د سویلي افریقا جګړې (۱۸۷۹-۱۹۱۵)

د سویلي افریقا جګړې – چې په عام ډول د کنفیدراسیون د جګړو – په نوم هم یادیږي په سویلي افریقا کې د جګړو یوه لړۍ وه چې د ۱۸۷۹ او ۱۹۱۵ کلونو تر منځ پېښې شوې وې. د اروپایي استعماري قدرتونو تر منځ توکمیز، سیاسي او ټولنیز تاوتریخوالی د زیاتېدونکو دوښمنیو لامل شو چې له یو لړ جګړو او بلواګانو سره پای ته ورسېده چې پر ټوله سیمه یې دوامداره منفي پایلي لرلې. د دغو کړکېچونو د ودې تر شا یو له تر ټولو مهم عامل د هېوادونو او اشخاصو له‌ خوا د سوداګرۍ او سرچینو څارل وو په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په ۱۸۶۷ کال کې په سیمه کې الماس او په ۱۸۶۲ کال کې سره زر کشف شول.

د بوئر د لومړۍ او دویمې جګړې، د انګلیس او زولو جګړې، د سیخوخون جګړې، د باسوټو ټوپک جګړې، د خوسا جګړو او ګڼو نورو هم‌مهاله نښتو په څېر نښتې د جلا پېښې په توګه په پام کې نیول کېږي. که څه هم هغوی په سیمه کې د بدلون او شخړو د یوې لویې څپې په توګه په پام کې نیول شوې دي، چې په ۱۸۷۰ او ۸۰ لسیزو کې د کنفدراسیون له جګړو سره پیل شوې او د سیسیل رودز له ظهور او د اقریقا د سویل د سرو زرو، الماسو او ګڼو نورو د کنترول ترلاسه کولو لپاره له مبارزې سره یې زور واخیست چې د بوئر او انګلیس د دویمې جګړې او په ۱۹۱۰ کال کې د سویلي افریقا ټولنې د رامنځته کېدو لامل شوې. [۱]

قلمرو/خاوره   سمول

کله چې اروپایي قدرتونو – په ځانګړې توګه هالنډي او بریتانیوي بوئریانو- د افریقا د ځینې برخو د خپلولو ادعا وکړه، څرګنده شوه چې پراختیا  د هغوی د سیاسي موقفونو لپاره اړینه ده. د هغوی تر منځ پولې او اړیکې لا ډېرې پېچلې شوې او نه یواځې پر دوی بلکې پر لرغونو افریقایانو او په‌خپله په خاوره یې هم اغېز وکړ.

تر ۱۸۸۰ کال پورې څلور غالبې اروپایي سیمې موجودې وې. د کېپ مستعمره او ناتال تر یوې کچې د بریتانیا په کنترول کې وو او ترانسوال (د سویلي افریقا جمهوریت) او د اورېنج ازاد ایالت د بوئریانو په کنترول کې خپلواک جمهوریتونه و. دا مستعمرې او د دوی سیاسي مشران هغه مهال تر ټولو مهم او تر ټولو اغېزناک وو چې په پای کې ټول په ۱۹۱۰ کال کې د سویلي افریقا په اتحادیه کې منحل شول.  [۲]

د کېپ مستعمره سمول

د کېپ مستعمره په ۱۶۵۲ کال کې د ختيځ هند شرکت له خوا تاسیس شوه. په ۱۷۹۵ کال کې بریتانویانو ولکه کړه او په ۱۸۱۵ کال کې د کېپ واک په رسمي ډول د هالنډ لاس ته ورغی. په دغې وخت کې د کېپ مستعمرې ۱۰۰۰۰۰ میل مربع (۲۶۰۰۰۰ کیلو متر مربع) مساحت درلود او شاوخوا ۲۵۷۲۰ تنه اروپايي نژاده نفوس یې درلود چې زیاتره یې هالنډیان او په خپله خاوره کې له مذهبي ځورونې څخه تښتېدلي ګڼ شمېر فرانسوي هونګوت پناه غوښتونکي وو. ځینې موجوده استعماریان د ټریکبورز په نوم په نیمه کوچي شپني پالانو بدل شوي وو چې د کېپ له پولو هاوخوا یې حرکت کاوه. دا چاره د مستعمرې د سرحدونو د پراختيا د فېش لوی سیند ته څېرمه د څړځايي سیمو پر سر له خوسا خلکو سره د نښتې لامل شوه. د ۱۸۱۸ کال په لومړیو کې زرګونه بریتانیوي مهاجرین د استعماري دولت په‌واسطه د اروپا د سیمه‌ییز کاري ځواک د پیاوړتیا او د خوسا پر وړاندې د اضافي دفاع په توګه له سرحدي نفوس سره د مرستې په توګه معرفي شول.   [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

کېپ تر ۱۸۷۱ کال پورې په سیمه کې تر ټولو ستر او پیاوړی ایالت و. شمالي پوله یې په اورېنج سیند کې جوړه شوې وه او بریتانیا هم د باسوتولند اداره ورته سپارلې وه. همدارنګه کېپ په سیمه کې یوازینی ایالت و چې (لږ تر لږه په رسمي ډول) یې ټولو نژادونو ته مساوي حقونه ورکړي وو. دې سیستم د رایې د ورکړې د حق یو غیر نژادي سیستم - چې د نولسمې پېړۍ په محدوده نړۍ کې معمول نه و- پلی کړ چې له مخې يې ټول رایې ورکوونکي له نژاد پرته د ځمکې د ملیکت پر اساس په مساوي ډول د رایې ورکولو په شرایطو برابر و. په هرحال په عمل کې دا هېواد د اروپا په تسلط کې پاتې شو، که څه هم په ۱۸۷۲ کال کې په دې بریالی شو چې په بریالي ډول د مسول دولت د یو سیستم په رامنځته کولو له بریتانیا څخه یوه درجه خپلواکي ترلاسه کړي. دولت یې په لومړيو کې له نورو ضمیمو څخه د ډه‌ډې کولو پالیسي وڅارله تر څو په داخلي پراختیا تمرکز وکړي، خو د سویلي افریقا جګړې د څو شاوخوا سیمو د ضمیمه کېدلو شاهدې وې: چې په ۱۸۷۴ کال کې ګريکولنډ ایسټ، په ۱۱۸۰ کال کې ګریکولنډ ویسټ او په ۱۸۹۵ کال کې سویلي بیچوانالنډ و.  [۹][۱۰][۱۱]

د سویلي افریقا د جګړو په پای کې د کېپ مستعمره، ناتال، د اورېنج خپلواک ایالت او ترانسوال سره متحد شول. د کېپ مستعمره په ۱۹۱۰ کال کې د سویلي افریقا د اتحادیې غړې شوه او اوس د سویلي افریقا د درېیو عصري ولایتونو ترمنځ وېشل شوې ده. [۱۲][۱۳]

سیخوخوني جګړې سمول

دا جګړې د شمالي سوتي‌یانو په لرغونې کور کې پېښې شوې. د باپدي د ستر پاچا سیخوخون پر وړاندې درې بېلابېل لښکر لېږدونه وشول، یعنې د سیخوخونه لومړۍ جګړه په ۱۸۷۶ کال کې د بوئریانو په‌واسطه او د سخوخونه د دویمې جګړې دوه بېل لښکر لېږدونه په ۱۸۷۶ او ۱۸۷۹ کال کې د بریتانیا په واسطه وشول. سیخوخون سیخوخونلنډ خپلواکه ګڼله نه د ټرانسوال جمهوریت تابع او د پیلګریم ریسټ د سرو زرو کان کيندونکو ته یې د سټیل پورت سیندغاړې تر څنګ د پلټنې اجازه ورنه کړه.  

د جنوبي افریقا جمهوریت/Zuid-Afrikaansche Republiek (ZAR؛ د ټرانسوال جمهوریت) د فرانسوا برګرز په ولسمشرۍ د سیخوخون په جګړه کې د غوڅې بریا له ترلاسه کولو سره بریتانیا ته دا فرصت ورکړ چې په ۱۸۷۷ کال کې ترانسوال خپله ضمیمه کړي. تر هغې لږ ځنډ وروسته بریتانیا د باپدي د ستر پاچا سیخوخون پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. په پای کې يې تر درېيو پرلپسې نابریالیو هڅو وروسته د ښاغلي ګارنت ولسلي په قومانده د دوو بریتانوي کنډکونو په واسطه د ۸۰۰۰ سوازي او ګڼو نورو کومکي ځواکونو په مرسته ماته وخوړه. د سیخوخونه د وارث موروموتشه او د هغه د درېیو وروڼو په ګډون د باپدي ډېری پوځیان مړه شول. د انګلیس-پدي جګړې هم د بریتانیا او هم د بوئر پوځ ډېر زیانمن کړ او همدارنګه له هغوی څخه هم ګڼ شمېر راولوېدل او له‌منځه لاړل.

ترانسوال په ۱۸۷۰ لسیزه کې د بوئریانو په واک کې و. انګلیسانو د تئوفیلوس شپستون په مشرۍ په ۱۸۷۷ لسیزه کې د سویلي افریقا د جګړو په پیل کې دا ایالت خپله ضمیمه کړ او بوئریان دې ته اړ شول چې د لږ تقاعد په بدل کې له خپلې خپلواکۍ څخه تېر شي. انګرېزانو په ۱۸۷۹ کال کې د ډېرو ځمکو د خوندي کولو لپاره ځايي اوسېدونکو ته ماته ورکړه او بوئریان یې د سیالۍ کولو په تړاو لږ اندېښمن کړل او هغوی ته یې دا توان ورکړ چې د ټرانسوال په بېرته نيولو تمرکز وکړي. بوئریانو په ۱۸۸۱ کال کې بغاوت وکړ او د بوئر او انګلیس لومړنۍ جګړه یې پیل کړه. په دې جګړه کې واک د بوئریانو په واسطه بېرته ونیول شو، که څه هم د بریتانیا د اتحاد او پراختيا احتمال یې بند کړ. شاوخوا په ۱۸۸۵ کال کې د ترانسوال په لویدیځ کې په ګریکوالند د الماسو له کشف کېدلو سره له کېپ او ازاد ایالت سره د ځمکې لپاره مبارزه وکړه خو څه ګټه یې نه لرله. [۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. M. Meredith. Diamonds and Gold and War, (New York: Public Affairs, 2007) کينډۍ:ISBN.
  2. A. Adu Boahen, General History of Africa, vol. VII (London: University of California Press, 1985), 194.
  3. Hunt, John (2005). Campbell, Heather-Ann (المحرر). Dutch South Africa: Early Settlers at the Cape, 1652–1708. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي 13–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1904744955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lloyd, Trevor Owen (1997). The British Empire, 1558-1995. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 201–203. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198731337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Entry: Cape Colony. Encyclopedia Britannica Volume 4 Part 2: Brain to Casting. Encyclopædia Britannica, Inc. 1933. James Louis Garvin, editor.
  6. Nigel Worden, Elizabeth Van Heyningen & Vivian Bickford-Smith (2004). Cape Town: The Making of a City (الطبعة 2012). New Africa Books. د کتاب پاڼي 51–93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0864866561. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Greaves, Adrian (2 September 2014). The Tribe that Washed its Spears: The Zulus at War (الطبعة 2013). Barnsley: Pen & Sword Military. د کتاب پاڼي 36–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1629145136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stapleton, Timothy (2010). A Military History of South Africa: From the Dutch-Khoi Wars to the End of Apartheid. Santa Barbara: Praeger Security International. د کتاب پاڼي 4–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313365898. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Parsons, Neil, A New History of Southern Africa, Second Edition. Macmillan, London (1993).
  10. Illustrated History of South Africa. The Reader's Digest Association South Africa (Pty) Ltd, 1992. کينډۍ:ISBN.
  11. John Dugard: International Law, A South African Perspective. Cape Town. 2006. p.136.
  12. Meredith, Diamonds, 1.
  13. Christopher Saunders, Historical Dictionary of South Africa (London: The Scarecrow Press, 1983), 35.
  14. Meredith, Diamonds, 22, 64, 72, 94.
  15. Saunders, Historical Dictionary, 176.