د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله

د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې مداخله په دیپلماتیکي بڼه پیل او وروسته یې پوځي ډول ته بدلون وموند. په پیل کې ترکیې د ۲۰۱۱ زکال د پسرلي پر مهال په سوریه کې د کورنیو کړکېچونو پیلېدل وغندل؛ خو وروسته یې مداخله په تدریجي بڼه د ۲۰۱۱ زکال تر جولای میاشتې پورې د سوریې له آزاد پوځ سره تر پوځي مرستو پورې ورسېده؛ ورپسې یې په ۲۰۱۲ زکال کې پوله ئیزې نښتې وکړې او د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ زکال پر مهال یې بیا مستقیمه پوځي مداخله وکړه. دغه پوځي عملیات لامل وګرځېدل چې ترکیه د ۲۰۱۶ زکال له اګست میاشتې راوروسته د سوریې شمالي برخه اشغال کړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې له سوریې سره د یوې لسیزې نسبتا دوستانه اړیکو له لرلو وروسته، ترکیې په ۲۰۱۱ زکال کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو د لاریون کوونکو د ځپلو له امله وغانده او د همدغه کال په وروستیو کې د هغو هېوادونو په کتار کې ودرېده چې د اسد د استعفا غوښتنه یې کوله. د جګړې له پیلېدو وروسته ترکیې په خپله خاوره کې د سوریې له پوځ څخه راتښتېدلي سرتېري د استخباراتو د ملي ادارې تر څارنې لاندې وروزل چې له دغو څخه بیا د ۲۰۱۱ زکال په جولای میاشت کې د سوریې ازاد پوځ رامنځته شو. د ۲۰۱۲ زکال په مۍ میاشت کې د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې د آزاد پوځ په سمبالښت او لا روزنې لاس پورې کړ او همدارنګه یې هغو ته عملیاتي اډې ورکړې. د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۲ زکال په جون میاشت میاشت کې د سوریايي ځواکونو له خوا د ترکیې د یوې جنګي الوتکې د راغورځولو او د ۲۰۱۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوله ئیزې نښتې وروسته په پام وړ توګه ترینګلې شوې. د ۲۰۱۶ زکال د اګست په ۲۴مه نېټه د ترکیې وسله والو ځواکونو د فرات د ډال په نامه د عملیاتو په اعلانولو سره په سوریه کې مستقیمه پوځي مداخله وکړه او تر ډېره یې هلته د داعش جنګیالي په نښه کول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ترکیې په کلکه سره د سوریې د دولت له مخالفینو څخه ملاتړ کړی دی. د سوریې د اپوزیسیون فعالین د ۲۰۱۱ زکال په مۍ میاشت کې په استانبول کې راغونډ شول څو د سوریې د رژیم د بدلون اړوند خبرې وکړي؛ سربېره پر دې یې د سوریې د آزاد پوځ د مشر، ډګروال ریاض الاسعد کوربه توب هم وکړ. ترکیې په مخ پر زیاتوالي ډول د اسد د دولت له سیاستونو سره مخالفت او همدارنګه یې د مخالفو ډلو ترمنځ د جوړجاړي ملاتړ کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان وکړ چې هوډ لري «له هر هغه دولت سره ښې اړیکې جوړې کړي چې د اسد د دولت ځای ونیسي». په ۲۰۱۷ زکال کې دغه هېواد د سوریې د موقت دولت لپاره د سوریې د ملي پوځ په نامه د پوځي تشکیلاتو په جوړولو کې مرسته وکړه او هغه یې له مالي اړخه تمویل کاوه. [۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۱۹ زکال کې د مټروپول پوهنتون له خوا ترسره شوې څېړنه ښيي چې ۶۸٪ ترکان په سوریه کې د خپل دولت له اوسنیو سیاستونو سره مخالف دي. دغې نظر پوښتنې وښووله چې ۴۷.۵٪ ترکي وګړي د سوریې آزاد پوځ ته د «دښمن» په سترګه ګوري. له هرو څلورو ترکانو څخه دریو یې بیا څرګنده کړې وه چې باید سوریايي کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي «آن که چېرې جګړه هم دوام ولري». د یاد پوهنتون له خوا یوې بلې ترسره شوې څېړنې وښووله چې ۷۹٪ ترکان د سوریې په شمال کې د ترکیې له بریدونو ملاتړ کوي په داسې حال کې چې د زیتون د څانګې په نامه له عملیاتو څخه یې د ترکي وګړو د ملاتړ کچه ۷۱٪ ښوولې ده.[۱۹][۲۰][۲۱]

مخینه سمول

وړاندې له دې چې ترکیه په ۲۰۱۱ زکال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د سوریې د دولت اقدامات وغندي، دواړو هېوادونو د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې نسبتا ښې اړیکې لرلې. آن تر دې چې کېدلای شي هغه د یوه نږدې اتحاد په توګه هم وبلل شي. [۲۲][۲۳][۲۴]

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۲ زکال کې د عدالت او پراختیا ګوند د ترکیې د واکمن ګوند په توګه ټاکنې وګټلې، دغه ګوند په منځني ختیځ کې د خپلو اړیکو اړوند نوي مسیر ته مخه کړه چې له امله یې د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکې ښې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر وروسته له هغه پیل شو چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردغان د ۲۰۰۴ زکال په وروستیو کې د آزادې سوداګرۍ د هوکړې د لاسلیک کولو په موخه دمشق ته سفر وکړ. له لویدیځ پلوه سیاست څخه په لرې کېدو او یوې جیوپولټیکي ستراتیژۍ ته په مخه کولو سره ترکیې غوښتل چې ځان په یو سیمه ئیز قدرت بدل کړي همدا و چې په دغه لیدلوري کې یې بدلون راووړ چې ګویا ټول ګاونډیان یې دښمنان دي. [۲۵]

له پولو بهر د ۲۰۲۲ زکال هوايي بریدونه سمول

د ۲۰۲۲ زکال د نومبر په ۲۶مه نېټه د سوریې د دیموکراتیکو پوځونو مشر مظلوم عبدي اعلان وکړ چې د سوریې په شمال باندې یې د ترکیې د بریدونو له امله د داعش ډلې پر وړاندې عملیات درولي دي. نوموړي همدارنګه ترکیه په دغه سیمه کې زیربناوو ته د ویجاړونکو زیانونو په اړولو تورنه کړه. ورته مهال د دغه هېواد دوه توغندیو د سوریې په شمالي ښار الشدادي کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه اډه هم په نښه کړه. [۲۶]

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، ترکي ځواکونو په ۲۰۲۲ زکال ۱۳۸ کردي او د سوریې د دیموکراتیک پوځ سرتېري، ۲۶ سوریايي سرتېري او د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۷۴ ملکي وګړي وژلي دي. ورته مهال ۱۶ ترکي سرتېري په سوریه کې وژل شوي دي. [۲۷]

کډوال سمول

د مصنوعي سپوږمکیو انځورونه ښيي چې د درعا، حمص او حما ښارونو له کلابندۍ وروسته په ترکیه کې د سوریايي کډوالو لپاره لومړنی کمپ د ۲۰۱۱ زکال په جولای میاشت کې جوړ شو. د ۲۰۱۳ زکال تر جون میاشتې پورې ترکیې ۴۰۰ زرو کډوالو ته ځای ورکړ چې نیمايي دغه کډوال د ترکیې د دولت تر مستقیم څار لاندې کمپونو کې ځای پر ځای شول. په ۲۰۱۴ زکال کې دغه شمېره له یو میلیون څخه وواښته ځکه چې یوازې په سپټمبر میاشت کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره سوریايي کردان د کوباني له کلابندۍ وروسته ترکیې ته راغلل. [۲۸][۲۹]

ترکیې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو راهیسې څه باندې ۳.۵ میلیونه سوریايي کډوالو ته ځای ورکړی دی. دغه هېواد ډیری سوریايي کډوال په هغو خیمه یي ښارونو کې ځای پر ځای کړي چې د ترکیې د بېړنیو حالاتو اداره یې مدیریت کوي. [۳۰]

اردغان څرګنده کړې چې ترکیه د سوریې په هغو شمالي سیمو کې د سوریايي بې ځایه شوو ځای پر ځای کولو ته چمتو ده چې د ۲۰۱۹ زکال په اکتوبر میاشت کې یې په هغو برید کړی و او تر اشغال لاندې یې دي. همدارنګه یې ویلي چې د اړتیا په حالت کې به د هغو لګښتونه هم ورکړي. د ۲۰۱۹ زکال د ډسمبر په ۹مه نېټه له سیمې څخه مختلفو راپورونو څرګندوله چې ترکیې د لومړي ځل لپاره د سوریې په شمال کې د خپلو عملیاتو سیمې ته سوریايي کډوال را لېږدولي دي. اردغان څرګنده کړې چې هېواد یې د سوریې په شمالي، تل ابیض او راس العین ښارونو کې د بې ځایه شوو یو میلیون سوریايي وګړو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. ترکیه دغه چاره په نفوسو کې د بدلون له وېرې ترسره کوي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

نیوکې او اندېښنې سمول

د نفتو قاچاق سمول

د روسیې لومړي وزیر دمیتري مدودوف د ۲۰۱۵ زکال په وروستیو کې وویل «د ترکیې اقدامات په عملي بڼه د داعش څخه ساتنه ده. دا هغو اطلاعاتو ته په پام چې موږ د ترکیې د یو شمېر چارواکو اړوند د داعش تر کنټرول لاندې د نفتو په تصفیه خانو کې د تصفیه شوو نفتو د عرضې اړوند ترلاسه کړي، حیرانونکې چاره نه ده». دغه مهال د روسیه ټوډې په نامه ټلویزیون راپور خپور کړ چې روسیه له ډېرې مودې راهیسې د ترهګرو تر کنټرول لاندې سوریايي سیمو څخه ترکیې ته د نفتو له صادراتو خبره ده او له دغو څخه ترلاسه کېدونې پیسې د ترهګریزو ډلو جېبونو ته درومي. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل «داعش پریمانه پیسې لري، سلګونه میلیون یا هم میلیاردونه ډالر د تېلو له پلور څخه ترلاسه کوي. سربېره پر دې د یو هېواد بشپړ پوځ له هغوی ساتنه کوي. بیا نو پوهېدلای شو چې هغوی ولې دومره زړور او په ډاډمنه توګه اقدامات ترسره کوي. ولې دوی خلک په داسې وحشیانه ډول وژني. ولې دوی د اروپا د زړه په ګډون په ټوله نړۍ کې ترهګریزې چارې ترسره کولای شي». [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د لویدیځ استخباراتي چارواکو بیا وویل چې دوی کولای شي په ټول عراق او د ترکیې په سویلي پوله ئیزو برخو کې داعش ډلې ته د نفتو اړوندې محمولې تعقیب کړي. د اوباما دولت دغه مهال هڅه کوله چې د داعش په میلیونونو ډالر عواید قطع کړي، خو هغوی ونشو کولای دغې چارې ته ترکیه متقاعده کړي. سربېره پر دې د عراق د پارلمان پخواني غړي موفق الربیعي څرګنده کړې چې ترکیې د داعش د نفتو تور بازار ته سترګې نیولې دي. هغه وویل په دې کې «هېڅ شک نشته» چې د ترکیې دولت دې د نفتو د قاچاق له عملیاتو څخه بې خبره وي. [۴۱][۴۲]

سرچينې سمول

  1. Turkey condemns violence as Assad's helicopters open fire The Telegraph, 10 June 2011.
  2. (په 22 June 2012 باندې). Syria's opposition has been led astray by violence. The Guardian.
  3. . Syria News. The New York Times.
  4. (په 3 September 2016 باندې). Turkey Launches Fresh Incursion into Syria. The Wall Street Journal.
  5. "Turkey Strikes Islamic State And Kurds in Syria". Sky News. 23 August 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Turkey sends tanks into northern Syria". BBC. 24 August 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 19 January 2018 باندې). Turkey shells Syria's Afrin region, minister says operation has begun. Reuters.
  8. McKernan, Bethan (9 October 2019). "Turkey launches military operation in northern Syria". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 14 October 2017 باندې). Syrien: Willkommen in der türkischen Besatzungszone. Spiegel Online.
  10. Sirwan Kajjo (2 March 2017). "Skirmishes Mar Fight Against IS in Northern Syria". Voice of America. Turkish occupation "is an existential threat to the Assad government's ability to reclaim the entirety of its territory, which is a key argument that regime loyalists make in their support of Bashar al-Assad's government," Heras said. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Robert Fisk (په 29 March 2017 باندې). In northern Syria, defeated Isis fighters leave behind only scorched earth, trenches – and a crucifixion stand. The Independent.
  12. Turkey condemns violence as Assad's helicopters open fire The Telegraph, 10 June 2011.
  13. Turkey tells Syria's Assad: Step down! Reuters, 22 November 2011.
  14. (په 22 June 2012 باندې). Syria's opposition has been led astray by violence. The Guardian.
  15. . Syria News. The New York Times.
  16. (په 1 June 2011 باندې). Syrian dissidents convene in Turkey to discuss regime change. France 24
  17. (په 5 October 2011 باندې). Syrian dissident colonel takes refuge in Turkey. The Guardian.
  18. Epatko, Larisa (15 November 2012). "Syria and Turkey: A Complex Relationship". PBS NewsHour. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Metropoll araştırdı: Her dört kişiden üçü iktidarın Suriyeli politikasını onaylamıyor, üç kişiden biri "Savaş sürse bile geri gönderilsinler" diyor". Medyascope (په تورکي ژبه کي). 11 September 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 12 September 2019 باندې). Three-quarters of Turks disapprove of government's Syrian refugee policy – poll.
  21. "Public support for Turkey's Syria offensive at 79 percent: Poll". www.duvarenglish.com. 18 November 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Turkey condemns violence as Assad's helicopters open fire". www.telegraph.co.uk. 10 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mahfudh, `Aqeel (2012). "Syria and Turkey: a turning point or a historical bet?". Arab Center for Research & Policy Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  24. Mahfudh, `Aqeel (2012). "Syria and Turkey: a turning point or a historical bet?". Arab Center for Research and Policy Studies: 2 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. D’Alema, Francesco (October 2017). "The Evolution of Turkey's Syria Policy". IAI Working Papers 17: 1–2 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Syrian Kurds say they have stopped operations against IS". The Associated Press. 26 November 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Turkey's presence in Syria in 2022 | Aerial and ground attacks by Turkish forces leave 74 civilians and 164 combatants dead • the Syrian Observatory for Human Rights". 28 December 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Syrian refugee camps in Turkish territory tracked by satellite". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Escape to Uncertainty". National Geographic. 7 June 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Turkey – Syrian Refugees". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Syria Regional Refugee Response: Turkey". UNHCR. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Escape to Uncertainty". National Geographic. 7 June 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Erdogan says Turkey aims to settle 1 million refugees in Syria offensive area". Reuters. 9 December 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Turkey Begins Resettling Refugees in Northeastern Syria: Continued reports of atrocities by Turkish-backed forces raise concerns about ethnic cleansing. BY LARA SELIGMAN | 9 December 2019.
  35. Erdogan announces start working to house one million people in northern Syria Archived 24 July 2020 at the Wayback Machine., 9 December 2019.
  36. Wright, Robin. "America's Ally in Syria Warns of Ethnic Cleansing by Turkey". The New Yorker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 13 September 2014 باندې). Struggling to Starve ISIS of Oil Revenue, U.S. Seeks Assistance From Turkey.
  38. "Turkey buying ISIS oil". The Washington Times. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Is Turkey buying oil smuggled by Islamic State?". ABC news Australia. December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Turkish trucks carrying ISIS oil captured in Iraq". Kurdish Daily News. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 7 December 2015 باندې). Iraq PM says Turkey main conduit for Islamic State oil-smuggling. Reuters.
  42. "No evidence Turkey wants to fight ISIS: Iraq PM". CNBC. 21 January 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)