د سیارو تر منځ فضايي الوتنه

د سیارو تر منځ فضايي الوتنه یا د سیارو تر منځ سفر د ستورو یا سیارو تر منځ د سپرو یا خدمې لېږدوونکي یا بې سپرو سفر ته ویل کېږي چې معمولاً په یوه سیاره‌يي منظومه کې ترسره کېږي. په عملي ډول دغه ډول فضايي سفرونه یوازې د لمریزې منظومې د سیارو تر منځ کېږي. له خدمې یا سپرو پرته فضايي څېړونکي ټولو هغو سیارو ته ورغلي چې په لمریزه منظومه کې لیدل شوي دي، د دې تر څنګ یې د پلوتون او سرس په څېر نورو کوچنیو سیارو ته هم الوتنې کړې دي. مدار ګرځېدونکي او د سیارو پر سطحو کېناستونکي وسایل د الوت د ماموریتونو په پرتله ډېر معلومات را لېږدوي. د سپوږمۍ سطحې ته خدمه لرونکې الوتنې شوې دي او د مریخ او زهرې لپاره هم پلانونه موجود دي. که څه هم ډېری پوهان له هغو الوتنو څخه ترلاسه شوې پوهه ارزښتناکه ګڼي چې له خدمې یا سپرو پرته ترسره کېږي، خو د خدمه لرونکو ماموریتونو ارزښت لا ډېر بحثونه را پورته کړي دي. د ساینس فېکشن لیکوالانو د دغه کار ګڼې ښېګڼې را برسېره کړې دي چې په دې ډله کې د کوچنیو سیارو اکتشاف، لمریزې انرژۍ ته لاسرسی او په ځمکه کې د ناورین د پېښېدو په صورت کې د فضا رام کولو ته اشاره کولی شو.[۱]

د دې لپاره چې د سیارو تر منځ الوتنې لا ډېرې اقتصادي تمامې شي، ځینې تخنیکونه جوړ شوي دي. په محاسباتو او تیوریکي علومو کې د پرمختګونو له امله ځینو تخنیکو لا ډېره وده کړې ده، خو نوي وړاندیزونه ښايي په سرعت، د سون‌توکو په لګښټ او خوندیتوب کې لا ډېره مرسته وکړي. د سفر یا الوتنې تخنیکونه باید په لمریزه منظومه کې له یوه جسم څخه بل جسم ته د سفر لپاره د اړینې چټکتیا بدلونونه په پام کې ونیسي. په مداري الوتنو کې باید د منزل یا مقصد جسم د بدنې له مداري سرعت سره د مطابقت لپاره اضافي تنظیمات ترسره شي. د دې تر څنګ د راکټ په توغولو کې د ښه‌والي او د انرژۍ د غیر سنتي سرچینو د کارولو لپاره نور پرمختګونه ډيزاین یا طرحه شوي دي. د انرژۍ، اکسیجن او اوبو لپاره د ځمک‌باندې سرچینو په کارولو سره لګښتونه کمېږي او د ژوند ملاتړي سیستمونه لا ښه کېږي.

د سیارو تر منځ د سفرونو دلایل سمول

ډېری ستور پوهان، ځمک‌پوهان او بیولوژېستان په دې باور دي چې په لمریزه منظومه کې د څېړنو له لارې داسې پوهه ترلاسه کېږي چې د ځمکې پر سطحه د کېدونکو مشاهداتو یا د ځمکې پر شاوخوا له ګرځېدو څخه نه‌شي ترلاسه کېدای. خو دوی په دې خبره سره یوه خوله نه دي چې انسان لېږدوونکي ماموریتونه له علم سره مرسته کولی شي که نه – ځینې په دې اند دي چې روباتیک څېړونکي څه ناڅه ارزانه او خوندي دي؛ خو نور بیا استدلال کوي چې ستور مزلي یا فضا پوهان د ځمکنیو علومو د پوهانو په سپارښتنه د هغو سیمو ځانګړنو ته لا ښه ځواب ویلی شي چې تر څېړنې لاندې دي.[۲]

کوم کسان چې پر دغسې ماموریتونو (تر ډېره په دولتي برخه کې) لګښتونه کوي، په ډېر احتمال سره د خپل ځان یا ټول بشري نسل ګټو ته لېوال دي. تر دې مهاله د دغه ډول یوازنۍ ګټې «سپېن اف» ټېکنالوژۍ دي چې د فضايي ماموریتونو لپاره جوړې شوې دي او وروسته څرګنده شوې ده چې لږ تر لږه په نورو فعالیتونو کې هم ګټورې دي (ناسا د خپلو فعالیتونو سپېن افونه خپروي).

د سیارو تر منځ د سفرونو لپاره نوې عملي انګېزې تر ډېره ګمانونه دي، ځکه چې زموږ اوسنۍ ټېکنالوژۍ د ازمېښتي پروژو د ملاتړ لپاره په کافي اندازه پرمختللې نه دي. خو د ساینس فېکشن لیکوالان د راتلونکو ټېکنالوژیو په اټکل کې نسبتاً ښه مخینه لري – د بېلګې په توګه د جیوسنکرون ارتباطي سپوږمکۍ (ارتور کلارک) او د کمپیوټري ټېکنالوژۍ ډېری اړخونه (مک رینولډز) یادولی شو.

د لمریزې منظومې د نورو برخو په نیولو سره د هغو احتمالي پېښو مخه نیول کېدای شي چې ښايي بشر له منځه یوسي. یوه دغسې احتمالي پېښه د هغې اسماني ډبرې لګېدل دي چې په پایله کې یې د کرتلاسه-پالیوجین د له منځه تلو پېښه رامنځته کېدای شي. که څه هم د فضايي ګارد بېلابېلې پروژې په لمریزه منظومه کې د هغو اجسامو څارنه کوي چې ښايي په خطرناک ډول له ځمکې سره نږدې شي، خو د اسماني ډبرو د انحراف اوسنۍ ستراتيژۍ خامې دي او ازمویل شوې نه دي. کاربني کنډریټونه نسبتاً لوګی لري او له همدې امله یې تشخیص او پېژندنه ستونزمن کار دی. که څه هم فکر کېږي چې کاربني کنډریټونه کم پیدا دي، ځینې یې ډېر لوی دي او احتمالاً «ډایناسور وژونکی» هم یو کاربني کنډریټ و.

د فضايي څېړنو د مؤسسې د غړو په ګډون ځینې پوهان استدلال کوي چې د بشر ډېره برخه به بالاخره په فضا کې ژوند کوي او له دې کاره به ګټه ومومي.[۳]

د سفر اقتصادي تخنیکونه سمول

د سیارو تر منځ په سفرونو کې یوه لویه ننګونه په هغه لوړ سرعت کې بدلونونه رامنځته کول دي چې په لمریزه منظومه کې له یوه جسم څخه بل جسم ته د سفر لپاره اړین دي.

د لمر د جاذبوي کشش له امله هغه فضایي بېړۍ خپل سرعت کموي چې له لمر څخه لرې کېږي، خو هغه فضايي بېړۍ خپل سرعت زیاتوي چې لمر ته ور نږدې کېږي. دا چې دواړې سیارې له لمر څخه په بېلابېلو واټنونو کې پرتې دي، هغه سیاره چې فضايي بېړۍ له هغه ځای څخه پیل کوي، (د کلپر د درېیم قانون له مخې) له هغې سیارې څخه په متفاوت سرعت سره حرکت کوي چې فضايي بېړۍ ور روانه ده. دغو واقعیتونو ته په کتو سره باید هغه فضايي بېړۍ د لمر په نسبت خپل سرعت ډېر راکم کړي چې لمر ته نږدې سیارې ته ور روانه ده، خو کومه فضايي بېړۍ چې له لمر څخه لرې سیارې ته سفر کوي، باید خپل سرعت زیات کړي. که فضايي بېړۍ وغواړي چې د موخنې سیارې په شاوخوا کې مدار ته دننه شي (د دې پر ځای چې یوازې پر سر یې الوت وکړي)، باید د لمر په شاوخوا کې د سیارې له مداري سرعت سره مطابقت ولري چې معمولاً د یوه بل لوی سرعت بدلون ته اړتیا لري.[۴]

د سرعت د بدلونونو د یوې بېلګې په توګه، کله چې یوه فضايي بېړۍ د ځمکې له لاندېني مدار څخه د یوه ساده مسیر په مرسته مریخ ته حرکت کوي، لومړی باید په خپل سرعت کې بدلون ولري چې په هره ثانیه کې شاوخوا ۳.۸ کیلومتره کېږي. بیا چې کله مریخ ته ورسېږي، باید خپل سرعت په هره ثانیه کې شاوخوا ۲.۳ کیلومتره بدل کړي تر څو د لمر پر شاوخوا د مریخ له مداري سرعت سره مطابقت ولري او د هغه پر شاوخوا مدار واقع شي. د پرتلنې لپاره، د ځمکې لاندېني مدار ته د فضایي بېړۍ په توغولو کې د بېړۍ سرعت په هره ثانیه کې شاوخوا ۹.۵ کیلومتره بدلون ته اړتیا لري.[۵]

سرچينې سمول

  1. Interplanetary Flight: an introduction to astronautics. London: Temple Press, Arthur C. Clarke, 1950
  2. Crawford, I.A. (1998). "The Scientific Case for Human Spaceflight". Astronomy and Geophysics: 14–17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Valentine, L (2002). "A Space Roadmap: Mine the Sky, Defend the Earth, Settle the Universe". Space Studies Institute, Princeton. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Curtis, Howard (2005). Orbital Mechanics for Engineering Students (الطبعة 1st). Elsevier Butterworth-Heinemann. د کتاب پاڼې 257. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0750661690. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Rockets and Space Transportation". د اصلي آرشيف څخه پر July 1, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)