د سند او بین النهرين اړيکې

ګومان کېږي چې د سند او بين النهرین تر منځ اړيکې د دويمې مخزېږديزې زرېزې په دويمه نيمايي کې جوړې شوې دي، تر هغه وخته چې له شا اوخوا 1900مخزېږديز څخه وروسته د سند درې مدنيت په ختمېدو سره پای ته ورسېدې. بين النهرين له مخکې څخه، د مصر او بين النهرين د اړيکو په پام کې نيولو سره، د هند نيمې لويې وچې او مصر تر منځ لږ تر لږه شا اوخوا  3200 مخزېږديزې راهيسې د لاجوردو د سوداګرۍ لپاره منځګړی و.[۱][۲][۳][۴][۵]

د نوي ډبرين عصر پراختيا (9000-6500 مخزېږديز)

سمول

داسې برېښي چې د غېر مستقیمو لومړيو اړيکو يو لومړی پړاو، د نوي ډبرین عصر د اوښتون او له 9000 مخزېږدږيز وروسته د کرنې د خپرېدو د پايلې په توګه منځ ته راغلی دی. ګومان کېږي چې له تاریخ مخکې کرنيزو سرچينو، د بوکان لرونکو (کوهان) ژويو په څېر، سيمه ييزې سرچينې د نږدې ختيځ له کرنيزو سرچينو سره  د لومړي پړاو په توګه په اتمه-اومه مخزېږديزه زريزه کې يوځای کړي دي، کومو ته چې له درېيمې مخزېږدیژې زرېزې څخه له افريقا او ختيځې اسيا څخه هم سرچينې ورزیاتې شوې وې. په سويلي اسيا کې مهرګړ د کروندګرۍ او مالدارۍ (شپنيتوب/پاداواني) د شواهدو لرونکو يو له لومړيو ځايونو څخه دی. د 7000 مخزېږدیز په شااو خوا کې په مهرګړ کې، د نږدې ختيځ لومړيو کرنيزو توليداتو يوه بشپړه ټولګه موندل کېدای شي: غنم، وربشې، همدا راز بزې، پسونه او ژوي. د مهرګړ مستطيل ډوله کورونه او تر څنګ يې ښځينه مجسمې په بنسټيز ډول د نږدې ختيځ کورونو او مجسمو ته ورته دي.[۶][۷]

د سويل اسيايي کرنې نږدې ختيځ اصليت په عموم کې منل شوی، او دا د څو لسيزو لپاره د عملي لرغونپوهنې باور و. په هر حال « Gregory Possehl» د زياتې مختلفې بېلګې په اړه دليل وړاندې کړی، په کومه کې چې د بوټو او ژويو د نسلونو د ابتدايي پالنې پروسه له مديترانې څخه نيولې تر سند پورې پراخه سيمه کې شوې ده، چېرته چې نوې ټيکنالوژي او نظريات په چټکۍ سره خپاره شوي، او په پراخه کچه شریک شوي وو. اوسمهال، په دې بېلګې بنسټيزه نيوکه دا حقيقت دی چې يا خو په نږدې ختيځ کې غنم له پېژندل شويو ځنګلي انواعو څه په اهلي حالت بدل شوي، او بيا سويلي اسيا ته راوړل شوي دي، يا دا چې په سويلي اسيا کې په تېر کې ځنګلي غنم موجود و، خو د خپلې کومې نښې له پرېښودو پرته په کومه طريقه له منځه تللي.[۸][۹]

« Jean-François Jarrige» د مهرګړ د يو خپلواک اصل دليل ورکړی. هغه يادونه کوي "دا اټکل چې د کرنې اقتصاد له نږدې ختيځ څخه سويلي اسيا پورې په بشپړ ډول متعارف کړای شوی و"، او په ختيځ بین النهرين او لوېديځې سيند درې کې د نوي ډبرين عصر د سيمو تر منځ ورته والی، کوم چې د دې دوه سيمو تر منځ د "کلتوري تسلسل" ثبوت دی. خو د مهرګړ اصليت ته په کتنې سره، « Jarrige» دا پايله اخلي چې مهرګړ له دې مخکې يوه سيمه يیزه مخينه درلوده، او د نږدې ختيځ د نوي ډبرين عصر کلتور پاتې شوني نه دی. [۱۰]

ځمکنۍ او سمندري اړيکې

سمول

په تېرو 5,000 کلونو کې تر اوسه د سمندر د اوبو کچه شا او خوا سل متره په لوړېدو ده، او اغېز يې دا دی چې ساحلي ليکې له پخوا نورې هم شاته روانې دي. په ځانګړي ډول همدا د سند او بين النهرين د ساحلي ليکو حالت هم دی، کومې چې په اصل کې يوازې د شا او خوا 1000 کيلو متره په واټڼ سره يو له بله جلا شوې وې، او له اوس سره په پرتله دا واټن 2000 کيلو متره دی. د سموريانو د پلرونو نيکونو لپاره، د بين النهرين د سيمې او سند د سيمې د ساحلونو تر منځ واټڼ د نن په پرتله ډېر کم و. په ځانګړي ډول د پارس خليج، چې اوس نږدې دېرش متره ژور دی، هغه مهال به لږ تر لږه په جزوي ډول وچ و، او هغه مهال به يې د بين النهرين د سينديزې حوزې د پراختيا بڼه خپله کړې وه.[۱۱]

ډېر لېرې لوېديځ هړپا ښار د مکران په ساحل «سوتکاګن ډور» کې د عرب ټاپووزمې له څوکې سره نږدې موقعيت درلود، او يو لرغونی سمندري سوداګريز مرکز بلل کېږي، شونې ده چې دا د اوسمهال پاکستان او پارس خليج تر منځ و.[۱۲]

د سمندر له لارې تلونکي ماڼوګان د سند په سيمه کې مشهور وو، لکه چې په مهرونو ښودل شوې ده، په کوم چې د وچې ځمکې موندونکې مرغۍ (ډيشا کاکا) په کښتيو ليدل کېږي، او تاریخ يې تر 2500-1750 مخزېږديز پورې رسېږي. کله چې يوه کښتۍ په سیند کې ورکېده، په داسې حال کې چې ځمکه له افق شاته پاتې وي، د سمندري سفر کونکو له خوا خوشې شوې مرغۍ په خوندي ډول بېرته د ځمکې پر لور الوتې، او په دې ډول به يې کښتيو ته خوندي لاره ښوده. د سند او پارس خليج له سيمې څخه د مختلفو ټاپو مهرونه پېژندل کېدای شي، په کومو چې د بېړۍ جوړولو د مختلفو طريقو اړوند د لويو بېړيو انځورونه کېندل شوي دي. د اکاد « Sargon» (شا اوخوا 2334–2284 مخزېږديز)، په خپله يوه مخطوطه کې ادعا کړې چې په ملوها، مګن او دلمون کې جوړې شوې بېړۍ په چټکۍ سره د اکاد په لنګرونو کې لنګر اچولو.[۱۳][۱۴]

سوداګريز او کلتوري تبادلې

سمول

د لرغونپوهنې ډېرې موندنې ښيي چې د افريقا او اسيا د ساحلونو په اوږدو کې سمندري سوداګري څو ميليونه کاله مخکې پيل شوې ده. د سند درې له خاورو جوړ لوښي او مهرونه د سند درې او بين النهرين تر منځ په سمندري لارو کې موندل شوي دي، لکه د عربو په وروستي سر، رأس الجينز کې.[۱۵][۱۶][۱۷]

بين النهرين ته د سند درې صادرات

سمول

د لونګو سرونه، د کوم په اړه چې باور کېږي اصلاً په سمندري سويل ختيځه اسيا «Moluccas » کې کېږي، په «Terqa» کې د دويمې مخزېږديزې زريزې په يوه سيمه کې موندل شوي دي. Ur ته د سند درې د صادراتو ثبوت تقريباً له 2350مخزېږديز څخه موندل شوی دی. ډېر شيان چې د سيپۍ له انواعو څخه جوړ شوي، د سند درې د ساحل ځانګړتيا ده، په ځانګړي ډول «Trubinella Pyrum» (د کونجکې سخته برخه يا پوستکی) او «Fasciolaria Trapezium» د بين النهرين په لرغونو سيمو کې موندل شوي دي چې تاريخ يې تر شا او خوا 2500-2000 مخزېږديز پورې رسېږي. د سند درې د سرو عقيقو مرۍ د Ur په قبرونو کې موندل شوې وې چې تاريخ يې تر 2600–2450 پورې رسېږي. په ځانګړي ډول، شونې ده چې د سرو عقيقو مرۍ چې په سپین رنګ ډول کيندنه پکې شوې وه، له سند درې څخه صادرې شوې وې، او د هړپا د اوسېدونکو له خوا جوړ شوي تيزابي نقاشۍ د طريقې سره سمې جوړې شوې وې. مصر په زياته اندازه لاجورد واردول، او د «نقادة دویم» پر مهال په ډېرو قبرونو کې کارول شوي دي (شا اوخوا 3200 مخزېږديز). شونې ده چې لاجورد په اصل کې په شمالي افغانستان کې پيدا شوې وي، ځکه له هغه وخته يې نورې سرچينې نه دي څرګندې، او بايد د ايراني اوارو سيمو له لارې لومړی بين النهرين او بيا مصر ته لېږدول شوې وای.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هړپا د رسم الخط لرونکې سند درې ګڼ مهرونه په بين النهرین، په ځانګړي ډول بابل او کيش کې موندل شوي دي. د « Naram-Sin» (شا او خوا 2250 مخزېږديز) له زمانې څخه، په اکادي استواني مهرونو ليدل کېدونکي د اوبو مېښې د سوداګرۍ په پايله کې له سند درې څخه بين النهرين ته واردې شوي دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د اکادي سترواکۍ په تاريخونو کې لرګي، سره عقيق او د فيل د غاښ يادونه ليدل کېږي، چې له ميلوها څخه د ميلوهي کښتيو په مټ واردېدل، عموماً ميلوها د سند درې لپاره د بين النهرين د خلکو له خوا ورکړل شوی نوم دی.[۳۳][۳۴]

د ميلوها کښتيو، د مګن کښتېو، د دلمون کښتيو، هغه د اکاد د بېړيو له لنګرځايونو سره وتړلې. د اکادي سرګون ډبرليک (شا اوخوا 2270-2215 مخزېږديز)[۳۵][۳۶]

د اکادي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، د «لګاش» واکمن «ګوډيا» له «ميلوها» څخه نيمه راڼه عقيق وارد کړي وو. ډېر ډبرليکونه همدا راز په بین النهرين کې د ميلوها د سوداګرو او ژباړونکو د شتون يادونه هم کوي. د اکادي او Ur III له سيمو څخه تقريباً شل مهرونه تر لاسه شوي دي، چې له هړپا سره اړيکه لري او ډېر ځله د هړپا نښې يا لیکنې استعمالوي.[۳۷]

سرچينې

سمول
  1. Stiebing, William H. (2016). Ancient Near Eastern History and Culture (in انګليسي). Routledge. p. 85. ISBN 9781315511160.
  2. Burton, James H.; Price, T. Douglas; Kenoyer, J. Mark (2013). "A new approach to tracking connections between the Indus Valley and Mesopotamia: initial results of strontium isotope analyses from Harappa and Ur". Journal of Archaeological Science (in انګليسي). 40 (5): 2286–2297. doi:10.1016/j.jas.2012.12.040. ISSN 0305-4403.
  3. "The wide distribution of lower Indus Valley seals and other artifacts from the Persian Gulf to Shortughaï in the Amu Darya/ Oxus River valley in Badakhshan (northeastern Afghanistan) demonstrates long-distance maritime and overland trade connections until ca. 1800 BCE." in Neelis, Jason (2011). Early Buddhist Transmission and Trade Networks: Mobility and Exchange within and beyond the Northwestern Borderlands of South Asia (in انګليسي). Brill. pp. 94–95. ISBN 9789004194588.
  4. Demand, Nancy H. (2011). The Mediterranean Context of Early Greek History (in انګليسي). John Wiley & Sons. pp. 71–72. ISBN 9781444342345.
  5. Rowlands, Michael J. (1987). Centre and Periphery in the Ancient World (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 37. ISBN 9780521251037.
  6. Tauger, Mark B. (2013). Agriculture in World History (in انګليسي). Routledge. p. 8. ISBN 978-1-136-94161-0.
  7. UNESCO World Heritage. 2004. ". Archaeological Site of Mehrgarh
  8. Possehl, Gregory L. (2002). The Indus Civilization: A Contemporary Perspective (in انګليسي). Rowman Altamira. pp. 23–28. ISBN 978-0-7591-0172-2.
  9. "It has been virtual archaeological dogma for decades that Braidwood's constellation of potentially domesticable plants... were first domesticated in the Near East... early in the Holocene (c. 8,000 to 10,000 years ago). (...) The usual story is that domestic plants and animals, and the techniques of food production, then somehow "diffused" to other parts of the Old World, including South Asia." in Possehl, Gregory L. (2002). The Indus Civilization: A Contemporary Perspective (in انګليسي). Rowman Altamira. p. 24. ISBN 978-0-7591-0172-2.
  10. Jean-Francois Jarrige Mehrgarh Neolithic Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine., Paper presented in the International Seminar on the "First Farmers in Global Perspective," Lucknow, India, 18–20 January 2006
  11. Reade, Julian E. (2008). The Indus-Mesopotamia relationship reconsidered (Gs Elisabeth During Caspers) (in انګليسي). Archaeopress. pp. 12–14. ISBN 978-1-4073-0312-3.
  12. McIntosh, Jane (2008). The Ancient Indus Valley: New Perspectives (in انګليسي). ABC-CLIO. p. 181. ISBN 9781576079072.
  13. Mathew, K. S. (2017). Shipbuilding, Navigation and the Portuguese in Pre-modern India (in انګليسي). Routledge. p. 32. ISBN 978-1-351-58833-1.
  14. Potts, Daniel T. (1997). Mesopotamian Civilization: The Material Foundations (in انګليسي). Cornell University Press. pp. 134–135. ISBN 978-0-8014-3339-9.
  15. Reade, Julian E. (2008). The Indus-Mesopotamia relationship reconsidered (Gs Elisabeth During Caspers) (in انګليسي). Archaeopress. pp. 14–17. ISBN 978-1-4073-0312-3.
  16. Drawings of Indus seals and inscriptions discovered in Ras al-Jinz, in Cleuziou, Serge; Gnoli, Gherardo; Robin, Christian Julien; Tosi, Maurizio (1994). "Cachets inscrits de la fin du IIIe millénaire av. notre ère à Ra's al-Junays, sultanat d'Oman (note d'information)". Comptes rendus des séances de l'Académie des Inscriptions et Belles-Lettres. 138 (2): 453–468. doi:10.3406/crai.1994.15376.
  17. Frenez, Dennys (January 2018). "The Indus Civilization Trade with the Oman Peninsula". In the Shadow of the Ancestors. The Prehistoric Foundations of the Early Arabian Civilization in Oman – Second Expanded Edition (Cleuziou S. & M. Tosi) (in انګليسي): 385–396.
  18. Reade, Julian E. (2008). The Indus-Mesopotamia relationship reconsidered (Gs Elisabeth During Caspers) (in انګليسي). Archaeopress. pp. 14–17. ISBN 978-1-4073-0312-3.
  19. Gensheimer, T. R. (1984). "The Role of shell in Mesopotamia : evidence for trade exchange with Oman and the Indus Valley". Paléorient. 10: 71–72. doi:10.3406/paleo.1984.4350.
  20. Burton, James H.; Price, T. Douglas; Kenoyer, J. Mark (2013). "A new approach to tracking connections between the Indus Valley and Mesopotamia: initial results of strontium isotope analyses from Harappa and Ur". Journal of Archaeological Science (in انګليسي). 40 (5): 2286–2297. doi:10.1016/j.jas.2012.12.040. ISSN 0305-4403.
  21. McIntosh, Jane (2008). The Ancient Indus Valley: New Perspectives (in انګليسي). ABC-CLIO. pp. 182–190. ISBN 9781576079072.
  22. For the etching technique, see MacKay, Ernest (1925). "Sumerian Connexions with Ancient India". The Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland (4): 699. JSTOR 25220818.
  23. British Museum notice: "Gold and carnelians beads. The two beads etched with patterns in white were probably imported from the Indus Valley. They were made by a technique developed by the Harappan civilization" Photograph of the necklace in question
  24. Guimet, Musée (2016). Les Cités oubliées de l'Indus: Archéologie du Pakistan (in فرانسوي). FeniXX réédition numérique. p. 355. ISBN 9782402052467.
  25. Demand, Nancy H. (2011). The Mediterranean Context of Early Greek History (in انګليسي). John Wiley & Sons. pp. 71–72. ISBN 9781444342345.
  26. Rowlands, Michael J. (1987). Centre and Periphery in the Ancient World (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 37. ISBN 9780521251037.
  27. For a full list of discoveries of Indus seals in Mesopotamia, see Reade, Julian (2013). Indian Ocean In Antiquity (in انګليسي). Routledge. pp. 148–152. ISBN 9781136155314.
  28. For another list of Mesopotamian finds of Indus seals: Possehl, Gregory L. (2002). The Indus Civilization: A Contemporary Perspective (in انګليسي). Rowman Altamira. p. 221. ISBN 9780759101722.
  29. "Indus stamp-seal found in Ur BM 122187". British Museum."Indus stamp-seal discovered in Ur BM 123208". British Museum."Indus stamp-seal discovered in Ur BM 120228". British Museum.
  30. Gadd, G. J. (1958). Seals of Ancient Indian style found at Ur.
  31. Podany, Amanda H. (2012). Brotherhood of Kings: How International Relations Shaped the Ancient Near East. Oxford University Press. p. 49. ISBN 978-0-19-971829-0.
  32. Joan Aruz; Ronald Wallenfels (2003). Art of the First Cities: The Third Millennium B.C. from the Mediterranean to the Indus. p. 246. ISBN 978-1-58839-043-1. Square-shaped Indus seals of fired steatite have been found at a few sites in Mesopotamia.
  33. McIntosh, Jane (2008). The Ancient Indus Valley: New Perspectives (in انګليسي). ABC-CLIO. pp. 182–190. ISBN 9781576079072.
  34. Burton, James H.; Price, T. Douglas; Kenoyer, J. Mark (2013). "A new approach to tracking connections between the Indus Valley and Mesopotamia: initial results of strontium isotope analyses from Harappa and Ur". Journal of Archaeological Science (in انګليسي). 40 (5): 2286–2297. doi:10.1016/j.jas.2012.12.040. ISSN 0305-4403.
  35. Ray, Himanshu Prabha (2003). The Archaeology of Seafaring in Ancient South Asia (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 85. ISBN 9780521011099.
  36. "The Indus Civilization and Dilmun, the Sumerian Paradise Land". www.penn.museum.
  37. McIntosh, Jane (2008). The Ancient Indus Valley: New Perspectives (in انګليسي). ABC-CLIO. pp. 182–190. ISBN 9781576079072.