د سقوط عملیات

کله چې دویمه نړیواله جګړه په ختمېدو وه، نو د عملیاتو سقوط د جاپانيانو پر کورنیو جزیرو د متحدینو د حملې پلان و. پلان شوي عملیات هغه وخت رد شول، چې کله جاپان د هیروشیما او ناګاساکي له اتومي بریدونو، د شوروي اتحاد د جګړې له اعلان او پر منچوریا له حملې وروسته وسله کېښوده. عملیاتو دوه برخې لرلې، چې یو یې اولمپیک عملیات او بل یې کورونېټ عملیات نومېدل. د ۱۹۴۵ ز کال په نومبر کې د شروع کېدونکو اولمپیک عملیاتو موخه دا وه، چې د جنوبي جاپاني جزیرې کیوشو پر جنوبي درېیمه برخه قبضه وکړي، چې تازه نیول شوې وه، د اوکیناوا جزیره به د نمایشي سیمې په توګه وکارېږي. د ۱۹۴۶ ز کال په لومړیو کې به د کورونېټ عملیات ترسره شي، چې د جاپان پر مرکزي جزیرې هونشو باندې ټوکیو ته نږدې د کانټو پر میدان پلان شوی برید و. په اولمپیک عملیاتو کې د کېیوشو نیول شوې هوايي اډې ته به د کورونیټ عملیاتو لپاره د ځمکې پر اساس د فضايي مرستې اجازه ورکړل شي. که سقوط واقع شوی وای، نو دا به د تاریخ تر ټولو لوی دوه اړخ لرونکي عملیات وو.[۱][۲]

د جاپان جغرافیې د دې حملې پلان جاپانیانو ته هم واضح کړی و. هغوی دا وړتیا لرله چې د متحدینو د حملو پلانونه په سمه توګه اټکل کړي او په دې توګه یې د هغو پر اساس خپل دفاعي پلانونه او د کیټسوګو عملیات تنظیم کړل. جاپانیانو د کیوشو بشپړ دفاعي پلان جوړ کړ، چې د راتلونکو ټولو دفاعي عملیاتو لپاره کم پاتې و. په پراخه توګه د تلفاتو وړاندوینې مختلفې وې؛ خو ډېرې زیاتې وې. دا په هغې درجې پورې اړوند دی، چې جاپانیانو به د برید خلاف تر کومه حده مزاحمت کړی وي، که پر دې انحصار وشي، نو د متحدینو د تلفاتو اټکل به تر میلیونونو ورسېږي. [۳]

پلان جوړونه

سمول

د عملیاتو د سقوط د پلان جوړونې مسؤلیت د امریکايي قوماندانانو فلېټ ایډمرل چیسټر نیمټز، د پوځ جنرال ډګلس میک ارتر او د کارمندانو د رییس په لاس کې و. (وروستی کس د امریکايي پوځ د هوايي ځواک قومندان دی). [۴]

دا وخت د اتوم بم پرمختګ یو پټ راز و ( د هغه وخت مرستیال ولسمشر هیري ټرومین ته هم د هغه د شتون معلومات نه وو، کله چې ولسمشر شو، نو معلومات ورته وشول)، له مین هټن پروژې نه بهر یوازې څو لوړپوړو چارواکو ته معلومه وه او پر لومړني جاپان د برید پلان نیونې د دې شتون په پام کې نه و نیولی. یو ځل چې کله اتوم بم ترلاسه شو، نو جنرال مارشال تصور وکړ، چې که په خپل وخت په کافي شمېر چمتو کړای شي، نو دا به د حملې د ملاتړ لپاره وکارول شي

د بحرالکاهل جګړه د یوه متحد قوماندان (سي ـ این ـ سي) تر لاس لاندې نه وه. متحد قوماندان پر سیمو وېشل شوی و: تر ۱۹۴۵ ز کال پورې، د بېلګې په ډول چیسټر نیمټز د سي این سي بحرالکاهل اوقیانوس متحد و، په داسې حال کې چې ډګلس میک ارتر د جنوب لوېدیځ بحرالکاهل سیمې د محکمې متحد قوماندان او ایډمرل لویس ماونټ بیټن د جنول ختیځې اسیا د محکمې متحد قوماندان و. پر جاپان د حملې لپاره یو متحد قوماندان اړین بلل کېده. ددې کس په ټاکلو کې داخلي دښمني ( د امریکا بحري ځواکونو نمټز غوښته؛ خو د متحدو ریاستونو پوځ میک ارتر غوښته) دومره درنه وه، چې پلان یې تهدیداوه، څو له خپل لوري نه واوړي. بلاخره سمندري ځواکونو په جزي توګه ومنله او که د حالاتو غوښتنه وه، نو میک ارتر ته به د ټولو پوځونو بشپړ واک وسپارل شي. [۵]

پلان جوړوونکي چې له کومو اساسي خبرو سره مخ شول، هغه وخت او ځاني تاوانونه وو. هغوی جاپان څنګه ژر تر ژره وسلې کېښودلو ته مجبورولی شو، چې په هغه کې متحدینو کم تلفات لرل. له ۱۹۴۳ ز کال نه مخکې په کیوبیک کنفرانس کې د کاناډا-انګلستان-امریکا یوه ګډ پلان جوړوونکي ټیم پلان چمتو کړ، چې «د جاپان د ماتې لپاره تعریف او پلان نیونه» نومېده، په دې کې تر ۱۹۴۷ـ۴۸ کلونو پورې پر جاپاني جزیرو د حملو غوښتنه نه وه شوې. د امریکايي مشر نظر دا و، چې تر دې بریده د جګړې اوږدول د ملي حوصلې لپاره خطرناک دی. له دې امله یې د کیوبیک کنفرانس پر ځای د ګډو کارکوونکو مشر پر دې خبره ټینګار وکړ، چې د المان له تسلیمولو یو کال وروسته باید جاپان دې ته اړ شي چې وسله پر ځمکه کېږدي. [۶][۷][۸][۹]

د متحدو ریاستونو سمندري ځواکونو د جاپان د تسلیمولو لپاره پر بندیزونو او د فضايي ځواک پر کارولو ټینګار وکړ. په نږدې شانګهای، چین او کوریا کې یې د هوايي اډې د نیولو لپاره د عملیاتو وړاندیز وکړ، چې د متحدو ریاستونو هوايي ځواکونو ته به د مخته تلونکو هوايي اډو یوه لړۍ په لاس ورشي او له هغه ځایه به پر جاپان بمونه وغورځول شي. له بلې خوا پوځ دلیل وړاندې کړ، چې دا ډول پلان «جګړه تر نامعلوم وخت پورې غزولی شي» او له اړتیا پرته خلک وژلی شي، له دې امله حمله اړینه وه. هغوی د سمندري ځواکونو له وړاندیز کړو ضمني چارو پرته د جاپان خلاف په مستقیمه توګه د لویې حملې ملاتړ وکړ، بلاخره د پوځ نظر بریالی شو.[۱۰][۱۱]

فرضیې

سمول

دا چې د جاپان جغرافیه معلومه وه، امریکايي پوځي پلان جوړوونکو د دفاعي ځواکونو اندازه معلوموله، چې له چا سره به مخ کېږي. د ۱۹۴۵ ز کال په لومړیو کې د لاسرسي وړ استخباراتو پر اساس فرضیې په لاندې ډول وې:[۱۲]

  • په هغې سیمه کې د دې کار مخالفت به نه یوازې د واکمنۍ منظم پوځي ځواکونه کوي، بلکې مخالف اوسېدونکي به یې هم کوي.
  • د اولمپک عملیاتو په پیل کې کابو درې مخالف وېشونه په جنوبي کیوشو کې او یو اضافي درې ګونی وېش به په شمالي کیوشو کې ختم کړل شي.
  • د کیوشو عملیاتو مخالفت کوونکي ټول دښمن ځواکونه به له اتو (۸) تر لسو (۱۰) وېشونو ډېر نه وي او دا کچه به په چټکۍ ترلاسه شي.
  • دا به تقریباً یوویشت (۲۱) مخالف وېشونه وي، چې د ډپو وېش به هم پکې شامل وي او د «کورونېټ» په پیل کې به په هونشو کې وي او د دې وېشونو له ډلې یې څوارلس (۱۴) په کنټو پلین سیمه کې کار کولای شي.
    • دا چې دښمن به زموږ له بې اغېزې حملو نه د ژغورنې لپاره خپل ځمکني او هوايي پوځونه اسیایي سیمې ته واپس کړي، په داسې حالاتو کې به هغوی د یوه سخت اقتصاد په کارولو سره په دې سیمه کې له ۲۰۰۰ نه تر ۲۵۰۰ الوتکو پورې راجمع کولای شي او دا چې دا ځواک د وطني برخو په وسیله چلېږي او د کیوشو د کوزېدو پر خلاف کار کولای شي.

کيمیاوي وسلې

سمول

« د جاپان له یوه پای نه تر بل پورې یوه اوکېناوا» وېرې متحدین د کیمیاوې جګړې په شمول دې ته وهڅول چې پر نادودیزو وسلو هم غور وکړي. د جاپان د نفوسو او خوراکي توکو پر خلاف په پراخه کچه د کیمیاوي جګړې پلان نیول شوی و او په ماریاناس کې کیمیاوي وسلې زېرمه شوې وې. جاپان د هوا د اټکل وړ رول په شمول د څو لاملونو له وجې په ځانګړې توګه د ګازو د حملې ښکار و. له نیمګړو هوا لرونکو غارونو نه د جګړې لپاره د ګازو حملې د جاپانیانو لېوالتیا هم بې اغېزې کولای شي.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په داسې حال کې چې د ګازو بارود په ډېره کچه چمتو شوي وو او پلانونه جوړ شوي وو، د دې خبرې امکان نه و، چې دا به کارول شوي وي. د رچرډ بي فرینک وینا ده، چې د ۱۹۴۵ ز کال په جون کې چې کله دا وړاندیز تر ټرومین پورې ورسېده، نو د کارکوونکو پر خلاف یې د کیمیاوي وسلو کارول وېټو کړل او کارول یې تر غور لاندې ونیول شول. د ایډورډ جې ډریا پر اساس په لویه کچه د کیمیاوي وسلو ستراتیژیک کارول هیڅ امریکايي رهبر په دقت مطالعه یا وړاندیز کړي نه وو، بلکې د جاپاني مزاحمت د جېبونو خلاف بې د کیمیاوي وسلو د پلان جوړونې په کارولو بحث وکړ.   [۱۷]

سرچينې,

سمول
  1. Giangreco (2009) pg. xvi
  2. "Chapter 13: "DOWNFALL"- The Plan for the Invasion of Japan". history.army.mil. بياځلي په 2021-07-27.
  3. Frank، م. 340.
  4. Skates، م. 18.
  5. Skates، مم. 55–57.
  6. One Hundred Years of Sea Power: The U.S. Navy, 1890–1990 By George W. Baer p. 240
  7. Defeating Japan: The Joint Chiefs of Staff and Strategy in the Pacific War By Charles F. Brower p. 59
  8. Spector، مم. 276–77.
  9. Skates، م. 37.
  10. Skates، مم. 53–54.
  11. Skates، مم. 44–50.
  12. Sutherland، م. 2.
  13. Burnham, Alexander (July 1, 1995). "Okinawa, Harry Truman, and the Atomic Bomb". A National Journal of Literature & Discussion. Vol. 71, no. #3. VQR. بياځلي په March 17, 2017.
  14. Rogers, Paul (4 August 2005). "By any means necessary: the United States and Japan". openDemocracy. بياځلي په 17 July 2018.
  15. Walsh, Liam (December 7, 2011). "World War II plan to poison Japanese crops revealed". the Courier-Mail. Australia. بياځلي په October 10, 2015.[مړه لينکونه]
  16. "Victory in the Pacific Online Forum". PBS. PBS. 6 May 2005. بياځلي په 21 October 2016.
  17. Skates، م. 84.