د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ

زړه د حملې نښې نښانې په پوهیدو سره سم باید ژر تر ژره یې غمه وخوړل شي. د انسان په ټټر کې د بدن یو مهم غړی زړه دی چې چپه خوا یې درست بدن ته د رګونو (شریانونو) یا آرټريز په وسیله له دواړو سږیو راغلې پاکه یا آکسیجنېټېډ وينه پمپ کوي او ښۍ خوا یې بیا له ټول بدنه د ورېدونو یا وېنز په واسطه راټوله شوې ډي آکسيجنېټېډ یا په کاربن ډای آکسایډ لړلې وينه سږیو ته لېږي چې هلته پاکيږي او آکسيجن را اخلي او دغه سایکل په هره دقيقه کې په نورمال ډول له شپېتو تر سلو کرتو تکرارېږي.

له دې هم خبر شئ: په کور کې د قبضیت درملنه څنګه وکړو؟

د زړه حمله چې په انګلیسې کې ورته ( هارټ اټیک) وايي یو داسې ناروغي ده که پر وخت د ناروغ سره مرسته ونشي نو له منځه ځي، پوهان د ډیر وخت نه ددغه ناروغۍ پوهیدو لپاره وخت پر وخت تازه څېړنې کوي تر څو پوه شي چې څنګه د زړه حملې څخه وړاندې پر دې پوه شو چې پر ما د زړه حمله راځي، نو ددې پوهاوي لپاره طب پوهانو په تازه څېړنه کې ویلي که څوک دغه ۸ نښې ولري نو د زړه حمله پرې راتلونکې ده.

د تمباکو یا سېګريټو څکول:

تمباکو په څکوونکیو کې په دغه ناروغۍ د مړينې شمېره شپېته سلنه زیاته ده. د بل د سېګرېټو له لوګي سره پرله پسې مخامخېدل د دې ناروغۍ خطر له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې د څېړنو په اټکل تر شل سلنه زیاته دغه ناروغي د سېګرېټو له امله ده.

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ زر ستړې کیدل: که یو شخص ډیر کم کار کولو سره زر ستړی کیږي نو پوه شه دا هم د زړه د حملې یوه نښه ده او ژر تر ژره یو متخصص ډاکټر سره مشوره وکړه.

په خېټه کې د باد پیدا کیدل:

که یو شخص د خیټې د باد يا ګېس څخه شکایت کوي نو دا هم یو له خطر ناکو علامو څخه ګڼل کیږي، ځکه دغه باد په ټول داخل د بدن کې د حرکت په حال کې وي که چیرې دا باد زړه ته ورسیږي نو د زړه حملې په شکل راڅرګندیږي.

په سینه کې دوامداره درد:

په دغه څېړنه کې یو له واضحو نښو څخه دا هم ده چې د لاس په شا برخه کې درد وي، په اوږه او اورمیږ کې هم درد وي دا درد باید عادي ونه ګڼل شي ځکه دا یو له مهمو نښو څخه ګڼل کیږي.

د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ د زړه د حملې نښې نښانې دغه لیکنه هتمن ولولئ خوب نه راتلل: خوب په عام ډول هر انسان ته ورځي خو د زړه د حملې پر وخت یو له مهمو نښو څخه شمیرل کیږي مطلب د شپې تر ناوخته خوب نه ورځي خو سهار وختي بیا راپاڅيږي دا سټروک یا د زړه حملې یوه نښه ده.

په سا ویستلو کې ستونزه:

پوهان وايي، په سا ایستلو کې ستونزه ،د ویښتو زر تویدل، د زړه درزا تېزیدل یا غیر منظم کیدل د زړه حملې د نښو څخه شمیرل کیږي.

پوهان وايي، دا پورتنۍ خبرې باید له پام څخه ونه غورځول شي او د پوهیدو په صورت کې د یو ماهر ډاکټر سره پرې مشوره کول لازمي دي.

دغه هغه علایم دي، چې د زړه د حملې ناروغي څرګندونه کوي.