. د دغه وېروس په اړه،SARS-CoV-1    لیکنې ته ورشئ. (SARS) یا سارس د (Severe acute respiratory syndrome)  مخفف دی.[۱][۲]

د شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲ (SARS-Cov-2) هغه وېروس دی، چې د COVID-19 (د ۲۰۱۹ز کال کرونا وبا) لامل کېږي. تنفسي ناروغي هم له دغه وېروس رامنځته شوه.[۳]

دغه وېروس مخکې موقتي نوم درلود، چې د ۲۰۱۹زکال  نوی کرونا وېروس (2019-nCoV) او هم د انساني کرونا وېروس (HCoV-19 or hCoV-19) په نامه یاد شوی دی. دا وېروس په لومړي ځل د چین په اوهان او هوبي ښارونو کې راڅرګند شو. د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۳۰مه د عامې روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلان کړ او د ۲۰۲۰ز د مارچ په ۱۱مه یې وبا اعلان کړه.

(SARS-Cov-2) یو رشته یي RNA وېروس دی، چې مثبت حس لري او په انسانانو کې ساري دی. د امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ تشرېح کړه، چې دا د (SARS-CoV-1) ځایناستی دی او دا هغه وېروس دی، چې د (2002–2004 SARS) د خپرېدا لامل شوی دی.

(SARS-Cov-2) د شدید تنفسي سندروم اړوند وېروس دی. داسې انګېرل کېږي، چې زونټیک اصل لري او له بټ (څنڅلوکی) کرونا وېروس (د وېروس یوه بڼه) سره جنیټیکي (ارثي) ورته والی لري، چې ښایي له بټ وېروس نه منځ ته راغلی وي. په دې اړه څېړنې روانې دي، چې ایا (SARS-Cov-2) په مستقیم ډول له بټ نه سرچینه اخلي او که په غیر مستقیم ډول له منځنیو کوربنو څخه. دغه وېروس، لږ جنټیکي توپیر لري او دا په ګوته کوي، کومه وبا چې انسانانو ته (SARS-Cov-2) ورپېژني ښایي د ۲۰۱۹ز کال په پای کې پېښه شوې وي.

د اېپیډیمولوژیک مطالعات دا اټکلوي، چې د ۲۰۱۹ز کال له ډسېمبره تر د ۲۰۲۰ز کال سپټمبر پورې، هر وېروس په اوسط ډول له ۲.۴ نه تر ۳.۴ پورې نوي وېروسونه جوړوي، دا په هغو ټولنو کې رامنځته کېږي، چې هېڅ غړی یې معافیت نه لري او د مخنیوي لپاره یې تدابیر نه نیسي. وېروس لومړی په خلکو کې د نږدې تماس له لارې او تر منځ یې د تنفسي څاڅکو له لارې، چې د خبرو کولو او سا اېستلو په وخت کې رابهر کېږي او همدارنګه د ټوخي او پرنجي په واسطه خپرېږي. ډېرځلې د انجیوټینسین۲ بدل انزایم (ACE2)، چې غشایي پروټین دی او د رنین- انجیوټینسین سیسټم تنظیموي ورسره یو ځای کېږي او د انسان حجرو ته ننوځي.[۴][۵][۶][۷]

اصطلاح پوهنه سمول

دا اصطلاحات د نوي یا اوسني کرونا وېروس "2019-nCoV" په اړه دي.

د چین په اوهان کې د کرونا وېروس لپاره بېلابېل نومونه وکارول شول، د مختلفو سرچینو له خوا ورته د (کرونا وېروس) یا (ووهان کرونا) وېروس نومونه وټاکل شول. د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان ورته د (۲۰۱۹ز ناول(نوی) کرونا وېروس) نوم وړاندیز کړ. په ۲۰۱۵ز کال کې WHO یا د روغتیا نړیوال سازمان، دغه وېروس ته د نومونې لپاره له جغرافیایي موقعیتونو، د څارویو له ډولونو یا د خلکو له ګروپونو نه ډډه وکړه.[۸]

د وېروسونو د ډلبندۍ نړیوالې کمېټې، د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په ۱۱مه دغه وېروس ته د شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲ یا (SARS-Cov-2) نوم غوره کړ. WHO ، ځینې وخت له سارس ناروغۍ سره د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره -19 COVID د (SARS-Cov-2) پر ځای یادوي او د ۱۹- HCoV نوم یې په ځینو څېړنیزو مقالو کې شامل شوی.

-19 COVID ته د (اوهان وېروس) نوم ورکول د WHO له خوا خطرناک او د کلیفورنیا پوهنتون په برکلي کې د اسیایي امریکايي مطالعاتو د استاد هاروي ډونګ له خوا د بېګانه پرستۍ په توګه تشرېح شو.[۹][۱۰][۱۱]

د -19 COVID لېږد سمول

انسان ته له انسانه د (SARS-Cov-2) لېږد، د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په شلمه د کووېډ۱۹ وبا پر مهال تایید شو. په پیل کې داسې انګېرل کېدل، چې دا وېروس د ټوخي او پرنجي له لارې د شاوخوا ۱.۸مترو (۶فوټه) په واټن کې سرایت کوي.

د لیزري نور ((Laser light تجربې ښيي، چې خبرې کول د لېږد یو بل حالت دی او دا حالت په کور دننه له لږ هوایي جریان سره کم تر څېړنې لاندې نیول شوی. نورو څېړنو ښودلې، چې دغه وېروس ښایي په هوا کې هم وي او د تنفسي څاڅکو له لارې هم لېږدول کېږي. له انسانه انسان ته د لېږد په لړ کې، له ۲۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې (SARS-Cov-2) وېروسونه اټکلېږي، ترڅو یو نوی وېروس جوړ کړي.

د تنفسي څاڅکو لېږد پر حیاتي خوندیتوب اغېزې لري؛ ځکه په لابراتوار کې پر نوو وېروسونو کار کول د خطر له ګواښ سره مخ دی، پر ایروسول بېلابېلې لابراتواري څېړنې کېږي، او دا د اندېښنې وړ ده، چې ایروسول سمدلاسه نه پېژندل کېږي، ښایي پر نورو علمي پرسونلونو هم اغېزې وکړي.

له ککړو سیمو سره نامستقیم تماس هم د وېروس د لېږد لامل دی، لومړنۍ څېړنې ښیي، چې دغه وېروس ښایي پر پلاسټیک (پولي پروپیلین) او اوسپنې (AISI 304) تر دریوو ورځو پورې ژوندی پاتې شي، خو پر کاغذ تر یوې ورځې او پر مس تر څلورو ساعتونو پورې ژوندی نه پاتې کېږي. وېروس د سابون په واسطه له منځه ځي، د اخته کسانو په اطراحیه موادو او مني کې وېروسي RNA موندل کېږي.

په دغې بې فعالیته دوره کې پر وېروس د اخته کېدو کچه نامعلومه ده، خو څېړنو ښودلې، چې وېروس ستوني ته له ننوتو څلور ورځې وروسته خطرناک کېږي یا په لومړۍ اونۍ کې کمېږي.

د SARS-CoV-2 RNA  زوکام وخت د نښو تر پیل وروسته له دریو نه تر ۴۶ ورځو پورې وي.

د شمالي کارولینا پوهنتون د څېړونکو له خوا یوه څېړنه وشوه، چې د پوزې سوري د وېروس اصلي ځای دی او وېروس په SARS-CoV-2 پاټوجینس کې، د سا کښلو په مټ سږو ته انتقالېږي.

مطالعاتو یو لړ حیوانات پېژندلي، چې پر SARS-CoV-2 وېروس اخته دي، لکه پیشوګانې، موږکان، صحرایي موږکان، د اوبو سپي، ریکون سپي (چې ونو ته خېژي) د مېوو بټ (اسمان څکالی) (بټ؛ موږک ډوله حیوان) او سویان. ځینو موسسو مشوره ورکړې، هغه کسان چې په SARS-CoV-2 اخته دي له څارویوو سره دې خپل تماس محدود کړي.

ذخیره او سرچینه سمول

د SARS-CoV-2  لومړني پېژندل شوي وېروسونه د چین په اوهان کې کشف شول. انسانانو ته د وېروس د لېږد اصلي سرچینه ناپېژانده پاتې ده او دا هم نامعلومه ده، چې دغه وېروس له سپیلوور پېښې نه مخکې که وروسته وبایي شو، ځکه زیاتره لومړني اخته کسان د هوانان د سمندري خوړو مارکېټ کارکوونکي ول؛ نو وړاندیز شوی، چې ښایي دغه وېروس له بازاره سرچینه اخیستې وي. په هر حال، نورې څېړنې وایي: ښایي دا وېروس سیلانیانو(ټورېسټانو) بازار ته راوړی وي، چې د وېروس د چټک پرمختګ لامل شو.

فیلوجینټیک او ډلبندي (ټکسونومي) سمول

SARS-CoV-2  د ویرسونو په لویې کورنۍ پورې اړه لري، چې د کرونا وېروس په نامه پېژندل کېږي. دا د مثبت حس په لرلو، د RNA له یوې خطي برخې سره یو رشته یي RNA وېروس دی.

کرونا وېروس د انسانانو او mammals په ګډون نور څاروي او الوتونکي هم اخته کوي. انساني کرونا وېروسونه له زوکامه نیولې تر تنفسي سنډروم پورې، چې د مړینې کچه یې ۳۴سلنه ده، رامنځته کړي. SARS-CoV-2 تر (229E, NL63, OC43, HKU1, MERS-CoV, ( وېروس وروسته اووم پېژندل شوی وېروس دی، چې خلک پرې اخته کېږي.

فیلوجینټیک ونه سمول

SARS-CoV-2 او اړوند کرونا وېروسونه د ټولو جینومونو پر اساس یوه فیلوجینټیک ونه ده. د دغه وېروس په زرګونو ډولونه شته، چې په ډېرو لویو کلېډونو وېشل کېدای شي. Nextstrain ډولونه پر پینځو کلېډونو ویشي (19A, 19B, 20A, 20B, and 20C) په داسې حال کې، چې GISAID یې پر اووو کلېډونو وېشي (L,O,V,S,G,GH,GR).

د SARS-CoV-2  نور ډولونه د ۲۰۲۰ز کال په وروستیو کې راڅرګند شول، د روغتیا نړیوال سازمان په اوس مهال کې د اندېښنې وړ پینځه نور ډولونه پېژندلي، چې دا دي:

الفا: د B.1. 1. 7 له نسله دی، چې په انګلستان کې د ۲۰۲۰ز کال په سپیټمبر کې راڅرګند شو. دا ډول د وېروس د لېږد ډېر ځواک لري.

بېټا: دB.1.351  له نسله دی، چې په سویلي افریقا کې د ۲۰۲۰ز کال په مې کې راڅرګند شو. د وېروس لېږد پیاوړی کوي او انټي جیني بدلونونه رامنځته کوي، چې د عامې روغتیا چارواکو یې پر نورو واکسینونو د اغېز خبرداری ورکړ.

ګاما: د   P. 1له نسله دی. په برازیل کې د ۰۲۰ز کال په نومبر کې راڅرګند شو، دا هم انټي جیني بدلونونه رامنځته کوي او پر واکسینونو یې د اغېز اندېښنه ښودل شوې.

ډیلټا: د B.1.617.2 له نسله دی. په برازیل کې د ۲۰۲۰ز کال په اکټوبر کې راڅرګند شو. انټي جیني بدلونونه رامنځته کوي او د لېږد د ډېروالي شواهد یې شته دي.

اومیکرون: د B.1.1.529  له نسله دی. په بوټسوانا کې د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې راڅرګند شو.

شپږ نور ډولونه یې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تر څېړنې لاندې دي او پینځم کلسټر یې په ډنمارک کې د اوبو په سپي کې راڅرګند شو، چې د ساده مرګ په کمپاین کې کابو ټول له منځه ولاړل.

سرچینې سمول

  1. کينډۍ:Cite report
  2. "About Novel Coronavirus (2019-nCoV)". United States Centers for Disease Control and Prevention (CDC). 11 February 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "hCoV-19 Database". China National GeneBank. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Billah MA, Miah MM, Khan MN (11 November 2020). "Reproductive number of coronavirus: A systematic review and meta-analysis based on global level evidence". PLOS ONE. 15 (11): e0242128. Bibcode:2020PLoSO..1542128B. doi:10.1371/journal.pone.0242128. PMC 7657547 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33175914 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "How Coronavirus Spreads Archived 3 April 2020 at the Wayback Machine.",Centers for Disease Control and Prevention, Retrieved 14 May 2021.
  6. "Coronavirus disease (COVID-19): How is it transmitted? Archived 15 October 2020 at the Wayback Machine.",World Health Organization
  7. Zhao P, Praissman JL, Grant OC, Cai Y, Xiao T, Rosenbalm KE, et al. (October 2020). "Virus-Receptor Interactions of Glycosylated SARS-CoV-2 Spike and Human ACE2 Receptor". Cell Host & Microbe. 28 (4): 586–601.e6. doi:10.1016/j.chom.2020.08.004. PMC 7443692. PMID 32841605. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fox D (January 2020). "What you need to know about the novel coronavirus". Nature. doi:10.1038/d41586-020-00209-y. PMID 33483684 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 213064026. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. https://www.nea.org/advocating-for-change/new-from-nea/hate-and-bias-covid-19 “It’s racist and it creates xenophobia,” University of California at Berkeley Asian American studies lecturer Harvey Dong told The Washington Post. “It’s a very dangerous situation.”
  10. https://thehill.com/homenews/administration/488479-who-official-warns-against-calling-it-chinese-virus-says-there-is-no?rl=1 Ryan is not the first WHO official to push back against the phrase. Director-General Tedros Adhanom Ghebreyesus said earlier this month that the term is “painful to see” and “more dangerous than the virus itself.”
  11. Gover AR, Harper SB, Langton L (July 2020). "Anti-Asian Hate Crime During the COVID-19 Pandemic: Exploring the Reproduction of Inequality". American Journal of Criminal Justice. 45 (4): 1–21. doi:10.1007/s12103-020-09545-1. PMC 7364747. PMID 32837171. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)