د سویلي افریقا تاریخ

باور په دې دی، چې معاصر انسانان له ۱۰۰۰۰۰ کلونو پخوا نه په سویلي افریقا کې مېشت و. د سویلي افریقا له تاریخ وړاندې دوره د پراخو تکنالوژیکي نمونو له مخې په دوو پړاونو وېشل شوې :د ډبرو دوره (عصر حجر) او د اوسپنې دوره. په تونګ کې د انسانانو او په سترک فونتین، سوراتکرانز او کرومدرای آهکي غارونو کې د منقرض شوو انساني (australopithecine) فوسیلیونو په موندل کېدو سره دغه ځایونه د یوې ټولګې په توګه د نړیوال میراث په توګه ثبت شوي. د سویلي افریقا لومړي ملتونه په ټولیز ډول د خویسان او په جلا جلا ډول د خوی خوی او سان په توګه پېژندل کېږي. دغه ډلې له لویدیځې او مرکزي افریقا نه د افریقايي بانتو کډوالو (بانتو یانو) د پراخوالي پر مهال بې ځایه او یا هم د دوی له خوا جذب شوې. په داسې حال کې چې یو شمېر یې خپل جلا والی وساته، خو یو شمېر نور یې د رنګین پوستو په ډله کې طبقه بندي شول، هغه نژادي قومي ډله چې له خویسان، بانتو، افریقایانو، استرونیزیایانو، ختیځ آسیايي وګړو او سویلي آسیایي وګړو د ډلو له یو یا دوو نه یې ګډ اجداد لرل. د افریقا په سواحلو کې د اروپایانو کشفیات په ۱۳ مه پېړۍ کې هغه مهال پیل شول، کله چې پرتګال هوډ وکړ چین ته د رسېدونکې ورېښمې لارې بل بدیل ومومي. په ۱۴ مه او ۱۵ مه پېړۍ کې پرتګالي لټون کوونکو (کاشفینو) د افریقا لویدیځو سواحلو ته سفر وکړ، د ساحلي کرښو جزئیات او نقشه یې انځور کړه او په ۱۴۸۸ ز کال کې د Cape of Good Hope ټاپووزمې په شاوخوا راوګرځېدل. په ۱۶۵۲ ز کال کې د ختیځ هند هالنډي کمپنۍ د یان ون ریبیک تر مشرۍ لاندې په کیپ ټاون کې سوداګریز مرکز جوړ کړ، هغه اروپايي کارکوونکي چې په کیپ کې ځای پر ځای شوي و، د Free Burghers په نوم یادېدل چې په تدریج سره یې د هالنډ په کیپ مستعمره کې کروندې جوړې کړې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ۱۷۹۵ او ۱۸۰۶ ز کال کې په کیپ مستعمره باندې برید د Great Trek په نامه د لویې کچې کډوالی لامل وګرځېد، هغه مهال چې وورترکرانو د سویلي افریقا دننه څو بوئر ښارګوټي جوړ کړل. په ۱۹ مه پېړۍ کې په دغه سیمه کې د الماسو او سروزرو کشف د دغې سیمې په بډاینه د پام وړ اغېز وکړ، دغه سیمه یې نړیوال لوري ته هدایت کړه او د کرنې پربنسټ اقتصاد نه یې د صنعتي کېدو او زیربناوو د پراختیا پر لور واټن ومونده. دغو موندنو نوې نښتې راوپارولې، چې په پایله کې د سویلي افریقا د نوي کاني صنعت پر سر د بوئر کډوالو او د بریتانیا له سترواکۍ سره د ښکاره جګړې لامل وګرځېدې.[۷]

د انګلیس – بوئر یا د سویلي افریقا په جګړه کې (۱۸۹۹- ۱۹۰۲ ز کال) د بوئر له ماتې وروسته، د ۱۹۱۰ ز کال د مۍ په میاشت کې د سویلي افریقا د ۱۹۰۹ ز کال د قانون له مخې د بریتانیا د سترواکۍ تر کنټرول لاندې د سویلي افریقا د اتحادیې په نامه خپلواکه اداره رامنځته شوه، چې په کې د بریتانیا پخوانۍ څلور مستعمرې: کیپ، ناتال، ترانسوال او د اورنج سیند مستعمرې ادغام شوې. دغه هېواد په ۱۹۳۴ ز کال کې د اتحادیې د حالت  د قانون په تصویب سره د بریتانیا په سترواکۍ کې په بشپړ حاکمیت لرونکي هېواد واوښت. د ۱۹۶۰ ز کال د ټول پوښتنې له مخې چې د سویلي افریقا د جمهوریت جوړېدو ته یې مشروعیت وروبخښه، په دغه هېواد کې د ۱۹۶۱ ز کال د مۍ په ۳۰ مه نېټه پاچهي له منځه لاړه او جمهوریت رامنځته شو.

له ۱۹۴۸ ز کال نه تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د سویلي افریقا سیاستونه، د افریقايي نشنلیزم (ملت پالنې) تر واک لاندې و. په ۱۹۴۸ ز کال کې نژداي توپیراو د سپین پوستو لږه کیو واکمني پلې شوه، هغه چې په رسمي ډول په اپاراتاید نوم، چې افریقايي کلیمه ده او معنا یې «جلاتوب» دی، پېژندل کېږي. د اپاراتاید پر وړاندې له لسیزو وسله والې مبارزې، تروریزم او نړیوالو مخالفتونو وروسته، د ۱۹۹۴ ز کال د اپرېل په ۲۷ مه نېټه د افریقا ملي کانګرس (ANC) د دغه هېواد په لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو کې بریا خپله کړه. له دغه مهال وروسته د افریقا ملي کانګرس د سویلي افریقا له کمونیست ګوند او د سویلي افریقا د سوداګریزو اتحادیو له کانګرس سره په ګډه په سویلي افریقا واک چلوي.

د اپاراتاید دوره (۱۹۴۸ – ۱۹۹۴ ز کال) سمول

د اپاراتاید قانون سمول

د اپاراتاید جلاغوښتونکي سیاستونه، له هغو استعماري قوانینو نه سرچینه اخلي، چې په ۱۷ مه پېړه کې د هالنډ د واکمنۍ پر مهال معرفي شول او د بریتانیا د استعماري دورې پر مهال یې دوام وکړ او د سویلي افریقا په اتحادیې باندې د بویرانو د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېدل.[۸]

له ۱۹۴۸ ز کال وروسته، د ملي ګوند پرله پسې ادارې د نژادي تبعیض او له بشري حقونو نه د انکار موجود سیسټم د اپاراتاید په رسمي قانوني سیسټم واړاوه، هغه چې تر ۱۹۹۱ ز کال پورې یې دوام وکړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له اپاراتاید وروسته دوره (۱۹۹۴ز- تر اوسه) سمول

د ۱۹۸۰ مې لسیزې په وروستیو کې د شوروي اتحاد شیندل کېدل په دې معنا و چې د افریقا ملي کانګرس او د سویلي افریقا کمونیست ګوند نور نه شو کولای، له سیاسي او تسلیحاتي پلوه په شوري اتحاد تکیه وکړي. دا په دې معنا هم و چې اپاراتاید دولت نور نه شو کولای ،اپاراتاید او د عیسوي ارزښتونو او تمدن د خوندیتوب اړوند د هغو د مشروعیت ادعا ته د rooi gevaar په وړاندې چې معنا یې «سور ګواښ» یا د کمونیسم ګواښ دی، اړیکه ورکړي. دواړه لوري اړ شول، څو د خبرو مېز ته کښیني، چې له امله یې د ۱۹۹۱ ز کال په جون میاشت کې د اپاراتاید ټول قوانین لغوه شول او درې کاله وروسته یې د دغه هېواد څو نژادي لومړنیو دیموکراتیکو ټاکنو ته لار پرانیسته. په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د اپاراتاید پر وړاندې د وسله والې جګړې، په پراخه کچه مدني اعتراضاتو، د نړیوالې ټولنې له خوا اقتصادي او کلتوري بندیزونو او په نړیواله کچه د اپاراتاید ضد خوځښتونو، د فشار په ګډون د داخلي او نړیوالو مخالفتونو وروسته ولسمشر فریدریک ویلیم ډي کلرک د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري میاشتې په ۲ مه نېټه د افریقا په ملي کانګرس، پان افریقايي کانګرس او د سویلي افریقا په کمونیست ګوند د بندیزونو د له منځه وړو او له ۲۷ کاله بند وروسته د سیاسي بندي نیلسون مانډېلا د خوشي کولو اعلان وکړ. په هغه ټول پوښتنه کې چې د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ په ۱۷ مه ترسره شوه، ۶۸ سلنه سپین پوستو رایو ورکوونکو د دیموکراسۍ په ګټه رایه ورکړه. د سویلي افریقا د دیموکراتیک کنوانسیون تر مشرۍ لاندې له اوږد مهاله خبرو وروسته، د ۱۹۹۳ ز کال د جولای په ۲۶ مه د نوي اساسي قانون مسوده چاپ شوه، چې ټولو لورو ته په کې امتیازات په پام کې نیول شوي وو: د سیمه ییزې قانون جوړونې فدرال سیسټم، له نژادي توپیر پرته د مساوي رایو ورکولو حق او دوه جرګې لرونکې مقننه قوه.[۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۹۹۴ ز کال د اپریل له ۲۶ نېټې تر ۲۹ مې نېټې پورې، د سویلي افریقا وګړو د نړیوالې رایې ورکوونې د حق پر بنسټ لومړنیو عمومي ټاکنو کې رایه ورکړه. د افریقا ملي کانګرس د خپلو سیالانو ملي ګوند او اینکاتا آزاد ګوند نه په غوڅ اکثریت ټاکنې وګټلې. د دغه هېواد په لومړني غیر نژادي پارلمان کې له نورو ډلو نه یوازې دیموکراتیک ګوند او پان افریقايي کانګرس پارلماني اپوزیسیون جوړ کړ. نلسون مانډېلا د ۱۹۹۴ ز کال د مۍ په ۴ مه نېټه ولسمشر شو او د افریقا د ملي کانګرس، ملي ګوند او اینکاتا ګوند نه جوړ د ملي یووالي حکومت یې رامنځته کړ. د ۱۹۹۴ ز کال د مۍ په ۱۰ مه نېټه نېلسون مانډېلا د سویلي افریقا د نوي ولسمشر په توګه په پریټوریا کې لوړه وکړه او تابوامبکي او پخوانی ولسمشر فریدریک ویلیم ډي کلرک یې د خپلو مرستیالانو په توګه وټاکل. د ملي یووالي حکومت په ۱۹۹۹ ز کال کې د پارلمان د لومړۍ ناستې پر مهال له منځه ولاړ او د افریقا ملي کانګرس په واک کې پاتې یوازنۍ ډله شوه، خو د سویلي افریقا د سوداګریزو اتحادیو له کانګرس او د سویلي افریقا له کمونیست ګوند سره یې خپل ستراتیژیک اتحاد وساته. له پام وړ بحثونو او یو بل ته د نفوذ ډلو په لېږلو سره عادي وګړو او پارلمان په ۱۹۹۶ ز کال کې نوی اساسي قانون او د حقونو منشور تصویب کړ. د اعدام سزا منع شوه، د ځمکې اړوند اصلاحات او د هغو د بیاځلي وېش پالیسي جوړه او د کار عادلانه قوانین وضع شول.

سرچینې سمول

  1. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  2. "South Africa - History". Britannica. 2020-10-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "African First Peoples: The Bushwo/Men". Khoisanpeoples.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Portuguese & Dutch Exploration of South Africa". Study.com. 2016-01-22. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Dutch East India Company (DEIC)/VOC | South African History Online". Sahistory.org.za. 2019-08-27. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Free Burghers". Artefacts.co.za. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Sarie Marais.Com Geskiedenis". Geskiedenis.sariemarais.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. SA History.org Segregationist legislation 1856–1913 Archived 7 September 2018 at the Wayback Machine. Accessed 4 May 2015
  9. Brian Bunting, Rise of the South African Reich, Chapter Nine, "South Africa's Nuremberg Laws"
  10. Susan Mathieson and David Atwell, "Between Ethnicity and Nationhood: Shaka Day and the Struggle over Zuluness in post-Apartheid South Africa" in Multicultural States: Rethinking Difference and Identity edited by David Bennett ISBN 0-415-12159-0 (Routledge UK, 1998) p.122
  11. Mark Swilling & Mark Phillips, "State power in the 1980s: from total strategy to counter revolutionary warfare", in Jacklyn Cock & Laurie Nathan (eds) War and Society: The Militarisation of South Africa, Cape Town: David Philip, pp. 5, 145–8 ISBN 0-86486-115-X.
  12. Desiree Hansson, "Changes in counter-revolutionary state strategy in the decade 1979–89", in Desiree Hansson and Dirk van Zyl Smit (eds.), Towards Justice?: Crime and state control in South Africa, Cape Town: Oxford University Press 1990, pp.45–50 ISBN 0 19 570579 3
  13. Vladimir Shubin, The Hot "Cold War": The USSR in Southern Africa, London: Pluto Press 2008. ISBN 978 0745324722
  14. United Nations Yearbook 1992 Apartheid laws rescinded UN Dept of Public Information, Accessed 3 May 2015
  15. African Elections Database. Accessed 9 May 2015