د زړه ارېتميا
ارېتميا د زړه د درزا غېر منظم کېدو ته ارېتميا وايي چې کېدای شي بې اعراضه وي او يا د سنکوپ، قلبي عدم کفايې، سرگنگسي، سرچرخۍ، د زړه د ټکانو او حتی د زړه د ناڅاپي مړينې سبب وگرځي. په عمومي ډول ټولې ارېتمياگانې په دوؤ برخو وېشل شوې دي:
- براډيکارډيا Brady Cardia: هغه حالت ته وييل کېږي چې د زړه ضربان شمېره په يوه دقيقه کې د شپېتو څخه کمه شي.
- ټاکيکارډيا Tachy Cardia: هغه حالت ته وييل کېږي چې د زړه ضربان شمېره په يوه دقيقه کې د سلو څخه زياته شي دا په هغه حالت کې اعراض ورکوي چې دوامداره او ثابته بڼه غوره کړي.
اسباب
د ارېتميا اسباب په دوه برخو وېشل شوي دي
قلبي عوامل
عبارت دی له:
- قلبي احتشا
- د اکليلي شريانو ناروغي
- د زړه کيڼ بطن انوريزم
- د مترال د سام ناروغي
- کارډيو مايوپاتي
- د پيريکارډيوم او يا مايوکارډيوم التهاب
غير قلبي عوامل
په لاندې ډول وي
- د کافينو او نشه يي توکو استعمال
- د الکولو استعمال
- سينه بغل
- د ځينو درملو استعمال (B2 Agonist, Digoxin)
- ميټابوليکي تشوشات لکه د تايرائيډ غدې ناروغي
- د الکترولايټونو تشوشات
د ارېتميا د توليد مېکانيزم
ارېتميا د منځ ته راتلو لپاره جنېټيکي وړتيا تر ټولو غوره فکټور دی، چې کېدای شي له امله يې د زړه په جوړښت کې تغيرات او يا الېکټرولايټونو او يا د هورمونونو تشوشات مېنځ ته راشي چې په نتيجه کې ارېتميا مېنځ ته راځي. ډېرو حالاتو کې ارېتميا د لاندې څلورو مېکانيزمونو له امله مېنځ ته راځي: