د سپين نسل د وژنې د دسيسې شنډولو تيوري

د سپین پوستو نسل وژنه،د سپین پوستو نسل محو کول، یا د سپین پوستو د عوض/ بدل کولو د دسیسې تيوري/نظریه د سپين پوستو د برترۍ غوښتنې یوه دسیسه ده، داسې بیانوي چې یوه قصدي دسیسه شته، چې تر ډېره یهودان ګرم/ملامت ګڼي چې له نورو نژادونو سره د سپين پوستو ودونو، له سپین پوستو پرته د نورو نژادونو ډله‌ییز مهاجرت، نژادي ادغام، د بارورۍ ټيټې کچې، د جنین سقط، د سپين پوستو د دولتي ځمکو غصب،پلان شوی تاوتريخوالی او د سپين پوستو هېوادونو له منځه وړلو ته د سپین پوستو د محوه کولو په موخه وده ورکوي، چې د جبري اسېمېلشن / assimilation(همګون سازي /یوډول کول) له تاوتريخوالي سره نسل وژنې او ډله‌ييز مهاجرت له لارې يې سرته رسوي.  ډېر لږ تور پوستي، هسپانویان او مسلمانان ملامت دي، خو د پټې دسیسې د ګټورو او فکري نبوغ لرونکو مهاجرینو په توګه نه صرفاً د یرغلګرو او تاوتریخوالي کوونکو مهاجرو په توګه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دسپین پوستانو نسل وژنه د دروغي تاریخ، دروغي ساینس او قومي کرکې پر بنسټ ولاړه یوه سیاسي افسانه ده، له یو ډول رواني وېرې څخه چې د سپین پوستانو د محوې وېره /اضطراب په نوم یادیږي رامنځته شوې. هېڅ داسې شواهد نشته چې د سپین پوستانو د وژنې یا امحا (محوه کول) ښکارندویي وکړي. د سپين پوستانو د وژلو تيوري موخه له تاوتريخوالي څخه ملاتړ او د سپین پوستو د ملي پالنې (white nationalist) د اجنډا په اړه د ټولنې باوري کول دي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

یاده تيوري په ۱۱۹۵ کال کې د سپین پوستو د جلاغوښتونکي نيو نازي ډېوېډ لان له خوا را منځته شوه او د يوې اغېزمنې پروپاګانډا په توګه په اروپا، شمالي امريکا، سويلي افریقا او استراليا کې وکارول شوه. د ورته دسيسو تيورۍ د جرمني په نازي کې عامې وې. اوس مهال د دې پرځای  رېنوډ کاموس(Renaud Camus) ورژن/نسخه چې له لوی، پراخ او افراطی بدلون سره په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني تيوري د ځای ناستي په توګه رامنځته او د فرانسې د سپین پوستو پر ټولنه  تمرکز لري،کارول کېږي. د کرېست چرچ(Christchurch) او اېل پاسو (El Paso)  د ۲۰۱۹ کال تر فیرونو وروسته، چې فیر کوونکو به  «د سپین پوستو د عوض/ بدل »شعارونه غندل او د لوی ځای ناستي تيوري ته یې اشاره کوله، چې په ۲۰۱۲ کال کې د  کاموس تیوري په مفهموم رامنځته شوه او د ټولیزځای ناستي یا د ځای ناستي تیوري په نوم یاديږي،چې دبات یېیور/ Bat Ye'or' (بريتانوي‌الاصله مصرۍ ليکواله) د ۲۰۰۲ کال د اېرابیا (Eurabia) او د ګرېډ هانسېک/ Gerd Honsik (د جرمني په نازي کې زېږدلی شاعر او لیکوال )  د ۱۹۷۰ کال د کالرګي پلان (Kalergi plan) د تيوريو له مفهوم سره ورته وه، دا ټول د سپین پوستو د نسل وژنې لپاره په مترادف ډول کارول شوي، چې د دسیسې  تيوريو د ډولونو په توګه یې پېژندنه مخ پر زیاتېدو ده.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۲۰۱۸ کال په اګېست میاشت کې د متحده ايالاتو جمور رییس ډولانډ ټرمپ په دې تورن شو چې د خارجي سیاست په یوه ټویټ کې یې د  دسیسې تیوري تأیید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو (Mike Pompeo) ته یې امر کړی و چې په سویلي افریقا کې د ځمکو او فارمونو د غصب او تصرف او په لویه کچه  د کروندګرو /بزګرانو د وژنې په اړه څېړنه وکړي. دوی ادعا کوله چې د سويلي افريفا دولت اوس‌مهال ځمکې له سپین پوستو  بزګرانو څخه غصب کوي. سویلي افریقا غالباٌ د ځينو خیالي کیسوپر بنسټ لکه پر فارمونو بریدونه او په سویلي افریقا کې د ځمکو اصلاح/سموونه له نیوکو سره مخ ده، دا دسيسې تيورۍ د موضوعاتو له ډلې څخه یوه فرعي موضوع  ده چې لويديځو  رسنیو په پراخ مفهوم د سپین پوستانو د وژنې ددروازې او یا نیابتي مسئلې په توګه انځور کړې . په سويلي افریقا او زېمبابوې کې د فارمونو د غصب موضوع د سپينو ملت پالو /نېشنالېستانو د غونډوالو او نوروښي پلوي / الټ-رایټ ګروپونو [alt-right](د سپین پوستانو په پلوۍ سیاسي غورځنګ) دي چې د خپل ليدلوري د توجه لپاره، چې  white supremacy /سپين پوستانو ته لومړیتوب دی کاروي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

تاریخچه

سمول

په انساني نژاد کې د سپین پوستو د تمایز نظریه له جرمني ډاکتر او انسان پېژندونکې يوهان بلومېنباک(Johann Blumenbach) سره پیل شوه، هغه په ۱۱۷۵ کال کې ادعا وکړه چې دا ډول پنځه نژادونه شته چې؛ قفقازي، مغولي/منګولیایي، مالايي، ايتوپيايي یا تورپوستي او امريکايي سور پوستي په کې شامل دي.  تر دې وړاندې فرانسيوس بېرنییر  (François Bernier) په ۱۶۸۴ کال کې د یوې مقالې څلور مخیزه ضمیمه (پوست‌سکرېپت/ postscript) خپره کړه. چې پنځه نژادونه یې ښودل چې اروپایان (د ماسکوې Muscovy له یوې برخې پرته،چې تزاري روسیې برخه وه) يې دشمالي افريقا دسمندري سیمو او عربستان، فارس/ایران، او مغولستان له اوسېدونکو سره ترکیبول، هند، د چين ځينو برخو، سوماترا(Sumatra)، بانتام (Bantam) او بورنيه (Borneo) د پوستکي رنګ صرف تصادفي یادوه. مخکینۍ نژادي او کلتوري طبقه بندۍ د لرغونتوب له لارې محدودې او د بدلون وړ وې او د قبیلو او کورنیو تر منځ توپيرونه یې د چاپېریالي لاملونو، جغرافعې، اوبو، هوا، ظاهري بڼې، فېزیولوژۍ او زده‌کړل شوې رویې لکه ژبې او خوراکې رژيم پر بنست سره نږدې کول. اوسني نژادي او  قومي توپیرونه یوازې له هغه جنیتیکي نسب سره کمزورې اړیکه لري چې په روغتیايي علومو کې ځای ناستی شوی. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

شالید

سمول

مډېسون ګراڼټ

سمول

د دسیسې تیورۍ د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نژادي اصلاح/سمونې په تيوريو کې مخکښې وې،پ ه  ډېری سپین پوستو لرونکو هېوادونو لکه استرالیا او نيوزیلاند کې دود وې، هلته دا وېره موجوده وه چې په پای کې به نورنژادونو/غیر سپین پوستي مهاجرین د سپین پوستو د ټولي ځای ناستي شي.  [۴۹][۵۰]

په ۱۹۱۶ کال کې نژادپېژندونکي او امریکايي حقوق‌پوه مډېسون ګرانټ Madison Grant)) له لوی نژاد څخه د تېرېدلو په نوم يو کتاب ولیک چې د لومړي خپراوي پر مهال یې په پراخه کچه له پامه وغورځول شو بیاهم څلور ځلې چاپ/اېډېټ شو او په ۱۹۲۰ لسیزه کې د امریکا د عامه کلتور يوه برخه وګرځېد  او د دغه تدريجي او دوامدار پرمختګ په لړ کې يې دا ايډيولوژي رامنځته کړه چې د امريکا بنسټ اېښودونکی یعنې نوروډیک نژاد ،د غیر سپین پوستو سره د سپین پوستانو د تشبیه کولو/همسان‌سازۍ په وجه دورکېدوله خطر سره مخ دی. ګرانټ په دې اړه ولیکل:

په جګړه کې نه تور،نه قهويي، نه سور او نه هم زېړ، سپین فتح کولی نه شي. خو که په نورډيک نژاد کې ارزښتمن عناصر له ټيټو ډولونو سره ترکیب شي یا د نژادي ځان وژنې له امله له منځه ولاړ شي، هغه مهال به د تمدن قلعه یوازې د مدافعينو د نشتوالي له امله سقوط وکړي. [۵۱]

ګرانټ ادعا وکړه هغه نسل چې امریکا یې جوړه کړې د ورکېدو له خطر سره مخ دی. مګر دا چې متحده ایالات د يهودانو او نورو پر مهاجرت بندیز ولګوي. لیکوال فېټزجېرالډ (F. Scott Fitzgerald) په لوی ګتسبي/ Gatsby (دامریکایی ناول نوم) کې ګرانټ ته په څرګنده اشاره کړې،چې په هغه کې ټام بوکانین (Tom Buchanan) کرېګټر د دې سړي ګودراډ (Goddard) له خوا درنګينو امپراتوریو ظهور په نوم کتاب لوستلو په حال کې دی، چې د ګرانټ اود هغه د همکار لوتروپ اېسټوډارډ Lothrop Stoddard)) د ليکنو ترکیب دی.  ګرانټ د اېسټوډارد کتاب ته چې دسپین پوستو د لومړيتوب نړۍ پر وړاندې د رنګونو  مدوجذرپه نوم و سریزه لیکلې. بوکانین وویل هر څوک باید هغه مطالعه کړي،نظریه داده که چېرې موږ خپل نژادته پام ونه کړوپه بشپړ ډول به غرق شي. دا هر څه علمي او ثابت شوي دي. [۵۲][۵۳][۵۴]

نازي جرمني

سمول

اډولف هېټلر له ګرانټ څخه مننه وکړه چې د لوی نژاد څخه تېریدل کتاب یې ليکلی او هغه ته يې زما انجیل نوم ورکړ. نازیانو د دسیسې تیوري په پراخ ډول د یوې پروپاګانډا /تبلیغاتو په توګه وکاروله، د مثال په ډول  د ۱۹۳۴ کال د رسالې بېلګه چې د یهودانود پوښتنو لپاره څېړنیزې څانګې، له رایش انسټیټیوټ(Reich Institute) څخه  والټرفرانک (Walter Frank's) لیکلې وه،له  «ایا سپین پوستي ملتونه د مړینې په حال کې دي؟» سرلیک سره، د سپين پوستانو راتولونکی، د بیولوژیکي احصایو په رڼا کې رنګ شوي ملتونه په کې لیکل شوي وو. نازیانو دا تیوري د کلتوري تسلط او اوږد‌مهاله تاریخي تعصبونو له کارولو سره د یهودانو د وژلو له لارې واک ته رسېدو په موخه د وسلې په توګه وګاروله.[۵۵][۵۶]

د نازیانو تر واکمنۍ د مخه الماني سمون غوښتونکو لکه روغتیايي متخصصینو او اروايي ډاکترانو چې یهودان وو، یهودان به یې له سپین پوستو اروپایانو څخه جلا ګڼل، خو په دومره بد چلندۍ یا نامناسب‌والي هم نه، هغوی ته به د مورثي ناروغیو د مخنیوي او هغه څه ته چې د واده په لومړیو پړاوونو کې ورته اړتیا وه مشورې ورکول کېدې. په ۱۹۱۸ کال کې د هغو یهودانو سکریننګ  وشو چې فلسطین ته په مهاجرت کولو سره لېواله وو. [۵۷]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
    • Huetlin, Josephine (June 19, 2019). "How Deeply Has Germany's Murderous Far Right Penetrated the Security Forces?". The Daily Beast. Andre S. (Hannibal) has views that echo the white extinction conspiracy that the Christchurch shooter propagated: when officials went to his barracks in 2017 to question him, he told them that "Islam will be the No. 1 state religion in the Netherlands in 10 years time."
    • Campbell, Andy (May 15, 2019). "Alabama's Abortion Bill Is Great News For White Supremacists". HuffPost. Many white supremacists subscribe to the bogus conspiracy theory that white people are going extinct due to immigration and falling birthrates among white women.
    • "Hateful graffiti turns up in Winnipeg, alarming residents, Jewish group". Canadian Broadcasting Corporation. August 16, 2017. The words under 'Soros' in the graffiti are 'white extinction,' and this refers to a conspiracy theory that is common on the far right. One might even say on the alt-right, and among white supremacists and neo-Nazis, that George Soros is the frontman for some sort of Jewish plot to exterminate the white race.
    • "US higher ed: A system of meritocracy that never was". Mail & Guardian. March 27, 2019. The Trump administration – supported by many adherents to the white supremacist conspiracy theory that whites are threatened with extinction due to an assault by inferior people of colour through immigration, affirmative action and demographic changes
    • "Far right groups have Winnipeg supporters and must be opposed, says activist, former professor". Canadian Broadcasting Corporation. August 17, 2017. One of the graffiti here mentions Soros and then spoke about white extinction, and that's a very interesting trope which is being used by a number of far-right groups these days, to claim that there is a so-called white genocide that is being orchestrated by the government through immigration policies, by anti-racists, human rights activists and so on.
  1. Herndon, Astead W. (June 20, 2019). "'These People Aren't Coming From Norway': Refugees in a Minnesota City Face a Backlash". New York Times. But for others, the changes have fueled talk about 'white replacement,' a racist conspiracy theory tied to the declining birthrates of white Americans that has spread in far-right circles and online chat rooms and is now surfacing in some communities.
  2. "A splintered movement: How the far-right found a foothold on campus". The Ubyssey. April 20, 2019. 'White replacement' does not just refer to a demographic change. It is a conspiracy theory spread by white supremacists who believe international governments are intentionally 'replacing' white people with non-white immigrants through liberal immigration policies.
  3. "How the "White Replacement" Conspiracy Theory Spread Around the Globe". GQ. June 21, 2019. The "great replacement," also known as "white genocide," is summed up by its name: a secretive cabal of elites, often Jewish, is trying to deliberately destroy the white race through demographic change in importing immigrants and refugees.
  4. Wilson, Andrew Fergus (February 16, 2018). "#whitegenocide, the alt-right and conspiracy theory: How secrecy and suspicion contributed to the mainstreaming of hate". Secrecy and Society. 1 (2). doi:10.31979/2377-6188.2018.010201. hdl:10545/622321.
  5. Kelly, Annie (August 15, 2017). "The alt-right: reactionary rehabilitation for white masculinity". Soundings. 66 (66): 68–78. doi:10.3898/136266217821733688. S2CID 149076795.
  6. Thompson, Kevin C. (April 2001). "WATCHING THE STORMFRONT: White Nationalists and the Building of Community in Cyberspace". Social Analysis: The International Journal of Social and Cultural Practice. 45 (1): 32–52. JSTOR 23169989.
  7. Nathan, Julie (October 29, 2018). "'White Genocide' and the Pittsburgh synagogue massacre". ABC Religion & Ethics (in انګليسي). بياځلي په May 8, 2019.
  8. Futrelle, David (April 1, 2019). "The 'alt-right' is fueled by toxic masculinity — and vice versa". NBC News.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  9. "The high price of 'white genocide' politics for Australia". The Sydney Morning Herald. August 12, 2018.
  10. Kaplan, Jeffrey (2000). Encyclopedia of White Power: A Sourcebook on the Radical Racist Right. AltaMira Press. p. 539. ISBN 9780742503403. بياځلي په May 1, 2015.
  11. "'White Genocide' Billboard Removed". NBC News. بياځلي په May 1, 2015.
  12. Eager, Paige Whaley (2013). From Freedom Fighters to Terrorists: Women and Political Violence. Ashgate Publishing, Ltd. p. 90. ISBN 9781409498575.
  13. Kivisto, Peter; Rundblad, Georganne (2000). Multiculturalism in the United States: Current Issues, Contemporary Voices. SAGE Knowledge. pp. 57–60. ISBN 9780761986485. بياځلي په May 1, 2015.
  14. Pogue, James (March 28, 2019). "The Myth of White Genocide: An unfinished civil war inspires a global delusion". Harper's Magazine. بياځلي په November 3, 2019.
  15. Stern, Alexandra Minna (July 14, 2019). "Alt-right women and the 'white baby challenge'". Salon (in انګليسي). بياځلي په November 3, 2019.
  16. "The far right, the 'White Replacement' myth and the 'Race War' brewing". Australian Broadcasting Corporation. February 12, 2019. What is new is the concept of 'White Replacement' (sometimes called 'White Genocide') which claims that there is a global Jewish plot to 'import' non-Europeans ― especially Africans, Asians and Arabs ― into Europe, North America and Australasia for the express purpose of 'destroying' European culture, subjugating and ultimately decimating people who are of European ethnicity.
  17. Saletan, William (August 7, 2019). "White Nationalists Are Debunking White Supremacy". Slate Magazine (in انګليسي). بياځلي په August 15, 2019. Crusius claimed to be fighting a 'Hispanic invasion of Texas. They are the instigators, not me,' he wrote. 'I am simply defending my country from cultural and ethnic replacement brought on by an invasion.'
  18. "NY Times reporter: The white nationalist "great replacement" theory is "startlingly common" in right-wing media". Media Matters for America (in انګليسي). August 12, 2019. بياځلي په August 17, 2019.
  19. Peters, Jeremy W.; Grynbaum, Michael M.; Collins, Keith; Harris, Rich; Taylor, Rumsey (August 12, 2019). "How the El Paso Killer Echoed the Incendiary Words of Conservative Media Stars". The New York Times. بياځلي په August 12, 2019.
  20. Moses, A. Dirk (March 29, 2019). "'White Genocide' and the Ethics of Public Analysis". Journal of Genocide Research. 21 (2): 201–213. doi:10.1080/14623528.2019.1599493. S2CID 132394485.
  21. Perry, Barbara (November 2003). "'White Genocide': White Supremacists and the Politics of Reproduction". In Ferber, Abby L. (ed.). Home-grown hate: gender and organized racism. Routledge. pp. 75–95. doi:10.4324/9780203644058-9 (inactive October 31, 2021). ISBN 0415944155.{{cite book}}: CS1 maint: DOI inactive as of اکتوبر 2021 (link)
  22. "The dangerous myth of 'white genocide' in South Africa". Southern Poverty Law Center. August 23, 2018.
  23. Saslow, Eli (September 2018). Rising out of hatred: the awakening of a former white nationalist. Penguin Random House. ISBN 978-0385542876.
  24. "We Are in the Midst of the Third Bogus 'White Extinction' Panic in Just as Many Centuries". Reason. June 26, 2018.
  25. Marcotte, Amanda (August 27, 2018). "Donald Trump's "white genocide" rhetoric: A dangerous escalation of racism". Salon (in انګليسي).
  26. Walsh, Joe (May 22, 2018). "No, Katie Hopkins, there is no white genocide in South Africa". New Statesman. بياځلي په September 30, 2021.
  27. DeVega, Chauncy (September 5, 2018). "Author and activist Tim Wise: 'The Republican Party is a white identity cult'". Salon (in انګليسي).
  28. Taylor, Keeanga-Yamahtta (February 16, 2018). "The White Power Presidency: Race and Class in the Trump Era". New Political Science. 40 (1): 103–112. doi:10.1080/07393148.2018.1420555. S2CID 149300385.
  29. Burgdörfer, Friedrich (1934). Sterben die weissen Völker: die Zukunft der weissen und farbigen Völker im Lichte der biologischen Statistik [The white peoples die: the future of the white and colored peoples in the light of biological statistics] (in الماني). G.D.W. Callwey. OCLC 938037846.کينډۍ:Page needed
  30. "Day of the trope: White nationalist memes thrive on Reddit's r/The_Donald". Southern Poverty Law Center. April 19, 2018.
  31. "Why the alt-right want to call Australia home". Overland. July 18, 2018.
  32. "Meet the Snowflakes Who Are the New Face of Race Hate". Vice Media. March 12, 2018.
  33. "How the swarm of white extremism spreads itself online". The Spinoff. March 28, 2019. In French, introduced by Renaud Camus, it is called Le Grand Remplacement (The Great Replacement). It comes in different guises, such as the Eurabia thesis that argues that Muslims are "invading" Europe and are a fifth column waiting to take control of the continent. In English, the most famous iteration is "white genocide"
  34. "A white nationalist conspiracy theory was at the heart of the New Zealand shooting. This isn't the first time it's been associated with terror attacks". Business Insider. March 15, 2019. Breivik wrote in his 1,518-page manifesto that Islamic immigrants and the European Union were on a mission to create "Eurabia." The idea was a variation on the white genocide conspiracy theory, which purported that anti-Israel powers were attempting to "Arabise" Europe.
  35. کينډۍ:Cite tweet
  36. "South Africa blasts Trump over racially divisive tweet". Los Angeles Times. Associated Press. August 23, 2018.
  37. Nakamura, David; Hudson, John; Stanley-Becker, Isaac (August 23, 2018). "'Dangerous and poisoned': Critics blast Trump for endorsing white nationalist conspiracy theory on South Africa". The Washington Post.
  38. "Trump Echoes Neo-Nazi Propaganda About South Africa (That He Heard on Fox News)". New York. August 23, 2018. White nationalists in the West love the idea that their 'people' are facing imminent threat of oppression and/or genocide. This fantasy serves to justify white supremacy, by positing white dominance as the only alternative to white subjugation.
  39. "'Castrate their corpses', professor says of GOP senators. White 'genocide!' Tucker Carlson cries". The Washington Post. October 2, 2018. Carlson had been flogging the issue of land seizures in South Africa – a known proxy issue for those who believe in 'white genocide'.
  40. "Trump under fire for claim of 'large scale killing' of white farmers in South Africa". NBC News. August 23, 2018.
  41. "Trump's tweet echoing white nationalist propaganda about South African farmers, explained". Vox. بياځلي په September 4, 2018.
  42. Wilson, Jason (August 24, 2018). "White farmers: how a far-right idea was planted in Donald Trump's mind". The Guardian (in انګليسي). بياځلي په September 4, 2018. ...South Africa and Zimbabwe in particular have exerted a fascination on the racist far right because in the mind of white nationalists, they show what happens to a white minority after they lose control of countries they once ruled.
  43. Walrath, Dana (August 10, 2019). "White genocide: A dangerous myth employed by racists". The Irish Times (in انګليسي). بياځلي په August 26, 2019.
  44. Bernier, François (2001). "A New Division of the Earth". History Workshop Journal. 51 (1): 247–250. doi:10.1093/hwj/2001.51.247. JSTOR 4289731.
  45. Graves, Joseph L. (2001). The Emperor's New Clothes: Biological Theories of Race at the Millennium. Rutgers University Press. pp. 13–22. ISBN 9780813533025. بياځلي په August 27, 2019.
  46. Hunt, Linda M.; Megyesi, Mary S. (January 2008). "The ambiguous meanings of the racial/ethnic categories routinely used in human genetics research". Social Science & Medicine. 66 (2): 349–361. doi:10.1016/j.socscimed.2007.08.034. PMC 2213883. PMID 17959289.
  47. Gannon, Megan (February 5, 2016). "Race Is a Social Construct, Scientists Argue". Scientific American (in انګليسي). بياځلي په August 27, 2019.
  48. "When the President Inspires Violence". Washington Monthly. March 15, 2019.
  49. Paul, Diane; Stenhouse, John; Spencer, Hamish (2018). Eugenics at the Edges of Empire: New Zealand, Australia, Canada and South Africa. Palgrave Macmillan. ISBN 978-3-319-64685-5.
  50. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named VoxIdeology
  51. "Harvard fellow examines rise — and roots — of white supremacy". Harvard Gazette. March 18, 2019. بياځلي په August 27, 2019.
  52. Serwer, Adam (April 2019). "White Nationalism's Deep American Roots". The Atlantic. بياځلي په March 24, 2019. Warnings from conservative pundits on Fox News about the existential threat facing a country overrun by immigrants meet with a similar response. "Massive demographic changes," Laura Ingraham has proclaimed, mean that "the America we know and love doesn't exist anymore"
  53. Winston, Andrew S. (April 2021). ""Jews will not replace us!": Antisemitism, Interbreeding and Immigration in Historical Context". American Jewish History. 105 (1): 1–24. doi:10.1353/ajh.2021.0001. ISSN 1086-3141. S2CID 239725899.
  54. Kühl, Stefan (2002). Nazi Connection: Eugenics, American Racism, and German National Socialism. Oxford University Press. p. 85.
  55. Serwer, Adam (March 21, 2016). "Nazis Have Always Been Trolls". The Atlantic.
  56. Feldman, Yotam (May 14, 2009). "Eugenics in Israel: Did Jews Try to Improve the Human Race Too?". Haaretz.