د سمندر د سطحې لوړوالی

د مد او جزر اندازې ښيي چې په نړیواله کچه د سمندر د سطحې اوسنی لوړوالی د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شوی دی. د ۱۹۰۱ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د نړۍ په کچه په اوسط ډول د سمندر کچه له ۱۵ تر ۲۵ سانتي مترو (۶ تر ۱۰ اېنچو) پورې لوړه شوې ده. د سپوږمکۍ د رادار له اندازو څخه راټول شوي دقیق معلومات له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۷.۵ سانتي مترو (۳ اېنچو) چټک زیاتوالی ښيي چې په هره لسیزه کې یې اوسط کچه ۳.۱ سانتي متره (1+14  اېنچه) کېږي. د دغه سرعت دلیل هغه اقلیمي بدلونونه دي چې له امله یې سمندر ګرمېږي (او بالاخره پراخېږي) او په وچه کې پراته کنګلونه او طبیعي یخچالونه ویلې کوي. د ۱۹۹۳ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د اوبو د تودوخې ډېروالي د سمندر د سطحې په لوړېدو کې ۴۲ سلنه ونډه لرلې ده چې په دې کې د معتدلو طبیعي یخچالونو ویلې کېدل ۲۱ سلنه، ګرینلنډ ۱۵ سلنه او انترکتیکا ۸ سلنه برخه لري. د اقلیم ساینس پوهان وايي چې د ۲۱مې پېړۍ په اوږدو کې به دا کچه نوره هم چټکه شي، وروستۍ ارزونې ښيي چې د سمندر کچه هر کال ۳.۷ ملي متره لوړېږي.[۱][۲][۳][۴]

د اقلیمي سیستم پېچلتیا او د ځمکې د تودوخې بدلونونو ته د سمندر د سطحې په عکس العملونو کې د اوږدې مودې ځنډ په راتلونکي کې د سمندر د سطحې اټکلونه ستونزمن کړي دي. دا کابو یقیني خبره ده چې د سمندر د اوبو سطحه به مخ پورته روانه وي. د ګلخانه‌يي ګازونو د شدید انتشار کچې ته په کتو سره به د سمندر د سطحې لا ډېر لوړوالی له نسبتاً ښو پېژندل شویو پروسو څخه تر ۲۱۰۰ کال پورې له شاوخوا ۰.۳۸ مترو (۱ فوټ او ۳ اېنچو) څخه تر ۰.۷۷ مترو (۲ فوټ او ۶ اېنچو) پورې وي. لږ پېژندل شویو پروسو ته په پام او د ګازونو د خورا ډېر انتشار تر سناریو لاندې د شاوخوا ۲ مترو زیاتوالی له پامه نه شي غورځېدای. اټکل کېږي چې که د اوږدې مودې لپاره نړیواله تودوخه ۱.۵ سانتي ګراد ته محدوده شي، د سمندر د اوبو کچه ۲ تر ۳ مترو پورې لوړېږي او که چېرې ۲ سانتي ګراد شي، تر ۶ مترو پورې لوړېږي او که چېرې دا درجه ۵ سانتي ګراد شي، د اوبو کچه به تر ۱۹ او ۲۲ مترو پورې لوړه شي.[۵][۶]

د سمندر سطحه به د ځمکې په ټولو برخو کې په مساوي ډول لوړه نه شي. په ځايي لاملونو کې د ځمکې د جوړښت اغېزې او د ځمکې کېناستل، مد او جزر، سیندونه او توپان شامل دي. د سمندر د سطحې لوړوالی ښايي په ساحلي سیمو او ټاپوګانو کې پر انسانانو پام وړ اغېزې وکړي. د هوا په څو درجو تودوالي سره د زرګونو کلونو لپاره د پراخو ساحلي سېلابونو وړاندوېینه کېږي. نورې اغېزې یې د توپانونو لوړې او خطرناکې سونامي، د خلکو بې ځایه کېدل، د کرنیزو ځمکو له منځه تلل او په ښارونو کې زیانونه پېښېدل دي. د سمندري ایکوسیستمونو په څېر طبیعي چاپېریالونه هم اغېزمنېږي او د کبانو، مرغانو او نباتاتو استوګنځایونه له منځه ځي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ټولنې په درېیو بېلابېلو لارو د سمندر د سطحې له لوړېدو سره تطابق کولی شي چې مدیریت شوی شاتګ، د ساحلي بدلونونو مدیریت او یا هم د سمندر د سطحې لوړېدو پر وړاندې د ساختماني کارونو په مرسته ځان‌ساتنه په کې شاملېږي چې په سخت‌وزمه کارونو کې د سمندر غاړې دېوالونه جوړول او په نرم‌وزمه کارونو کې د سمندر پر غاړه شګلنې غونډۍ جوړول او ساحل ته رېګ او شګې اضافه کول یادولی شو. کله ناکله د تطابق دا ستراتیژۍ په ګډه مخته ځي، خو په نورو وختونو کې باید د بېلابېلو ستراتیژیو له منځه یوه انتخاب شي. د ډوبېدو له خطر سره د مخ ښارونو په څېر انساني چاپېریالونه ښايي د سمندري سطحې له لوړېدو سره د تطابق په مورد کې له نورو چاپېریالي موضوعاتو لکه د ځمکې له ښکته کېناستو سره تړاو ولري. طبیعي ایکوسیستمونه په عمومي ډول په وچه کې په حرکت سره د سمندر د سطحې له لوړېدو سره تطابق کوي؛ ښايي د طبیعي یا مصنوعي خنډونو له امله تل دا کار ونه شي کولی.[۱۳][۱۴]

لاملونه سمول

د تودوخې درې ستر لاملونه چې په نړیواله کچه د سمندرونو سطحه لوړوي د سمندرونو پراخېدل، د واورې د ورښت په پرتله په چټکۍ سره د کنګلونو له منځه تلل او په لوړو ارتفاعونو کې د طبیعي کنګلونو ویلې کېدل دي. د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې د سمندر سطحه د طبیعي یخچالونو د شاتګ او د سمندر د پراخېدو له امله لوړه شوې ده، خو داسې ویل کېږي چې د دوو لویو کنګلونو (ګرینلینډ او انترکتیکا) ونډه به په ۲۱مه پېړۍ کې زیاته شي. کنګلیزې تختې د وچې ډېری کنګل (۹۹.۵ سلنه) د ګرینلډ لپاره زېرمه کوي چې د سمندر د سطحې له ۷.۴ مترو (۲۴ فوټ او ۳ اېنچو) سره برابر دی او ۵۸.۳ متره (۱۹۱ فوټ او ۳ اېنچه) د انترکتیا لپاره زېرمه کوي.[۱۵][۱۶]

هر کال په انترکتیکا او ګرینلنډ کې پر کنګلونو شاوخوا ۸ ملي متره (۵/۱۶ اېنچه) ورښت کېږي چې ډېری یې واوره ده او د وخت په تېرېدو سره کلنګلونه جوړوي. دا ورښت ډېری د سمندر له سطحې څخه د اوبو د بخار کېدو له امله پیلېږي. یوه اندازه واوره د باد یا د ویلې کېدو له لارې له کنګلونو څخه (په مستقیم ډول له مایع کېدو پرته) پر بخار بدلېږي. پاتې واوره ورو ورو پر یخ بدلېږي. دا یخونه ښايي کنګلیزو تختو ته لاړ شي او هلته په ویلې کېدو سره د لویو کنګلونو په بڼه بېرته سمندر ته ولوېږي. که ورښت د سطحې پروسې او په یوه او بله څنډه کې د یخ له منځه تلل سره متعادل وساتي، د سمندر سطحه یو ډول پاتې کېږي. ساینس پوهانو موندلې چې یخونه په چټکۍ سره د له منځه تلو په حال کې دي.[۱۷][۱۸]

اغېزې سمول

د سمندر د سطحې اوسنی او راتلونکی لوړوالی ځینې اغېزې لري چې په ځانګړي ډول ساحلي سیستمونو ته متوجه دي. په دا ډول اغېزو کې لوړ او تکراري سېلابونه او د اوبو پورته کېدل، د ساحلي تخریب ډېروالی، د لومړني تولید د پروسو مخنیوی، پراخ ساحلي سېلابونه، د سطحې اوبو په کیفیت او د ځمک‌لاندې اوبو په خصوصیاتو کې بدلون د بېلګې په توګه یادولی شو. اټکل کېږي چې دا اغېزې د مالونو او ساحلي استوګنځایونو د له منځه تلو، د سېلاب د خطر د ډېرېدو، د غیر پولي کلتوري سرچینو او ارزښتونو د له منځه تلو، د خاورې او اوبو د کیفیت د کمښت له لارې د کرنې او مالدارۍ د اغېزو او د سیاحت، تفرېح او ترانسپورت د له منځه تلو لامل کېږي. ډېری دا اغېزې مضرې دي. د ساحلي چاپېریالونو ډېر بېلابېلوالي، د سمندر په سطحه کې سیمه‌ييزو او ځايي توپیرونو، اټکل شویو اقلیمي بدلونونو او د ایکوسیستمونو او هېوادونو د تطابق په وړتیا کې توپیرونو ته په کتو سره به یې له زماني او مکاني نظره اغېزې ډېرې بېلابېلې وي. په افریقا، اسیا او کوچنیو ټاپو وزمه هېوادونو کې د سیندونو ډېلټاګانې د سمندري سطحې د لوړېدو په مقابل کې زیان منونکې دي.[۱۹][۲۰]

د سمندر د سطحې پر لوړېدو سربېره اقلیمي بدلونونه پر جمعیتونو خورا ډېرې اغېزې کولی شي. په دې کې د بېلګې په توګه د مرجانونو په څېر ساحلي ایکوسیستمونه له منځه ځي چې لامل یې د سمندرونو ګرمېدل او د اقلیمي بدلونونو له امله د شدیدو ورښتونو ډېرېدل دي. د ساحلي سېلابونو اغېزې د ځمکې په کارولو کې له بدلونونو سره لا ډېرېږي چې ښاري کېدل او د کم ارتفاع ساحلي سیمو ځنګلونه وهل د بېلګې په توګه یادولی شو. هغه سیمې چې مخکې له مخکې د سمندري سطحې د لوړېدو له امله زیانمنې دي، له هغو ساحلي سېلابونو سره مخ کېږي چې ځمکې وینځي او منظرې بدلوي. د دغو سیمو خلک د اقلیمي بدلون د ډول ډول اغېزو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن توپانونه هم د ساحلي سېلابونو د ډېرېدو لامل کېږي. کوم سېلابونه چې سیمې، ښارونه یا هېوادونه زیانمنوي، مخنیوی یې د اړوند زیانمن شوي هېواد په هڅو پورې تړاو لري. که هڅې ونه‌شي، دا ساحلي سیمې ښايي په دوامدار ډول ویجاړې شي او په دې توګه پر یوه هېواد کلکې اغېزې وکړي.[۲۱]

که ګلخانه‌يي ګازونه کم نه‌شي نو د پېړۍ په وروستیو لسیزو کې به په نړیواله کچه لسګونه میلیونه خلک له خطر سره مخامخ شي. ډېری ساحلي سیمې د نفوس ډېره وده لري چې په پایله کې د سمندري سطحې د لوړېدو له خطر سره مخ کېږي. د سمندرونو لوړوالی مستقیم او غیر مستقیم خطرونه رامنځته کوي. په مستقیم خطر کې غیر خوندي کورونه شاملېږي چې ښايي له سېل سره مخ شي. په غیر مستقیم خطر کې شدید توپانونه، سونامي او د اوبو څپې شاملې دي. د اسیا لویې وچې ډېره برخه نفوس د سمندري سطحې د لوړېدو له خطر سره مخ دی چې په دې کې بنګله دېش، چین، هند، اندونیزیا او ویتنام راځي. د بې ځایه کېدو اغېزې تر ډېره په دې پورې اړه لري چې دولتونه به د ډېرېدونکي سمندر پر وړاندې په دفاع کولو کې څومره بریالي وي. د افریقايي هېوادونو او ټاپو وزمو په څېر بې‌وزلو هېوادونو ته اندېښنې موجودې دي.[۲۲][۲۳]

په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې ومونده چې د ۲۱مې پېړۍ په اوږدو کې د سمندري سطحې د لوړېدو له خطر سره د مخ خلکو شمېر تر هغه درې برابره لوړ دی چې مخکې فکر کېده. تر ۲۰۵۰ کال پورې به ۱۵۰ میلیونه کسان د جزر او مد پر مهال د اوبو تر کرښه لاندې وي او په ځينو سیمو کې به ۳۰۰ میلیونه کسان هر کال له سېلابونو سره مخ وي. تر ۲۱۰۰ کال پورې دا شمېرې چې د انتشار په سناریو پورې اړه لري، په چټکۍ سره توپیر لري. د ګازونو د لږ انتشار په سناریو کې به ۱۴۰ میلیونه کسان د لوړ جزر او مد پر مهال تر اوبو لاندې وي او ۲۸۰ میلیونه به هر کال له سېلابونو سره مخ وي. د ګاز د لوړ انتشار په سناریو کې شمېرې په ترتیب سره ۵۴۰ میلیونو او ۶۴۰ میلیونو ته رسېږي. اویا سلنه یې له اتو اسیايي هېوادونو څخه دي چې چین، بنګله دېش، هند، اندونیزیا، تایلینډ، ویتنام، جاپان او فیلیپین په کې راځي.[۲۴][۲۵]

د ۲۰۲۰ کال د ۳۳ خپرونو یا نشریو بیاکتنو وښوده چې د سمندري سطحې د لوړېدو له امله ډېری نړیوال اټکلونه د لسګونو یا سلګونو میلیونو خلکو لپاره دي چې په بېلابېلو وختونو او سناریوګانو کې له ساحلي سېلابونو سره مخ دي".[۲۶]

سرچينې سمول

  1. IPCC (2021). "Summary for Policymakers" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. A.1.7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. WCRP Global Sea Level Budget Group (2018). "Global sea-level budget 1993–present". Earth System Science Data. 10 (3): 1551–1590. Bibcode:2018ESSD...10.1551W. doi:10.5194/essd-10-1551-2018. This corresponds to a mean sea-level rise of about 7.5 cm over the whole altimetry period. More importantly, the GMSL curve shows a net acceleration, estimated to be at 0.08mm/yr2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mengel, Matthias; Levermann, Anders; Frieler, Katja; Robinson, Alexander; Marzeion, Ben; Winkelmann, Ricarda (8 March 2016). "Future sea level rise constrained by observations and long-term commitment". Proceedings of the National Academy of Sciences. 113 (10): 2597–2602. Bibcode:2016PNAS..113.2597M. doi:10.1073/pnas.1500515113. PMC 4791025. PMID 26903648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fox-Kemper, Baylor; Hewitt, Helene T.; Xiao, Cunde; et al. (2021). "Chapter 9: Ocean, Cryosphere, and Sea Level Change" (PDF). Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate. Cambridge University Press. Executive Summary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. :SPM-28Masson-Delmotte, Valérie; Zhai, Panmao; Pirani, Anna; Connors, Sarah L.; Péan, Clotilde; Berger, Sophie; Caud, Nada; Chen, Yang; Goldfarb, Leah; Gomis, Melissa I.; Huang, Mengtian; Leitzell, Katherine; Lonnoy, Elisabeth; Matthews, J. B. Robin; Maycock, Tom K.; Waterfield, Tim; Yelekçi, Ozge; Yu, Rong; Zhou, Baiquan, المحررون (2021-08-09). "Summary for Policymakers". Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). IPCC / Cambridge University Press. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "2022 Sea Level Rise Technical Report". oceanservice.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bindoff, N.L.; Willebrand, J.; Artale, V.; Cazenave, A.; Gregory, J.; Gulev, S.; Hanawa, K.; Le Quéré, C.; Levitus, S.; Nojiri, Y.; Shum, C.K.; Talley L.D.; Unnikrishnan, A. (2007), "Section 5.5.1: Introductory Remarks", in IPCC AR4 WG1 (المحرر), Chapter 5: Observations: Ocean Climate Change and Sea Level, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-88009-1, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. National Academies of Sciences, Engineering, and Medicine (2011). "Synopsis". Climate Stabilization Targets: Emissions, Concentrations, and Impacts over Decades to Millennia. Washington, DC: The National Academies Press. د کتاب پاڼې 5. doi:10.17226/12877. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-15176-4. Box SYN-1: Sustained warming could lead to severe impacts الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite report
  10. "Sea level to increase risk of deadly tsunamis". UPI. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 3 November 2017 باندې). The three-degree world: cities that will be drowned by global warming. The Guardian.
  12. "Sea Level Rise". National Geographic. January 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Thomsen, Dana C.; Smith, Timothy F.; Keys, Noni (2012). "Adaptation or Manipulation? Unpacking Climate Change Response Strategies". Ecology and Society. 17 (3). doi:10.5751/es-04953-170320. JSTOR 26269087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Sea level rise poses a major threat to coastal ecosystems and the biota they support". birdlife.org. Birdlife International. 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mengel, Matthias; Levermann, Anders; Frieler, Katja; Robinson, Alexander; Marzeion, Ben; Winkelmann, Ricarda (8 March 2016). "Future sea level rise constrained by observations and long-term commitment". Proceedings of the National Academy of Sciences. 113 (10): 2597–2602. Bibcode:2016PNAS..113.2597M. doi:10.1073/pnas.1500515113. PMC 4791025. PMID 26903648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. WCRP Global Sea Level Budget Group (2018). "Global sea-level budget 1993–present". Earth System Science Data. 10 (3): 1551–1590. Bibcode:2018ESSD...10.1551W. doi:10.5194/essd-10-1551-2018. This corresponds to a mean sea-level rise of about 7.5 cm over the whole altimetry period. More importantly, the GMSL curve shows a net acceleration, estimated to be at 0.08mm/yr2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lewis, Tanya (23 September 2013). "Sea level rise overflowing estimates". Science News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rignot, Eric; Mouginot, Jérémie; Scheuchl, Bernd; van den Broeke, Michiel; van Wessem, Melchior J.; Morlighem, Mathieu (22 January 2019). "Four decades of Antarctic Ice Sheet mass balance from 1979–2017". Proceedings of the National Academy of Sciences. 116 (4): 1095–1103. Bibcode:2019PNAS..116.1095R. doi:10.1073/pnas.1812883116. PMC 6347714. PMID 30642972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite report
  20. کينډۍ:Cite report
  21. Wu, Tao (October 2021). "Quantifying coastal flood vulnerability for climate adaptation policy using principal component analysis". Ecological Indicators (په انګلیسي ژبه کي). 129: 108006. doi:10.1016/j.ecolind.2021.108006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nicholls, Robert J.; Marinova, Natasha; Lowe, Jason A.; Brown, Sally; Vellinga, Pier; Gusmão, Diogo de; Hinkel, Jochen; Tol, Richard S. J. (2011). "Sea-level rise and its possible impacts given a 'beyond 4°C world' in the twenty-first century". Philosophical Transactions of the Royal Society of London A: Mathematical, Physical and Engineering Sciences. 369 (1934): 161–181. Bibcode:2011RSPTA.369..161N. doi:10.1098/rsta.2010.0291. ISSN 1364-503X. PMID 21115518. S2CID 8238425. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McLeman, Robert (2018). "Migration and displacement risks due to mean sea-level rise". Bulletin of the Atomic Scientists. 74 (3): 148–154. Bibcode:2018BuAtS..74c.148M. doi:10.1080/00963402.2018.1461951. ISSN 0096-3402. S2CID 150179939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kulp, Scott A.; Strauss, Benjamin H. (29 October 2019). "New elevation data triple estimates of global vulnerability to sea-level rise and coastal flooding". Nature Communications. 10 (1): 4844. Bibcode:2019NatCo..10.4844K. doi:10.1038/s41467-019-12808-z. PMC 6820795. PMID 31664024. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په October 30, 2019 باندې). 300 Million People Worldwide Could Suffer Yearly Flooding by 2050.
  26. McMichael, Celia; Dasgupta, Shouro; Ayeb-Karlsson, Sonja; Kelman, Ilan (2020-11-27). "A review of estimating population exposure to sea-level rise and the relevance for migration". Environmental Research Letters. 15 (12): 123005. Bibcode:2020ERL....15l3005M. doi:10.1088/1748-9326/abb398. ISSN 1748-9326. PMC 8208600 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34149864 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)