د سیسټمونو نظریه

د سيستمونو د ګڼو څانګو مطالعه د سيستمونو نظريه بلل کېږي، يعنې يو له بل سره د تړلو او يو په بل متکي برخو ډلې چې شونې ده دا چاره يا طبيعي وي او يا هم د انسان له خوا جوړه شوې وي. هر سيستم د فضا او وخت په مټ محدود وي، له خپل چاپېريال څخه اغېزمن شوی وي، د خپل جوړښت او موخې په مټ تعريفيږي او د خپلو فعاليتونو په مټ څرګنديږی. که چېرې يو سيستم د همغږۍ يا پرمختګ فعاليتونه څرګندوي؛ نو شونې ده چې دا سيستم د خپلو برخو له اندازې څخه زيات وي.

د يو سيستم د يوې برخې بدلون شونې ده چې د ټول سيستم نورې برخې هم اغېزمنې کړي. دا هم شونې ده چې د فعالیت په طريقه کې د دې بدلونونو اټکل وکړای شي. هغه سيستمونه چې زده کړه کوي او سمون مومي، د دې ودې او سمون اندازه په دې پورې تړلې ده چې دا سيستم له خپل چايريال سره څومره ښکېل دی.[۱]

ځينې سيستمونه د نورو سيستمونو ملاتړ کوي او د نورو سيستمونو د ناکامۍ د مخنيوي په موخه د هغې ساتنه کوي. د سيستمونو د نظريې موخې د يو سيستم د محرکاتو، خنډونو او شرايط د يوې نمونې جوړول او د هغو اصولو (لکه موخه، اقدامات، طريقې او لارې چارې) روښانه کول دي چې ممکنه ده همدا نمونې دې ته د ورته ټولو نورو سيستمونو په هره کچه د توپير او عملي کولو وړ وي، همدا راز د برابر اغېز د تر لاسه کولو لپاره په ډېرو برخو کې د عملي کېدو وړ وي.

د عمومي سيتم نظريه په پراخه کچه د عملي کېدونکو  تصوراتو او اصولو د چمتو کولو په اړوند ده، دا نظريه د علم د يوې برخې لپاره د ځانګړو شويو تصوراتو او اصولو په خلاف وي. دا نظريه د فعالو او ښوځنده او پر ځای ولاړو او غېر فعالو نظامونو تر منځ توپير کوي. فعال سيستمونه د فعاليتونو هغه جوړښت يا ترکيبونه دي کوم چې په چلندونو او پروسو کې عمل کوي. غېر فعال نظامونه هغه جوړښتونه يا ترکيبونه دي چې تر پروسې لاندې دي. د بېلګې په ډول: يو پروګرام هغه مهال غېر فعال دی کله چې هغه يوازې د يو ډيسک دوتنه (فايل) وي او همدا پروګرام هغه مهال فعال ګرځي کله چې په يادځای (ميموري) کې روښانه کړای شي. ډګر د سيستمونو تر فکر کولو، د دستګاه تر منطق او د سيستمونو تر انجنيرۍ پورې تړلی دی.[۲]

بنسټيز مفاهيم سمول

  • سيستم: يو له بل سره تعامل کوونکو، يو پر بل تکيه کوونکو برخو يوه ټولګه ده، چې له دې ټولو څخه يوه پېچلې ټولګه جوړوي.[۳]
  • پولې: هغه خنډونه دي چې يو سيستم تعريفوي او په چايريال کې يې له نورو سيستمونو څخه توپير کوي.
  • توازن (هموستاسز): د بهرني خلل له کبله د يو سيستم نرمښت منل او د دې سيستم د مهمو ځانګړتياوو پر ځای ساتلو لور ته ميلان.
  • موافقه کول: د يو سيستم هغه ميلان ته ويل کيږي کوم چې د خپل ځان د ساتلو او خپلو موخو د تر لاسه کولو دوام لپاره کورني بدلونونه رامنځ ته کوي.
  • دوه اړخيزې لېږدونې: دايروي يا متقابل تعاملات دي، په کوم چې سيستم په دې ډول مصروف وي چې يو پر بل اغېزې لري.
  • د کتنو کړۍ: هغه پروسه ده چې په دې چاپېريال کې د شته سيستمونو د عکس العمل پر بنسټ سيستم خپله خپل ځان سموي. 
  • د کار توان: د وخت په تېرېدو سره د نظام او د هغې د چاپيريال تر منځ د انرژۍ د لېږد اندازه ده.
  • کوچنی سيستم: مشتري ته تر ټولو نږدې سيستم.
  • ميزوسيستم: په يو چاپېريال کې د سيستمونو تر منځ اړيکې.[۳]
  • ايکسوسيستم: د دوه هغو سيستمونو تر منځ اړيکې دي چې په نامستقيم ډول په يو درېيم سيستم اغېز پرېباسي.[۳]
  • مکروسيستم: هغه ستر سيستم چې په پيرودونکو اغېز پرېباسي، لکه تګلارې، د استحقاق د وړتياوو مديريت او کلتور.
  • برابري: هغه لاره چې سيستمونه کولای شي په بيلا بيلو لارو هماغې يوې موخې ته ورسېږي.
  • پرانيستي او بند سيستمونه[۳]
  • کرونوسيستم: هغه سيستم چې د ژوند د مهمو پېښو څخه جوړ شوی وي، کوم چې په موافقه اغېزې کوي.
  • ايسوموفيزم: جوړښتي، طرزالعمل او پرمختيايي ځانګړتياوې کوم چې په سيستمونو کې سره شريکې دي.

لنډه کتنه سمول

د سيستمونو نظريه د جلا جلا برخو د کار کوونکو په اثارو کې څرګنده شوې ده، د بېلګې په ډول، د بيالوژي پوه Ludwig von Bertalanffy او  linguist Béla H. Bánáthy کارونه، د ټولنپېژندونکي Talcott Parsons اثار؛ د Howard T. Odum, Eugene Odum له خوا د چاپيريالي نظام په څېړنه کې کار؛ د Peter Senge له خوا د ادارې په څېړنه کې اثار؛ د ډېرو څانګو تر منځ لکه د بشري سرچينو د ودې په برخه کې د Richard A. Swanson څېړنې او د روزونکو هر يو Debora Hammond او Alfonso Montuori په اثارو کې موندل کېږي.

د يوې لېږدونکې، د څو ځانګو او ډېر نظرياتي هڅې په توګه، د سيستمونو نظريه د علم الوجود، د علم فلسفه، فيزيک، کمپيوټري علوم، بيالوژي او انجنيري، د دې تر څنګ جغرافيه، ټولنپوهنه، سياسي علوم، رواني درملنه (په ځانګړي ډول د کورنۍ د سيستمونو چاره کول) او اقتصاد، سره رايوځای کوي.

د سيستمونو نظريه د څېړنې د خپلواکو ډګرونو او همدا راز د سيستمونو د علومو تر منځ اړيکو ته وده ورکوي. له دې نظره، او د ناسمو تفسيرونو د شونتيا تر څنګ، «وان برټلانفي» په دې باور دی چې د سيستمونو يوه عمومي نظريه «بايد په علم کې يوه مهمه تنظيمونکې وسيله و اوسي»، تر څو له سرسري ورته والو څخه مخنوی وشي کوم چې «په علم کې بې ګټې او په عملي پايلو کې زيان رسوونکي دي». [۴]

د بنسټيزو سيستونو نظريه جوړونکو له خوا جوړ شوي نور مفاهيم د مستقيمو نظامونو له مفاهيمو سره نژدې دي. د بېلګې په ډول: د ټيکساس پوهنتون د پېچلي کميت سيستونو د مرکز «اليا پريګوګين» د نویو راڅرګندېدونکو ځانګړتياوو څېړنه کړې او دا روښانه شوې ده چې د ژوند د سيستمونو ته ورته نمونې وړاندې کوي. د اتوپواسیز ورته والی لکه څنګه چې «همبرټو ماتورانا» او «فرانسسکو وريلا» جوړ کړی په دې ډګر کې د لا زياتو پرمختګونو استازولي کوي. د اوسمهال د سيستمونو په علومو کې د دې مهمو کسانو نومونه شامل دي: Russell Ackoff, Ruzena Bajcsy, Béla H. Bánáthy, Gregory Bateson, Anthony Stafford Beer, Peter Checkland, Barbara Grosz, Brian Wilson, Robert L. Flood, Allenna Leonard, Radhika Nagpal, Fritjof Capra, Warren McCulloch, Kathleen Carley, Michael C. Jackson, Katia Sycara او Morin among.

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د سيستمونو  د نوې عمومي نظريې بنسټ ايښودلو سره، د « Bertalanffy» د کتاب « Perspectives on General System Theory» په سریزه کې « Ervin László» دې ته اشاره کړې چې له الماني ژبې څخه انګليسي ته د «د عمومي سيستم نظريې» په ژباړې سره «یوه اندازه خرابي رامنځ ته شوې»: [۵]

د شبه علم په ډول د (د سيستم په عمومي نظريې) نيوکې شوي او ويل شوي چې دا نظريه شيانو ته په يو جامع نظر کتلو اړوند له يو نصيحت پرته بل هېڅ نه دي. که چېرته دا ومنل شي چې د «وان برټلانفي) د عمومي سيستم نظريه يو ليد يا يوه نمونه ده، او دا چې دا ډول بنسټيز تصوراتي چوکاټونه د ټاکلو علمي نظرياتو په وده کې مهمه دنده تر سره کوي...د الګماين سيستم نظريه له دې تفسير او تشريح سره نېغ په نېغه سمون نه خوري، کومه چې عموماً د «عمومي سيستم نظريې» په اړوند تر سره کېږي، په دې معنا چې دا د عامو سيستمونو لپاره يوه (علمي) نظريه ده. په دې نيوکه کول داسې دي لکه د خټو په سړي ډزې کول. «ون برتالانفي» له يوې نظريې (کوم چې اوس موږ پوهېږو چې د تل لپاره ناسم ثابتېدای شي او په عام ډودل يو عارضي شتون لري) څخه زيات پراخه او زيات ستر اهميت لرونکی څه پرانيستی دی: هغه د نظرياتو د ودې لپاره يوه نوې نمونه جوړه کړې ده.  

نظريه (يا Lehre)، په الماني ژبه کې د انګليسي د « theory» او « science» له نژدې ټکو څخه ډېره پراخه معنا لري،  لکه د « Wissenschaft» (يا Science) تر منځ توپير. په دې نظرياتو سره د پوهې يوې منظمې ټولګې او «د هر ډول منظمې طريقې په مټ وړاندې شويو تصوراتو ټولګې ته اشاره کېږي، که هغه په تجرباتي ډول وي، که په محوري ډول وي يا په فلسفي ډول وي» په داسې حال کې چې ډيری پوهان Lehre  د عمومي سيستمونو په رېښه پېژندلو کې له نظريې او علم سره تړلي بولي، که څه هم دا له الماني ژبې څخه هم په سم ډول نه ژباړل کېږي؛ له دې سره تر ټولو نژدې برابر ژباړه د «زده کړې» په توګه کېږي خو دا بې معمنا  او له موخې څخه لرې ښکاري.[۶]

سرچینې سمول

  1. Beven, K. (2006). A manifesto for the equifinality thesis Archived 2017-08-14 at the Wayback Machine.. Journal of hydrology, 320(1), 18-36.
  2. Paolo Rocchi (2000). Technology + Culture. IOS Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58603-035-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Montuori, A. 2011. "Systems Approach." Pp. 414–21 in Encyclopedia of Creativity (2nd ed.). Academic Press. doi:10.1016/B978-0-12-375038-9.00212-0.
  4. Bertalanffy (1950: 142)
  5. László, Ervin. 1974. "Preface" in Perspectives on General System Theory, by L. von Bertalanffy, edited by Edgar Taschdjian. New York: George Braziller.
  6. (Laszlo 1974)