د سکاټلنډ دویم کانسټانټین

کاسانټین مک ایډا چې په انګریزې کې ورته دویم کانسټانټین وايي (په ۸۷۹ کال کې پیدا شوی او په ۹۵۲ کال کې مړ شوی) د سکاټلنډ پخوانی پاچا و، چې وروسته بیا د ګایلیک په نوم ورته البا ورته ویل کېده. د البا سلطنت، هغه نوم چې د لومړي ځل لپاره د کانسټانټین د ژوندوني پر مهال را ښکاره شو، په هغه ځای کې کاریده چې اوس شمالي سکاټلنډ دی.

د دې سلطنت مرکز د ټای سیند شاوخوا جوړ شوی و. سویلي حدود یې د فورټ سیند و او شمال خوا ته تر مورای فیرت پورې غځیدلی و او شاید تر کایتنیس پورې، په داسې حال کې چې لویدیځ حدود یې معلوم نه و. د کانسټانټین نیکه، لومړی کینیت (په ۸۵۸ کې مړی شوی) د دې کورنۍ لومړنۍ ثبت شوی پاچا و خو البته د پیکټز پاچا و. د لقب بدلون، د پیکټز له پاچا څخه د البا پاچا ته، د پیکټلنډ د هغه پراخ بدلون له امله چې د البا د سلطنت منشا د کانسټانټین پر ژوندوني کې معلومیږي.

د نوموړي واکمني لکه د هغه د مخکنیو پاچاهانو په څېر، د برتیانیا په ټاپوګان کې د وایکینګ د حاکمانو د کړنو تر سلطې لاندې وه، په تېره بیا د Uí Ímair («د Ímar د لمسیانو» یا Ivar the Boneless) له خوا. د کنسټانټین د سلطنت په اوږدو کې، د سویلي ساکس او مرسیا د پاچاهیو حاکمانو، چې بیا وروسته د انګلستان پاچاهي شوه، خپل واک یې د شمال خوا ته او د نورثامبریا د مناقشې وړ پاچاهیو پر خوا وغځوله. په لومړي سر کې، سویلي قومندانان له هغه سره د وایکینګانو پر وړاندې یو موټي شول، خو په ۹۳۴ کال کې، ایټلیسټان پرته له کومې پارونې، هم د سمندر او هم د ځمکې له لارې له یوې سترې ډلې سره چې د ولز څلور پاچاهان په کې شامل و پر سکاټلنډ برید وکړ. هغه د البا سویل ویران کړ، خو د جګړو هېڅ سند یې نشته. نوموړي تر سپټمبر پورې په شاتګ وکړ. دری کاله وروسته په ۹۳۷ کال کې، په ډېر احتمال سره پر البا باندې د تېرې په بدله کې، پاچا کانسټانټین د ډوبلین له پاچا اولاف ګوتفریتسون او د سټراټکلایډ له پاچا اوین اپ ډیفنوال سره یو موټی شو خو د برونانبره په جګړه کې یې ماتې وخوړه. په ۹۴۳ کال کې، کانسټانټین له خپل تاج او تخت څخه ګوښه شو او د سلي ډي (کولډي) په صومعه کې متقاعد شو چې بیا هلته په ۹۵۲ کال کې ومړ او د هغه د سلف زوی لومړی مالکولم یې ځایناستی شو.

باور پر دې دی چې د کانسټانټین ۴۳ کلن سلطنت، چې په ۱۶۰۳ کال کې د پاچاهانو د اتحاد نه وړاندې د پاچا ویلیام لیون نه په سکاټلنډ کې زیات و، د پیکټلنډ د ګالیک کولو په برخه کې یې ټاکونکی رول درلود، چېرې چې نوموړي د Céli Dé په نوم ایرلنډي صومعې نه ملاتړ کاوه او اصلاح غوښتونکي په دې لړ کې یو مهم عامل ګڼل کېدل. د نوموړي د سلطنت پر مهال، د سکاټ او سکاټلنډ کلیمې د لومړي ځل لپاره وکاریدلي چې اوس هم سکاټلنډ یادیږي. د کلیسايي او ادارې ادارو اړوند لومړني شواهد چې تر داوودي انقلاب پورې یې دوام درلود په همدې مهال کې را ښکاره شوي.

سرچینې

سمول

د ګاونډي ایرلنډ او انګلو-ساکسون انګلنډ په پرتله، په سکاټلنډ کې د نهمې او لسمې پېړۍ د ځینو پېښو اسناد پاتې دي. د همدې دورې سیمه ییزه اصلي سرچینه، د البا د پاچاهانو کرونیکل (تاریخي پېښلیک) له کنټ مک الپین (مړ شوی په ۸۵۸ کال کې) تر دویم کنټ (مړ شوی په ۹۹۵ کال کې) د پاچاهانو لړلیک، پاتې دی. دا په اصل کې یوازې د پاچاهانو او د هغوی د سلطنت د دورې لړلیک و، دا نور جزئیات بیا په ۱۰ او ۱۲مه پېړۍ کې د پاپلټون په خطي نسخه کې ور اضافه شول. سربېره پر دې، د پاتې پاچاهانو لړلیک هم پاتې شوی دی. د کنټ مک الپین د لمسیانو د نسب د شجرې اړوند لومړني اسناد ښايي د لسمې پېړۍ په وروستیو پورې اړه ولري، خو د دې ارزښت زیاتره د هغوی په اړه او د هغو معلوماتو په اړه ده چې د همدې معلوماتو د را ټولولو په اړه د هغوی لېوالتیا ښیي.[۱][۲][۳]

د روایتي تاریخ لپاره، اصولي سرچینې د انګلو-ساکسون کرونیکل او ایرلنډي کالیزې دي. د انګلستان په پاچاهي کې د رامنځته شوو منشورونو شواهد د سکاټلنډ د پېښو په اړه کله نا کله معلومات وړاندې کوي. په داسې حال کې چې سکانډیناوي حماسې بیا په لسمه پېړۍ کې په بریتانیا کې ځینې پېښې بیانوي، چې ارزښت د تاریخي حکایتونو د سرچینې په توګه ده او د ټولنیز تاریخ د اسنادو په توګه یې ارزښت تر مناقشې لاندې ده. د اروپا سرچینې بیا ډېر کم د بریتانوي ټاپوګانو په چارو کې ښکېل دي او همداشان د سکاټلنډ په اړه هم هېڅ معلومات نه لري، خو د سنټ کاټروي متز ژوند، هغه اثر چې د لسمې پېړۍ په وروستیو کې په جرمني کې ولیکل شو، د بریتانیا په شمال کې د سنټ د ژوند د لومړیو وختونو په اړه د منلو وړ جزئیات وړاندې کوي.[۴][۵][۶]

په داسې حال کې چې د بریتانیا د شمال ختیخ سرچینې، د نورثومبریا او پخواني پیکټلنډ د پاچاهیو په خاوره کې، بیا ډېر محدود او را وروسته دي او د ایرلنډ د سمندر د شاوخوا او د اطلس سمندر په سواحلو پورې اړوند – د مډرن انګلستان د شمال لویدیځ سیمې او د سکاټلنډ ټولې شمال لویدیځې سیمې- په اړه هېڅ سرچینې نشته او په دغو سیمو کې لرغون پېژندنه او توپونیوم بیا زیات اهمیت لري.[۷]

پیکټلنډ له کانسټانټین مک فیرګوسا څخه تر لومړي کانسټانټین پورې

سمول

د وایکینګانو له دورې وړاندې د سکاټلنډ په ختیځ کې تر ټولو واکمنه پاچاهي، د موري فرټ په څنډو کې د فورټریو شمالي پکټیش پاچاهي وه. تر نهمې پېړۍ پورې، د ډال ریاټا ګایلیان (ډالریاډا) د کاسانټین مک فرګوسا (د فرګوس زوی کانسټانټین) د کورنۍ د فورتیو د پاچاهانو تابع وو. د کانسټانټین کورنۍ له ۷۸۹ کال وروسته، پر فوټریو باندې واکمني وموندله، چې ښايي کانسټانټین له ۷۳۰ کال راهیسې د پیکټانو د لومړي انګوس (د فرګوس زوی انګوس) یو له خپلوانو څخه و. د فورټیو واکمني په ۸۳۹ کال کې د وایکینګانو په برید سره پای ته ورسېده او د السټر د کالیزې د رپوټ له مخې په دغه جګړه کې د فورټریو پاچا یوین او د هغه ورور بران، د کانسټانټین خوریی او د ډال رایاټا پاچا، ایډ مک بوانټا او نور بې شمېره کسان ووژل شول. دغه وژنې د دې لامل شوي چې د یوې لسیزې لپاره ناکرارۍ رامنځته شي ځکه چې ګڼ شمېر کورنیو هڅه وکړه چې په پیکټلنډ کې خپله واکمني رامنځته کړي. په ۸۴۸ کال کې، کینیټ مک الپین د ګټونکي په توګه رامنځته شو.[۸][۹]

وروستي ملي اتل، کنټ مک الپین د سکاټلنډ د پاچاهي پر جوړونکي بدل کړ، چې د دې پاچاهي د جوړولو کال ۸۴۳ په ګوته شوی دی، هغه کال چې ویل کېږي نوموړي پیکټان له منځه یوړل او یوه نوې دوره یې پیل کړه. په نهمه پېړۍ کې د سکاټلنډ تاریخي اسناد ډېر کم دي، خو ایرلنډي کالیزې او د البا د پاچاهانو د لسمې پېړۍ پېښلیکونه پر دې یوه خوله دي چې کنټ یو پیکټي پاچا و او د مړینې پر وخت یې هغه د «پیکټیانو پاچا» باله. همدا نوم د کنټ د ورور، لومړني ډونالډ (Domnall mac Ailpín) او د لومړي کانسټانټین زامنو (Constantín mac Cináeda) او ایډ (Áed mac Cináeda) لپاره هم کاریده.[۱۰]

سرچينې

سمول
  1. Woolf, Pictland to Alba, pp. 87–93; Dumville, "Chronicle of the Kings of Alba".
  2. Anderson, Kings and Kingship, reproduces these lists and discusses their origins.
  3. Broun, Irish Identity, pp. 133–164; Woolf, Pictland to Alba, pp. 220–221.
  4. Woolf, Pictland to Alba, pp. 2–3, 87–88, 357–359.
  5. Woolf, Pictland to Alba, pp. 277–285; Ó Corrain, "Vikings in Scotland and Ireland"; Sawyer and Sawyer, Medieval Scandinavia, pp. 21–26.
  6. MacQuarrie, Saints of Scotland, pp. 199–210.
  7. Woolf, Pictland to Alba, p. 12.
  8. Woolf, Pictland to Alba, pp. 57–67, 93–98; Smyth, Warlords and Holy Men, pp. 180–185; Duncan, Kingship of the Scots, pp. 8–10; Bannerman, "Scottish takeover"; Foster, Picts, Gaels and Scots, pp. 107–108.
  9. Annals of Ulster, s.a. 838.
  10. Woolf, Pictland to Alba, pp. 93–117, 320–322; Broun, "Dunkeld"; Duncan, Kingship of the Scots, pp. 13–14; Herbert, "Ri Éirenn, Ri Alban"; Dumville, "Chronicle of the Kings of Alba", p. 76.