د سويلي کوريا ولسمشر

د سويلي کوريا جمهوريت ولسمشر چې د سويلي کوريا د ولسمشر په توګه هم پېژندل کېږي (ډېر ځله د POTROK  يا POSK په توګه لنډيز لیکل کېږي) د کوريا جمهوريت (سويلي کوريا) د دولت او حکومت مشر دی. هغه د ملي حکومت د اجرائيه څانګې لوړپوړی اداري مشر، د دولتي شورا (کابينې) رئيس، تر څنګ يې د کوريا جمهوريت د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی.

د سويلي کوريا ولسمشر
د شخص مالومات
عملي ژوند
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د ۱۹۸۷ز کال اساسي قانون او د ولسمشريزو ټاکنو تعديل د مستقيمو او پټو رايو ورکولو له لارې د ولسمشرۍ ټاکنو حکم کوي چې په دې سره د تېرو دوو حکومتونو تر واکمنۍ لاندې د شپاړسو کلونو غیر مستقيمو ولسمشريزو ټاکنو ته د پای ټکی کېښودل شو. ولسمشر نېغ په نېغه د پنځه کلونو دورې لپاره ټاکل کېږي چې د بيا ټاکنې لپاره هېڅ شونتيا نه لري. که چېرې د ولسمشرۍ تشه منځ ته راځي، ځای ناستی يې بايد په شپېتو ورځو کې وټاکل شي، په دې موده کې د ولسمشرۍ دندې د سويلي کوريا د لومړي وزير يا د کابينې د کوم بل مشر غړي له خوا، د قانون له مخې د لومړيتوب پر بنسټ تر سره کېږي. د دندې پر مهال اجرائيوي رئیس په «چوواډي» (شنه ماڼۍ) کې ژوند کوي او له جرمي مسئولیتونو معاف وي (یواځې د پاڅون او خيانت څخه نه).[۱]

د بشري حقوقو پخوانی وکيل او د هغه مهال د ولسمشر «رو مو-هيون» د دفتر رئيس «مون جي-اين» د ۲۰۱۷ز کال د مۍ په لسمه نېټه د سويلي کوريا د ولسمشر څوکۍ اشغال کړې ده، سملاسي له هغه وروسته چې د ۴۱.٪۱ په اکثريت رايو سره وټاکل شو، په داسې حال کې چې د هغه اصلي مخالفين په ترتيب سره محافظه کار «هونګ جون پيو» او منځلاري «ان چيول سو» ۲۴.۰٪ او ۲۱.۴٪ رايې خپلې کړې وې، نوموړي د اساسي قانون سره سم د «پارک ګیون-هی» ځای ناستی شو، څوک چې له خپلې دندې معزول کړای شوی و.[۲][۳][۴]

ټاکل شوې ده چې د «خلکو واک ګوند» «يون سوک يول» د ۲۰۲۲ز کال د مۍ په لسمه نېټه واک تر لاسه کړي، او دا له هغه وروسته چې د ۲۰۲۲کال د سويلي کوريا په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ډيموکراتيک ګوند نوماند «لي جاي-ميونګ» ته ماتې ورکړه.

تاریخچه

سمول

په ۱۹۴۸ز کال کې د لومړي جمهوريت له منځ ته راتلو مخکې، د ۱۹۱۹ز کال په سپتمبر مياشت کې په شانګهای کې د کوریا جمهوريت لنډمهالی حکومت جوړ شو، دا د هغو څو حکومتونو دوام و چې د همدې کال په لومړيو کې د مارچ له خوځښت وروسته اعلان شوي وو، په دې ډول يې د جاپان له خوا د کوریا د نيواک پر مهال د جاپان پر ضد د کوريا د خلکو مقاومت همغږی کړ. د ۱۹۴۸ز کال په اساسي قانون او د ۱۹۸۸ز کال د اوسني اساسي قانون له خوا د لنډمهالي حکومت مشروعيت په رسميت وپېژندل شو او سويلي کوريا يې ځای ناستې شوه.

له ۱۹۸۸ز کال راهيسې د ولسمشرۍ موده پنځه کاله ټاکل شوې ده. له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۷۲ز کال پورې دا موده څلور کاله وه، له ۱۹۷۲ څخه تر ۱۹۸۱ز کال پورې شپږ کاله وه او له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۸ز کال پورې اوه کاله وه. له ۱۹۸۱ز کال راهيسې، ولسمشر ته د بيا ټاکل کېدو حق نه دی ورکړل شوی.

د ولسمشر واکونه او دندې

سمول

د سويلي کوریا د اساسي قانون درېیم څپرکي د ولسمشر دندې او واکونه ټاکلي دي، له ولسمشر غوښتنه کېږي چې:

  • د اساسي قانون ساتنه وکړي.
  • د سويلي کوريا امنيت او ځمکه خوندي کړي.
  • په سوله ييز ډول د کوریا د بیا يو ځای کېدو لپاره کار وکړي، معمولاً د ملي يووالي سلاکارۍ شورا د رئيس په توګه کار کوي.

همدا راز ولسمشر ته لاندې واکونه ورکول شوي دي:

  • د حکومت د اجرائيه څانګې د مشر په توګه.
  • د سويلي کوريا د پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه.
  • د جګړې اعلان کولای شي.
  • د ملي اهميت پر موضوعاتو د ټولپوښتنې حق لري.
  • اجراېيوي فرمانونه صادرولای شي.
  • د ملت د خدمت په وياړ مډالونه ورکولای شي.
  • بښنې کولای شي.
  • د قانون په ځنډولو سره بېړنی حالت او پوځي قانون اعلانولای شي.
  • قوانین ردولای شي (خو که چېرې د ملي اسامبلۍ دوه په درې اکثریت د هغه رد لغوه نه کړي).[۵]

که چېرې ملي اسامبلې د ولسمشر پرېکړه رد کړي، دا پرېکړه به په سملاسي ډول لغوه اعلانيږي.

ولسمشر کولای شي، د مهمو تګلارو موضوعات ټولپوښتنې ته راجع کړي، جګړه اعلان کړي، سوله وکړي او تړون تر سره کړي، لوړ پوړي دولتي مسئولين وټاکي او بښنه وکړي (د ملي اسامبلۍ له موافقې سره). د جدي داخلي يا بهرنيو بې ثباتيو (ګډوډيو) يا ګواښونو پر مهال، يا د اقتصادي او مالي بحرانونو په وخت کې، شونې ده چې ولسمشر «د ملي امنيت يا عامه سولې يا نظم د ساتنې لپار» بيړني واکونه تر لاسه کړي. اضطراري اقدامات يواځې هغه مهال کېدای شي، کله چې د ملي اسامبلۍ غونډه نه وي جوړه او د هغې د راغوښتلو لپاره وخت نه وي. دا اقدامات تر ټولو کمې اړتيا پورې محدود دی.

د ۱۹۸۷ز کال اساسي قانون د ۱۹۸۰ز کال د اساسي قانون هغه څرګندې مادې ل منځه يوړې، کومو چې حکومت ته اختيار ورکاوه چې په موقت ډول د خلکو ازادي او حقوق وځنډوي. خو ولسمشر ته اجازه شته چې نور اقدامات وکړي چې وکولای شي شته قوانين د بحران د مودې پر مهال بدل يا منسوخ کړي. دا روښانه نه ده چې ايا دا ډول بېړني اقدامات کولای شي خپله د اساسي قانون ځینې برخې هم وځنډوي که نه. بېړني اقدامات بايد د موافقې لپاره ملي اسامبلۍ ته راجع کړای شي. که ملي اسامبلۍ يې تايید نه کړي، نو دا بېړني اقدامات لغوه کېږي؛ هر هغه قانون چې د ولسمشر د فرمان پر اساس منسوخ شوی وي، بېرته د نفاذ اغېز خپلوي. په دې برخه کې د تړونونو يا د جګړې د اعلان د تاييد د حالتونو په نسبت د مقننه قوې ځواک ډېر پياوړی دی، د کوم په هکله چې اساسي قانون په ساده ډول يواځې دومره وايي چې ملي اسامبلۍ د ولسمشر له کارونو سره «د موافقې حق لري».د ۱۹۸۰ز کال له اساسي قانون څخه، د ۱۹۸۷ز کال د اساسي قانون په يو بدلون سره ويل شوي چې ولسمشر د ملي اسامبلۍ د منحل کولو اجازه لري.

ټولټاکنې

سمول

د سويلي کوريا اساسي قانون او د عامه رسمي ټولټاکنو قانون د ولسمشريزو ټاکنو اصول تعريف کړي دي. ولسمشر د نېغ په نېغه عامو رايو له لارې تاکل کېږي، د ډېرو رايو خپلونکی ولسمشر اعلانيږي.

د اساسي قانون اړوندې ادارې

سمول

د ولسمشر رسمي هستوګنځای «Cheong Wa Dae» دی، معنا يې ده «د شنو کاشي ګانو د بام ماڼۍ»، په انګليسي ورته د «شنې ماڼۍ» نوم هم اخستل کېږي. ولسمشريز سکرتريت د ولسمشر مرستیال دی چې مشري يې د کابينې په کچه يو عمومي منشي کوي. له دولتي شورا يا کابینې پرته، اجرائيوي رئيس په ګڼو نورو قانوني ادارو هم تکيه لري.

په دې قانوني ادارو کې د ملي امنيت شورا هم شامله ده، کومه چې د ملي امنيت په اړوند د بهرنيو، پوځي او داخلي تګلارو په اړوند سلا مشورې ورکوي. د ولسمشر تر مشرۍ لاندې، په ۱۹۹۰ز کال کې، دې شورا لومړی وزير، مرستيال لومړی وزير، د بهرنيو چارو وزير، د کورنيو چارو وزير، د ماليې وزير او د ملي دفاع وزير، د ملي امنيت ادارې د پلان رئيس (ANSP)، کوم چې تر ۱۹۸۰ز کال پورې د کوریا مرکزي استخباراتو د ادارې (KCIA) په توګه پېژندل کېده او نور چې ولسمشر يې ټاکي، د دې شورا د خپلو قانوني غړيو په توګه درلودل. بله مهمه اداره يې د ملي يووالي سلاکاري شورا ده، کومه چې د ۱۹۸۱ز کال د جون په مياشت کې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې جوړه شوې ده. له جوړېدو راهيسې، دا پلاوی کومه سياسي ونډه نه درلوده، بلکې داسې برېښېده چې په حکومت د يوه څارونکي پلاوي او په زيات شمېر کې د حيثيت خاوندانو او نورو ته له ولسمشر او نورو لوړ پوړو مسئولینو سره وخت په وخت د لیدنو کتنو د موکو د برابرولو له لارې د سياسي مکافاتو په ورکولو سره خپلې چارې پر مخ وړي.

سرچينې

سمول
  1. Article 70 of the Constitution of the Republic of Korea.
  2. McCurry, Justin (2017-05-09). "Who is Moon Jae-in, South Korea's new president?". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2017-05-10.
  3. Choe, Sang-hun (2017-05-09). "South Korea Elects Moon Jae-in, Who Backs Talks With North, as President". The New York Times. ISSN 0362-4331. بياځلي په 2017-05-10.
  4. "Moon Jae-in Elected South Korea's New President". Time. بياځلي په 2017-05-10.
  5. Article 53 of the Constitution of the Republic of Korea Datu Alind..