د سیوري او شاه جوی پوځي عملیات

د شاه جوی پوځي عملیات د هغو پوځي عملیاتو یوه برخه ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت له خوا د عزم په نامه پیل شوي. ددې عملیاتو په ترڅ کې د زابل ولايت کې هم یو لړ تصفوي عملیات پیل شوي چې امنيتي چارواکي یې په اړه وايي: ددې ولايت په سيوري او شاه جوۍ ولسواليو کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي لسگونه وسله والو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. ددې ولايت د والي وياند گل اسلام سيال د دوشنبې په ورځ د کندهار ملي ټلوېزيون ته وويل دغه عمليات تېره ورځ پېل سوي وه او تر نن سهاره یې دوام وکړي.

لاسته راوړنې سمول

نوموړی زیاته کړه چي عملیات د زابل په سیوري اوشاهجوۍ ولسوالیو کي ترسره سول چي په نتیجه کي یې ۲۶ وسله وال مخالفین وژل سوي او اوه نور ټپیان دي.دده په خبره په عملیاتو کي ملکي وگړو او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.افغان ځواکونو له څه باندي دوو اوونیو راهیسي د زابل په بیلابیلو سیمو کي د نجات په نوم عملیات پیل کړي چي د چارواکو په خبره پکښي د دولت مخالفینو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

انځوریز البوم سمول

اړونده لیکنې سمول

سرچینې سمول