د سوریې د ۱۹۶۶ کال کودتا
د سوریې د ۱۹۶۶ کال کودتا د فبرورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې پېښو ته اشاره کوي چې په ترڅ کې يې د سوریې عربي جمهوریت نسکور او پر ځای يې بل دولت واکمن شو. ملي واکمن عرب سوسیالیست بعث ګوند، د ګوند د اتحادیې او سیمهییزې واکمنۍ په واسطه د صلاح جدید په مشرۍ له واک څخه ګوښه شو. [۱]
دا کودتا د مېشل افلق په استازیتوب د صلاح الدین البیطار او منیف الرزاز او پر نیوبعثي دريځ ولاړې ځوانې جناح او د ګوند د پخواني ګارد تر منځ د واک پر سر د جګړې له شدت سره پيل شوه. د فبرورۍ په ۲۱مه د پخواني ګارد ملاتړو په پوځ کې د خپلو سیالانو د لېږد فرمان صادر کړ. دوه ورځې وروسته پوځي کمېټې د ځوانو جناوو په ملاتړ یوه کودتا پيل کړه چې په حلب، دمشق، دیرالزور او لاذقیه کې تاوتريخجنې جګړې پهکې شاملې وې. د کودتا په پایله کې د ګوند تاريخي بنسټ اېښودونکي له هېواد څخه وتښتېدل او خپل پاتې عمر يې په تبعید/شړنه کې تېر کړ.
د جدید دولت د سوریې په تاريخ کې تر ټولو سختدريځی دولت و. دا کودتا په سوریه او عراق کې د بعث ګوند د سیمهییزو څانګو او د هغوی د اړونده ملي قوماندې تر منځ د تلپاتې درز لامل شوه او ګن لوړ پوړي سوریهيي بعثیان عراق ته وتښتېدل. د کودتا د میراث په توګه د جدید د حکومت پر مهال، سوریې د عراقي بعثیانو پر ضد یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د جدید دولت د ۱۹۷۰ کال په اصلاحي غورځنګ کې نسکور شو او حافظ الاسد یې واک ته ورساوه.
مخینه
سمولد واک ټینګښت
سمولد سوریې د ۱۹۶۳ کال په کودتا کې د واک تر ولکې وروسته د مارچ د اتمې انقلاب او د ناصریانو او د بعث ګوند تر منځ د انقلاب د قوماندې په ملي شورا کې په رسمي ډول جګړه پېښه شوه. ناصریان له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې د جمال عبدالناصر د شرایطو پر بنسټ د مصر او سوریې د پخواني فېدراسیون د متحده عربي جمهوریت د بیا ټينګولو په لټه کې وو، خو بعثیان له ناصریانو سره د نوي اتحاد د رامنځته کولو په برخه کې مشکوک وو او د یو خپلواک فېدراسیون غوښتونکي وو چې په هغه کې بعث ګوند وکولی شي په یوازې ټوګه او په سوریه کې د لاسوهنې پرته واکمني وکړي. ناصریانو د اتحادیې په ګټه پر سړکونو لوی لاریونونه چمتو کړل. دا چې بعث ګوند د دې موضوع پر وړاندې څه ډول غبرګون وښيي ډېر وخت يې ونیوه ځکه د سوریې ډېری عرب ملتپالان د بعثیزم نه بلکې په بشپړ ډول د ناصریزم پلویان وو. [۲][۳]
بعثیانو د دې پر ځای چې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي د سوریې پر پوځ يې د خپل کنترول د ټینګولو لپاره حرکت وکړ. سلګونه ناصریان او محافظهکاران له پوځ څخه پاک شول او بعثیان د لوړ رتبه پوستونو د ډکولو لپاره وګمارل شول. ډېری نوي ګمارل شوي بعثي افسران له کلیوالو سیمو او له ټيټې ټولنیزې طبقې څخه وو. دا بعثي افسران د پوځي لښکر د افسرانو ځایناستي شول چې تر ډېره د لوړې او متوسطې ټولنیزې کچې سونیان وو او هغوی یې د کلیوالې مخینې لرونکو افسرانو ځایناستي کړل چې تر ډېره د مخ پر ودې لږکیو خپلوان وو. دا بدلونونه پر پوځي تشکیلاتو د سونیانو د کنترول د لهمنځه تللو لامل شول. [۴]
د لاریونونو د ځپنې قیمت د مشروعیت له لاسه ورکول او د لومړني بعثي ځواک په توګه د امین الحافظ راڅرګندېدل وو. دودیز نخبهګان چې د بعثیانو لهخوا له سیاسي واک څخه ګوښه شوي وو د بعث ګوند له سوسیالیستي پالیسیو څخه یې د خطر احساس کاوه. اخوان المسلمین په سوریه کې د سوریې د سیمهییزې څانګې تاریخي سیال و د دې ګوند له سیکولار طبیعت څخه یې د خطر احساس کاوه. اکرم الحوارني او ملاتړو یې او د سوریې کمونیست ګوند له یو ګوندي نظام سره چې بعث ګوند يې د رامنځته کولو په حال کې و مخالفت وکړ. [۴]
ډېری سوني مسلمانان عرب ملتپالان وو، خو بعثیان نه وو، چې په هغوی کې د بېګانګۍ د احساس رامنځته کولو لامل کېده. ګوند تر ډېره د لږکیو ډلو لکه علويلنو، دروزیانو او اسماعیلیانو په ولکه کې و چې په ټولیز ډول کلیوال خلک وو. دې کار د قومي توپيرونو پر بنسټ یو کلیواله-ښاري نښته رامنځته کړې وه. د بعث ګوند له واک ته رسېدو سره په ښاري سیاست کې د بعث ضد احساسات تر ډېره له ګواښ سره مخ شول- په احتمالي ډول په واک کې د بعثیانو د پاتې کېدو یوازینی دلیل یو پاشلی او په کمزوري ډول سازمان شوی اپوزیسیون و چې دوی ورسره مخ وو. [۵]
له افلاکیستیانو سره نښته
سمولیو موټی اتحاد په ۱۹۶۳ کال کې د واک تر ولکې وروسته په بشپړ ډول لهمنځه لاړ؛ میشل افلق، صلاح الدین البیطار او د هغوی پلویانو غوښتل کلاسیک بعثیت پلی کړي، پهدې معنا چې غوښتل يې د ناصر له مصر سره یوه سسته اتحادیه رامنځته کړي چې د سوسیالیزم معتدله بڼه پلې کړي او د یو داسې یو ګوندي دولت لرل چې د بیان ازادي او د فکري ازدي وزغمي. په هر حال افلاکيتیان (افلاکيست) په چټکتیا سره شاتګ ته اړ شول او په شپږمه ملي کنګره کې د بعث ګوند، پوځي کمېټه او د هغوی پلویان بریالي شول چې د بعثیت نوې بڼه رامنځته کړي- داسې یو بعثیزم چې په شدید ډول له مارکیسیزم-لنینزم څخه اغېزمن و. د بعثیزم دې نوې بڼې د عربي نړۍ د متحدولو پر ځای په هېواد کې پر انقلاب ټینګار درلود. په همهغه وخت کې شپږمې ملي کنګرې یو پرېکړهلیک پلی کړ چې په سوریه کې يې د سوسیالیستي انقلاب پر پلي کولو ټینګار درلود. د سوسیالیزم تر دغه ډول لاندې اقتصاد د یو ټول په توګه پر دولتي برنامې جوړونې ولاړ و. او د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ لوړوالی باید ملي شوی وای. هغوی باوري وو چې دا سیاستونه به د کاري ځواک استثمار پای ته ورسوي، کپيتالیزم/سرمایهداري به لهمنځه لاړه شي او د کرنې په برخه کې یې یوه داسې طرحه وړاندیز کړه چې ځمکه هغه چاته ورکړل شي «چې کار پهکې کوي.» له دې سره به لا هم کوچنۍ سوداګرۍ، رغونه، ګرځندويي/سیاحت او په ټوله کې کوچنۍ صنایع شته وي. دا بدلونونه او ځینې نور موارد به بعث ګوند په لنینستي ګوند بدل کړي. [۵][۶][۷]
په ۱۹۴۶ کال کې حما او نورو ښارونو کې سختدريځي د شاتګ په حال کې و او افلاکیتیانو د لنډې مودې لپاره خپل واک ترلاسه کړ. بیطارنوی دولت رامنځته کړ چې د ملي کولو لړۍ يې ودروله، شخصي ملکیت او مدني ازادیو ته درناوی یې بیاځلي تاييد کړ. په هرحال دې سیاسي بدلونونو کافي ملاتړ ترلاسه نهکړ او عام خلک هم د بعث ګوند له واکمنۍ سره مخالف وو. لوړو طبقو پانګونې او له هېواد څخه بهر د پانګو لېږدولو ته دوام ورکړ او د پانګې د دغه ډول له لاسه ورکولو لپاره د وړاندوینېوړ یوازینۍ حللار نشنلیزم/ملي کولو دوام و. د ګوند چپ لوري استدلال کاوه چې بورژوازي به هېڅکله هم پر هغوی برلاسی نهشي مګر دا چې د پخوا په شان پر اقتصاد بشپړ کنترول هغوی ته ورکړل شي. دا د منځلارو افلاکتیانو چې د بعث ګوند پر ملي قوماندې يې واک درلود او هغو سختدريځو تر منځ د واک جګړه وه چې په سوریه کې يې د بعث ګوند د سیمهييزې څانګې پر قومندانۍ واک درلود چې د ۱۹۶۶ کال د کودتا لامل شوه. [۸]
سرچينې
سمول- ↑ Rabinovich 1972.
- ↑ Hinnebusch 2001، مم. 44–45.
- ↑ Hinnebusch 2001، م. 44.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Hinnebusch 2001، م. 45.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Hinnebusch 2001، م. 46.
- ↑ Hinnebusch 2001، مم. 46–47.
- ↑ Hinnebusch 2001، م. 47.
- ↑ Hinnebusch 2001، مم. 47–48.