د سپټمبر د ۱۱مې په اړه د توطئې تیوري ګانې


ډیرې د توطئې تیوري ګانې شته چې د متحده ایالاتو په وړاندې د سپټمبر میاشتې د ۱۱ نېټې د بریدونو پلان او پلي کول د القاعدې سربېره نورو ډلو ته هم منسوبوي. په دې کښې دا تیوري هم شته، چې د دې بریدونو په اړه لوړ پوړو دولتي چارواکو مخکیني معلومات لرل. دولتي پلټنې او خپلواکه بیاکتنې دا ډول تیوري ګانې ردوي. د دې تیوريو پلويان ادعا کوي، چې په دې تیوریو کښې تضادونه شته یا دا ډول شواهد شته چې له پامه غورځول شوي، پټ شوي یا بیا کتنه ورته نه ده شوې. [۱][۲][۳][۴]

د توطئې نامتو تیوري دا ده، چې د غبرګو برجونو او د نړیوال سوداګریز ۷ مرکز نړېدل د سازماني ناکامۍ او اور لګېدنې په پرتله د کنټرول شویو ویجاړیو پایله وه. د دې بل ملاتړ کوونکی باور دا دی، چې پنټاګون د امریکا متحده ایالاتو د دولت په دننه کې د ځینو عناصرو له خوا په توغندي ویشتل شوی دی یا د امریکا د وسله وال پوځ له خوا یوې سوداګریزې الوتکې ته د دې کار د اغېزمن ترسره کولو په موخه اجازه ورکړل شوې وه. په افغانستان او عراق باندې د حملو کولو په ګډون ( که څه هم د متحده ایالاتو دولت له خوا پایلې ښيي چې عراق په دې حملو کې لاس نه درلود) د توطئې تیوریسټانو له خوا د دا ډول کړنو د منلو د احتمالي انګیزو ادعا کړې ده، چې موخه یې د خپلو جیوسټراټیژیکو ګټو لکه د افغانستان له لارې د طبیعي ګاز پایپ لاین جوړولو د پلانونو پراختیا وه. د توطئې نورې تیوري ګانې هغو کارکونکو ته راجع کېږي چې د دې حملو په اړه یې مخکيني معلومات لرل او په قصدي توګه یې برید کوونکي له پامه غورځول یا یې له هغوی سره مرسته نه کوله. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سټنډرډونو او ټکنالوژۍ ملي انسټیټیوټ او د نامتو میخانیکانو په نامه مجلې د پلټنو په پایله کې د ۹/۱۱ په اړه د توطئې تیوریسټانو ادعاوې رد کړي دي. د۹/۱۱ کمېسیون او د ساختماني انجینرۍ ډېری ټولنو دا ومنله، چې پرله پسې اور سره مل د جټ الوتکو د لوړې چټکتیا اغېز له امله د ویجاړیو مخه ونه نیول شوه او د غبرګو برجونو د نړیدو لامل شو، خو د ۹/۱۱ حقیقت په اړه د مهندسانو او انجینرانو په ګډون د توطئې تیوري ځینې ډلې د سټنډرډونو او ټکنالوژۍ د ملي انسټیټیوټ او د نامتو میخانیکانو مجلې دلایل نه مني. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

شالید سمول

د ۹/۱۱ توطئي تیورسټان د دې پېښې په اړه لاندې یو یا دواړه حقیقتونه ردوي.

  • د القاعده ډلې ځان وژونکو بریدګرو د یوناټېډ ایرلاینز ۱۷۵ م پرواز او د امیریکن ایرلاینز ۱۱م پرواز الوتکې وتښتولې او د نړیوال سوداګریز مرکز له غبرګو برجونو سره یې وجنګولې او د امریکن ایرلاینز ۷۷م پرواز الوتکه یې له پنټاګون سره وجنګوله. د پېښې اغېز او رامنځته شوی اور د غبرګو برجونو د نړېدو او په نړیوال سوداګریز مرکز کمپلکس کې نورو ودانیو ته د ویجاړۍ او زیان لامل شو. [۲۲]
  • د متحده ایالاتونو پر وړاندې د القاعدې له خوا د پلان شویو بریدونو په اړه مخکیني معلومات د مختلفو توضیحاتو سره د قانون پلي کولو له مختلفو ادارو او استخباراتي پرسونل ترمنځ د اړیکو نشتوالي له امله له پامه وغورځول شول. د اداراتو ترمنځ د اړیکو نشتوالي له امله، د ۹/۱۱ پېښې راپور بیوروکراټیکې ګډوډۍ او په ۱۹۷۰مو لسیزو کې تصویب شویو قوانینو ته د ناوړه ګټو اخیستنو د مخنیوي په موخه اشاره وکړه، چې  په هغه وخت کې د رسوایۍ په ځانګړې توګه د واټرګېټ د رسوایۍ لامل شوي وو. [۲۳]

دا واحده نظریه د لاندې مواردو په ګډون د مختلفو سرچینو له خوا حمایه شوې ده:

  • د حکومتي پلټنو راپورونه-د ۹/۱۱ کمیسیون راپور (چې د اف بي آی FBI د پخوانیو پلټنو (PENTTBOM) او د ۲۰۰۲ م کال د ګډې پلټنې څخه استخباراتي معلومات په کښې شته) او د اضطراري حالت د فډرالي ادارې او د سټنډرډونو او ملي ټکنالژۍ انسټیټیوټ له خوا د ودانۍ د څرنګوالي څېړنې. [۲۴][۲۵]
  • د نا دولتي بنسټونو له خوا څېړنې چې منل شوی حساب (لکه په پرډیو پوهنتون کې د پوهانه له خوا ) نه ملاتړ کوي.[۲۶][۲۷]
  • هغه مقالې چې د دا ډول حقایقو او تیوري ګانو نه د Popular Mechanics,او  Scientific American, Time په مجلو کې ملاتړ کوي. د نړۍ په ټولو خبري رسنیو کې د The Times of India, ،Canadian Broadcasting Corporation (CBC),، BBC,، Le Monde,، Deutsche Welle،Australian Broadcasting Corporation (ABC)، او د سویلي کوریا The Chosun Ilbo  په ګډون دې ورته مقالې.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

تاریخچه سمول

د بریدونو له وخته، د توطئې یو لړ تیوري ګانې په ویب پاڼو، کتابونو او فلمونو کې وکارول شوې. د ۹/۱۱ د توطئې تیوري ګانو پلوې ډلې او افراد د ۹/۱۱ د حقیقت غورځنګ د برخې په توګه پېژندل کېږي. د برید د شپږو ساعتونو په ترڅ کې، یو وړاندیز د انټرنټ په چټ روم (چټ خونه) کې را څرګند شو او داسې وړاندیز یې وکړ، چې د برجونو نړېدل د یوې کنټرولېدونکې ویجاړۍ په شان ښکاره کېده. که چېرې د څو ورځو په ترڅ کې د کنټرولېدونکې ویجاړۍ برخې په اړه کوم دولتي کارمند څه ونه ویل، لیکونکی لیکي داسې لیکي چې « زه فکر کوم چې موږ په رښتیا هم له یوې جدي ستونزې سره مخ یو». لومړۍ تیوري ګانې چې څرګندې شوې په لومړي سر کې په عامه توګه په شته شواهدو کې په مختلفو پېژندل شویو ګډوډیو باندې تمرکز کاوه، وروسته بیا پلویانو د ادعا شوې توطئې په اړه نورې ځانګړې تیوري ګانو ته پرمختګ ورکړ. لومړنۍ را پورته شوې تیوري ګانې چې پراخه توګه د ایمېل او ویب پاڼې له لارې خپرې شوې وې، د دې څرګندونه کوي چې په دې برید کې یو یهود هم نه دی وژل شوی او له همدې امله دا برید هرو مرو د موساد (د اسرائیل دولت د استخباراتو) کار دی نه د اسلامي ترهګرو.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

لومړنۍ توضیح شوې تیوري ګانې په اروپا کې را څرګندې شوې. د بریدونو څخه یوه اونۍ وروسته، د «کور دننه کړنې» تیوري د علمي څېړنو لپاره د فرانسوي ملي مرکز له خوا د یوه څېړونکي د تحقیق موضوع وه، چې د لې مونډ Le Monde. په نامه مجلې کې خپور شو. نورې تیوري ګانې د څو اونیو په درشل کې د نړۍ له لرې ګوټونو نه را پورته شوې. له برید نه شپږ اونۍ وروسته، د ۹/۱۱ په اړه د L'Effroyable Imposture وحشتناکه (لویې) دوکې  ترعنوان لاندې د تیري مېسن مقاله د فرانسې د غورو پلورونکو لست په سر کې راغله. د ده دا مقاله چې په انګرېزۍ ژبه کې د ۹/۱۱ لویې دوکې په نامه یادېږي، لږه پاملرنه ترلاسه کړه خو د ريښتینولۍ له اصلي سرچینو څخه پاتې ده. ۲۰۰۳ م کال د جرمني د بهرنیو چارو پخواني وزیر اندریاس وون بولو له خوا د امریکا څار ګرې ادارې او د سپټمبر ۱۱ په نوم او د ۹/۱۱ عملیاتو په نوم د جرمني ژورنالست جیرهارډ ویسنیوسکي له خوا شاهد وه. دواړه کتابونه د ماتایس بروکرزس له خوا چې هغه مهال د جرمني ډای تاجیسزیتونګ Die Tageszeitung ورځپانې مسؤل مدیر وه، چاپ شول. په داسې حال کې چې دا تیوري ګانې په اروپا کې ډیرې مشهورې شوې، خوامریکايي رسنیو له خوا د حیرانتیا او تفریح په توګه کارول کېدې، او د متحده ایالاتونو د دولت له خوا د امریکا ضد محصول په توګه کم ارزښته وګڼل شوې وې.  د ۲۰۰۱م کال په ۱۰ مه نېټه ملګرو ملتونو ته د وینا کولو پر مهال، ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ناوړه تیوري ګانو راڅرګندېدل وغندل ،څو چې ترهګر نه  ګنهکاري ښکاره او ملامتیا ورڅخه لرې کړي. د ۹/۱۱ د توطئې تیوري ګانې ډیری په سیاسي کیڼ اړخ کې پیل شوې خو دومره پراختیا ورته ورکړل شوه، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا د تیرا انکاګنیتا terra incognita په نامه یاده شوه. چېرې چې کېڼ او ښي اړخي د شپېتمو لسیزو د کلتور ضد بې باورۍ (له مانه مخکې مه ځه) ماډل سره یوځای کېږۍ .[۴۰][۴۱]

په ۲۰۰۴ م کال کې د توطئې تیوري ګانو د سپټمبر ۱۱ نېټې پېښو په اړه په متحدو ایالاتونو کې په مشهورېدو پیل وکړ. یو وضاحت دا دی، چې د نویو یا ډېرو قانع کوونکو شواهدو موندلو یا د تیوري ګانو د پریزنټېشن(وړاندې کولو) په تخنیکي کیفیت کې د پرمختګ په پرتله د مشهورېدو را څرګندېدل ډېر د عراق جګړې باندې د نیوکو او د ولسمشر په توګه د جورج ډبلیو بوش بیا ټاکل کېدو پورې تړاو درلود. نایټ رایډر خبرونو Knight Ridder news  یوه تیوري له بربنډولو سره مل وړاندې کړه چې په عراق کې د ډله ییزې ویجاړۍ وسلې نشته. په ځنډ سره د ولسمشر د ۲۰۰۱م کال د آکسټ ۶ مې نېټې ورځني ګزارش خپرېدل او د نارډ NORAD (North American Aerospace Defense Command  د شمالي امریکا د هوایي دفاع قوماندانۍ) راپورونو چې ۹/۱۱ کمیسیون ته دروغ ویلې ول ممکن د توطئې تیوري ګانې پیاوړې کړې وي. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ م کلونو د سپټمبر ۱۱ نېټې د بریدونو کلیزې کې د توطئي تیوري ګانو رسنیز پوښښ زیات شو. د نړیوال سوداګریز مرکز نړېدو په هکله د متحده ایالاتونو دولت د سټنډرډونو او ملي تکنالوژۍ د انسټیټیوټ له خوا یو رسمي څېړنیز راپور خپور شو. د دې تیوري ګانو د مخ پر زیاتېدو خپرېدو ته د رسیدو لپاره، په ۲۰۰۶م کال کې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویب پاڼې باندې بیا کتنه وکړه چې له منځه یې یوسي. د ملي امنیت د ۲۰۰۶ م کال ستراتېژۍ اعلان وکړ، چې ترهګري له توطئې او د ناسمو معلوماتو له فرعي کلتور نه سرچینه اخلي او دا چې ترهګرپه ډیره اغېزمنه توګه د هغو خلکو له ډلې نه خلک ګماري چې د نړۍ په اړه یې معلومات د دروغو او د توطئې فاسدو تیوري ګانو له خوا ککړ شوي وي. تحریفونه شکایتونه ژوندي ساتي او هغه حقایق چې قومي تعصبات او خپل سرې پروپاګند ننګوي، فلټروي (چڼوي). د ایمن الظواهري په مشرۍ، القاعده ډلې په پرله پسې توګه د دې بریدونه مسؤلیت ومانه  او شیعیه ایران او حزب الله باندې یې د دې تور ولګاوه، چې متحده ایالاتو ته د زیان اړونو په برخه کې په قصدي توګه د سنیانو بریا ته سپکاوی کوي او داسې ګنګوسو باندې پیل کوي چې دا بریدونه د اسرائیل له خوا ترسره شوي.      [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]                                       

د سپټمبر ۱۱نېټې د پېښې په اړه د توطئې ځینې تیوري ګانو کې نمایشي ستراتیژۍ نه دي شاملې، دا د توطئي تیوري ګانو ډیره ښه بېلګه ده، چې د ښه او بد، یا د ګنهکار او بې ګناه ترمنځ واضحه دوه ګونی چلند رامنځته کوي. پر ځای یې، دوی دې ته د غفلت او پېچلتیا درجه بندي ورکوي. ماتایس بروکرز چې د دا ډول تیوري ګانو له مخکښو پلویانو څخه ده، د سپټمبر ۱۱ نېټې د بریدونو په اړه په ټولیزه توګه منل شوی حساب ردوي، ځکه چې دا په خپله د توطئې تیوري ده، چې غواړي پېچلتیا کمه کړي، هغه څه چې ګډوډوي له منځه یوسي او د نه پوهېدو وړ شیان تشریح کړي.[۵۶]                  

د بریدونو له پنځمې کلیزې مخکې، مرکزي خبري رسنیو د ۹/۱۱د توطیې د تیوري ګانو د ودې په اړه د مقالو یوه برخه له یوې مقالې سره جوخت چې په ټایم ورځپاڼې کې خپره شوې وه او په کښې داسې ویل شوي ول، چې دا یوه لویه ښکارنده(پدیده) نه ده،خپره کړه. دا د رسنیو یو سیاسي حقیقت دی. په څو سروې ګانو کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په تړاو د باورونو په اړه پوښتنې شاملې دي. په ۲۰۰۸ م کال کې د ۹/۱۱ په اړه د توطئې تیوري د ډېلي ټیلیګراف TheDaily Telegraph له خوا چمتو شوي د «تر ټولو سترې توطئې تیوري» لست په سر کې راغله. [۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

په ۲۰۱۰ م کال کې د ۹/۱۱ څېړنو نړیوال مرکز چې یو خصوصي بنسټ ده او د توطئې د تیوري ګانو ملاتړ کوونکی دی ، په بریالیتوب سره د برید په جریان او له هغه نه وروسته د NIST له خوا د اخیستل شویو ویډیوګانو د خپرېدو قضیه په لاره واچوله. د آلماني ورځپاڼي فرانکفورټر آلګیمین زیتونګ Frankfurter Allgemeine Zeitungپه وینا، هغه ویډیوګانې چې د بریدونو له نهمې کلیزې لږ مخکې خپرې شوې وې "د توطیې تیوریسټانو ته نوې خواړه برابروي." ډیری ویډیو ګانې د ۷ نړیوال سوداګریز مرکز انځورونه ښیي، د نړیوال سوداګریز مرکز برجونو ته څېرمه چې یوه ستره ودانۍ وه ، د ۲۰۰۱ م کال په ۱۱ نېټه هم ونړیدله.[۶۱][۶۲][۶۳]

د ۹/۱۱ پېښې شمېرنو ته په کتو سره سټیون ای جونز او مایک برګر زیاته کړه، چې د اسامه بن لادن مړینې د بریدونو په اړه د دوی پوښتنو ته بدلون نه دی ورکړی، او نه یې د بندولو وړاندیز کړی. د لیکوال جیریمي سټهل په وینا، له هغه وخته چې بوش دفتر پریښود، د ۹/۱۱ د پېښې د توطئې په تیوري ګانو کې د باور کوونکو ټولیز شمېر کم شوی، په داسې حال کې چې د هغو خلکو شمیر چې په ډیرو "راډیکال" تیوري ګانو باور لري په کافي اندازه ثابت پاتې دي. [۶۴][۶۵][۶۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Norman, Joshua (September 11, 2011). "9/11 conspiracy theories won't stop". CBS News. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Debunking the 9/11 Myths: Special Report". Popular Mechanics. د اصلي آرشيف څخه پر October 24, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په June 20, 2007 باندې). Purdue study supports WTC collapse findings. USA Today.
  4. Sales, Nancy Jo (July 9, 2006). "Click Here For Conspiracy". Vanity Fair. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Summers, Anthony; Swan, Robbyn (2011). The Eleventh Day: The Full Story of 9/11 and Osama bin Laden. New York: Ballantine. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-6659-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Debunking the 9/11 Myths: Special Report – The World Trade Center". Popular Mechanics. Hearst Communication. February 3, 2005. That explanation hasn't swayed conspiracy theorists, who contend that all three buildings were wired with explosives in advance and razed in a series of controlled demolitions. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Summers, Anthony; Swan, Robbyn (2011). The Eleventh Day: The Full Story of 9/11 and Osama bin Laden. New York: Ballantine. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-6659-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Did a Plane Hit the Pentagon?". Bureau of International Information Programs, U.S. Department of State. April 19, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر March 15, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. U.S. Drops Last Link of Iraq to 9/11 New York Times May 2, 2002
  10. Knight, Peter (2008). "Outrageous Conspiracy Theories: Popular and Official Responses to 9/11 in Germany and the United States". New German Critique. 35: 165–93. doi:10.1215/0094033X-2007-024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Summers, Anthony; Swan, Robbyn (2011). The Eleventh Day: The Full Story of 9/11 and Osama bin Laden. New York: Ballantine. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-6659-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په July 4, 2008 باندې). The evolution of a conspiracy theory. BBC News.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ "NIST NCSTAR 1: Federal Building and Fire Safety Investigation of the World Trade Center Disaster". NIST. September 2005. د کتاب پاڼې 146. د اصلي آرشيف څخه پر May 29, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "Final Report on the Collapse of World Trade Center Building 7" (PDF). NIST. August 2008. د کتاب پاڼي 22–4. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 28, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Meigs, James (په October 13, 2006 باندې). The Conspiracy Industry. Popular Mechanics
  16. Bažant, Z.K.P.; Verdure, M. (2007). "Mechanics of Progressive Collapse: Learning from World Trade Center and Building Demolitions" (PDF). Journal of Engineering Mechanics. American Society of Civil Engineers. 133 (3): 308–319. doi:10.1061/(ASCE)0733-9399(2007)133:3(308). As generally accepted by the community of specialists in structural mechanics and structural engineering (though not by a few outsiders claiming a conspiracy with planted explosives), the failure scenario was as follows: [continues with a four-part scenario of progressive structural failure]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bažant, Z.K.P.; Le, J.L.; Greening, F.R.; Benson, D.B. (2008). "What Did and Did Not Cause Collapse of World Trade Center Twin Towers in New York?" (PDF). Journal of Engineering Mechanics. American Society of Civil Engineers. 134 (10): 892. doi:10.1061/(ASCE)0733-9399(2008)134:10(892). Universally though has the foregoing explanation of collapse been accepted by the communities of structural engineers and structural mechanics researchers, some outside critics have nevertheless exploited various unexplained observations to disseminate allegations of controlled demolition. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په April 30, 2010 باندې). U.S. skeptics to speak of 9–11 cover-up at three Canadian universities. Canadian Press
  19. (په June 3, 2009 باندې). Architects and Engineers Seek 9/11 Truth. KGO Newstalk
  20. "The Flight 93 Story". National Park Service. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Profiles of 9/11 – About 9/11". Biography.com. September 11, 2001. د اصلي آرشيف څخه پر July 16, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. [۱۳][۱۴][۲۰][۲۱]
  23. (په June 23, 2004 باندې). The 9/11 Commission Report; Panel Calls for Single Intelligence Chief. Los Angeles Times.
  24. "FEMA: World Trade Center Building Performance Study". Fema.gov. March 17, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر April 30, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "NIST NCSTAR 1: Federal Building and Fire Safety Investigation of the World Trade Center Disaster". NIST. September 2005. د کتاب پاڼې 146. د اصلي آرشيف څخه پر May 29, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په June 20, 2007 باندې). Purdue study supports WTC collapse findings. USA Today.
  27. "Behind Purdue's computing simulation on the 2001 World Trade Center attack ZDNET June 20, 2007". Blogs.zdnet.com. د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Meigs, James (په October 13, 2006 باندې). The Conspiracy Industry. Popular Mechanics
  29. . Korean's Memories of 9/11 Still Fresh Five Years On. The Chosun Ilbo
  30. "Bin Laden tape shown days before 9/11 anniversary". Australia: ABC. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Sept. 11: One Year Later". Deutsche Welle – Dw-world.de. May 2, 2003. د اصلي آرشيف څخه پر December 12, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Depuis le 11-Septembre, la menace terroriste est devenue permanente". مؤرشف من الأصل في August 4, 2012. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په September 11, 2001 باندې). America's day of terror. BBC News.
  34. (په October 29, 2004 باندې). Bin Laden claims responsibility for 9/11. CBC (Canada)
  35. (په June 5, 2006 باندې). 500 Conspiracy Buffs Meet to Seek the Truth of 9/11. The New York Times.
  36. Griffin, David Ray (2007). Debunking 9/11 Debunking: An Answer to Popular Mechanics and Other Defenders of the Official Conspiracy Theory. Olive Branch Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56656-686-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. The following news media state that the movement is being known as or being called "9/11 Truth movement":
    (په December 10, 2006 باندې). The 9/11 Truth Movement's Dangers. CBS News.
    (په June 7, 2008 باندې). The truth is out there.
    (په September 8, 2006 باندې). The Disbelievers.
    (په September 10, 2006 باندې). 9/11 Conspiracy Theorists Gather in N.Y..
    (په November 19, 2008 باندې). The 30 greatest conspiracy theories — part 1.
    (په April 25, 2009 باندې). Richard Gage: 9/11 truther extraordinaire.
  38. Summers, Anthony; Swan, Robbyn (2011). The Eleventh Day: The Full Story of 9/11 and Osama bin Laden. New York: Ballantine. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-6659-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Knight, Peter (2008). "Outrageous Conspiracy Theories: Popular and Official Responses to 9/11 in Germany and the United States". New German Critique. 35: 165–93. doi:10.1215/0094033X-2007-024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Summers, Anthony; Swan, Robbyn (2011). The Eleventh Day: The Full Story of 9/11 and Osama bin Laden. New York: Ballantine. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-6659-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "German Protestors Marked 9/11 by Denouncing "Inside Job," "Reichstag Fire" Weekly Standard September 21, 2010". Weeklystandard.com. September 21, 2010. مؤرشف من الأصل في February 9, 2013. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په September 29, 2003 باندې). Conspiracy Theories about Sept. 11 Get Hearing in Germany. The Wall Street Journal.
  43. Bush, George Walker (November 10, 2001). "Remarks by the President To United Nations General Assembly". White House. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Hagan, Joe (March 27, 2011). "How Radio Host Alex Jones Has Cornered the Bipartisan Paranoia Market". New York Magazine. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Knight, Peter (2008). "Outrageous Conspiracy Theories: Popular and Official Responses to 9/11 in Germany and the United States". New German Critique. 35: 165–93. doi:10.1215/0094033X-2007-024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په April 22, 2008 باندې). Al-Qaeda accuses Iran of 9/11 lie. BBC News.
  47. (په April 22, 2008 باندې). USA Today.
  48. (په September 11, 2001 باندې). Al-Qaeda No 2 accuses Iran of 9/11 conspiracy theory. The Scotsman.
  49. (په April 22, 2008 باندې). Al Qaeda No. 2 Accuses Iran of Spreading 9/11 Conspiracy Rumor. Fox News
  50. Lee Keath (په April 23, 2008 باندې). Al Qaeda audiotape blisters Iran over who executed 9/11. San Francisco Chronicle.
  51. . Al-Qaida No. 2 says 9/11 theory propagated by Iran.
  52. Bush, George W. (2009). The National Security Strategy of the United States of America (March 2006). Wordclay. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60037-587-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "The Top September 11 Conspiracy Theories". Bureau of International Information Programs, U.S. Department of State. September 16, 2006. د اصلي آرشيف څخه پر February 28, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "NIST's Investigation of the Sept. 11 World Trade Center Disaster – Frequently Asked Questions". Wtc.nist.gov. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Knight, Peter (2008). "Outrageous Conspiracy Theories: Popular and Official Responses to 9/11 in Germany and the United States". New German Critique. 35: 165–93. doi:10.1215/0094033X-2007-024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په September 2, 2006 باندې). U.S rebuts 9/11 homegrown conspiracy theories. Reuters
  57. (په September 3, 2006 باندې). Why The 9/11 Conspiracies Won't Go Away. Time Magazine.
  58. (په November 19, 2008 باندې). The 30 greatest conspiracy theories The Telegraph November 19, 2008. The Daily Telegraph.
  59. "Audit Bureau of Circulations Ltd". Nmauk.co.uk. February 23, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر May 1, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. (په September 10, 2010 باندې). Neue Videos vom 11. September aufgetaucht – New videos of September 11 released.
  61. (په September 10, 2010 باندې). Neue Videos vom 11. September -New videos of September 11.
  62. (په September 7, 2010 باندې). 9/11 in Nahaufnahme −9/11 up close.
  63. Patrick, Maggy (May 2, 2011). "Osama Bin Laden's Death Greeted With Celebration, Anger". ABC World News. د لاسرسي‌نېټه May 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. (په May 2, 2011 باندې). Report of bin Laden's death spurs questions from conspiracy theorists. The Washington Post.
  65. Stahl, Jeremy. "Why Trutherism Lives On The 9/11 conspiracy movement has faded, but the conspiracy theory will never die". Slate. September 9, 2011