د سقط تاريخچه

د امېندوارۍ ختمول( د جنين له منځه وړل) له ډېرو پخوانيو زمانو راهيسې پېژندل شوی. د جنين د له منځه وړلو ( سقط ) لپاره بېلابېل مېتودونه کارول شوي دي، چې له دې ډلې د سقط‌ کوونکو بوټو، تېرو وسايلو کارول، پر خېټه فشار او ځينې نور تکنیکونه يادولی شو.

د جنين د سقط قوانين او پلي کېدل يې په بېلابېلو پړاوونو کې د نوسان په حال کې وو، د يووېشتمې پېړۍ په اوږدو کې په ډېری لویديځو هېوادونو کې د سقط د حقونو غورځنګونه، پر سقط د بنديز دلغوه کولو په برخه کې بريالي وو. په داسې حال کې چې په ډېری لویديځو هېوادونو کې سقط قانوني دی او دا قانون په مرتب ډول د سقط د مخالفو ډلو له ګواښ سره مخامخ شوی.

پخوانۍ دوره سمول

د هند ويديک او سمرټي قوانينو د درېيو کاسټونو (په هندوستان کې ارثي مذهبي فرقې: هغه نظام چې خلك په كې دشتمني، نسب او ټولنیز درېځ پر بنسټ وېشل شوي وي.) څخه پورته نارينه نطفې د ساتلو په اړه اندېښنه راپورته کړې وه او مذهبي محکمو د ښځو لپاره بېلابېلې سزاګانې ټاکلې وې. هغو کشيشانو چې د سقط عمل يې تر سره کاوه، تکفير کېدل. په رامايانه حماسه (د هند تر ټولو لرغونی حماسي اثر) کې راغلي دي چې، په هغه وخت کې سقط جراحانو او سينګاروونکو (ډم او نايي ) کاوه. يوازينۍ نښانه چې ښيي، په پخوانيو قوانينو کې د جنين د سقط په سبب د اعدام سزا ورکول کېده، د اشورا قانون دی، چې تر ميلاد وړاندې په ۱۰۷۵کال کې  اشورا ليکلی او دا يوازې د هغو ښځو لپاره د پلي کېدو وړ و چې، د خاوند له خوښې پرته يې خپل جنين سقط کاوه. د لومړني جبري سقط ثبت شوي شواهد تر ميلاد وړاندې په ۱۵۵۰ کال کې د مصريانو له اېبرېس پاپيروس (د لرغوني مصر ترټولو مهم او لرغونی طبي پاپيروس) څخه تر لاسه شوي دي.     [۱][۲][۳][۴]

په لومړنيو کلتورونو کې ډېری کارول شوي څېړندودونه(مېتودونه )جراحي نه وو. بدني فعاليتونه، لکه: درانده کارونه، غرونو ته ختل، پارو وهل (د بېړۍ پارو) او لامبو تر ټولو عام تکنیکونه وو. نور تکنیکونه يې د پاروونکو پاڼو کارول، روژه نيول، وينه ایستل [حجامت]، پرخېټه د ګرمو اوبو اچول او د کوپرې(ناريال) پر ګرم شوي پوستکي پرېوتل(څملاستل) وو. نږدې په ټولو کلتورونو کې د سقط تکنیکونو د کتنې، د زیږون له لاروچارو سره  توافق او ترانس کلچرېشن (د بېلابېلو فرهنګونو ادغام او همپالنې) له لارې وده کړې ده. بېټرۍ (د نا قانوني فزيکي اړیکو(تماس) جنايي جرم)، ورزش او د کمربند کلک تړل د سقط لپاره فزيکي وسايل وو چې، د کمربند کلک تړل د مډرنې دورې په پای کې انګرېزمېرمنو کاراوه. [۵][۶][۷]

د لرغون‌ پېژندنې اړوند موندنې، د جنين اېستلو لپاره هڅې لومړني جراحي پرمختګونه ښيي. که څه هم دا ډول لاروچارو ته په لرغونو طبي متنونو کې لږ پاملرنه شوې او ډېر عام نه وو.  [۸]

د اتمې پېړۍ يو سانسکرېټي متن، هغو ښځو ته چې سقط ته ميل لري، داسې لارښوونه کوي چې د بخار يا سور کړي پياز پر يو لوښي کېني. خېټې ته د مساج ورکولو تکنیک له پېړيو راهيسې په سوېلي اسيا کې پر بلارب نس د فشار اچولو له لارې د سقط لپاره کارول کېږي. په کمبوديا کې د انګکورا واټ معبد چې تر ميلاد وړاندې په ۱۱۵۰ کال کې جوړ شوی، يوه مجسمه داسې ډيزاين شوې ده چې، يوه ښځه په ياده طريقه د خپل جنين د سقط په حال کې هدیرې ته لېږل شوې ده. [۹][۱۰]

جاپاني سندونه، د جنين د جبري سقط ريکارډ د دولسمې پېړۍ په لومړيو کې ښيي. د اېډو دور (له ۱۶۰۳ څخه تر ۱۸۶۸ پورې د جاپان د تاريخ برخه) په لړ کې د بزګرې طبقې ترمنځ ډېر عام و چې قحطۍ او پرله پسې مالياتو  زيانمنول. د بوډيساتوا جيزو مجسمې چې د سقط، اولاد لرې کولو، مړه‌زیږون او يا په جنيني پړاو کې د مړينې په ياد جوړې شوې وې، لږترلږه په ۱۷۱۰ کال کې د يوکوهاما په معبد کې څرګندې شوې (مذهب او د جنين سقط وګورئ).[۱۱][۱۲]

د نیوزلنډ په مستعمره کې د مايوري ځايي ښځو به، د پاروونکو درملو، تشريفاتي ميتودونو او کمربند له تړلو سره خپله امېندواري ختموله. د يوې سرچینې د ادعا پر بنسټ:  د مايوري خلکو به د مارکوتو (په نيوزلنډۍ ژبه کې سحر او جادو ته ويل کېږي) له وېرې خپل جنين نه سقط کاوه، بلکې د مصنوعي القاح او له وخت څخه مخکې زېږون په سبب يې سقط کاوه. [۱۳][۱۴]

د روم يوناني نړۍ سمول

ديونان او روم په تاريخ کې ډېری هغه برخې او لارې چارې چې د سقط په اړه پېژندل شوې دي، له لومړنيو کلاسيکو متنونو څخه دي. سقط يو ګيناکولوژيک (د امېندوارۍ او زېږون اړوندې څېړنې) عمل دی، په لومړيو کې له هغو ښځو سره تړلی و چې يا قابلې او يا هم دعادي پوهې ښځې وې. اپلاتون په خپل تيېياتيتوس (د اثر نوم) کې په لومړيو پړاوونو کې د جنين د سقط په باب د يوې قابلې وړتيا ته اشاره کوي. ناشوني برېښي چې، په يونان کې به د سقط په سبب چاته سزاورکړل شوې وي. په هر حال، يوه ټوټه چې شاعر ليسياس ته منسوبېږي، ښيي چې په اتن (د يونان پلازمېنه) کې سقط د خاوند د خوښې خلاف جرم و، ځکه که چېرې هغه مړ وی او مېرمنه يې امېندواره وی، د هغه نه زیږېدلي ماشوم د مال د غوښتنې ادعا کولی شي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لرغونی يونان، د سېلفيوم (د دوديزو طبی بوټي نوم) پر بوټي متکي و، چې د امېندوارۍ د پای ته رسولو او سقط لپاره کارېده. ياد بوټی د سېرين (د روم د تر ټولو لرغونو پنځو ښارونو څخه و چې اوس‌مهال د ليبيا هېواد دی) له عمده صادراتو څخه و چې مخ په ورکېدو روان و، خو ويل کېږي چې د اپي يېسې (د دوديزو دارو درمل بوټو د کورنۍ نوم) په کورنۍ کې شته نور درمل‌بوټي، چې د دوی له کورنۍ سره نږدې اړيکې لري، سقط کوونکي ځانګړتیاوې لري. د سېلفيوم بوټی د سېرين په اقتصاد کې دومره مهم و چې، ان پر سیکو د ياد بوټي انځور کښل شوی و. ستر پيليني (رومي طبيب او فیلسوف) تر ميلاد وروسته له ۲۳ څخه تر ۷۹ کالونو تر منځ، د روم معمولي تصفيه شوي غوړ، د تر ټولو پياوړي سقط کوونکي په توګه ياد کړي دي. سېرينوس سامونيکوس (رومي پوه(عالم)) د رېو ( يو ډول درمل‌بوټي)، هګيو او ډېل (يو ډول درمل‌بوټی) د يوه ترکيب په اړه ليکنه کړې. سورانوس ډايوسکرويډ اوريباسيوس (يوناني طبي ليکوال) هم د بوټو دا ډول کارول تشرېح کړي دي. اوسنیوعلمي څېړنو تاييد کړې ده چې، د ريو بوټی درې سقط کوونکي خواص لري. هغه بوټی چې د زېږون د اسانۍ لپاره کارېږي، د جنين د سقط لپاره هم کارول کېږي. جالينوس د ډي انتي ډيوتېس د فارمول په جوړښت کې ځای په ځای کړل، حال دا چې ډايوسکرويډس وويل چې: د خولې له لارې او يا د وجينال شیاف په بڼه،  له مرچو او (کنډو) سره کارول کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]

يوناني ډرامه ‌ليکونکي ارېستوفانس تر ميلاد وړاندې په ۴۲۱ کال کې، په طنزي توګه د پنيرويال (يو ډول درمل‌بوټی) مسقط خواص ته اشاره کړې. يوناني طبيب هېپوکرات تر ميلاد وړاندې له ۳۷۰ څخه تر ۴۶۰ کالونو تر منځ يوې بدکارې ښځې ته چې امېندواره کېده، داسې مشوره ورکړه چې ښکته او پورته ټوپونه واچوي او هر ځل له ټوپ وهلو سره خپل کوناټي له پوندو سره لمس کړي، چې جنين يې سقط شي. هغه ته منسوبې ټولې ليکنې داسې وسايل يادوي چې د رحم‌ بند (د ښځينه جنسي غړو اړوند) د پراخوالي او رحم د کورېټ تراشلو(پاکولو) لامل شي. [۲۲][۲۳][۲۴]

سورانوس د دویمې پېړۍ يوناني ډاکټر ډيوروټيک (ادرار راوستونکي)، اېميناګوګوس (هغه درمل‌بوټي چې د حوصلې او رحم شاوخوا د وينې جريان تحريکوي)، انېماس (د عفونت او امېندوارۍ څخه د مخنيوي محلول، چې په واجن کې تطبيقيږي)، روژه نيول او وينه ایستل، د سقط لپاره تر ټولو اغېزمن او خوندي مېتودونه ګڼي. هغو ښځو ته چې غواړي خپل جنين سقط کړي، سپارښتنه کوي چې له تېرو څوکو لرونکو وسايلو څخه کار وانخلي، ځکه د غړي د سوري کېدلو له خطر سره مل دي. همداراز هغو ښځو ته چې غواړي، خپله امېندواري ختمه کړي، سپارښتنه کوي چې په ځواکمن ډول قدم ووهي، درانده وسايل ولېږدوي، څاروي وځغلوي او ښکته پورته ټوپونه ووهي. داسې چې پونده يې له کوناټیو سره ولګېږي، هغه ياد حرکت لاکډيمونين ترپ نومولی. همداراز يې د نباتي بوټو د حمام، د موښلو او مساج او پېساريو [شیاف] (يوه پلاستيکي ښويه وسيله چې د رحم د ملاتړ لپاره په واجن کې ځای پر ځای کېږي) لپاره څو کړنلارې وړاندې کړې. په De Materia Medica Libri Quinque (د لرغوني يونان د ډاکتر ډايسوکورېډېس د اثر نوم دی چې، د روغتيا پالنې لپاره د هر ډول درمل‌بوټو د خواصو په اړه په کې معلومات راټول شوي) کې يوناني درمل‌پېژندونکي ډايسوکورېډېس د يو ډول موادو د ترکيب له وړاندې تيار شوی لېست جور کړ، چې هلېبور (يو ډول بوټی چې رېښې يې په درمل جوړولو کې کارېږي)، اوبه ‌لرونکی بادرنګ او سکاموني (يو ډول بوټی) په کې شامل وو او دا يې د سقط شراب ونومول، خو په دقيق ډول چمتو کولو کې يې پاتې راغی. د جنين د سقط په برخه کې د هلېبور ځانګړتيا دا بوټی په سقط کوونکي مشهور کړی دی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Constantin-Iulian Damian (January–March 2010). "Abortion from the Perspective of Eastern Religions: Hinduism and Buddhism" (PDF). Romanian Journal of Bioethics. 8 (1). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. Valmiki Ramayana Sunderkand 28th Sarga 6th Shlok https://www.valmiki.iitk.ac.in/sloka?field_kanda_tid=5&language=dv&field_sarga_value=28
  3. [۱] Archived 2014-11-11 at the Wayback Machine. Ancient History Sourcebook: The Code of the Assura, c. 1075 BC
  4. Potts, Malcolm; Martha Campbell (2002). "History of Contraception". Gynecology and Obstetrics (PDF). 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Potts, Malcolm; Martha Campbell (2009). "History of Contraception". The Global Library of Women's Medicine. doi:10.3843/GLOWM.10376. ISSN 1756-2228. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Devereux, G (1967). "A typological study of abortion in 350 primitive, ancient, and pre-industrial societies". In Harold Rosen (المحرر). Abortion in America: Medical, psychiatric, legal, anthropological, and religious considerations. Boston, Massachusetts: Beacon Press. OCLC 187445. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Devereux, George (1976). A Study of Abortion in Primitive Societies. International Universities Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0823662456. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Macfarlane, Alan (2002). "Abortion methods in England" (PDF). The Savage Wars of Peace. Basingstoke: Palgrave Macmillan. OCLC 50714989. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4039-0432-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Doerfler, Stephanie. "Abortion". د اصلي آرشيف څخه پر June 29, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. London, Kathleen (1982). "The History of Birth Control". The Changing American Family: Historical and Comparative Perspectives. Yale University. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Potts, Malcolm; Martha Campbell (2002). "History of Contraception". Gynecology and Obstetrics (PDF). 6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Potts, Malcolm; Martha Campbell (2009). "History of Contraception". The Global Library of Women's Medicine. doi:10.3843/GLOWM.10376. ISSN 1756-2228. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Brookes, Anne Page (September–December 1981). "Mizuko kuyō and Japanese Buddhism" (PDF). Japanese Journal of Religious Studies. 8 (3–4): 119–47. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  13. Hunton RB (December 1977). "Maori abortion practices in pre and early European New Zealand". The New Zealand Medical Journal. 86 (602): 567–70. PMID 273782. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gluckman LK (June 1981). "Abortion in the nineteenth century Maori: a historical and ethnopsychiatric review". The New Zealand Medical Journal. 93 (685): 384–6. PMID 7019788. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Depierri, Kate P. (March 1968). "One Way of Unearthing the Past". The American Journal of Nursing. Lippincott Williams &#38. 68 (3): 521–524. doi:10.2307/3453443. JSTOR 3453443. PMID 4865614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Plato (1921) [شاوخوا 369 BC]. "149d". Theaetetus. in Harold North Fowler. Plato in Twelve Volumes. 12. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press.
  17. Johannes M. Röskamp, Christian Perspectives On Abortion-Legislation In Past And Present (GRIN Verlag 2005 ISBN 978-3-640-56931-1
  18. Sallares, J. Robert (2003), "abortion", in Hornblower, Simon; Spawforth, Anthony (المحررون), The Oxford Classical Dictionary (الطبعة 3rd), Oxford: OxfordUP, د کتاب پاڼې 1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-860641-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pliny, XXII, Ch. 49
  20. Hurst, W. Jeffrey; Deborah J. Hurst. "Rue (Ruta Graveolens)". Medicina Antiqua. The Wellcome Trust Centre for the History of Medicine at UCL. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Riddle, John M. (1999). Eve's Herbs: A History of Contraception and Abortion in the West. Cambridge: Harvard University Press. OCLC 46766844. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-27026-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  22. (په December 1995 باندې). Lifestyle on Trial. Metro.
  23. Lefkowitz, Mary R.; Maureen R. Fant (1992). "Intercourse, conception and pregnancy". Women's life in Greece & Rome: A source book in translation. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 341. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-4475-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Klotz, John William (1973). "A Historical Summary of Abortion from Antiquity through Legalization" (PDF). A Christian view of abortion. St. Louis, Missouri: Concordia Publishing House. OCLC 750046. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-570-06721-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Soranus. Gynaecology. 1.59–65.
  26. Hurst, W. Jeffrey; Deborah J. Hurst. "Hellebore". Medicina Antiqua. The Wellcome Trust Centre for the History of Medicine at UCL. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Riddle, John M. (1992). Contraception and abortion from the ancient world to the Renaissance. Cambridge: Harvard University Press. OCLC 24428750. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-16875-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  28. Lefkowitz, Mary R.; Maureen R. Fant (1992). "Intercourse, conception and pregnancy". Women's life in Greece & Rome: A source book in translation. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 341. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-4475-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)