د سيليسیا جنګونه

د سیليسيا جنګونه چې په المانی ژبه کې ورته (Schlesische Kriege) وايي، درې لوی جنګونه وو، چې د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې د پروشیا د لوی پاچا فریډریک او د هابسبورګ اطریش پاچا ارچدوچیس ماریا تیریسا ترمنځ د مرکزي اروپا د سیلیسیا سيمې چي اوس په سویل- لوېدیځ پولنډ کې پرته ده، د نیولو په سر رامنځ ته شوی. لومړۍ جګړه په۱۷۴۰زکال کې پيل او په ۱۷۴۲زکال کې پای ته ورسېده او دویمه جګړه په ۱۷۴۴ز کال کې پیل او په ۱۷۴۵ز کال کې پای ته ورسېده. د سیلیسیا جنګونه د هغې پراخې جګړې یوه برخه وه، چې د اطریش د ځایناستي کېدو په پار تر سره شوی. په دې شخړه کې پروشیا د هغه ائتلاف غړی و، چې د اطریش په لګښت ېې کوښښ کاوه، تر څو د سیمه ییز پراخوالي تګلارې پلې کړي. د دې جنګونو  له لړۍ نه درېیمه جګړه هغه یې په ۱۷۵۶ز کال کې پیل او په ۱۷۶۳ز کال کې پای ته ورسېده. دا اووه کلنه نړیواله جګړه، د اطریش په مشرۍ تر سره شوه او موخه یې د پروشیا خاورې نیول و.

کومه ځانګړې پېښه د دې جګړې لامل نه وه. د یادونې وړ ده چې پروشیایانو د سیلیسیا په ځینې برخو کې د څو پېړیو پخوانیو کورنیو ادعا درلوده، همدارنګه سیاسي او جیوسټراټیژیک عواملو هم د شخړې په رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه لرله. پر هابسبورګ پاچهۍ د ۱۷۱۳ز کال پراګماتیک بندیزونو، ماریا تیریسا ته موقع په لاس ورکړه تر څو ځان د سیمه ییزو سیالانو، لکه: ساکسوني او باویریا پر وړاندې لا پیاوړی کړي.

داسې انګیرل کېږي ،چې دا ټول درې ګوني جنګونه د پروشیا په بریا تمام شول، د لومړۍ جګړې په پایله کې د اطریش له خوا پروشیا ته د زیاتره سیسلیانو د کوچېدو لامل شو. پروشیا د سیلیسي جنګونو نه وروسته د اروپا یو نوی لوی ځواک په توګه او د پروتستانت المان د مخکښ دولت په توګه راڅرګند شو. دا په داسې حال کې و چې د الماني لږګکیو له خوا کاتولیک اطریش ماتې خوړلې وه او د هابسبورګ ماڼۍ وقار ته هم د پام وړ زیان رسېدلی و. د سیسلیا پر سر شخړو دا وښوده چې دا اوږده مبارزه پرالماني ژبو خلکو د واکمنۍ په پار وه، چې وروسته په ۱۸۶۶ز کال کې د اسټرو - پروسیا دا جګړه اوج ته ورسېده.

شرایط او لاملونه سمول

د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د برانډنبورګ – پروشیا ماڼۍ د سیلیسیا په هابسبورګ ولایت کې د څو ډوچي کورنیو ادعا لرله، دا یوه ګڼ مېشتې او سوکاله سیمه وه چې د برانډنبورګ په مارګراوایټ کې د پروشیا د اصلي سیمې سره نږدې پرته وه. د مالیاتي عوایدو، صنعتي تولید او پوځي ګمارنې سرچینو سربېره، سیلیسیا سیمه ډېری ګوندونو ته لوی جیوستراتیژیک اهمیت درلود. پورتنۍ اودر درې د برانډنبرګ بوهیمیا سلطنت او د موراویا مارګراویټ ترمنځ طبیعي پوځي تنګی رامنځته کړی او هر هغه ځواک چې ساحه یې په لاس کې وي، کولای شي خپل ګاونډیان وګواښي. سیلیسیا هم د روم سترواکۍ شمال ختیځ پولې سره پرته سیمه ده، چې خپل کنترول کوونکې ته یې اجازه ورکړې چې په المان کې د پولنډ - لیتوانیا دولت او روسیې سترواکۍ نفوذ محدود کړي.

د جګړې پر لور حرکت سمول

فریډریک د اطریش د ځایناستی مېرمنې د سیلیسیا د نیولو لپاره یوه مناسبه شېبه ولیده او دا یې په ۱۷۴۰ز کال کې ولټایر ته په یوه لیک کې «د زاړه سیاسي سیسټم د بشپړ بدلون نښه » وبلله. هغه استدلال وکړ چې پراګماتیک بندیز په سیلیسیا باندې نه پلي کېږي، کوم چې د هابسبورګ له خوا د میراثي ملکیت په توګه د سترواکۍ د یوې برخې په توګه ساتل شوی وه. فریډریک دا استدلال هم وکړ چې د هغه پلار پاچا فریډریک ویلیم ای د جولیچ او برګ د رینیش دوچیانو په اړه د هوهینزولرن ادعاوو لپاره د اطریش د ملاتړ ډاډ ورکولو په بدل کې بندیز ته موافقه کړې وه چې لا تر اوسه نه دي عملي شوی.

په ورته مهال، د باویریا شهزاده –الیکټور چارلس البرټ او د ساکسوني شهزاده دویم الیکټور فریډریک اګسټس چې  د هابسبورګ د ماڼۍ لوړ پوړي چارواکي و د ماریا تیریسا د تره له زامنو سره وادونه کړي وو، او دوۍ دا اړیکې پر هابسبورګ سیمې د ادعاوو د توجیه کولو لپاره کارولې ځکه چي نارینه وارث شتون نه درلود. فریډریک اګسټس چې پر پولنډ یې واکمني کوله، په سیلیسیا د کنټرول ترلاسه کولو کې ځانګړې لېوالتیا درلوده ترڅو خپلې دوه سیمې چې د برانډنبرګ شاوخوا وي سره ونښلوي. د فریدریک دې اندیښنو د اطریش په لوري د نوموړي چټک یون سره مرسته وکړه.

میتودونه او ټکنالوژي سمول

د عصري دورې په لومړیو کې د اروپا په جګړې کې د ډېرو دودیزو وسلو تر څنګ نورې وسلې هم  وکارول شوي، چي دا د دي دورې له مهمو ځانګړتیاو نه شمېرل کېږي. په ۱۸مه پېړۍ کې اروپایی پوځونه له ډله ییزو پلیو ځواکونو او واحدونو نه جوړ وو، چې په نرمو فلینټ لاک مسکیټونو او بایونټونو سمبال ول. سپاره سرتیري په صابرو، تومانچو او کاربینونو سمبال وو، سپکې سپرلۍ په اصل کې د کشف، سکرینینګ او تاکتیکي ارتباطاتو لپاره او درنې سپرلۍ د تاکتیکي زېرمو او شاک بریدونو لپاره ځای پرځای شوي وو. سموتبور توپخانې د اور وژنې لپاره کارول کېدې او د کلابندۍ په جګړو کې یې مخکښ رول لوبولی ده. په دې دوره کې ستراتیژیکې جګړې د کلیدي کلاګانو د کنټرول په پار رامنځته کېدې ترڅو د شاوخوا سیمو او سړکونو قومانده په لاس کې واخلي خو اوږدې محاصرې د وسله والې جګړې یو عامه ځانګړتیا ده. پریکړه کوونکې او مخامخ جنګونه نسبتا کم و، خو بیا هم دې وسایلو د فریډریک د جګړې په تیورۍ کې د هغه د نوو سیالانو په پرتله خورا لویه برخه درلودله.

سیلیسي جنګونه لکه د ۱۸مې پېړۍ د ډېری نورو اروپایی جګړو په څېر، د کابینې جنګونو په نوم هم یادیږي چې په کې منظم  پوځونه د حاکمیت د ګټلو په پار د جګړې د ترسره کولو لپاره د دولت له خوا تجهیز او اکمالېدل. په دې وخت کې له دښمن نه اشغال شوو سیمو نه په منظمه توګه مالیه اخیستل کېده، خود ملکي خلکو په وړاندې ظلمونه دتېرې پېړۍ د جګړو په پرتله خورا کم وو. پوځي لوژستیک په ډېری جګړو کې پریکړه کوونکی فکتور و. پوځي اکمالات په مرکزي سیمو کې زېرمه شوي و او د بار وړونکو اورګاډو په واسطه وېشل کېدل چې د دښمن د بریدونو لپاره خورا زیان اړونکې و. پوځونو به په عمومي ډول د ژمي په لړ کې د محاربوي عملیاتو د دوام توان نه درلود او معمولاً به یې په ساړه موسم کې ژمنیز کوارټرونه تاسیسول، د پسرلي په راستنېدو سره به یې خپل کمپاینونه (جنګې قرارګاوې) بیا پیلولې.

پایلې سمول

د سیلسیان جنګونه په اطریش باندې د پروشیا په بریا سره پای ته ورسېدل. دا د معاصرو پوهانو په منځ کې یو ټول منلی نظر دی او په پراخه توګه د تاریخ لیکونکو له خوا تایید شوی. پروشیا د هابسبورګ یوه اوږده سیمه ونیوله او له هغې نه یې هر اړخیزه دفاع وکړه او د دویمې او درېیمې جګړې د پایلو نه مخکې وضعیت دا بنسټیز حقیقت تایید کړ. دې شخړو د هغه وخت په اروپایی ډیپلوماتیک سیسټم کې یو پراخ سمون رامنځته کړ، د اطریش- پروشیا سیالي یې رامنځته کړه چې دې پېښې د ۱۸۶۶ز کال د اطریش- پروشیا له جګړې نه وروسته د یوې پېړۍ لپاره د المان سیاست تعریف کړ.

سرچينې سمول