د سټالینیسټي ضد کین اړخ

د سټالینیسټي ضد کین اړخ یوه اصطلاح ده چې د کین اړخه سیاسي خوځښتونو بېلابېلو ډولونو چې د جوزف اسټالین، سټالینیزم او د واقعي حکومتي سیسټم چې سټالین د شوروي اتحاد د مشر په توګه د ۱۹۲۷ او ۱۹۵۳ کالونو ترمنځ ترسره کړ، په ضد کارول کېږي. دا اصطلاح همدارنګه لوړپوړو سیاسي شخصیتونو او دولتي برنامو ته ویل کېږي چې له جوزف سټالین او د هغه د کمونیزم له بڼې سره یې مخالفت وکړ، لکه لئون تروتسکي او نور کین وزري دودیز مارکسیستان.

په وروستیو کلونو کې، کېدای شي د کین اړخه او میانه کین اړخه ډیکټاټوري مخالفت سره، شخصیتي کلتورونه، توتالیتاریزم او پولیسي دولتونو ته اشاره ولري چې ټول هغه ځانګړنې دي چې په معمول ډول هغو رژیمونو پورې تړل کېږي چې له سټالینیزم څخه یې الهام اخیستی دی، لکه د کیم اېل سونګ رژیمونه، انور هوګزا او نور، د مخکېني ختیځ باک په شمول. د سټالینیسټي ضد کین اړخ ځینې د پام وړ خوځښتونه له ستالینیسټ تروتسکیزم، انارشیزم او آزادي پاله سوسیالیزم، کین اړخه کمونیزم او آزادي پاله مارکسیزم، په کمونیستي خوځښت کې ښي اړخه اپوزیسیون، ډیموکراټیکه سوسیالیزم او سوسیاله ډیموکراسي څخه عبارت دي.[۱][۲][۳]

د انقلابي دورې انتقادونه (د 1924 څخه مخکې) سمول

د کین اړخه سیاسیونو لوی اکثریت په لومړیو کې د انقلاب په دورې کې بلشویکي انقلاب ته لېواله وو. په پیل کې، بلشویکانو او د هغوی سیاستونه له ډېر ملاتړ څخه برخمن وو، ځکه چې دا خوځښت په اصل کې د لېنن او نورو رهبرانو لخوا د آزادي پالنې په سیوري کې جوړ شو. په هرحال، د لا جبري سیاسي میټوډونو په کارونې سره، بلشویکانو په دوامداره توګه د انارشیستانو او انقلابیانو ملاتړ له لاسه ورکړ. نامتو انارشیست کمونیستان او آزادي پاله مارکسیسټان لکه سیلویا پانکهورېسټ، روزا لوګزمبورګ او وروسته بیا اما ګولډمن د کین اړخه بلشویزم له لومړیو منتقدینو څخه وو.[۴][۵]

روزا لوګزامبورګ په جدي ډول د بلشویکانو له هغو چلندونو څخه انتقاد کاوه چې د اکتوبر په انقلاب کې یې د واک د ترلاسه کولو لپاره کارول او ادعا یې کوله چې دا خوځښټ «د خلکو خوځښت نه، بلکې د بورژوازي خوځښت» دی. په لومړۍ درجه کې، د لوګزامبورګ انتقادونه د هغه چلند په اساس وو چې بلشویکانو انارشیستي خوځښتونه وځپل. هغې په خپلې یوې مقالې کې چې د «د روسیې په انقلاب کې د ملیتونو مسله» تر سرلیک لاندې خپره شوې، هغې داسې توضیح ورکړه:[۶][۷]

«په ډاډ سره، په دې ټولو مواردو کې، په رښتیا دا «خلک» نه وو چې دې غبرګوني سیاستونو باندې بوخت شول، بلکې یوازې د بورژوا او وړوکي بورژوا طبقې وې چې – له پرولتاریایي ولس سره د ډېر شدید مخالفت سره یې - «د خودمختارۍ ملي حق» خپلو انقلابي ضد طبقو سیاستونو لپاره د اوزارو په توګه منحرف کړ.»

له بلشویکانو څخه د هغې د لومړنیو انتقادونو لامل، واک ته تر رسېدو وروسته د سټالین لخوا د هغې میراث ته سپکاوی وشو. د تروتسکي په وینا، سټالین «ډېری وخت د هغې په هکله دروغ ویل او د خلکو په مخکې یې د هغې سپکاوی کاوه».[۸] د انارشیستانو او بلشویکانو ترمنځ اړیکې په شوروي روسیه کې د ځینو خوځښتونو لکه د کرونشتات بغاوت او د ماخنویست خوځښت د ځپلو له امله ډېر خراب شو. د کرونشتات بغاوت (د ۱۹۲۱م کال مارچ) یوه کلیدي شېبه وه چې په هغه کې ډېری کین اړخه آزادي پالان او ډیموکراټان له بلشویکانو څخه جلا شول او د سټالینیسټي ضد کین اړخ پایو لپاره یې بنسټ ایښودنه وکړه. دانیل بل، امریکایی سټالینسټي ضد سوسیالیسټ وروسته وویل:[۹]

ویل کېږي چې هر رادیکال نسل، خپل کرونشتات هم لري. د ځینو لپاره د مسکو محاکمې، د ځینو نورو لپاره د نازي او شوروي تړون، د ځینو نورو لپاره مجارستان (د رایک یا ۱۹۵۶م کال محکمه)، چکسلواکي (په ۱۹۴۸م کې له ماساریک څخه دفاع یا د ۱۹۶۸م د پراګ پسرلی)، ګولاګ، کامبوج، لهستان وو(او نور موارد به هم راتلونکي کې رامنځته شي). زما کرونشتات کرونشتات وو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د سټالین له کلیدي مخالفینو څخه یو بل، لوئیس فیشر، وروسته د «کرونشتات شېبې» اصطلاح د دې موضوع لپاره رامنځته کړه.[۱۱] اما ګولډمن د روزا لوګزامبورګ په شان، په عمده توګه د لېنن د رهبرۍ له سبک څخه انتقاد کاوه، خو د هغې تمرکز بلآخره سټالین او واک ته تر رسېدو وروسته د هغه سیاستونو ته ولېږدول شو. ګولډمن د «په روسیه کې کمونیزم شتون نلري» تر سرلیک لاندې خپلې مقالې کې توضیح کوي چې سټالین څنګه «د خپل واک له موقعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته» او ډیکټاټوري یې جوړه کړه. هغه په دې لیک کې وایي:[۱۴]

«په بل عبارت، د ګوند د مرکزي کمیټې او سیاسي دفتر له لوري، چې دواړه په بشپړ ډول د یو کس، یعنې سټالین لخوا کنټرول کېږي. که داسې څه ته ډیکټاټوري ووایو، داسې ښکاري چې دا شخصي استبداد له هر تزار څخه لا قوي او لا مطلق، د کمونیزم په نوم، زما په اند د بې کفایتۍ اوج دی.

اما ګولډمن ټینګار وکړ چې «په شوروي روسیه کې د اقتدارګرا او دولتي کمونیزم آن کوچنۍ نښه هم شتون نلري». اما ګولډمن د خپل مرګ تر وخته په ۱۹۴۰م کال کې، له سټالین او د هغه د بلشویکي حکومت سبک څخه انتقاد درلود.[۱۵]

په ټولیز ډول، کین اړخه کمونیسټان او انارشیستان د مارکسیزم-لېنېنیزم له دولتي، ځپونکي او توتالیتري طبیعت څخه انتقاد درلود چې په پایله کې سټالینیزم او په ټوله کې د سټالین سیاست ته ولېږدول شو.[۱۵]

له سټالین څخه د بلشویک دورې انتقادونه (۱۹۲۴-۱۹۳۰) سمول

سټالین په وړاندې د مقاومت لپاره د ښي اړخه اپوزیسیون یو له وروستنیو هڅو څخه د ریوتین معامله په ۱۹۳۲م کال کې وه چې په هغه کې د اجتماعیت جوړونې پالیسي په ضد مانیفیست خپور کړ؛ چې په علني ډول یې «د سټالین او د هغه د ډلې له محلول کولو» غوښتنه وکړه. وروسته، ځینې ښي اړخه کسان په یو پټ‌ بلوک کې له لئون تروتسکي، زینوویف او کامنف سره یوځای شول ترڅو له سټالین سره مخالفت وکړي. تاریخ لیکونکي پیر بروئه وویل چې دا د ۱۹۹۳م کال په لومړیو کې منحل شو.[۱۶][۱۷]

لئون تروتسکي او سټالین د صنعتي کېدلو او انقلابي تاکتیکونو په هکله له یوبل سره د نظر اختلاف درلود. تروتسکي باور درلود چې عالي صنعتي کېدو ته اړتیا شته په داسې حال کې چې سټالین په چټک زیاتوالي او اجتماعیت باندې باور درلود، لکه څنګه چې هغه په خپل ۵ کلن پلان کې لیکلي دي تروتسکي باور درلود چې یو چټکه نړیواله څپه په نړیواله کچه د کمونیزم د رامنځته کېدو لپاره یو ځواب دی. تروتسکي د سټالین له میټوډونو سره انتقاد درلود، ځکه چې په دې باور وو چې د صنعتي کېدو او اجتماعیت ورو سرعت په اوږدمهاله کې بې اغیزې دی. تروتسکي همدارنګه په یوه هېواد کې د سوسیالیزم په هکله د سټالین له مقالې سره مخالف وو او باور یې درلود چې په یوه دولت کې د انقلاب جوړښت د نړیوال انقلاب په کچه اغیزناک نشي کېدای. هغه همدارنګه انتقاد وکړ چې د سوسیالیزم مقالې په یو هېواد کې څنګه د مارکسیزم نړیوال دودونه مات کړل. تروتسکیستانو باور درلود چې یو نړیوال دایمي انقلاب په ټوله نړۍ کې د کمونیزم نظام د اجرا د تضمین لپاره ترټولو ښه لاره ده.[۱۸][۱۹][۲۰]

د سټالین او تروتسکي تر منځ یو بل اختلاف د هغوی د انقلاب په میټوډونو پورې نغښتې ده. تروتسکي د عالي صنعتي کېدو ترڅنګ، په یوه هېواد کې د سوسیالیزم په هکله د سټالین له مقالې سره مخالف وو. تروتسکي د دې مخالف وو ځکه چې هغه باور درلود چې په یوه دولت یا هېواد کې د انقلاب جوړښت به د نړیوال انقلاب په اندازه اغیزناک نه وي. هغه همدارنګه انتقاد وکړ چې د سوسیالیزم مقالې په یو هېواد کې څنګه د مارکسیزم نړیوال دودونو په خلاف کار وکړ. تروتسکیستانو باور درلود چې یو نړیوال دایمي انقلاب په ټوله نړۍ کې د کمونیزم نظام د اجرا د تضمین لپاره ترټولو ښه لاره ده.[۲۱]

په ټوله کې، تروتسکي او د هغه پیروانو د سټالینیسټي جوړښتونو په منځ کې د بحث او خبرواترو د نه شتون او د هغوی د ځپونکو سیاسي چلندونو څخه انتقاد درلود.[۲۲]

سرچينې سمول

  1. Dennis H Wrong The American Left and Cuba Archived 23 May 2018 at the Wayback Machine. Commentary FEB. 1, 1962
  2. Julius Jacobson Reflections on Fascism and Communism. Socialist Perspectives, Edited by Phyllis Jacobson and Julius Jacobson, 1983.
  3. Samuel Farber, Cuba since the Revolution of 1959: A Critical Assessment Archived 23 May 2018 at the Wayback Machine., Chicago: Haymarket Books, 2011
  4. Goldman, Emma (1935). "There Is No Communism in Russia". The Anarchist Library (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Schurer, H. “Some Reflections on Rosa Luxemburg and the Bolshevik Revolution.” The Slavonic and East European Review, vol. 40, no. 95, 1962, pp. 356–372. JSTOR, www.jstor.org/stable/4205366.
  6. "The Nationalities Question in the Russian Revolution (Rosa Luxemburg, 1918)". Libcom.org. 11 July 2006. Retrieved 2 April 2021
  7. Weitz, E. (1994). "Rosa Luxemburg Belongs to Us!" German Communism and the Luxemburg Legacy. Central European History, 27(1), 27-64. Retrieved April 18, 2021, from http://www.jstor.org/stable/4546390
  8. Trotsky, Leon (June 1932). "Hands Off Rosa Luxemburg!". International Marxist Tendency.
  9. Goldman, Emma (1935). "There Is No Communism in Russia". The Anarchist Library (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bell, Daniel. "Arguing the World -- The New York Intellectuals". PBS. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "The Hitchens out-takes". Prospect Magazine. 2008-05-24. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Critical Crossings". UC Press E-Books Collection, 1982-2004. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Remembering Daniel Bell". Dissent Magazine. 2012-09-27. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Goldman, Emma (1935). "There Is No Communism in Russia". The Anarchist Library (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Goldman, Emma (1988). Living my life. Pluto Press. OCLC 166081114. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ryutin, Martemyan N. (2010). The Ryutin Platform: Stalin and the Crisis of Proletarian Dictatorship : Platform of the "Union of Marxists-Leninists" (په انګلیسي ژبه کي). Seribaan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-87492-28-3. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Pierre Broué: The "Bloc" of the Oppositions against Stalin (January 1980)". www.marxists.org. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "L.D. Trotsky: The New Course in the Economy of the Soviet Union (March 1930)". www.marxists.org. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Martin Oppenheimer The “Russian Question” and the U.S. Left, Digger Journal, 2014
  20. Harap, Louis (1989). The Rise and Decline of the Anti-Stalinist Left from the 1930s to the 1980s. Guilford Publication.
  21. Martin Oppenheimer The “Russian Question” and the U.S. Left, Digger Journal, 2014
  22. Harap, Louis (1989). The Rise and Decline of the Anti-Stalinist Left from the 1930s to the 1980s. Guilford Publication.