د زوجي تکثر تکامل


زوجي تکثر (په انګلیسي: Sexual Reproduction) یوه تطبیقي ځانګړنه ده او کابو په ټولو څوحجروي ژوندیو موجوداتو او بېلابېلو یوحجروي اورګانیزمونو او هغو موجوداتو کې چې د غیرزوجي تکثر وړتیا نه‌لري، متداوله ده. د زوجي تکثر له څرګندېدو دمخه، د توافق هغه بهیر چې په‌کې جېنونه له یوه نسل څخه بل نسل ته بدلون مونده (جنتیکي اوښتون یا موټېشن)، ډېر کرار او په تصادفي توګه پېښېده. جنسي اړیکې، د تنوع د رامنځ‌ته کولو لپاره د یوه خورا اغېزناک میکانیزم په توګه تکامل موندلی دی او یوه ستره ښېګڼه یې دا وه چې ژوندي موجوداتو ته له بېلابېلو چاپېریالونو سره د توافق او سازښت وړتیا وربخښي. سره له‌دې، زوجي تکثر تل له یوه لګښت سره مل دی. په غیرزوجي تکثر کې، د جوړې د ټاکلو لپاره نه د وخت او نه د انرژي لګولو ته اړتیا شته. او که چېرې چاپېریالي شرایطو بدلون موندلی نه‌وي، کېدای شي د تنوع لپاره ډېر ضعیف دلیل شتون ولري، ځکه چې کېدای شي اورګانیزم له پخوا په ښه توګه توافق موندلی وي. د دې ترڅنګ، زوجي تکثر د یوې ټولګې د اورګانیزمونو (چې د تکثر وړتیا ولري) د اولادونو شمېر نیمایي ته راښکته کوي. سره له‌دې، جنسي اړیکې، د ژوندون په ونه کې د نوعو د څانګې، څانګې کېدلو لپاره د خورا غښتلې او ګټورې وسیلې په توګه تکامل کړی دی. د غیرزوجي تکثر په پرتله، د زوجي تکثر له‌لارې په فایلوجنتیکي ونه کې تنوع لا چټکه پېښېږي.

د زوجي تکثر تکامل ښیي چې څنګه ژوي، نباتات، فنجي‌ګان او پروټسټا د زوجي تکثر له‌لارې له ګډو مخکېنیو والدینو څخه (چې یوحجروي یوکاریوتي نوعې وې) تکامل موندلای شي. په یوکاریا کې زوجي تکثر لا پراخ دی، که څه هم لږشمېر یوکاریوتي نوعې په ثانوي توګه د زوجي تکثر وړتیا له لاسه ورکړې ده؛ لکه: Bdelloidea او ځیني نور نباتات او ژوي چې په منظمه توګه په غیرزوجي ډول خپل مثل تولیدوي (د اپومکسیس او بکري تکثر له‌لارې)، پرته له‌دې چې خپل جنسیت له لاسه ورکړي. د زوجي تکثر تکامل دوه جلا اړوندې سکالوګانې لري: د هغه اصل او ساتنه.[۱][۲][۳]

د زوجي تکثر اصل او مبدا په لومړنیو پروکاریوتونو کې، شاوخوا دوه میلیارده کاله پخوا (ګیا)، د موندلو وړ ده، دا هغه مهال ؤ چې باکتریاوو د زوجیت (conjucgation)، بدلون (Transformation) او هدایت کولو (Transduction) له‌لارې د جېنونو تبادله پیل کړه. که څه هم دغه بهیرونه له واقعي زوجي تکثر سره توپیر لري، خو ترمنځ یې ځیني بسنټیزې ورته ځانګړتیاوې شتون لري. داسې فکر کېږي چې په یوکاریوتونو کې واقعي جنسیت، په احتمال سره د څوګونو بهیرونو له‌لارې په بېلابېلو پایلو سره په وروستي یوکاریوتي ګډ اصل کې رامنځ‌ته شوی او وروسته یې دوام موندلی دی.[۴][۵]

له هغه ځایه چې د جنسیت د اصل او مبدا په هکله د فرضیو تاییدول، په تجربوي توګه (پرته له تکاملي محاسباتو)، ستونزمن کار دی، اوسني فعالیتونه او هڅې تر ډېره د تکاملي مودې په اوږدو کې د زوجي تکثر پر تداوم باندې تمرکز لري. په خورا رقابتي نړۍ کې، د طبیعي ټاکنې له‌لارې د زوجي تکثر د بهیر (په تېره بیا د دغه بهیر د دوو جنسونو یوځای کېدلو بڼه) ساتنه له مودو راهیسې د بیولوجي د لویو رازونو له جملې څخه ده، ځکه چې د مثل د تولید دواړه نور میکانیزمونه – غیرزوجي تکثر او هېرمافرودایتي تکثر (چې ښځینه او نارینه ګامیټونه دواړه د یوه اورګانیزم له‌خوا تولیدېږي – د زوجي تکثر په پرتله څرګندې ښېګڼې لري. غیرزوجي تکثر د تېغ وهلو، انقسام یا د سپور رامنځ‌ته کېدلو په توګه دوام مومي او د ګامیټونو یوځای کېدنه په‌کې نه‌شاملېږي، چې په‌دې توګه، د زوجي تکثر په پرتله د مثل د تولید کچه خورا چټکه پر مخ ځي، په داسې حال کې چې په زوجي تکثر کې ۵۰ سلنه اولاد نارینه جنسیت لري او په یوازې ځان د نسل د تولید وړتیا نه‌لري. په هېرمافرودایتي تکثر کې، د زایګوټ منځ‌ته راوړلو لپاره د والدینو هر یو اړین اورګانیزم کولای شي ښځینه یا نارینه ګامیټ جوړ کړي، چې په نسل کې هم د شمېر او هم د تنوع له‌پلوه ښېګڼې لري.

له‌دې امله، زوجي تکثر باید د وړوالي مهمې ښېګڼې ولري، ځکه چې د جنسي اړیکې پر دوه برابر لګښت سربېره، دغه تکثر د ژونون په څوحجروي بڼو کې غالب دی او په ضمني ډول داسې معنی لري چې د زوجي تکثر له‌لارې د تولید شوي راتلونکي نسل وړوالی له لګښتونو څخه لا دروند دی. زوجي تکثر له «جنتیکي بیاترکیب» څخه منشا نیسي، چېرې چې د والدینو جېنوټایپونه له سره تنظیم او له اولاد سره شریک کېږي. دا له غیرزوجي غبرګېدنې سره توپیر لري، چېرې چې د والدینو ونډه یوازې یو اورګانیزم لري او اولاد تل والدینو ته ورته دی او اوښتون (موټېشن) شتون نه‌لري. «بیاترکیب»، په مالیکولي کچه، د تېروتنې منلو (Fault Tolerance) دوه میکانیزمونه تامینوي: د بیاترکیبي DNA ترمیم (چې د میوسیس عملیې په اوږدو کې غښتلی کېږي، ځکه چې دغه مهال هومولوګي کروموزومونه جوړه کېږي) او مکمِل کېدنه (چې د هېتروسیس په توګه هم پېژندل کېږي، هایبرېدي پياوړتیا یا د اوښتونونو پوښول).

تاریخي لرلید

سمول

د زوجي تکثر بېلابېلو بڼو په ګډون، تکثر د ارسطو په لیکنو کې ترسترګو کېږي؛ د دغې مسألې په هکله نومهال فلسفي-علمي تفکر مخینه لږ تر لږه په اتلسمې پېړۍ کې، اراسموس ډاروین (۱۷۳۱ تر ۱۸۰۲ز) ته ورګرځي. اګوسټ ويزمن په ۱۸۸۵ز کې دغه سکالو وټاکله او استدلال یې دا ؤ چې (په هغه ډول چې په لاندې ډېریو څرګندونو کې تشرېح ورکړل شوې ده) جنسیت د جنتیکي تنوع رامنځ‌ته کولو په موخه عمل کوي. له بلې خوا، چارلس ډاروین (۱۸۰۹ تر ۱۸۸۲ز) داسې یوې پایلې ته ورسېده چې د هایبرېدي پياوړتیا (مکمِل کېدنه) اغېزه «د دوو جنسیتونو د رامنځ‌ته کېدنې د بیانولو لپاره په پوره توګه کافي ده». دا د ترمیم او مکمِل کېدنې له لاندې تشرېح شوې فرضیې سره سمون لري. په شلمې پېړۍ کې، د نومهال تکاملي سنتیز له منځ‌ته راتګ راهیسې، د و. د. همیلتون، الکسي کوندراشوف، جورج کریستوفر ویلیامز، هریس برنشټاین، کارول برنشټاین، مایکل م. کاکس، فرېدریک ا. هوپف او ریچارد مایچود په شمول یوشمېر بیولوجي‌پوهانو، د ګڼ‌شمېر بېلابېلو ژوندیو نوعو له‌خوا د زوجي تکثر ساتنې د څرنګوالي په هکله خپلې رقابتي څرګندونې بیان کړې.[۶][۷][۸]

د جنسیت او زوجي تکثر ښېګڼې

سمول

د جنسیت په مفهوم کې دوه بنسټیزې ښکارندې شاملې دي: جنسي بهیر (د دوو وګړو د جنتیکي معلوماتو تلفیق) او جنسي تمایز (پر دوو برخو باندې د دغو معلوماتو جلا کول). د دغو دوو ښکارندو شتون یا نه‌شتون ته په کتنې سره، د تکثر ټولې شته بڼې کېدای شي پر درې ډلو باندې ووېشل شي: غیرزوجي تکثر، هېرمافرودایتي تکثر او د دوو جنسونو یوځای کېدلو له‌لارې تکثر. جنسي بهیر او جنسي تمایز جلا ښکارندې دي او په اصل کې، په بشپړه توګه متضادې دي. لومړۍ ښکارنده د جېنوټایپونو تنوع رامنځ‌ته کوي (زیاتوي) او دوه‌یمه ښکارنده بیا دغه تنوع سمه نیمایي کوي.

د غیرزوجي تکثر بڼو ښېګڼې د اولاد په شمېر کې او د هېرمافرودایتي بڼو ښېګڼې د تنوع په لوړه کچه کې پرتې دي. له هېرمافرودایتي بڼې څخه د دوو جنسونو یوځای کېدلو له‌لارې تکثر ته په اوښتلو سره، لږ تر لږه د تنوع نیمایي برخه له‌لاسه ځي. نو له‌دې امله، د جنسي تمایز له‌خوا د رامنځ‌ته شویو ښېګڼو بیانول ستره ننګونه ده، یعنې د زوجي او غیرزوجي بڼو ترمنځ د ښېګڼو د پرتله کولو پر ځای، د دوو جلا جنسیتونو او هېرمافرودایتونو د ښېګڼو پرتله کول ستونزمن برېښي. له پخوا څرګنده وه چې، د زوجي او غیرزوجي تکثر پرتله کولو پر مهال، زوجي بڼه هېڅ ډول روښانې تکثري ښېګڼې نه‌لري، خو په تکامل کې یې خامخا ځینې مهمې ښېګڼې شتون لري.[۹]

د جنیست او زوجي تکثر

سمول

د زوجي تکثر د شتون په هکله تناقضي قیاس دا دی چې، که څه هم دغه تکثر تل په څوحجروي اورګانیزمونو کې تر سترګو کېږي، خو د غیرزوجي تکثر په څېر، د مثل د تولید نورو بلونجو بڼو له ښېګڼو د پرتله کولو پر مهال، په ډاګه توګه څرګندېږي چې زوجي تکثر ګڼ‌شمېر بنسټیزې نیمګړتیاوې لري. په‌دې توګه، څرنګه چې د څوحجروي اورګانیزمونو پېچلی ژوندون له زوجي تکثر سره مل دی، نو خامخا په جنسیت او زوجي تکثر کې د پام وړ ځینې ښېګڼې او ګټې شته ترڅو دغه بنسټیزې نیمګړتیاوې او تشې ډکې کړي.

سرچينې

سمول
  1. Letunic, I; Bork, P (2006). "Interactive Tree of Life". لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. mLetunic, I; Bork, P (2007). "Interactive Tree of Life (iTOL): An online tool for phylogenetic tree display and annotation" (PDF). Bioinformatics. 23 (1): 127–8. doi:10.1093/bioinformatics/btl529. PMID 17050570. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Letunic, I; Bork, P (2011). "Interactive Tree of Life v2: Online annotation and display of phylogenetic trees made easy" (PDF). Nucleic Acids Research. 39 (Web Server issue): W475–8. doi:10.1093/nar/gkr201. PMC 3125724. PMID 21470960. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Otto, Sarah (2014). "Sexual Reproduction and the Evolution of Sex". Scitable. لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Darwin, Erasmus (1800). Phytologia …. Dublin, Ireland: P. Byrne. مخونه 104. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) From p. 104: "As the progeny by lateral generation [i.e., vegetative (asexual) reproduction] so exactly resembles the parent stock, it follows, that though any new variety, or improvement, may be thus continued for a century or two, as in grafted fruit-trees, yet that no new variety or improvements can be obtained by this mode of generation; … " "But from the sexual, or amatorial, generation of plants new varieties, or improvements, are frequently obtained; as many of the young plants from seeds are dissimilar to the parent, and some of them supererior to the parent in the qualities we wish to possess; … " " … another advantage occurs from sexual generation, which is the production of new species of plants, or mules, … "
  7. English translation: Weismann, August (1889). Poulton, Edward B.; Schönland, Selmar; Shipley, Arthur E. (سمونګران). Essays Upon Heredity and Kindred Biological Problems. Oxford, England: Clarendon Press. مخونه 252–332. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Ch. 5: The Significance of Sexual Reproduction in the Theory of Natural Selection (1886)
  8. Darwin, Charles (1876). The Effects of Cross and Self Fertilisation in the Vegetable Kingdom. London, England: John Murray. مخونه 462. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Crow J.F. (1994). Advantages of Sexual Reproduction, Dev. Gen., vol.15, pp. 205-213.