د سوداګرى تاریخ په افغانستان کې


سوداګرې زمونږ په لرغونى هيواد افغانستان کې اوږده تاريخى لرغونتيا لرى. په ډيرو پخوا وختونو کې افغانستان دوريښمو دلويي لارى په اوږدو کې پروت ؤ چه ختيځ او لويديځ يي سره تړلى ؤ.

د امير عبدالرحمن خان د پادچاهۍ تر دوري پوري (١٨٨٠-١٩٠١) سوداګرى په افغانستان کې دباروړونکو څارويو (اوښ،اس،ټټو او کچر)په واسطه تر سره کيده د دغه هيواد پراخو دښتو او لوړو غرونو د جنسونو وړل او راوړل ستونزمن کړي ؤ. ولى د١٩ پيړۍ په ورستيو کې دلويو مواصلاتى لارو او داور ګاډى دپټليو دغزولو پراختيا او جوړونه دروسانو په واسطه په مرکزى اسيا کې او دبرتانويانو لخوا دهند دنيمى وچى د پنجاپ په ايالت (ننى پاکستان )   کې د انسانانو او سوداګرۍ مالونو وړل او راوړل يې اسانه او دسوداګرۍ بڼى ته يې بدلون ورکړ. دغه بدلون دافغانستان خلکو لپاره ډيرى ناوړى اغيزى پريښودلى،په داسى ډول سره چه افغانستان د روس او انګليس تر منځ دلويې لوبى Grand Game په ميدان بدل شو.

په(١٩٥٠- ١٩٧٠) کلونو کې افغانستان ديوى پخى کړييز لارى څښتن شو، چه دغه هيواد يې د چمن، کندهار او تورخم کې له پاکستان سره او د هرات له لارى د ترکمنستان او ايران سره او په مزار شريف کې دحيرتان بندر او په کندز کې دشير خان بندر له لارى له پخوانى شوروى اتحاد سره وتړلو.د کابل کندهار لويه لاره د امريکى د متحده ايالاتو په مرسته او د سالنګ لويه لارد پخوانى شوروى اتحاد په مالى او تخنيکى مرستو جوړى شولى چه د سوداګرۍ چارى يې اسانه کړى .

افغانستان يو غرنى او په وچه پوري تړلى هيواد دي چه بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ کولو لپاره د ګاونډيو هيوادونو همکارۍ ته اړتيا لرى .

د١٩٢٠ ميلادي کال څخه مخکى د هيواد سوداګرو خپلى سوداګريزي محمولى د جلال اباد له لاري پيښور ته او له هغه ځاي څخه کراچۍ ته ليږدولى او دبيړۍ په واسطه يې نورو هيوادونو ته صادرولى . د١٩٢٠ ميلادي کال نه وروسته افغانستان د خپلى سوداګرۍ لورى يې دڅه ستونزو له کبله د برتانېې سره دپخوانى شوروى اتحاد خواته بدل کړو. دشپيتمى ميلادى لسيزۍ  په کلنو کې افغانستان هيواد دسوداګرۍ ترانزيټ تړون دپاکستان له هيواد سره لاسليک  کړ. چه دهغه په اساس افغانى سوداګريز توکې د کراچۍ بندر له لياري او دپاکستان له خاوري څخه به تيريدنى سره پرته له ګمرکى تعرفه او يا حق العبور ورکړى څخه، افغانستان ته وارد کيدل او دهيواد صادراتى توکو په نومړي لارى باندى بهرنۍ نړۍ ته ليږل کيده.[۱]

ماخذونه: سمول

امیری، عبدالحق، تجارت در افغانستان، پیښور، ۱۳۸۱ل مخ ۷

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)